02/10/2026
د خواشینۍ او تسلیت پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د عربانو عالي لېسې پخوانی مدیر ارواښاد مصباحالدین وفات شوی دی.
ارواښاد مصباحالدین د علم او پوهې د ودې، د ښوونې او روزنې د پراختیا او د ځوان نسل د فکري روزنې په برخه کې د پام وړ او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. نوموړي د خپل ژوند ارزښتناکې شېبې د راتلونکو نسلونو د روښانه راتلونکي لپاره وقف کړې وې. د هغه علمي او روزنیز خدمتونه به د عربانو سیمې د معارف په تاریخ کې د ویاړ او درناوي په توګه تل ژوندي پاتې وي.
د نوموړي مړینه نه یوازې د کورنۍ او خپلوانو لپاره ستره ضایعه ده؛ بلکې د عربانو سیمې، شاګردانو، ښوونکو او د هېواد د پوهنې ډګر ته هم یوه نه جبرانېدونکې تشه ده.
د عربانو عالي لېسې اداره د ارواښاد له درنې کورنۍ، خپلوانو، پخوانیو شاګردانو، همکارانو او ټولو علمپالو سره خپله ژوره خواخوږي او د تسلیت مراتب شریکوي.
له لوی الله جل جلاله څخه مرحوم ته د مغفرت او جنتالفردوس، کورنۍ او ټولو خواخوږو ته د جمیل صبر او اجر غوښتنه کوو.
إنا لله وإنا إليه راجعون