لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی

لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی د لوړو زده کړو وزارت رسمي پانه
صفحه رسمی وزارت تحصیلات عالی

د لوړو زده کړو وزیر په عبدالله بن مبارک رحمه الله (پکتیا) دیني جامعه کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوې مهمې ...
25/08/2025

د لوړو زده کړو وزیر په عبدالله بن مبارک رحمه الله (پکتیا) دیني جامعه کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوې مهمې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

په یادو پروژو کې د ۱۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت یو لوی کتابتون، چې تر ۴ زرو زیات کتابونه لري او د ۴ میلیونه او ۵۲۵ زره افغانیو په ارزښت د ۸۰۰ کیلو واټه برېښنا درې فازه ترانسفارمر پژوې شاملې دي، چې بودیجه یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تمویل شوې ده.

همداراز محترم شيخ صاحب په ياده جامعه کې جوړې شوې غونډه کې فاضلانو ته په خطاب کې سپارښتنه وکړه چې یوازې د سند تر لاسه کولو هدف نه، بلکې د علمي او څېړنیز ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا زیار وباسئ او همدا مو د ژوند او اسلامي ټولنې ته د خدمت موخه وټاکئ.

****

وزیر تحصیلات عالی به ارزش بیش از ۱۹ میلیون افغانی دو پروژه مهم را در جامعهٔ دینی عبدالله بن مبارک رحمه ‌الله ولایت پکتیا، افتتاح و به بهره ‌برداری سپرد.

این پروژه‌ها شامل یک باب کتابخانهٔ مجهز به ارزش ۱۴ میلیون و ۸۰۰ هزار افغانی می باشد که دارای بیش از چهار هزار جلد کتاب بوده و همچنان یک ترانسفارمر سه ‌فازه برق با ظرفیت ۸۰۰ کیلو وات به ارزش ۴ میلیون و ۵۲۵ هزار افغانی می باشد که هزینهٔ هر دو پروژه از سوی وزارت تحصیلات عالی تمویل گردیده است.

محترم شیخ ‌صاحب همچنان در گردهمایی که در جامعه یاد شده برگزار گردید، در خطاب به فاضلان این جامعه گفت که هدف ‌شان تنها گرفتن سند تحصیلی نباشد، بلکه در راستای ارتقای ظرفیت علمی و تحقیقی تلاش جدی نمایند و خدمت به جامعهٔ اسلامی را به عنوان رسالت اساسی زندگی خویش در نظر داشته باشند.

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي اړوند مهندسي څانګې محصلینو له لوري هغه پروژې ارایه شوې، چې په تېر پسرلني سمستر کې ورکړل ش...
02/08/2025

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي اړوند مهندسي څانګې محصلینو له لوري هغه پروژې ارایه شوې، چې په تېر پسرلني سمستر کې ورکړل شوې وې.
یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفر میاشتې دوهمه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له پنځمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي اړوند مهندسي څانګې د څلورم ټولګي محصلینو له لوري هغه پروژې ارایه شوې، چې په تېر پسرلني سمستر کې ورکړل شوې وې.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د پوهنځي استادانو او محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو او ورپسې د انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې د څلورم ټولګي محصلانو له لوري هغه پروژې په پریزینټېشنونو کې ارایه شوې چې په تېر پسرلني سمستر کې د روغتونونو د طرحې مضمون اړوند ورکړل شوې، چې د برخوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي خبرې او وینا وکړه، چې تر ډېره یې محصلان وهڅول څو د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي برخه کې هم پوره هڅه او کوښښ وکړي.
ښاغلي حمدي له شته امکاناتو او فرصتونو څخه استفاده ضروري یاد کړل او عصري زده کړې یې په اوس کې خورا ارزښتمنې او لازمي یادې کړې چې پر اساس یې د هیوادونو سره سیال کېدلی شي. هغه همدارنګه محصلینو ته په خطاب کې وویل چې د لیسانس تر کچې پر زده کړو بسنه ونکړي، بلکې د ماسټري او دوکتورا تر کچې د زده کړو لپاره دې قوي هوډ ولري.
پوهنتون رئیس همدارنګه محصلانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د هرې برخې د فعالیتونو لپاره به ځانګړي نندارتونونه جوړ او ورته به د اړوند ادارو مسؤلین را دعوت کړي، څو هغوئ ته وښودل شي، چې محصلان یې وړتیاوې لري او ورته دې د خدمت کولو فرصتونه برابر کړي.

د کندهار پوهنتون د نوو ودانیو، نوي لیلیې، طب پوهنځي، کادري روغتون، نوو پارکو او بېلابېلو برخو عکسونه.
06/06/2025

د کندهار پوهنتون د نوو ودانیو، نوي لیلیې، طب پوهنځي، کادري روغتون، نوو پارکو او بېلابېلو برخو عکسونه.

28/04/2025

Address

Paktia
Gardez

Telephone

0767621257

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share