SIHE Medicine Faculty

Call Website Contact the university

SIHE Medicine Faculty Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from SIHE Medicine Faculty, College & University, Finance (DOF) squire, the Road to the department of tribal affairs (DTA), right side 3rd street, jalalabad city, Jalalabad.

د Neurological Emergencies (Seizure, CNS infection, Unconscious Patient, Stroke)  تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو
23/08/2026

د Neurological Emergencies (Seizure, CNS infection, Unconscious Patient, Stroke) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

د Neurological Emergencies (Seizure, CNS infection, Unconscious Patient, Stroke) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

دا سمینار سپین غر پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت ظرفیت لوړونې برنامو کلني پلان له مخې د پوهنتون استادانو او اداري کار کوونکو ته تنظیم شوی و، چې د معالجوي طب پوهنځي د رئیس پوهنیار دوکتور محمد جاوېد حاذق له لوري وړاندې شو.

ښاغلي حاذق د Neurological Emergencies پېژندنې ترڅنګ، تشنج (Seizures)، د اختلاجاتو ډولونه، نښې نښانې، پلټنه، تشخیص او درملنه، د مرکزي عصبي سیستم انتانات(CNS Infections) ، دماغي سکته (Stroke)، د سکتې کلینیکي علایم، ډولونه، لاملونه او درملنې په اړه مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او هم یې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.

همدارنګه، د موضوع د لا ښه درک لپاره بېلابېلې Case Study یا عملي قضیې وړاندې او د تشخیص، ارزونې او درملنې اړوند مهمو نقاطو په اړه هم بحث ترسره شو.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

18/08/2026

«په ځانګړو تخصصي څانګو کې تازه معلومات» تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

سپین غر پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت د ظرفیت لوړونې برنامو کلني پلان له مخې د استاد نوماند پوهنیار ذبیح الله یوسفزي له لوري «په ځانګړو تخصصي څانګو کې تازه معلومات» تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې شو، چې د پوهنتون د استادانو په ګډون په کې یو شمېر اداري کار کوونکو هم برخه لرله.

ښاغلي یوسفزي تر مقدماتي خبرو وروسته، ولې تازه معلومات مهم دي؟ یوه سوځېدلي ماشوم ته د کب پوستکي د پیوند بریالۍ درملنه، د چاغښت د کموالي تازه مروج شوي درمل، د Fatty liver په درملنه کې نوي درمل، د اختلاطي بولي لارو په انتاناتو کې نوي درمل، د واکسینو په پروګرام کې د ملاریا شاملېدل او په طبابت کې د مصنوعي ځیرکتیا استعمال په اړه وروستي تازه او مهم معلومات بحث، شریک او هم یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

دا چې طب یو ثابت علم نه دی او هره ورځ د طب په ځانګړو تخصصي او فرعي تخصصي څانګو کې نوي تشخیصيه، درملیز، جراحي او ټکنالوژیک پرمختګونه او تغیرات رامنځته کېږي، نو د دې لپاره چې سپین غر پوهنتون استادان او علمي کادرونه له یادو پرمختګونو څخه خبر اوسي، وخت په وخت ورته داسې علمي او معلوماتي سمینارونه وړاندې کېږي.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

آیا غواړئ د سپین غر پوهنتون په معالجوي طب پوهنځي کې د راتلونکي مسلکي ډاکتر په توګه طبي زده کړې وکړئ؟په دې پوهنځي کې محصل...
12/08/2026

آیا غواړئ د سپین غر پوهنتون په معالجوي طب پوهنځي کې د راتلونکي مسلکي ډاکتر په توګه طبي زده کړې وکړئ؟
په دې پوهنځي کې محصلانو ته د معالجوي طب اړوند نظري او عملي روزنه ورکول کېږي، څو د فراغت وروسته وکولای شي په لاندې برخو کې مسلکي طبي خدمتونه وړاندې کړي:
- د ناروغانو معاینه او طبي ارزونه
- د ناروغیو تشخیص
- د درملنې پلان جوړول او تعقیبول
- د درملو تجویزول
- د بېړنیو حالاتو لومړنۍ طبي پاملرنه
- د ناروغیو د مخنیوي او روغتیايي پوهاوي مشورې
- د ناروغ د اړتیا له مخې متخصص ته راجع کول
- د ناروغ د طبي تاریخ او اسنادو ثبت او ساتنه
- له فراغت وروسته د تخصصي زده‌کړو لپاره تخصصي پروګرامونو ته لاره پیدا کول او د نورو مسلکي زده کړو دوام
نوم لیکنه هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري...!

د ۱۴۰۵ لمریز کال خزاني سمستر کانکور ازموینه – اسد ۲۳نوم لیکنه په معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو کې هره رو...
28/07/2026

د ۱۴۰۵ لمریز کال خزاني سمستر کانکور ازموینه – اسد ۲۳

نوم لیکنه په معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو کې هره روځ له شنبې تر پنجشنبې د سهار له ۷:۰۰ بجو د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري!

سپین غر پوهنتون؛ د طبي لوړو زده کړو معیاري اداره

25/07/2026

د علم په سمندر کې موږ ټول د یوې کښتۍ سپرلۍ یو؛ خو سپین غر پوهنتون د طبي علومو کښتۍ د انسانانو د ژوند ژغورنې، د دردونو د درملنې او د هیلو د راژوندي کولو پر لور په ډاډمنه اراده روانه ده.

که غواړئ د انسانانو د ژوند ژغورونکی، د ناروغانو د امید څراغ او د ټولنې یو اغیزمن روغتیاپال شئ، نو سپین غر پوهنتون ستاسو د روښانه راتلونکي لپاره خپلې دروازې پرانیستې دي.

همدا نن خپل راتلونکی وټاکئ

🕖 نوم‌لیکنه له شنبې تر پنجشنبې، د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري.
078 503 0915

21/07/2026

The future you choose today at Spinghar University, Faculties of Medicine, Medicine in Dentistry and Medical Laboratory Technology will become your greatest achievement tomorrow.

ستاسو د بریالي طبي راتلونکي پیل، له سم انتخابه پیلېږي!
13/07/2026

ستاسو د بریالي طبي راتلونکي پیل، له سم انتخابه پیلېږي!

ستاسې د بریالي طبي راتلونکي پیل، له سم انتخابه پیلېږي!

یو مسلکي ډاکتر د معیاري زده‌کړو له لارې د عملي تجربو، مجهزو لابراتوارونو او باوري علمي چاپېریال په شتون کې روزل کېږي.

سپین غر پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي محصلانو ته مجهز لابراتوارونه، فزیکي او برېښنايي کتابتونونه، د عملي او ستاژ زده کړو لپاره تدریسي روغتون او د تجربه‌لرونکو او متخصصو استادانو تر لارښوونې لاندې د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړی دی، څو محصلان د خپلې راتلونکې مسلکي دندې لپاره په پوره وړتیا چمتو شي.

که تاسې هم غواړئ خپل علمي سفر په یوه معیاري پوهنتون کې پیل کړئ، نو د ۱۴۰۵ لمریز کال خزاني سمستر لپاره همدا اوس نوم‌لیکنه وکړئ او د سپین غر علمي کورنۍ غړی شئ.

نوم لیکنه جریان لري...!

د معالجوي طب پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي ترسره شوهشنبه، ۱۴۰۵/۳/۲سپین غر پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي څلورم سمس...
23/05/2026

د معالجوي طب پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي ترسره شوه

شنبه، ۱۴۰۵/۳/۲
سپین غر پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي څلورم سمستر B او C سکشن محصلانو په پتالوژي مضمون کې علمي رقابتي سیالي ترسره کړه.

یاده سیالي د استاد نوماند پوهنيار محمد ادريس عبدالرحيمزي په لارښووونه «په ناروغیو کې هیموډینامیک بدلونونه او التهابي پروسې - Hemodynamic Changes and Inflammatory Processes in Disease» تر عنوان لاندې د پوهنځي د مرستیال نوماند پوهنیار صفي الله محبت په مقدماتي وینا پیل شوه او د ژوري هیئت غړو تر منظمې څارنې او ارزونې لاندې ترسره شوه.

په سیالۍ کې جمله ۱۲ تنو محصلانو په مستقیم ډول ګډون درلود، چې تر ټاکلي وخت او د پوښتنو او ځوابونو وروسته د ژوري هيئت له لوري C سکشن لومړی او B سکشن دویم مقام ګټونکي اعلان شول او ټولو ګډونوالو محصلانو ته ډالۍ هم ورکول شوې.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

د عمومي طب پوهنځي دوه تنو محصلانو سمینارونه وړاندې کړلشنبه، ۱۴۰۵/۲/۱۹سپین غر پوهنتون د عمومي طب پوهنځي لسم سمستر دوه تنو...
09/05/2026

د عمومي طب پوهنځي دوه تنو محصلانو سمینارونه وړاندې کړل

شنبه، ۱۴۰۵/۲/۱۹
سپین غر پوهنتون د عمومي طب پوهنځي لسم سمستر دوه تنو محصلانو هر یو جلال احمد او خالد د وینې د سپینو حجرو مزمن سرطان (Chronic Myeloid Leukemia) او د وینې د سپینو لمفاوي حجرو مزمن سرطان - Chronic Lymphocytic Leukemia (CLL) په اړه معلوماتي سمینارونه وړاندې شو.

د پوهنځي رئیس پوهنیار دوکتور محمد جاوېد حاذق ګډونوالو ته په وینا کې د محصلانو له لوري د سمینارونو وړاندې کولو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او دا ډول علمي فعالیتونه یې د محصلانو د مسلکي ودې لپاره مهم وبلل، ځکه چې د سرطان ناروغۍ پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، له همدې امله د طبي برخې راتلونکي ډاکټران باید د دې ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې بشپړ علمي او عملي چمتووالی ولري.

ورپسې جلال احمد د وینې د سپینو حجرو مزمن سرطان (Chronic Myeloid Leukemia) او خالد د وینې د سپینو لمفاوي حجرو مزمن سرطان (Chronic Lymphocytic Leukemia) پېژندنه، کلینیکي نښې نښانې، تشخیص، لابراتواري موندنو، تفریقي تشخیص ( (DDXاو د ناروغۍ پایلې، موضوعات په هر اړخیز او مفصل شکل تشریح کړل او هم یې په تالار کې د ناستو محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د یادونې وړ ده چې سپین غر پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ته په هر سمستر کې د خپلو مسلکونو اړوند علمي سمینارونو وړاندې کولو زمینه برابروي، څو د هغوی علمي پوهه او مسلکي وړتیاوې ورسره وغوړېږي.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

د لاسونو د حفظ الصحې نړیوالې ورځې په مناسبت د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو
05/05/2026

د لاسونو د حفظ الصحې نړیوالې ورځې په مناسبت د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو

د لاسونو د حفظ الصحې نړیوالې ورځې په مناسبت د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو

سه شنبه، ۱۴۰۵/۲/۱۵
سپین غر پوهنتون د فرهنګي چارو اصلي کمېټې د ۱۴۰۵ لمریز کال نړيوالو روغتیايي ورځو مهالوېش له مخې د لاسونو د حفظ الصحې نړیواله ورځ (World Hand Hygiene Day) د عامه پوهاوي سمینار په وړاندې کولو سره ونمانځله.

په سمینار کې د معالجوي طب پوهنځي ماسپښین دورې محصلانو برخه لرله، چې د کلینیک ډیپارټمنټ آمر استاد، پوهنیار دوکتور محبت شاه همت له لوري وړاندې شو.

د پرانیستې او ښه راغلاست وینا پر وخت د پوهنځي مرستیال نوماند پوهنیار صفي الله محبت د موضوع اهمیت او ارزښت بیان کړ او زیاته یې کړه، د دې لپاره چې د میکروبونو او ناروغیو د خپرېدو مخنیوی او په روغتونونو او کلینیکونو کې د انتاناتو کچه راکمه شي، هر کال د مۍ میاشتې په پنځمه نېټه یاده ورځ نمانځل کېږي، څو روغتیايي کارکوونکي د لاسونو حفظ الصحې ته متوجه اوسي.

ورپسې د سمینار وړاندې کوونکي ښاغلي همت د یادې ورځې تاریخچه، اهمیت، د لاسونو د حفظ الصحې په هکله د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنې او عملي لارې چارې په تفصیل سره بیان کړې. همدارنګه، د لاسونو د سم مینځلو طریقه یې هم تشریح کړه او ټینګار یې وکړ چې د لاسونو حفظ الصحه نه یوازې د روغتیايي کارکوونکو، بلکې د ټولنې د هر وګړي مسؤلیت دی، ځکه چې ډېری ساري ناروغۍ د ککړو لاسونو له لارې انتقالېږي.

د سمینار په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او له محصلانو وغوښتل شول چې د لاسونو د حفظ الصحې پیغام خپلو کورنیو او ټولنې ته ورسوي، څو د عامې روغتیا د ښه والي لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

Address

Finance (DOF) Squire, The Road To The Department Of Tribal Affairs (DTA), Right Side 3rd Street, Jalalabad City
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 07:00 - 15:00
Tuesday 07:00 - 15:00
Wednesday 07:00 - 15:00
Thursday 07:00 - 15:00
Sunday 07:00 - 15:00

Telephone

+93785030915

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when SIHE Medicine Faculty posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to SIHE Medicine Faculty:

Shortcuts

Share