21/10/2026
د مدافع وکیل او موکل ترمنځ د متقابل چلند په اړه علمي سیمینار او عملي تمثیل ترسره شو!
د التقوی پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو څانګې د محصلینو لپاره د «مدافع وکیل او موکل ترمنځ متقابل چلند» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار او عملي تمثیل ترسره شو.
یاده برنامه د قاري صاحب صداقت له لوري د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د حقوقو څانګې آمر او لارښود استاد، پوهنیار طارق الله ملکزي، د ښه راغلاست وینا وکړه او د موضوع پر علمي، حقوقي او مسلکي اهمیت یې خبرې وکړې.
په علمي سیمینار کې د مدافع وکیل او موکل ترمنځ د مسلکي اړیکو، متقابل چلند، حقوقي مشورې او اغېزمنې حقوقي استازولۍ پر بېلابېلو اړخونو هر اړخیز بحث وشو. د موضوع د لا ښه روښانتیا په موخه، پر لاندې مهمو ټکو ټینګار وشو:
• د قضیې دقیق تحلیل او د اړوندو حقوقي موضوعاتو پېژندنه؛
• د نافذه قوانینو د اړوندو موادو سمه او روښانه تشریح؛
• د قضیې د پرمخ وړلو لپاره د مناسبې حقوقي ستراتیژۍ او پلان ټاکل؛
• موکل ته د قضیې د احتمالي حقوقي خطرونو او پایلو بیانول؛
• د قضیې د حل لپاره د بدیلو حقوقي لارو چارو وړاندې کول؛
• له موکل سره مسلکي، درناوی لرونکی او مسؤولانه چلند؛
• د وخت اغېزمن مدیریت او د حقوقي چارو پر وخت ترسره کول؛
• د موکل د اسنادو، معلوماتو او شواهدو د محرمیت ساتنه؛
• د رښتینولۍ، امانتدارۍ او مسلکي اخلاقو له لارې د موکل د باور ترلاسه کول.
د برنامې په دویمه برخه کې د موضوع د عملي درک او د محصلینو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه د مدافع وکیل او موکل ترمنځ د اړیکو عملي تمثیل وړاندې شو. په دې برخه کې د لومړنۍ حقوقي مشورې، د قضیې د معلوماتو راټولولو او د حقوقي وضعیت د ارزونې بهیر په عملي بڼه تمثیل شو.
په عملي تمثیل کې څرګنده شوه چې مدافع وکیل باید موکل ته د خپلو خبرو د بیانولو مناسب فرصت برابر کړي، د هغه څرګندونې په دقت واوري، د قضیې د بشپړ وضاحت لپاره دقیقې او هدفمندې پوښتنې مطرح کړي او د اړوندو معلوماتو په راټولولو سره د قضیې ټول اړخونه وارزوي.
همدارنګه، د احتمالي تناقضونو د معلومولو، د مبهمو معلوماتو د روښانه کولو او د موکل د باور د ترلاسه کولو پر اهمیت ټینګار وشو. دغه راز، د حقوقي مشورې او استازولۍ پر مهال د درناوي، محرمیت، رښتینولۍ او مسلکي اخلاقو رعایت اړین وبلل شو.
د یادې علمي او عملي برنامې موخه د حقوقو څانګې د محصلینو د حقوقي پوهې پراختیا، د مسلکي اړیکو او حقوقي مشورې ورکولو د مهارتونو پیاوړتیا، د قضیو د تحلیل او معلوماتو راټولولو له عملي لارو سره د هغوی بلدتیا، او د نظري زده کړو او عملي تجربو ترمنځ د اړیکې پیاوړتیا وه.
د یادونې وړ ده چې د دغه ډول علمي او عملي برنامو جوړول د حقوقو محصلینو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو، د حقوقي استازولۍ د اصولو په ښه درک او د راتلونکي مسلکي ژوند لپاره د هغوی په چمتو کولو کې مهم رول لري.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور