ALFALAH UNIVERSITY الفلاح پوهنتون

Call Website Contact the university

ALFALAH UNIVERSITY الفلاح پوهنتون University With a commitment to academic excellence and continuous improvement, we empower our students to excel in their professional and academic pursuits.

Unlock Your Potential with Alfalah University:

At Alfalah University (AU), we believe education is the cornerstone of progress and innovation in a rapidly changing world. Undergraduate Programs:
Explore our diverse range of bachelor's Degrees designed to prepare you for the demands of the modern workforce:

- Civil Engineering
- Business Administration
- Economics
- Journalism
- Law
- Computer Science

Postgraduate Excellence:
Take your academic journey to the next level with our master's Programs:

- MPhil in International Law
- MPhil in Tafseer & Hadith

At Alfalah University, we are dedicated to shaping future leaders by providing cutting-edge education and fostering a culture of innovation, critical thinking, and excellence. Join AU Today:

Be part of a thriving academic community that inspires growth, nurtures talent, and opens doors to limitless opportunities. Let us help you achieve your dreams and make a meaningful impact on the world.

د بریښنايي زده کړو په اړه معلوماتي سمینار ترسره شود اقتصاد او انجینري پوهنځي لومړي او دویم سمستر سهار دورې  محصلانو ته د...
23/09/2026

د بریښنايي زده کړو په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو

د اقتصاد او انجینري پوهنځي لومړي او دویم سمستر سهار دورې محصلانو ته د معلوماتي ټیکنالوژۍ امریت اجرايیه مدیر: فهیم الله نوري له خوا د انلاین زده کړو په اړه معلوماتي سمینار وړاندې شو.

ښاغلي نوري د یاد سمینار له لارې محصلانو ته د (Ali Son, Mind Luster, Edx, Coursera) انلاین پلیټفارمونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک او هم ورته په عملي ډول د کارونې طریقې وښودې. ګډونوالو محصلانو د موضوع په تړاو ازاد بحث ترسره، پوښتنې مطرح او د ښاغلي نوري له خوا ورته ځوابونه وویل شو.

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

د هڅاند خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو ته معلوماتي او هڅونکی پریزنټیشن وړاندې شود یوه علمي سفر په پر مهال د هڅاند خصوصي ښوونځي ...
22/09/2026

د هڅاند خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو ته معلوماتي او هڅونکی پریزنټیشن وړاندې شو

د یوه علمي سفر په پر مهال د هڅاند خصوصي ښوونځي یو شمېر زده‌کوونکو د دغه ښوونځي د مدیر او یوه تن استاد په ملتیا له الفلاح پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې، راغلو زده‌کوونکو ته د الفلاح پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا آمر صفی‌ الله امانزي د یوه معلوماتي او هڅوونکي پریزنټېشن له لارې د پوهنتون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د پوهنتون د بېلابېلو برخو او تحصیلي فرصتونو ترڅنګ، زده‌ کوونکو ته د زده ‌کړو پر مهال د اړینو مهارتونو او معلوماتو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وړاندې کړې.

وروسته د هڅاند خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو د الفلاح پوهنتون له تدريسي او نورو بېلابېلو اسانتیاوو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د اړوندو برخو د مسوولینو له لوري ورته لازم معلومات ورکړل شول.

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

د ګرافیک ډیزاین درې ‌میاشتنۍ روزنیزې برنامې خبرتیا!د الفلاح پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا امریت له لوري د ګرافیک...
22/09/2026

د ګرافیک ډیزاین درې ‌میاشتنۍ روزنیزې برنامې خبرتیا!

د الفلاح پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا امریت له لوري د ګرافیک ډیزاین (Graphic Designing) درې ‌میاشتنۍ روزنیزه برنامه چمتو شوې ده.

په دې روزنیزه برنامه کې به ګډونوال د لاندې ۲ سافټویرونو په برخه کې اړینه مسلکي پوهه او عملي تخنیکي مهارتونه ترلاسه کړي:
1. Adobe Photoshop
2. ⁠CorelDraw
یاده روزنیزه برنامه به د استاد نویدالله طوفاني له لوري وړاندې کېږي. نوموړي د اندونیزیا هېواد څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې ماسټري کړې او د تدریس په برخه کې د ۱۰ کلونو کاري تجربې لرونکی دی.
که تاسې د ګرافیک ډیزاین له برخې سره لېوالتیا لرئ، نو دا فرصت له لاسه مه ورکوئ، همدا نن د نوم‌ لیکنې لپاره د الفلاح پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا امریت ته مراجعه وکړئ.

پته: لومړی سرک، دویمه حصه، څلورمه ناحیه، جلال اباد ښار.
د اړیکو شمیرې: 0787500550 / 0748442383

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

د الفلاح داخلي علمي ـ څيړنیز کنفرانس خبرتیا!الفلاح پوهنتون غواړي په نږدې راتلونکي کې « د افغانستان په اقتصادي رغونه کې د...
21/09/2026

د الفلاح داخلي علمي ـ څيړنیز کنفرانس خبرتیا!

الفلاح پوهنتون غواړي په نږدې راتلونکي کې « د افغانستان په اقتصادي رغونه کې د داخلي تولیداتو ملاتړ: فرصتونه، ننګونې او حل لارې» تر عنوان لاندې داخلي علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترسره کړي.

د دغه کنفرانس له لارې به د هیواد د بیلابېلو پوهنتونونو استادان او څېړونکي، اقتصادي کارپوهان، صنعتکاران، پانګوال او د امارتي او خصوصي ادارو مسؤولین به د هیواد د داخلي تولیداتو د پیاوړتیا او اقتصادي ودې او د موجوده ستونزو د حل په موخه خپل نظرونه، تجربې او وړاندیزونه شریک کړي.

د اړوندو برخو متخصصین او څېړونکي کولی شي د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د قوس د میاشتې تر ۱۵مې نیټې د لاندې ایمیل ادرس له لارې خپلې مقالې را واستوي.

د مقالو لیږلو بریښنالیک: [email protected]

یادښت: د کنفرانس اصلي او فرعي محورونه په درېیو ژبو ترتیب شوي او د ضمیمې په توګه په لومړي کمینټ کې پراته دي. هیله ده د لازیاتو معلوماتو لپاره يې ولولئ.

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

یوازې تر راتلونکې چهارشنبې!د امارتي کانکور ازموینې ټول واجد شرایط او هغه زده کړیالان چې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته نه دي ب...
20/09/2026

یوازې تر راتلونکې چهارشنبې!

د امارتي کانکور ازموینې ټول واجد شرایط او هغه زده کړیالان چې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته نه دي بریالي شوي. کولي شي تر راتلونکې چهارشنبې پورې د الفلاح پوهنتون د معلوماتو څانګې ته تشریف راوړي او د خپلې خوښې وړ پوهنځې کې لوړې زده کړې پیل کړي.

تر بریالیتوب یوازې څو ګامه پاتي، همدا نن پریکړه وکړئ او خپل راتلونکی تر نورو بهتره کړئ.

د نوم لیکنې لپاره د سهار له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۶بجو زموږ د معلوماتو څانګې همکاران ستاسې په چوپړ کې دي.

پته: لومړی سرک، دویمه حصه، څلورمه ناحیه، جلال اباد ښار.
د اړیکو شمیرې: 0786888870 / 0766050302

الفلاح د معیاري لوړو زده کړو او نوښتونو معتبره ملي اداره.

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

د نړیوالو حقوقو ماسټرۍ برنامې محصل له خپل تیزس مناقشه او دفاع ترسره کړهد نړیوال حقوقو ماسټرۍ برنامې یو تن فارغیدونکي محص...
20/09/2026

د نړیوالو حقوقو ماسټرۍ برنامې محصل له خپل تیزس مناقشه او دفاع ترسره کړه

د نړیوال حقوقو ماسټرۍ برنامې یو تن فارغیدونکي محصل، اسماعیل توحید یار د خپلې څېړنیزې مقالې (تیزس) مناقشه او دفاع د ژوري هئیت په حضور کې وړاندې کړه.

د برنامې په لومړي سر کې د محصل لارښود استاد؛ دکتور سید شاه فیصل سادات د تیزس په هکله لنډې خبرې وکړې. ورپسې د نړیوالو حقوقو ماسټرۍ برنامې فارغیدونکي محصل، اسماعیل توحید یار « په نړیوالو اړیکو کې د زور او تهدید د استعمال د منع اصل » تر سرلیک لاندې د خپلې څېړنیزې رسالې (تیزس) مناقشه او دفاع د ژوري هئیت په حضور کې وړاندې کړه. د ژوري هئیت تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د نوموړي محصل تیزس مثبت و ارزول شو.

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

په ننګرهار کې د کابل سیندیزې ښکتنۍ حوزې د بدلېدونکي اقلیم تر اغېز لاندې د باران د بڼې تحلیل د الفلاح پوهنتون د انجینري پ...
19/09/2026

په ننګرهار کې د کابل سیندیزې ښکتنۍ حوزې د بدلېدونکي اقلیم تر اغېز لاندې د باران د بڼې تحلیل

د الفلاح پوهنتون د انجینري پوهنځي درې تنو استادانو، ګلاب جان شینواري، محمد یاسر امین او شاه مسعود مخلص په ګروپي بڼه په یاده موضوع تحقیقي رساله لیکلې او په یوه معتبره نړیوال ژورنال کې خپره شوې. تاسې يې د لاندې لینک له لارې په وړیا توګه ترلاسه کړئ.
https://www.shimej.com/index.php/ijsesr/article/view/88

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

د مایکروسافټ آفیس  درې ‌میاشتنۍ روزنیزې برنامې خبرتیا!د الفلاح پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا امریت له لوري د مای...
16/09/2026

د مایکروسافټ آفیس درې ‌میاشتنۍ روزنیزې برنامې خبرتیا!

د الفلاح پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا امریت له لوري د مایکروسافټ افیس (Microsoft Office) درې‌میاشتنۍ روزنیزه برنامه چمتو شوې ده.

په دې روزنیزه برنامه کې به ګډونوال د لاندې ۳ پروګرامونو په برخه کې اړینه مسلکي پوهه او عملي تخنیکي مهارتونه ترلاسه کړي:
1. MS Word
2. ⁠MS Excel
3. ⁠MS PowerPoint
یاده روزنیزه برنامه به د استاد نویدالله طوفاني له لوري وړاندې کېږي. نوموړي د اندونیزیا هېواد څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې ماسټري کړې او د تدریس په برخه کې د ۱۰ کلونو کاري تجربې لرونکی دی.

که تاسې غواړئ د Microsoft Office په برخه کې خپل ظرفیت لوړ او تخنیکي مهارتونه مو پیاوړي کړئ، همدا نن د الفلاح پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا امریت ته د نوم لیکنې په موخه مراجعه وکړئ.

پته: لومړی سرک، دویمه حصه، څلورمه ناحیه، جلال اباد ښار.
د اړیکو شمیرې: 0780809899 / 0748442383

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

یوازې څو ورځې پاتې دي؛ فرصت له لاسه مه ورکوئ!د اماراتي کانکور ازموینې واجد شرایط او هغه زده کوونکي چې د خپلې خوښې وړ پوه...
14/09/2026

یوازې څو ورځې پاتې دي؛ فرصت له لاسه مه ورکوئ!

د اماراتي کانکور ازموینې واجد شرایط او هغه زده کوونکي چې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته نه دي بریالي شوي، بیړه وکړئ وخت په ختمیدو ده.
همدا نن د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته د شاملیدو په موخه الفلاح پوهنتون ته مراجعه وکړئ.
فرصت له لاسه مه ورکوئ، خپل راتلونکی همدا اوس وتاکئ.

پته: لومړی سرک، دویمه حصه، څلورمه ناحیه، جلال اباد ښار.
د اړیکو شمیرې: 0786888870 / 0766050302

الفلاح د معیاري لوړو زده کړو او نوښتونو معتبره ملي اداره.

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

په افغانستان کې د اوبو مدیریت د ظرفیتونو پیاوړتیا کې د نړیوالو مرستو او همکاریو ونډهد الفلاح پوهنتون د څېړنې او علمي مجل...
14/09/2026

په افغانستان کې د اوبو مدیریت د ظرفیتونو پیاوړتیا کې د نړیوالو مرستو او همکاریو ونډه

د الفلاح پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې مرستیال او د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي استاد: عمران الله اختر او یو تن بیروني څېړونکي محمد عالم امین په یاده موضوع څېړنیزه مقاله ترتیب او په یوه معتبره نړیوال ژورنال کې خپره کړې.

تاسې کولی شئ نوموړې مقاله د لاندې لینک له لارې په وړیا توګه ترلاسه کړئ.

https://sraijlss.com/index.php/sraijlss/article/view/51

د عامه اړیکو او نشراتو امریت.

Address

Shaheed Abdul Qadir Street, Majboor Abad Oppossit 14th Water Pump
Jalalabad
25000

Opening Hours

Monday 06:00 - 20:00
Tuesday 06:00 - 20:00
Wednesday 06:00 - 20:00
Saturday 06:00 - 20:00
Sunday 06:00 - 20:00

Telephone

+93786888870

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ALFALAH UNIVERSITY الفلاح پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to ALFALAH UNIVERSITY الفلاح پوهنتون:

Shortcuts

Share