ننګرهار پوهنتون د کیفیت تضمین داخلي واحد

ننګرهار پوهنتون د کیفیت تضمین داخلي واحد Education

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۲۴/۸/۱۴۰۱)نېټه د سې شنبې ورځ (۱۰) بجې غونډه ‏تر سره کړه، چې لاندې مسايل...
17/11/2022

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۲۴/۸/۱۴۰۱)نېټه د سې شنبې ورځ (۱۰) بجې غونډه ‏تر سره کړه، چې لاندې مسايل پکې تر بحث لاندې ونیول شول:‏
د لوړوزده کړو وزارت محترم مقام د کیفیت د تضمین او اعتبارورکولو محترم ریاست د هدایت پر اساس د ‏اجنډاء له مخې د ننګرهار پوهنتون د کفیت د تضمین مسؤلینو ته د درېمې مرحلې د سند حفظ او یوولسګونو ‏معیارونو تفسیراو چمتوالي په موخه د پوهندوی رضوان الله (ممله وال) له لوري د غونډې ګډونوالو ته د ‏پرزنټېشن له لارې معلومات په واک کې ورکړل شول، ترڅو وکولای شو په راتلونکي کې ارزونې ته پوره ‏چمتوالی ولرو.‏
یاده دې وي چې په نوموړي ورکشاپ کې د ‏PPR‏ پروسې د پېژندلو او پېل په اړه هم پوهنمل عزت الله ساغر له ‏لوري ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.‏

په ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمین پروسې د لومړي او دوهم پړاوونو لپاره د کاندیدو پوهنتونونو او د ‏علمی پروګرامونو د م...
06/11/2022

په ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمین پروسې د لومړي او دوهم پړاوونو لپاره د کاندیدو پوهنتونونو او د ‏علمی پروګرامونو د مهالنۍ بیاکتنې په موخه د بیا کتونکو روزنې په اړه ،د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام ‏د کیفیت د تضمین بورډ له خوا په ختیځ زون کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته درې ورځینی ‏ورکشاپ دایر شو.‏
نوموړی ورکشاپ چې درې ورځې یې دوام درلود، د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د کیفیت د تضمین بورډ ‏غړو او د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد مشر له خوا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ‏کیفیت د تضمین لومړي او دویم پراوونو او د بشپړ اعتبار تر لاسه کولو په موخه ټولې لازمې لارښوونې او ‏سپارښتنې تر سره شوې،چې د ورکشاپ د ګډونوالو لپاره مؤثرې او په زړه پورې وې،په وینا یې نوموړې پروسه ‏اوږد مهاله ده او په دې برخه کې مونږ ټول د ورته ورکشاپونو په دایرولو ټینګار کوو او غواړو چې پوهنتونونه ‏مو په ملي او نړیواله کچه اعتبار تر لاسه کړي او په هېواد کې غوره او با کیفیته زده کړو ته زمینه برابره شي.‏
د یادونې وړده چې ،په دغه ورکشاپ کې د (۱۱) اصلی او (۴۹) فرعی معیارونو مکمل تفسیر او راپور لیکنه هم ‏تر سره شو.‏
د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ له خوا ډاډ ورکړل شو، چې ننګرهار پوهنتون د تل په څېر د دولتي او خصوصي ‏پوهنتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د ورته ورکشاپونو کوربه توب کړی او پدې ترڅ کې یې نه ستړې ‏کېدونکې هلې ځلې کړي دي.‏

نن د یکشنبې ورځ(20/6/1401) نېټه په ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمین داخلي ‏واحد خپله نوبتی غونډه د مهالویش له مخې د کی...
11/09/2022

نن د یکشنبې ورځ(20/6/1401) نېټه په ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمین داخلي ‏واحد خپله نوبتی غونډه د مهالویش له مخې د کیفیت د تضمین داخلي واحد مشر پوهندوی ‏رضوان الله ( ممله وال) تر مشرۍ لاندې تر سره کړه، چې په کې د اجنډا مطابق د تېرې ‏ارزونې د راپورونو فیډبیک ،پوهنځیو ته د یوولس ګونو معیارونو په رڼا کې معلومات وړاندې ‏شول، او همدارنګه د علمي پروګرامونو د کلنۍ ارزونې چې د لوړوزده کړو وزارت محترم ‏مقام له خوا استول شوی وه، په غونډه کې تر اوږده بحث لاندې ونیول شواو ټولو ګډونوالو ته ‏پوره معلومات ارایه شول.‏

نن د چارشنبې ورځ(8/4/1401) نېټه په ننګرهار پوهنتون کې د آریانا لوړو زده کړو ‏مؤسسې مشرتابه او د ننګرهار پوهنتون د کیفیت ...
30/06/2022

نن د چارشنبې ورځ(8/4/1401) نېټه په ننګرهار پوهنتون کې د آریانا لوړو زده کړو ‏مؤسسې مشرتابه او د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد مشر په دفتر کې ګډه ‏ناسته تر سره کړه،چې په ترڅ کې یې د ذکر شوې مؤسسې رهبرئ د ننګرهار پوهنتون د ‏کیفیت د تضمین داخلي واحد څخه یې د خوښي څرګندنه ،اود همکارۍ غوښتنه وکړه ، چې د ‏کیفیت د تضمین داخلي واحد مشرتابه له لوري ورته په راتلونکي کې د هر اړخیزې همکارۍ ‏ډاډ ورکړل شو.‏

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۳۱/۳/۱۴۰۱) نېټه د سې شنبې ورځ د پلان ‏(مهالوېش)سره سم د ننګرهار پوهنتون...
21/06/2022

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۳۱/۳/۱۴۰۱) نېټه د سې شنبې ورځ د پلان ‏(مهالوېش)سره سم د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد مسؤلینو سره د ارزونو چمتووالي په موخه خپله نوبتي غونډه وکړه ،چې په ‏غونډه کې د کیفیت د تضمین د معیارونو تفسیر (تشریح) شو.‏
ددې تر څنګ د ارزونې په پروسه کې د چارو د ښه تر سراوي په موخه د راتلونکو پلانونو او ‏راپورونو په اړه هم هر اړخیز بحث تر سره شو.‏
درنښت

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۲/۳/۱۴۰۱) نېټه د دوشنبې ورځ د پلان سره ‏سم د ننګرهار پوهنتون اړونده پوه...
23/05/2022

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۲/۳/۱۴۰۱) نېټه د دوشنبې ورځ د پلان سره ‏سم د ننګرهار پوهنتون اړونده پوهنځيو د کیفیت د تضمین مسؤلینو سره خپله نوبتي غونډه وکړه ،چې ‏په نوموړې غونډه کې دننګرهار پوهنتون دعلمي او اکاډمیکو چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ‏‏(ناصح) له خوا پرانیستې وینا تر سره شوه او د پوهنځیو د کیفیت د تضمین کمېټو مسؤلینو ته يې د ‏اړونده چارو په وخت تر سراوي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې .‏
ددې تر څنګ د ارزونې په پروسه کې د چارو د ښه تر سراوي لپاره ،چکلستونه او فارمټونه د پوهنځیو ‏مسؤلینو ته په واک کې ورکړل شو،څو یې له مخې خپلې چارې په ښه توګه تر سره او په ټاکلي وخت ‏یې راپورونه ترتیب کړي اوهمدارنګه د راتلونکو پلانونو په اړه هم هر اړخیز بحث تر سره شو.‏

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد،د روان کال په (۱۴۰۱/۲/۲۸) نېټه ‏خپله نوبتي غونډه دایره کړه، چې په ترڅ کې یې...
19/05/2022

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد،د روان کال په (۱۴۰۱/۲/۲۸) نېټه ‏خپله نوبتي غونډه دایره کړه، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار پوهنتون د علمي او کاډمیکو چارو ‏مرستیال اود ټولو پوهځیو د کیفیت د تضمین مسؤلینو ‏‎ ‎ګډون درلود ،چې د ‏APR‏ راپور ‏بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې او بحث تر سره شو. ‏

د لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی!د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د محترمو استاذانو او علمي کادرونو د پام وړ!...
07/02/2022

د لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی!
د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د محترمو استاذانو او علمي کادرونو د پام وړ!
1 په تدریسي او رسمي وختونو کې د ټولو استاذانو حاضري اړینه او تدریسي چارو ته پوره توجه کول لازمي دي.
2 استاذان باید خپلو ټولو تدریسي، تحقيقي او اداري مسئولیتونو ته متوجه شي او خپل ټول مکلفیتونه تر خپلو مسئولیتونو پورې محدود کړي.
3 استاذان باید په رسمي وخت کې له هر ډول اضافي مصروفیتونو او شخصي کارونو څخه ډډه وکړي او خپل ټول رسمي وخت د خپلې رسمي دندې اړوندو چارو ته ځانګړی کړي.
4 استاذان باید په نبوي اخلاقو سمبال وي، سیرت او صورت یې د زده کړیالانو لپاره یوه ښه بېلګه او نمونه وي.
5 استاذان باید د نېمګړیو درسونو تکمیل ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو په ټاکل شوي وخت کې د درسونو بهیر بشپړ شي.
6 استاذان باید د زده کړیالانو اخلاقي تربیت ته ځانګړې توجه وکړي او دوی ته داسې افکار منتقل کړي، چې له یوې خوا د اسلام له مقدس دین سره او له بلې خوا د هېواد له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.
7 استاذان باید زده کړیالان وهڅوي، چې خپل سیرت او صورت په نبوي سنتو برابر کړي، په شرعي او ملي جامه کې خپلو درسونو ته حاضر شي.
8 استاذان باید زده کړیالانو ته سالمه او ملي روحیه ورکړي او له هر ډول ژبني، سمتي او قومي تبعیض څخه یې وژغوري.
9 استاذان باید په تدریسي بهیر کې د وخت له نویو او مثبتو تجربو څخه کار واخلي، ترڅو زده کړیالان د دې جوګه شي، چې د اسلامي افغانستان اړتیاوې او ضرورتونه پوره کړي او ګران هېواد له نورو هېوادونو سره سیال کړي.
10 استاذان باید هغو زده کړیالانو ته توصیه وکړي، چې غیرحاضري کوي، د درسي وختونو پوره پابندي نه کوي او یا د درسونو په تعقیب او زده کړه کې بې غوري کوي.

یکشنبه، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰‏د لوړو زده کړو وزارت په پرلپسې هڅو ټول دولتي پوهنتونه پیلیږي!‏د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده...
31/01/2022

یکشنبه، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰‏
د لوړو زده کړو وزارت په پرلپسې هڅو ټول دولتي پوهنتونه پیلیږي!‏
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په هلو ځلو د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د ‏رجب میاشتې په لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د دلوې میاشتې له (۱۳) مې نیټې سره سمون لري، پیل شي‎.‎
د پوهنتونونو له پیل څخه وروسته به زده کړیالانو ته درې اونۍ درس ورکړل شي، چې د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر ‏پای پورې به دوام وکړي‎.‎
دغه راز په ګرم سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي‎.‎
بل لورته لکه څنګه چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې هوا ډېره سړه ده، نو په همدې اساس د هېواد په سرد سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان ‏هجري قمري کال د رجب میاشتې په (۲۵) مه نیټه ، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د حوت د میاشتې له (۷) نیټې سره سمون لري، پیل شي‎.‎
درسونه به یې درې اونۍ دوام ولري او تر هغې وروسته به د وروستي سمستر ازموینه د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر (۲۵) نیټې ‏پورې به دوام وکړي‎.‎
په سرد سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په (۲۷) نیټه پيل او د معمول سره سم به دوام ولري‎.‎
د یادولو وړ ده چې په ټولو دولتي پوهنتونونو کې به د ۱۴۰۰ ه ش کال کانکور له لارې بریالي شوي زده کړیالان د روان سمستر د درسونو او ازموینو په جریان کې نوم ‏لیکنه کوي‎.‎
د زده کړیالانو د نوم لیکنې چارې به د اړوندو پوهنتونونو لخوا تنظیميږي او درسونه به یې له راتلونکي سمستر سره یو ځای پیل کېږي‎.‎
همدا شان د پوهنتونو او لوړو زده کړو وزارت اړوند موسسو ټول کادري او اداري غړي به په پوره توان سره خپلو تدریسي او اداري چارو ته جدي پاملرنه کوي او زده ‏کړیالانو ته به ټولې ممکنه اسانتیاوې برابروي‎.‎

په ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمین پروسې او د علمی پروګرامونو د مهالنۍ بیاکتنې په اړه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام...
27/01/2022

په ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمین پروسې او د علمی پروګرامونو د مهالنۍ بیاکتنې په اړه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د ‏تضمین کیفیت بورډ له خوا په ختیځ زون کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته دوه ورځینی ورکشاپ دایر شو.‏
نوموړی ورکشاپ چې دوه ورځې یې په بر کې ونیولې، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین بورډ غړو له خوا په دولتي او خصوصي ‏پوهنتونونو کې دکیفیت د تضمین او د بشپړ اعتبار تر لاسه کولو په موخه ټولې لازمې لارښوونې او سپارښتنې تر سره شوې،چې د ورکشاپ د ‏ګډونوالو لپاره مؤثرې او په زړه پورې وې.اوپه وینا یې نوموړې پروسه اوږد مهاله ده او په دې برخه کې مونږ ټول د ورته ورکشاپونو په ‏دایرولو ټینګار کوو او غواړو چې پوهنتونونه مو په ملي او نړیواله کچه اعتبار تر لاسه کړي او په هېواد کې غوره او با کیفیته زده کړو ته ‏زمینه برابره شي.‏
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون د تل په څېر د دولتي او خصوصي پوهنتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د ورته ورکشاپونو کوربه توب ‏کړی او پدې ترڅ کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.‏

د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو مقررې طرحه تایید شوه‎!‎د کابینې قوانینو کمېټې غونډه د ولسمشر دویم مرستیال او د ...
04/08/2021

د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو مقررې طرحه تایید شوه‎!‎
د کابینې قوانینو کمېټې غونډه د ولسمشر دویم مرستیال او د دې کمېټې رییس جلالتماب قانونپوه استاد سرور دانش په مشرۍ جوړه ‏شوه‎.‎
په دې غونډه کې لومړی د لوړو زده کړو موسسو د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو مقررې د طرحې بېلابېل اړخونه ‏وڅېړل شول‎.‎
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل چې د مقررې دغه طرحه د لوړو زده کړو موسسو د ‏ادارې فعالیت د څرنګوالي او د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو بورډ د تنظیمولو، د کیفیت د تضمین او اعتبار ‏ورکولو له معیارونو سره سم د کیفیت لرونکی او اغېزناک تحصیلي خدمتونو لار هوارول، د پلي کولو پروسې اسانه کولو، د ‏لوړو زده کړو په موسسو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو ترویج او بڼسټیز کول او په لوړو زده کړو موسسو ‏کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو پلي کولو فرصت برابرولو په موخه ترتیب او چمتو شوې ده‎.‎
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رییس پوهندوی ډاکټر محمد نعیم عظمي د علمي څېړنو ‏ترسره کولو څرنګوالي، د اعتبار ورکولو کړنلارو، د لوړو زده کړو بنسټونو او موسسو د اعتبار ورکولو د پروسې اوسني ‏وضعیت او د اعتبار ورکولو شرایطو، د برنامې د شرایطو او اعتبار ورکولو پړاونو او د لووړو زده کړو موسسو د ارزونې په ‏اړه د غونډې غړو ته معلومات ورکړل‎.‎
د غونډې غړو د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو بورډ اصطلاحاتو، جوړښت او د کیفیت د تضمین او اکاډمیک ‏اعتبار ورکولو بورډ د دندو ، د برنامې د اعتبار ورکولو د شرایطو او پړاونو او دلوړو زده کړو موسسو د ارزونې په اړوند د ‏خبرو او د نظر تبادلې وروسته، د مقررې یاده طرحه تایید کړه‎.‎
په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې د عدلیې وزارت تر نظر لاندې او د لوړو زده کړو وزارت استازو، د طبي شورا او د لوړو ‏زده کړو موسسو او خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د استازو په شتون کې یوه ځانګړې غونډه جوړه شي او ټولې مطرح شوي ‏اصلاحي ټکي چې د کمېټې د غړو لخوا مطرح شوي دي او د مقررې په متن کې درج شي او بیا وروسته دغه طرحه د کابینې ‏غونډې ته وړاندې کړئ‎.‎

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۵/۵/۱۴۰۰) نېټه د سه شنبې ورځ د پلان سره ‏سم د ننګرهار پوهنتون اړونده پو...
28/07/2021

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد په (۵/۵/۱۴۰۰) نېټه د سه شنبې ورځ د پلان سره ‏سم د ننګرهار پوهنتون اړونده پوهنځيو د کیفیت د تضمین مسؤلینو سره خپله نوبتي غونډه وکړه ،چې ‏په نوموړې غونډه کې دننګرهار پوهنتون د کیفت د تضمین د مسؤل محترم پوهنیاراخترمحمدغني له خوا ‏د کیفیت د تضمین مسؤلینو ته د اړونده چارو په وخت تر سراوي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې .‏
ددې تر څنګ د ارزونې په پروسه کې د چارو د ښه تر سراوي لپاره ،چکلستونه او فارمټونه د پوهنځیو ‏مسؤلینو ته په واک کې ورکړل شو،څو یې له مخې خپلې چارې په ښه توګه تر سره او په ټاکلي وخت ‏یې راپورونه ترتیب کړي اوهمدارنګه د راتلونکو پلانونو په اړه هم هر اړخیز بحث تر سره شو.‏

Address

ننګرهار ولایت سره رودولسوالۍ درونټه ننګرهار پوهنتون
Jalalabad
2601

Telephone

+93780558590

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار پوهنتون د کیفیت تضمین داخلي واحد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to ننګرهار پوهنتون د کیفیت تضمین داخلي واحد:

Share