ننګرهار پوهنتون ـ پښتو څانګه

ننګرهار پوهنتون ـ پښتو څانګه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ننګرهار پوهنتون ـ پښتو څانګه, College & University, Nangarhar University, Jalalabad.

د پسرلني سمستر د پيل خبرتيا
02/02/2026

د پسرلني سمستر د پيل خبرتيا

ننګرهار پوهنتون کې د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې یو کلن جوړ شوي کورس څخه ۲۶۵ تنه محصلین فارغ شول.د لوړو زده کړو محترم وز...
29/12/2025

ننګرهار پوهنتون کې د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې یو کلن جوړ شوي کورس څخه ۲۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

د لوړو زده کړو محترم وزارت په لارښوونه او مالي ملاتړ ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړې یو کلنې جوړې شوې برنامې څخه (۲۶۵) تنه فارغ شول.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له لوري د پوهنتون د غونډو په تالار کې د کورس اختتامیه مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني، د محصلانو چارو مرستیال م.ولوي عبیدالله عابد، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او فارغو محصلینو په کې ګډون کړی و.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني غونډې ته په وینا کې د یاد کورس په بریالي ترسراوي خوښي وښوده، د روزونکو استادانو یې مننه وکړه او محصلینو لپاره یې د زیاتو ژبو زده کولو په اهمیت او ګټو خبرې وکړې.

قدرمن شیخ صاحب زیاته کړه، د دې ډول روزنیزو کورسونو او برنامو له لارې محصلین کولی شي، خپل علمي او ژبنیز ظرفیت لوړ کړي، د مسلکي پرمختګ تر څنګ ځان لپاره غوره کاري فرصتونه ومومي او راتلونکي کې یې هم محصلینو لپاره د ورته برنامو د دایرېدو سپارښتنه وکړه.

د غونډې په پای کې د پوهنتون رهبرۍ، پوهنځیو مسؤلینو او استادانو له لوري فارغو محصلینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د جوړې شوې څېړنیزې سیالۍ پایلې اعلان شوې.د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښو ...
23/12/2025

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د جوړې شوې څېړنیزې سیالۍ پایلې اعلان شوې.

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښو ژبې او ادب څانګې له خوا د یاد پوهنځي د بېلابېلو څانګو محصلینو ته د څېړنیز پروپوزل لیکنې په موخه یوه ازمایښتي سیالي جوړه شوې وه، چې پر مهال یې محصلینو په مختلفو موضوعاتو د تحقیقاتو ترسره کولو لپاره خپل لیکلي څېړنیز پروپوزلونه د مسؤلینو او استادانو سره شریک کړل.

په همدې موخه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د یاد پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي، د پوهنتون د څېړنو آمر پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار، د څانګو آمرینو، کمېټو مسؤلینو او ګڼو محصلینو په کې برخه لرله.

د مسؤلینو په وینا، د محصلینو تر منځ دا رقابتي سیالي د (تحریري ازموینې او تحقیقاتي پروژو) په بڼو ترسره شوه، چې غوره لاسته راوړنې یې لرلې او محصلینو ته په زړه پورې تمامه شوه.

د سیالیو ممتازو محصلینو اعلان شوې پایلې عادلانه وبللې، یاده چاره یې د محصلینو علمي او څېړنیز رشد لپاره ګټوره یاده کړه او له مسؤلینو یې د ورته سيالیو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

د پښتو څانګې له خوا د څېړنيزې سيالۍ د پایلو د اعلان غونډې راپور:د پښتو څانګې له خوا محصلانو لپاره د جوړې شوې سيالۍ پایلې...
20/12/2025

د پښتو څانګې له خوا د څېړنيزې سيالۍ د پایلو د اعلان غونډې راپور:
د پښتو څانګې له خوا محصلانو لپاره د جوړې شوې سيالۍ پایلې اعلان شوې.
د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې له خوا محصلانو ته د جوړې شوې څېړنيزې سيالۍ پایلې اعلان شوې.
دغه پایلې د چهارشنبې په ورځ په ۱۴۰۴/۹/۲۶ نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې محصلانو ته اعلان شوې. په دغه غونډه کې چې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شوه، د ننګرهار پوهنتون د څېړنو آمر پوهنمل دوکتور حکيم خان حقيار، د ژبو او ادبياتو پوهنځي ریيس الحافظ پوهنيار سيد محمد قاسم هاشمي، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ټولو څانګو آمرينو، د دغه پوهنځي د کمېټو مسوولانو، استادانو او محصلانو ګډون کړی و.
د دغې څېړنيزې سيالۍ د پایلو د اعلان پرمهال د پوهنتون د څېړنو آمر او د ژبو او ادبياتو پوهنځي رييس هر اړخيزې ويناوې وکړې او محصلانو ته یې د څېړنې په ارزښت هم بیان کړ. تر دې وروسته د يادې څېړنيزې سيالۍ مسوول او د پښتو ژبې او ادب څانګې استاد پوهنمل دوکتور عصمت الله مياخېل چې د څېړنو کمېټې غړی هم دی، د دغې سيالۍ په څرنګوالي او شاليد هر اړخيزه رڼا واچوله. د نوموړي په وينا چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګې او د پوهنځي د څېړنو په کمېټه کې یاده موضوع مطرح او تاييد شوې او بيا لاس په کار شوی دی. دغه سيالۍ په دوه پړاوونو کې د (کتبي ازموینې او څېړنيزو پروژو) په بڼه ترسره شوې. نوموړي ویلي چې دغه سيالي یوه ازمايښتي او پيليزه سيالي وه چې ترسره شوه او د نورو څېړنو له پاره یې یوه پيلامه وګڼله. ده زیاته کړې چې که د هڅونې اړخ مو پياوړی وليدو دغه حرکت او سيالۍ به پرمخ ځي او پراخيږي به.
په دغه سيالۍ کې د پښتو څانګې پر محصلانو سربېره د انګليسي او هندي څانګو محصلانو هم ګډون کړی و. د پښتو څانګې محصلانو د خپلمنځي سيالۍ(پروپوزل ليکنې) د څارنې په موخه پوهاند دوکتور محمد ابراهيم همکار، پوهندوی ميرویس خالقيار او پوهنمل دوکتور عصمت الله مياخېل د پلاوي په توګه ټاکل شوي وو. د پروپوزل ليکنې په سيالۍ کې په ترتيب سره رحمن الدین د عبدالوکيل زوی لومړی، محمد آصف د خیرمحمد زوی دویم، توحيدالله د صداقت زوی درېيم، نګار عامر د نجیب الله زوی څلورم او نصيراحمد د نورعلي زوی پنځم ځایونه ترلاسه کړل. په دويمه برخه کې د هندي څانګې او پښتو څانګې د سيالۍ د څارنې په موخه پوهنمل دوکتور فهيم رحيمي، پوهندوی ذبیح الله فکري او پوهنمل دوکتور عصمت الله مياخېل پلاوی وټاکل شو چې په پایله کې یې په ترتیب سره د پښتو څانګې صداقت د سهراب زوی، زبیر احمد د عظيم ګل زوی، محمد یوسف د محمد ظاهر زوی، زړګي د عبدالرحيم زوی او احمد ضیاء د ذکرالله زوی لومړی دویم درېيم څلورم او پنځم ځایونه خپل کړل. دارنګه د انګلیسي څانګې د محصلانو تر منځ د سيالۍ په موخه دوکتور فهيم رحيمي او دوکتور عصمت الله مياخېل د پلاوي په توګه وټاکل شول چې په پایله کې یې شاهد جمال شينواري د زاهدالله زوی لومړی، محمد ثاني عابد د ببرک زوی دویم او سميع الله د بنارس زوی درېيم ځايونه خپل کړل.
د محصلانو په استازولۍ عبدالباسط اميد وغږ ېدو او د سيالۍ پایلې یې عادلانه وګڼلې. محصلانو د دغې چارې ښه تود هرکلی هم وکړ او له مسوولانو یې د لا ډېرو څېړنيزو سيالیو د جوړېدا غوښتنه وکړه، دارنګه د ښه غښتلي ملاتړ په موخه یې له مسوولانو غوښتنې هم وکړې. غونډه د پوهاند دوکتور عبدالقيوم مدني په دعا سره پای ته ورسېده.
ستاسې له پاملرنې مننه کور مو ودان

خبرتیا!ننګرهار پوهنتون محصلینو ته خبر ورکول کیږې، چې راتلونکې چهارشنبه 12/9/1404 نیټه، ننګرهار پوهنتون نوي جومات کې د ( ...
01/12/2025

خبرتیا!
ننګرهار پوهنتون محصلینو ته خبر ورکول کیږې، چې راتلونکې چهارشنبه 12/9/1404 نیټه، ننګرهار پوهنتون نوي جومات کې د ( ازموینې اندیښنې) تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې کیږې، هیله ده چې ټول محصلین په کې ګډون وکړي.
نیټه 12/9/1404 چهارشنبي ورځ یوولس بجي.
ځای: ننګرهار پوهنتون نوی جومات.

01/12/2025
د ننګرهار پوهنتون د خزاني سمستر منځنۍ ازموينې پيل شوې.د ننګرهار پوهنتون اړوندو پوهنځيو کې د روان خزاني سمستر منځنۍ (۲۰ ف...
01/11/2025

د ننګرهار پوهنتون د خزاني سمستر منځنۍ ازموينې پيل شوې.

د ننګرهار پوهنتون اړوندو پوهنځيو کې د روان خزاني سمستر منځنۍ (۲۰ فیصده) ازموينې نن د عقرب میاشتې په ۱۰ مه نېټه پيل شوې، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني ازموینو بهیر څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ازموینې دې د ټاکلو اصولو سره سمې واخلي او پایلې یې په خپل وخت له محصلینو سره شریکې کړي.

د ختیځ زون ام.ارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دع.وت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال شـ/یخ شاکرالله وحدت وویل، چې د ازموینو د شفافې اخیستنې په موخه یې د پوهنتون ازموینو مرکزي کمېټې سره په ګډه په اتو مادو کې یو داخلي طرزالعمل جوړ کړی، چې له مخې به یې په منظمه او شفافه توګه ازموینې واخیستل شي.

شـ/یخ صاحب وحدت د ازموینو مرکزي کمېټې غړو سره د مجلس پر مهال هغوی ته لارښوونه وکړه چې د روانو ازموینو بهیر څخه دې په کلکه څارنه وکړي، چې د هغوی له خوا ورته د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې د دوکتورا برنامه پیل شوه.د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څ...
25/10/2025

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې د دوکتورا برنامه پیل شوه.
د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي رهبرۍ، استادانو او د برنامې یو شمېر محصلینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د ښه راغلاست وینا پر مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د پښتو دوکتورا برنامې د موخو، اهمیت او راتلونکو پلانونو په اړه څرګندونې وکړې او دا یې د پوهنتون لپاره ستره علمي او اکاډمیکه لاسته راوړنه وبلله.
غونډې ته په پرانیستې وینا کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني وویل، پښتو ژبه د هغو نومیالیو او سپېڅلو خلکو ژبه ده چې نومونه یې په تاریخ کې ثبت دي او مونږ پرې وياړو.
د قدرمن شیخ صاحب په وینا په پښتو ژبه کې د دوکتورا ایجاد د دې ژبې او ویونکو په فکري او علمي ارتقاء دلالت کوي، یادې برنامې سره به پښتو ژبه او فرهنګ لا غني شي او زیاته یې کړه، چې پښتو یوازې ژبه نه ده بلکې یو فکر، فرهنګ او تمدن دی، چې د دغه ډول برنامو په مرسته به نړیوالو ته په لا ښه توګه ورپېژندل شي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح او د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت په خپلو ویناوو کې د ژبو د بقاء تضمین لپاره په علمي او عملي هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا ډول لوړې علمي برنامې د مسلکي پوهې پراختیا، څېړنې فرهنګ پیاوړي کېدو او د یوې ملي ژبې د علمي مقام لا پورته کېدو په لور مهم ګام دی.
نوموړو د دې علمي ابتکار له کبله د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې د پوهنتون رهبري د لوړو زده کړو کیفیت ساتنې او د څېړنو، تصنیف او علمي تولید برخه کې معیارونو پلي کېدو ته پوره پام کوي.
د پښتو ژبې او ادب څانګې د دوکتورا برنامې مشر پوهاند دوکتور محمد ابراهیم همکار په خپلو خبرو کې د نوې ایجاد شوې برنامې په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د پښتو دوکتورا برنامه به د لوړو علمي معیارونو، څېړنیزو اصولو او معاصرو علمي لارو او میتودونو پر بنسټ مخ ته یوسي، څو د هېواد د علمي او ادبي پرمختګ لپاره نوی باب پرانیزي او د وړ علمي څېرو روزنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې د پښتو ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه له ۳ تر ۵ کلونو موده کې تکمیلیږي او دا مهال په کې په دوه ټولګیو کې شل تنه په زده کړو بوخت دي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

خبرتیا! ټولو هغو کاندیدانو ته، چې د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ برنامو (شرعیات، ادبیات(پښتو،انګلیسي) اقتصاد، حقوق) لپاره نومل...
04/09/2025

خبرتیا!
ټولو هغو کاندیدانو ته، چې د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ برنامو (شرعیات، ادبیات(پښتو،انګلیسي) اقتصاد، حقوق) لپاره نوملیکنه کړې، سبا پنجشنبه1404/6/13نېټه يې ننګرهار پوهنتون کې سهار 07:00 بجې بایومیتریک دی. هیله ده د اصلي تذکرو سره يو ځای کرنې پوهنځي ته تشریف راوړي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

04/09/2025
دویم ظرفیت ته نوملیکنه!د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اقوام او قبایل ازموینو ګډونوال کولی شي په خپ...
28/08/2025

دویم ظرفیت ته نوملیکنه!
د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اقوام او قبایل ازموینو ګډونوال کولی شي په خپلو اړوندو څانګو کې د امارتي پوهنتونونو او طبي علومو انسټیټوټونو خالي ظرفیت ته نوملیکنه وکړي!
١- هر ګډون کوونکی د خپلې ازموینې سره سم د خپلې کوډرشتې څخه کولی شي ۵ انتخابه وکړي.
٢- ګډونوال چې مخکې کومو تحصیلي څانګو ته ورپېژندل شوي، دویم ظرفیت ته نوملکنه نه شي کولی.
ګډونوال به د ټاکلي ظرفیت سره سم د لوړو نمرو پر بنسټ تحصیلي څانګو ته وروپېژندل شي.
د خالي ظرفیت کوډرشته په لینک کې شتون لري!
نوملیکنې لپاره لینک خلاص کړئ!
https://nexa.gov.af/ps/zarfeyat2-reg

Address

Nangarhar University
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار پوهنتون ـ پښتو څانګه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share