Faculty of Languages and Literature, NU دژبو او ادبیاتو پوهنځی

Call Website Contact the university

Faculty of Languages and Literature, NU دژبو او ادبیاتو پوهنځی دننګرهارپوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځی رسمی پاڼه In that time, only Pashtu Department was available by having just six lecturers.

Faculty of Languages and Literature
Brief History
This faculty was officially established in 1984 under the administration of Nangarhar University. Thus, the faculty was nominated by the Faculty of Pashtu Language and Literature. Later on, Russian Department was also established, but after a short period of time, due to the lack-ness of students’ interest to this department, the department stopped working. After that, other departments were established such as English Department, Arabic Department in 1992. The Arabic Department was established in 1993. It is also worth mentioning that under the supervision of Pashtu Department, the same faculty started it’s working in night ship, after two years active working in 2004, the faculty was considered to work under the supervision of Education faculty. From 1992, we have met lots of changes in the curriculum of Pashtu Department such as the addition of English and Islamic subjects instead of Russian Language, Academic sociology and Political economics in addition to Pashtu and English Departments, Dari Department was established in 2003, Hindi Department was established in 2006(1385), Germany Department was established in 2014, and Master program in Pashtu Language launched in 2014. When other departments such as Arabic, English, Dari and Hindi department were added to this faculty the faculty named was changed from Faculty of Pashtu and Literature to the Faculty of Languages and Literature. This faculty provided many graduated students in order to developed both qualitative and quantitative education inside Afghanistan. Now 2015 this faculty has total 1494 students studying in all six departments 1403 are male and 91 female students. There are 54 permanent professional lecturers.

خبرتیا!د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ټولو درنو محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر در...
06/09/2026

خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ټولو درنو محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر درسي بهیر د سنبلې (وږي) میاشتې له ۱۶مې نېټې، د دوشنبې ورځې څخه په رسمي ډول پیلېږي.

له ټولو درنو محصلانو څخه په خورا درنښت غوښتنه کېږي چې د نوي سمستر له لومړۍ ورځې څخه په منظم ډول خپلو درسي ټولګیو ته حاضر شي، د درسي بهیر نظم مراعت او خپل تحصیلي مسؤولیتونه په خورا ښه ډول ترسره کړي.

پخیر راشئ !!!
د پوهنځي اداره

په امارتي پوهنتونونو، انسټيټيوټونو او شپې پوهنځیو کې د درېيم ظرفيت لپاره د نومليکنې خبرتيا!
20/08/2026

په امارتي پوهنتونونو، انسټيټيوټونو او شپې پوهنځیو کې د درېيم ظرفيت لپاره د نومليکنې خبرتيا!

کانکور ازموینه په هېواد کې له ۱۳۳۹ کار راهیسې هر کال د دولسمو ټولګیو فارغانو څخه د هغوی د فکری او زده کړه ییزو استعدادونو د ارزونې او تحصیلي بنسټونو ته د وړ ځوانانو د ....

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو ازموينې ته د نومليکنې خبرتيا!اطلاعیه ثبت نام امتحان برنامه های ماستری پوهنتون ننگرهار!ht...
03/08/2026

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو ازموينې ته د نومليکنې خبرتيا!
اطلاعیه ثبت نام امتحان برنامه های ماستری پوهنتون ننگرهار!
https://nexa.gov.af/fa/downloadable-files/2/file-items

13/05/2026

ننګرهار پوهنتون کې د محصلینو د څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي ژبې او ادب څانګې د درېیم ټولګي محصلینو د ژبو د زده کړې اړوند په بېلابېلو موضوعاتو د ترسره کړیو څېړنو پایلې د پوسټر په شکل نندارې ته وړاندې کړې.

په همدې پار د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو او اداري او مالي چارو مرستیالانو سربېره په کې د یاد پوهنځي مسؤلینو، استادانو او ګڼو محصلینو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیـ/خ انعام الله مدني د غونډې پرانیستې وینا پر مهال وویل، څېړنه د علمي پرمختګ اساس دی او هغه محصلین چې د تحقیق، مطالعې او ابتکار روحیه ولري، راتلونکي کې کولی شي چې ملک او خلکو ته ګټور خدمتونه ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار پوهنتون اداره او لوړو زده کړو محترم وزارت د محصلینو علمي فعالیتونو، څېړنیزو پروژو او نوښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هغوی لپاره د عملي زده کړو مناسب فرصتونه برابروي.

د پوهنتون رئیس محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې یوازې په نظري زده کړو اکتفا ونه کړي، بلکې په عملي څېړنو، مطالعې او ابتکار خپل استعدادونه لا وغوړوي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مرستیال پوهندوی هدایت الله حکیمي او د جوړ شوي نندارتون لارښود استاد پوهندوی احمد تسل حضرتي د غونډې نور ویناوال وو، چې د جوړې شوې برنامې په اړه یې معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د محصلینو له خوا د ترسره شويو تحقیقاتو پایلې د پوسټرونو په بڼه وړاندې کول د هغوی د علمي وړتیاوو، هڅو او نوښت ښکاره څرګندونه کوي.

په پاى کې څېړونکو محصلینو د اسلام له پلوه د بلې ژبې زده کړې، د ژبې په زده کړه کې د ارواپوهنې رول، د زیاتو ژبو زده کولو اهدافو، د ژبو زده کړې میتودونو، تیوریانو، مهارتونو، سیستمونو، اړینو برخو او اړوندو ستونزو د حل لارو چارو په اړه د خپلو ترسره کړو څېړنو پایلې د پوسټر پریزنټېشن له لارې د غونډې برخوالو سره شریکې کړې.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پ...
15/04/2026

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي رهبرۍ، استادانو او د برنامې سکالرانو برخه اخیستې وه.

غونډې ته د ښه راغلاست وینا پر مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي وویل، په عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامې پیلېدل د پوهنتون لپاره لویه لاسته راوړنه ده، د لوړو زده کړو پرمختګ لپاره یې د ماسترۍ او دوکتورا برنامو پراختیا یو بنسټیز اصل وباله او د یادې برنامې ایجاد کې یې د ټولو مسؤلینو له هڅو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د عربي ژبې او ادب په برخه کې به داسې مسلکي او متعهد کادرونه وروزي، چې د علم، تحقیق او تدریس ډګر به ورسره لا زیات پیاوړی شي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني غونډې ته په خپله وینا کې د عربي ژبې په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، عربي ژبه د قرآن کریم، اسلامي تمدن او علومو ژبه ده، چې په هکله یې ژوره پوهه د اسلامي میراث د سم درک زمینه برابروي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادې برنامې ایجاد سره به د عربي ژبې او ادب څانګې علمي او څېړنیز بهیر لا پیاوړی، منظم او پراخ شي او سپارښتنه یې وکړه، چې مسؤلین او استادان دې د یادې برنامې بریالیتوب لپاره په اخلاص کار وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور قدرت الله عمرخېل، د فوق لیسانس برنامو آمر پوهنوال دوکتور نجیب الله صالح او د عربي دوکتورا برنامې مسؤل پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم د غونډې نور وینا وال وو، چې د یادې برنامې د جوړښت، ماهیت، د فوق لیسانس برنامو معیاري کېدو او لا پیاوړتیا او په پوهنتون کې د تدریس او تحقیقاتو کیفیت ته زیاتې پاملرنې په هکله ویناوې وکړې او خپلې مشورې او وړاندیزونه یې شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې د عربي ژبې او ادب دوکتورا برنامه په خپله لومړۍ دوره کې یو ټولګی لري او ۱۲ تنه سکالران په کې زده کړې ترسره کوي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامې لپاره د نوم لیکنې خبرتیا!ټول محترم کاندیدان...
23/12/2025

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامې لپاره د نوم لیکنې خبرتیا!
ټول محترم کاندیدان دې په لاندې لېنک کې ذکر شوي اسناد او د اسنادو دوه کاپي له ځان سره ولري.
د نوم لیکنې وخت:د سهار له ۸ د مازیګر تر ۳ بجو پورې.
د اسنادو سپارلو ځای: فوق لیسانس برنامو امریت، ساینس پوهنځي ودانۍ ـ دویم پوړ، ننګرهار پوهنتون
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

لېنک : https://nexa.gov.af/fa/downloadable-files/2/file-items

27/11/2025

د هندي څانګې استاد پوهنمل سهارمل سهار د هندوستان هېواد له لکهنو پوهنتون هندي څانګې څخه له خپل دکتورا تیزس بریالۍ دفاع ترسره کړه او د دکتورا ستر علمي ویاړ یې ترلاسه کړ.
دژبو او ادبیاتو پوهنځي اداره د یاد علمي ویاړ مبارکي ښاغلي استاد، کورنۍ او د ننګرهار پوهنتون ټول علمي کهول ته وایي.

Saharmal Sahar

د انټرویو عملي مهارتونهد ژبو او ادبیاتو پوهنځي, انګلیسي ژبې او ادب څانګې د درېیم ټولګي محصلینو  د مرکې (Interview) مهم م...
27/11/2025

د انټرویو عملي مهارتونه
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي, انګلیسي ژبې او ادب څانګې د درېیم ټولګي محصلینو د مرکې (Interview) مهم مهارتونه په عملي ډول تمرین کړل.
له دې وړاندې محصلینو سي وي (CV) او وظیفې غوښتنلیک (Job Application Letter) ترتیب کړی وو، د همدې اسنادو پر بنسټ د مرکې مهارتونه تمرین کړل.
د پروژې په پیل کې زده‌کوونکو ته لارښوونه وشوه چې څنګه په انګلیسي ژبه د وظیفې لپاره مسلکي مرکه ترسره کړي. وروسته په مختلفو ګروپونو کې د مرکې پر مهال د پوښتنو او د پوښتنو د ځوابولو جرأت په ښه ډول وازمویل.
په پای کې د پروګرام د ښه‌والي لپاره د محصلینو نظریات او د پروګرام ارزونه هم ترسره شوه.
یو بریالی، ګټور او عملي فعالیت!

Address

ننګرهار پوهنتون ژبو ادبياتو پوهنځى
Jalalabad
0093

Opening Hours

Monday 00:00 - 23:59
Tuesday 00:00 - 23:59
Wednesday 00:00 - 23:59
Thursday 00:00 - 23:59
Saturday 00:00 - 23:59
Sunday 00:00 - 23:59

Telephone

+93780125205

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Languages and Literature, NU دژبو او ادبیاتو پوهنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Faculty of Languages and Literature, NU دژبو او ادبیاتو پوهنځی:

Shortcuts

Share