13/10/2026
د روښان پوهنتون محصلانو کمېټې غونډه ترسره شوه!
۲۱/ میزان / ۱۴۰۵ هـ. ش
د روښان پوهنتون محصلانو کمېټې غونډه د محصلینو د نظریاتو او وړاندیزونو د اورېدو، د شته ستونزو د حل او د پوهنتوني خدمتونو د لا ښه والي په موخه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د روښان پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنیار حبیب الرحمن سربلند د پیل وینا وکړه. نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د پوهنتون اداره د محصلینو ستونزې په جدي ډول څېړي او د حل لپاره یې لازم تدابیر نیسي.
هغه زیاته کړه، چې له محصلینو سره مشورتي ناستې د ادارې او محصلینو ترمنځ د باور، متقابل تفاهم، همغږۍ او روڼو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
ورپسې، د محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي حضرت بلال ظریفي د تېرو ترسره شویو اقداماتو راپور وړاندې کړ. نوموړي د محصلینو د ملاتړ، د هغوی د ستونزو د حل، د ظرفیت لوړونې او د پوهنتوني خدمتونو د ښه والي په موخه د ادارې له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل. هغه د محصلینو نظریات او وړاندیزونه د پوهنتون د خدمتونو د ښه والي لپاره ارزښتناک وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې د هغوی رغنده نظریات او وړاندیزونه به په اړوندو چارو او پلانونو کې په پام کې ونیول شي.
د غونډې په دوام کې محصلینو خپل نظریات او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.
یاده غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.
درنښت
نشراتو آمریت