17/07/2023
خبرتیا
د کابل پولی تخنیک پوهنتون د ۱۴۰۲ کال د مني سمستر لپاره د کانونو اوجیولوجی پوهنځی د نفت او غازانجنیرۍ په ماستري پروګرام کې چی د لوړو زده کړو د محترم وزارت لخوا منظور شوي ده ورسته د کانکور د آزموینې اخستلوڅخه نوی محصلین مني، د دې پروګرام لپاره د نوم لیکنې پروسه د روان کال د چنګاښ میاشتې له ۲۵ نیټې څخه پیل او د زمري میاشتې تر ۱۵ نیټې پوری دوام کوی ګدونوال کولی شي له خپلو تحصیلی اسناد و سره، له ذکرشوی نیټې سره سم لاندني آدرس ته مراجعه وکړی او د فورمې په ډکولو سره خپله نوم لیکنه بشپړه کړی:
شماره د ماسترۍ پروګرام نوم په پښتو د ماسترۍ پروګرام نوم په انګلسی د اړتیا وړ اسناد ادرس محل ثبت نام
1 د نفت او غاز انجنیري Petroleum Engineering د اړوندې یا مشابه څانګې دلیسانس دوری دیپلوم کاپی
د نمرو د ترانسکریپت کاپی
د انګلسی ژبی یو کلن سند
د تابعیت تذکرې کاپي
( ټولو تحصیلي اسنادو باید خپل قانونی مراحل بشپړ کړي وي) د کابل پولی تخنیک پوهنتون، د لابراتوار ودانۍ، دریم پوړ (310) اتاق