04/08/2026
د سید جمال الدین افغان سجا ۲۵ شمېره خصوصي عالي لېسې د ۱۴۰۵ کال د څلور نیم میاشتنیو ازموینو د پایلو اعلان غونډه!
د سید جمال الدین افغان سجا ۲۵ شمېره خصوصي عالي لېسې د ۱۴۰۵ کال د څلور نیم میاشتنیو ازموینو د پایلو اعلان غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره په پرتمینه فضا کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د لېسې مدیر، الحاج عبدالغفور رحماني، د علم، روزنې، ښوونیزو لاسته راوړنو او د ښوونځي د راتلونکو پروګرامونو په اړه هر اړخیزه وینا وړاندې کړه. ورپسې د والدینو د استازي له لوري د تعلیم د ارزښت، د کورنۍ او ښوونځي د ګډې همکارۍ او د زده کوونکو د بریا په اړه ارزښتناکه وینا واورول شوه.
د پروګرام فرهنګي برخه د زده کوونکو له خوا د ښکلو نعتونو، ترانو او مقالو په وړاندې کولو لا نوره هم ښکلې شوه او د ګډونوالو ځانګړې ستاینه یې ترلاسه کړه.
د غونډې په دویمه برخه کې ممتازو او مخکښو زده کوونکو ته د هغوی د غوره علمي لاسته راوړنو په ویاړ د لېسې له لوري ډالۍ او ستاینلیکونه د درنو میلمنو او ګډونوالو په لاسونو ورکړل شول، ترڅو د هغوی هڅې وستایل شي او نورو زده کوونکو ته د لا زیاتو هڅو او بریاوو انګېزه ورکړل شي.
غونډه د اختتامیې دعا په کولو سره په خوښۍ، نظم او بریالۍ فضا کې پای ته ورسېده.
سجا؛ د رښتیني نسل د روزنې مرکز!