University-پوهنتون

University-پوهنتون د هیواد د پوهي د بهیر د ژوندي ساتلو انلاین مشترک فلټ فارم

07/07/2024

خبرتيا؛

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې (وږمه) ژورنال د ژبپوهنې او ادبياتو مسایل او موضوعات خپروي. موخه يې د داسې علمي څېړنيزو ليکنو خپرول دي چې د ژبې، ژبپوهنې، ادبياتو، ليکوالۍ، ژباړې او له دې څانګو سره د ګډڅانګيز او څوڅانګيز مېتود پر بنسټ تړاو ولري. د پښتو ژبې او ادبياتو په اړه څېړنې پکې شوې وي، د پښتو ژبې او ادبياتو د تاريخ اړخونه، ګړدودونه او نورې اړوندې برخې يې څېړلي وي. د دې ژبې د اوسنيو مسايلو، او په ژبپوهنه او ادبياتو کې د نويو نظريو، لاستهراوړنو، موندنو او پرمختګونو په اړه څېړنې پکې رانغښتې وي .د وږمې مجلې لیکنې تر ډېره څېړنيزې دي.
له ليکوالو او څېړونکيو غواړو چې «د ليکنې لارښود» مواردو ته، چې په لومړي کمينټ کې راغلی، پام وکړي، چې ليکنه يې د منلو په صورت کې ژر خپره شي.

فرصت یوځلې وي. چېرته مې لوستي و؛ د خوښي د دروازې له تړل کېدو سره، سمدستي حضرت انسان ته، بله د خوښي دروازه پرانستله کېږي،...
07/07/2024

فرصت یوځلې وي. چېرته مې لوستي و؛ د خوښي د دروازې له تړل کېدو سره، سمدستي حضرت انسان ته، بله د خوښي دروازه پرانستله کېږي، دا چې انسان شله مخلوک دی؛ نو په هماغې تړلې دروازې پسې ونښلي او پر پرانستې دروازې یې سترګې ړندې شي.
ډېر فرصتونه، ستاسو په وړاندې همدا اوس ولاړ دي، له دې فرصتونو څخه یا وېره لرئ او یا یې لیدلی نه‌شئ
یاد ولرئ!
په ژوند کې هر انسان د برياليتوب او خوښ اوسېدو یوازي یو فرصت لري
فرصت که یوځلې ضایع شو، په دوباره کوښښ بيا نه راګرځي.

له هغوٸ مننه وکړٸ، چې ستا کيسې په ارامه اورياوپه اړه يې قضاوت نه کړي
14/05/2024

له هغوٸ مننه وکړٸ، چې ستا کيسې په ارامه اوري
او
په اړه يې قضاوت نه کړي

دا زموږ او ستاسې د ټولو د کور و کلي کيسه ده:چې نږدې دوستانو مو په غربت کې لاس پرېږدياوپر پرمختګ کې د کينې، بخل او حسد له...
21/04/2024

دا زموږ او ستاسې د ټولو د کور و کلي کيسه ده:
چې
نږدې دوستانو مو په غربت کې لاس پرېږدي
او
پر پرمختګ کې د کينې، بخل او حسد له وجهې رانه فاصله نيسي👇👇👇

په فکر او ارام لوبېدونکى، همېش د مسابقې ګټونکى وي👇👇
09/04/2024

په فکر او ارام لوبېدونکى، همېش د مسابقې ګټونکى وي👇👇

له استاد غضنفر سره مې د یوې ستونزې په اړه خبرې کولې، ویل یې دې ستونزې ته زه هم متوجه وم، خو نه مې غوښتل پکې را ښکېل شم، ...
07/04/2024

له استاد غضنفر سره مې د یوې ستونزې په اړه خبرې کولې، ویل یې دې ستونزې ته زه هم متوجه وم، خو نه مې غوښتل پکې را ښکېل شم، ما ورته کړه ولي؟ غضنفر صاحب ډېره معقوله خبره وکړه، وای:...👇👇👇

خوښي د انسان په روح کې ده، پاک وجدان، خير رسونکى زړه هيڅ وخت نه خپه کېږي👇👇👇
05/04/2024

خوښي د انسان په روح کې ده، پاک وجدان، خير رسونکى زړه هيڅ وخت نه خپه کېږي👇👇👇

ماشومانو ته ددخپلو ستونزو کيسې وکړٸ👇👇👇
04/04/2024

ماشومانو ته ددخپلو ستونزو کيسې وکړٸ👇👇👇

سينګارتوکې مو کله بيه کړي!؟👇👇
03/04/2024

سينګارتوکې مو کله بيه کړي!؟👇👇

 #ژوند  #هڅه  #بريا 👇👇👇
02/04/2024

#ژوند #هڅه #بريا 👇👇👇

ژبنی سمونګر د یوه متن ژبه سموي، په ژبنۍ سمونه کې ټولې هغې نکتې شاملې دي، چې متن روانوي، اسانوي او بېلوي. که تاسو د یوه م...
29/03/2024

ژبنی سمونګر د یوه متن ژبه سموي، په ژبنۍ سمونه کې ټولې هغې نکتې شاملې دي، چې متن روانوي، اسانوي او بېلوي. که تاسو د یوه متن ژبنی سمونګر یاست؛ نو لاندې نکتې په دقت وګورئ او لازمې سمونې پکې وکړئ:
1. په متن کې ټولې لیکنښې سمې کړئ، مثلا: لومړی ټولې جملې وګورئ، چې پر پای کې ټکی، سوالیه یا غږ نښه لري، که نه؟ که لیکنښې یې نه لرلې، باید لیکنښې ورکړئ، ځکه لیکنښې د جملې د مفهوم په بشپړاوي کې پوره ونډه لري. مثلا په وینا کې موږ وایو (احمد راغی) دلته په (را) خج دی او له مخاطب څخه د احمد د راتګ پوښتنه شوې؛ خو فشار یا خج په لیک کې نه ښکاري، لوستونکی نه پوهېږي، چې دلته بیاني جمله ده، تعجبي خبره ده او که په بیاني انداز ویلې شوې. که لیکنښه وکارېږي؛ نو لوستونکی په اساني پوهېږي، چې د لیکوال موخه ترې څه ده.
2. د لیکنښو یولاسي کول، مثلا معترضه جمله موږ هم د کامې په وسيله بېلولای شو، هم د وړوکي قوس او هم د دش (کرښۍ) په وسيله. دا نو په تاسو (سمونګر) پورې اړه لري، چې معترضه جملې ته په پیل کې کومه نښه لازمه ګڼئ؛ خو تاسو ته پکار ده، چې هره نښه باید د متن له پیله تر پایه په هماغه یوه شکل وکاروئ. که تاسو سو ته د سمونې په مهال د لیکنښو سبکي لارښود درکړل شوی و، نو تاسو له سبکې لارښود سره سم لیکنښې وکاروئ.
3. د اړتیا په وخت کې د ځینو نومونو لاتیني یا انګلیسي بڼې هم اضافه کړئ، مثلا په متن کې د ځینې نور ژبو نومونه راغلي، د هغوی تلفظي بڼه په پښتو لیک کې لوستونکی په ستونزو کې اچوي، هماغسې یې نه‌شې ویلی، نو پکار ده چې فونیټکي یا انګلیسي بڼه یې هم ولیکئ.
4. شمېر نومونه، نېټې او فورمولونه سم وکاروئ، مثلا: نېټه په متن کې په کوم شکل باید ولیکئ، ځینې خلک یې داسې لیکي (د ۱۳۹۶ کال، د جوزا د میاشتې په ۲۷ نېټه) سره له دې چې دلته (۱۳۹۶) شمېر خپله د کال او (جوزا) خپله د میاشتې مفهوم لېږدوي، نو پکار نه ده چې (کال، میاشت او ورځ) هم ورسره ولیکئ. ځینې کسان لومړی کال، بیا میاشت او بیا ورځ ټول په عدد لیکي، لکه (۱۳۹۶/۳/۲۷) او ځینې یې بیا داسې لیکي (۱۳۹۶/جوزا /۲۷) او داسې نورې بڼې یې هم دود دي؛ خو تاسو ته پکار ده چې د نېټو او شمېرو لپاره یو فارمټ وکاروئ. په دې هم باید پوه یاست، چې په کوم ځای کې شمېره په عدد او کوم وخت کې یې په حرف ولیکئ. مثلا: تر لس زیاته شمېره تاسو د سبکې لارښود مطابق په عدد او له هغه لاندې په حرف لیکئ، نو تاسو لیکئ، چې د میزان په ۱۵ زموږ دفتر ته اووه نجونې او اته هلکان راغلل.
5. د لویو جملو او ترکیبونو ساده کول، مثلا: "استاد پر تخته باندې ولیکل." په دې جمله کې (باندې) ته هیڅ اړتیا نه لیدله کېږي، یوزاې دا هم کفایت کوي، چې ولیکئ "استاد پر تخته ولیکل" ددې چار د مخنیوي اسانه لاره داده: که په یوه جمله کې بې‌ځایه سربلونه او وستربلونه راغلي وي، هغه ترې حذف کړئ، لکه: (احمد د بام په سر باندې نڅاکوي.) سمه بڼه یې داسې هم راتلای شي (احمد پر بام ناڅي.)
6. د پور کلمو په ځای د خپلې ژبې کلمې وکاروئ، ځینې کلمې داسې وي، چې په ژبنۍ ټولنه کې دومره دود شوې وي، چې د پور ویي فکر پرې نه کېږي، عام او خاص خلک یې په مفهوم او د استعمال په ځای باندې پوهېږي او هېڅ ستونزه پکې نه لیدل کېږي، که د همدې کلمو په ځای نویز وکاروئ او نویز وار له مخې باب شوی نه وي؛ نو لیکنۍ ژبه مو سختوي، پکار ده چې خپله هماغه کلمه پرېږدئ، لکه کميس، کیسه، ماشوم او... او که د پور ویي تر څنګ په مورنۍ ژبه کې د همدې مفاهیمو د لېږد لپاره خپلې سوچه کلمې موجودې وي، په ټولنه کې هم باب وي، بیا پکار ده چې د خپلې ژبې کلمې وکاروئ.
7. د لیکنې متن معیار ته برابر کړئ، مثلا موږ په پښتو کې ډېر داسې موارد لرو چې د ګڼو لیکوالو ترمنځ پرې تفاهم شوی دی. کېدای شي له ځینو پرېکړو سره یې څوک په دلایلو پرېکون وکړي؛ خو پکار ده چې تر څو د لیکوالو بیا یوه اجماع جوړېږي، هماغه منل شوې بڼه ولیکئ، که داسې و‌نه شي، هر چاته به بیا خپله لهجه او خپله سيمه معیار شي؛ نو یوازې په پښتو کې به د لیک په سلګونه معیارونه را ‌باب شي.
8. که په متن کې له اخځونو څخه ګټه اخیستل شوې وي، درته پکار ده، چې اخځونه د متن په داخل کې له اخځلیک سره ترتیب کړئ او هم خپله اخځلیک څنګه چې په علمي ځایونو کې دود شوی هماغسې تصحیح کړئ...

زما د تيليګرام چينل په لاندې لينک کې دی، هغه درسره سبسکرایب کړئ، د سمونې اړوند نورې ليکنې همالته درته پرېږدم. درنښت

فردي حریم؛ مثلا یو کس په دې پسې لګېدلی، چې د همکار یې ولې بریت غټ دی، دومره پیسې یې له کومه کړې؟ ولې اولاد نه پیدا کوې؟ ...
22/03/2024

فردي حریم؛ مثلا یو کس په دې پسې لګېدلی، چې د همکار یې ولې بریت غټ دی، دومره پیسې یې له کومه کړې؟ ولې اولاد نه پیدا کوې؟ له ښځې سره خوښ دی که نه؟ بل بیا په دې پسې وي، چې دی ولې تل په کالیو کې ګرځې، نکټایي ولې نه تړي؟ بل په دې پسې وي، چې ولې واده نه کوي؟ درېيم ته بیا د دې شک لوېدلی وي چې همسایه یې ولې تل ناوخته کور ته راځي، هسې نه بل چېرته تار مار لري. بل یې بیا د خولې بوی ګورې، چې څه یې څښلي (پیپسي ده که شراب)، بل په ښکاره لمونځ کوي، یو بل یې عقیده پسې پلټي، چې لمونځ یې له زړه وکړ او که هسې د خلکو د خطاکولو په نیت...
دا ټول په فرد پورې تړلي شیان دي. سره له دې چې په بشري ټولنو کې هر فرد د یوې ټولنې غړی دی؛ خو د دې تر څنګ هر فرد خپله شخصي حوزه او حريم لري؛ چې ټول مناسبات یې پخپله پر شخص یا د شخص پر کورنۍ پورې اړه لري او په دې چارو کې د نورو وګړو مداخله پکې نه ځايېږي.
هیڅ انسان د بل انسان د عيبونو، رمزونو او کوډونو په کشف نه دی ګومارل شوی. دا یوه اخلاقي دنده ده چې د افرادو په شخصي حریم کې ډېر ورننه نه وځو.
خوښه مو؛
خو په یاد ولرئ؛ لکه څنګه چې د چا کور او کوټې ته پخپل سر ور داخلېدل دیني او کلتوري جرم دی، همداسې د یو انسان، لباس، سلیقه، فکر، ژبه، کورنی ژوند، را سپړل او هغه ته داخلېدل هم جرم دی.

Address

Large-4, Shirshah Maina
Kabul
1004

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when University-پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share