09/04/2024
د اختر لمونځ نيت او طريقه!
هر مسلمان ورور چې فوست ويني د ثواب په خاطر یې شیر کړى!
د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
لومړى به نيت وکړى
نيت مي کړى زړه د اخلاصه د کوچنی اختر دوه رکعته لمونځ سره د شپږو تکبيرونو په دې حاضر امام پسې ادا کوم خاص خداى لره مخ مي دى د کعبي شريفى پر لور
الله اکبر
دوهم: به ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.
دريم: به درې واره تكبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره دری تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به يې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.
څلورم: امام به سورة فاتحه او قرائت وايي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي.
پنځم: نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.
او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.
ــــــــــــ
د اختر لمونځ :
پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی
د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی.
د اخترونو د لمانځه مسائل👇
۱- د اخترونو د لمانځه د پاره آذان او اقامت نـــسته.
۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه څخه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه څخه ورسته ويل کيږي.
۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نسته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای سي.
د اخترونو د ورځي سنت او مستحب کارونه👇
۱- د اختر شپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي
«من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي).
يعني څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي
د ده زړه به نه مړ کيږى په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مړه کيږي.
۲- او د اختر لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول ، د نارينه لپاره خوشبويي وهل، پاک او ښه کالي اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل.