تابش پوهنتون Tabesh University

تابش پوهنتون Tabesh University Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from تابش پوهنتون Tabesh University, College & University, arzaq Street near Iran consulate, Kabul.

تابش پوهنتون د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې موقعیت لري چې په څلورو پوهنځيو ( اقتصاد، کمپیوټر ساینس، حقوق_سیاسي علوم او شرعیات) کې درنو هېوادوالو ته علمي، تحصیلي او څېړنیز خدمات وړاندې کوي.
خپل مسلکي راتلونکی له تابش سره پیل کړئ. Tabesh University established to contribute and train new youth generation as international method and standard, based on increasing scientific capacities, of the country and is delighted to identify and introduces qualified and talented figures to.....

د ګډو همکاریو هوکړه وشوهد تابش پوهنتون او اولمپيا د بدن ښکلا کلب تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.ياد هوکړه ...
26/04/2026

د ګډو همکاریو هوکړه وشوه

د تابش پوهنتون او اولمپيا د بدن ښکلا کلب تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

ياد هوکړه لیک چې د تابش پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي شمس الحق ثاقب او د اولمپيا بدن ښکلا کلب مسؤول حاجي اسد حمیدي لخوا لاسلیک شو، له مخې به يې ياد کلب د تابش پوهنتون محصلانو، استادانو او کار کوونکو ته د سپورتي فعالیتونو ترسره کولو، د لوبو میدانونو، تمریناتو، او نورو پروګرامونو په برخه کې ځانګړی تخفیف ورکوي.

همدرانګه تابش پوهنتون به د یاد کلب لخوا رامعرفي کېدونکو محصلانو ته د لوړو زده کړو په برخه کې ځانګړی تخفیف برابروي او د یاد کلب کارکوونکو ته به بېلابېل مسلکي روزنیز پروګرامونه ترتیبوي

دواړو لورو د هوکړې د لاسلیک کولو پر مهال د هوکړه لیک په تطبیق کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

د نړیوالو معیارونو تر لاسه کولو په لړ کې یوه بله بریا تابش د ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال (TIJSS) په "Advanced Science In...
26/04/2026

د نړیوالو معیارونو تر لاسه کولو په لړ کې یوه بله بریا

تابش د ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال (TIJSS) په "Advanced Science Index" نړیوال پلټفارم کې ثبت (Index) شو

Advanced Science Index
یو داسې پلیټفارم دی چې ځینې ژورنالونه پکې ثبت کېږي تر څو د خپرونو معلومات یې آنلاین ښکاره شي. دا ډول انډیکسونه د ژورنال د لیدنې (visibility) زیاتولو لپاره هم کارول کېږي.

په دې پلټفارم کې د ثبت کېدو ګټې
١_د ژورنال مقالو ته آنلاین لاسرسی اسانه کېږي
٢_د ژورنال نوم او مقالو لید
(visibility) زیاتېږي
٣_لیکوالان او څېړونکي یې له لارې ژورنال پیدا کولی شي
٤_ د دې پلټفارم له لارې د ژورنال لپاره بازارموندنه (marketing) ترسره کېږي

پلټفارم لينک:
https://journal-index.org/magazine/42509
تابش د ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال لينک: https://www.tabeshiir.org/tijss/11

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

علمي سیمینار ترسره شود کمپيوټر ساینس پوهنځي محصلانو ته د" Artificial IntelligenceScope, Evolution and Modern Trends, Gen...
26/04/2026

علمي سیمینار ترسره شو

د کمپيوټر ساینس پوهنځي محصلانو ته د
" Artificial Intelligence
Scope, Evolution and Modern Trends, Generative AI Application "
تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو

په پيل کې د کمپيوټر ساینس پوهنځي رئیس نوماند پوهنیار عبدالجلیل دلاور د سیمینار ارزښت بیان کړ او په ياده موضوع یې د محصلانو پوهېدل اړین وبلل.

له ويناء وروسته ښاغلي دلاور سیمینار وړاندې کړ چې پکې یې د مصنوعي ځیرکتیا ساحه، د مصنوعي ځیرکتیا تعریف، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې انقلاب او بدلونونه، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې اوسني پرمختګونه او یو شمېر نور موضوعات په تفصیل سره ګډونوالو ته تشريح کړل.

د سیمینار په پای کې د ګډونوالو لخوا د موضوع اړوند بېلابېلې پوښتنې هم مطرح شوې چې د ښاغلي دلاور لخوا ورته قناعت بخښونکي ځوابونه وویل شول.
سیمینار په دعا سره پای ته ورسېده.

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

د کتاب نړیواله ورځ ونمانځل شوهد اپرېل ٢٣مه د کتاب نړیواله ورځ د فرهنګي کمېټې او کتابتون مدیریت له لوري د یوې غونډې په تر...
25/04/2026

د کتاب نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د اپرېل ٢٣مه د کتاب نړیواله ورځ د فرهنګي کمېټې او کتابتون مدیریت له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

ياده غونډه چې پکې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، څېړنې او علمي مجلو آمر، کتابتون مدیر او د څلور ګونو پوهنځيو یو شمېر محصلانو ګډون کړی وه د قرآن عظیم‌الشأن په تلاوت سره پیل شوه.

د علمي چارو مرستيال استاد ولي الله حنیفي یادې غونډې ته د ويناء پر مهال وویل؛ کتاب د انسان ښه ملګری دی او مطالعه د انسان لپاره د ژوند په لارو کې د مشالونو روښانه کولو یوازینۍ لاره ده، هغه زیاته کړه چې په اوسني عصر کې کتاب لوستل هیڅ لګښت نه غواړي، هم آنلاين او هم فزیکي کتابتونونه شتون لري چې هر څوک ورته په آسانۍ سره لاسرسی لرلی شي.
ښاغلي حنیفي محصلان مطالعې او کتاب لوستنې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د زده کړو په جریان او له فراغت وروسته په هر حالت کې مطالعې ته وخت ورکړي او خپله معنوي پانګه د مطالعې له لارې لا بډایه کړي.

ورپسې هغه درې تنه محصلان چې د تېر ١٤٠٤ ه ل کال په جریان کې یې تر نورو ټولو محصلانو ډېره د پوهنتون کتابتون ته مراجعه کړې وه او د کتابتون له کتابونو څخه يې د مطالعې لپاره ګټه اخیستې وه د کتابتون مدیریت له لوري په ډالیو ونازول شول.
غونډه په دعا سره پای ته ورسېده

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

علمي سیمینار ترسره شود ژورنالېزم پوهنځي محصلانو ته "په تبلیغاتي او فزیکي (هایبریډ) جګړه کې د رسنیو رول" تر سرلیک لاندې ع...
25/04/2026

علمي سیمینار ترسره شو

د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو ته "په تبلیغاتي او فزیکي (هایبریډ) جګړه کې د رسنیو رول" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي شمس الحق ثاقب د موضوع د ارزښت اړوند خبرې وکړې. نوموړي وويل هایبریډ جګړه د اوسني عصر یوه نوې پدیده ده چې موږ ټول باید ورسره بلد شو او ويې پېژنو، چې نننی سیمینار هم په همدې موخه تنظیم شوی.
ښاغلي ثاقب د سیمینار له وړاندې کوونکي استاد څخه د یاد سيمینار د تنظیم په پار د زړه له تله مننه وکړه او له محصلانو یې وغوښتل چې په ورته سیمینارونو کې په پوره لېوالتيا سره فعاله ګډون وکړي.

ورپسې د ژورنالېزم پوهنځي استاد حضرت نبي، نبي زاده لخوا سیمینار وړاندې شو. نوموړي (د تبلیغاتي او فزیکي (هایبریډ) جګړې پیژندنه، رسنۍ د جګړې نوی میدان، جعلي خبرونه او پروپاکنډا، سوشل میډیا د نفوذ چټکه وسیله، په هېوادونو او ټولنو د تبلیغاتي او فزیکي (هایبریډ) جګړو اغیزې، د دفاع لارې چارې او ...) موضوعات په تفصیلي ډول تشریح کړل او د موضوع اړوند یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

د حفظ سیالي ترسره شوهد شرعیاتو پوهنځي محصلینو ترمنځ د قرآن کریم د حفظ رقابتي سیالي ترسره شوهیاده سيالي چې پکې د پوهنځي ر...
25/04/2026

د حفظ سیالي ترسره شوه

د شرعیاتو پوهنځي محصلینو ترمنځ د قرآن کریم د حفظ رقابتي سیالي ترسره شوه

یاده سيالي چې پکې د پوهنځي رئیس، د فقې او قانون ديپارتمنت آمر، د یاد پوهنځي استادانو او محصلانو ګډون کړی وه د کلام عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د شرعیاتو پوهنځي رئیس دوکتور اسدالله محمدي د یادې سیالۍ په ارزښت خبرې وکړې. نوموړي وویل د خوښۍ ځای دی چې نن مو د عظیم‌الشأن کلام د حفظ په سیالۍ کې ګډون کړی او د دغه له برکت نه ډک محفل یوه برخه یو. ښاغلي محمدي له محصلانو وغوښتل څو د قرآن کریم په حفظ او تجوید برخه کې لا ډېره هڅه وکړي او په ورته برنامو کې په ګډون کولو سره خپله وړتیا نورو ته ښکاره کړي.

ورپسې د فقهې او قانون څانګې آمر پوهنیار شفیع الله امیني ګډونوالو ته د سیالۍ د نوعیت، نمرو ورکولو څرنګوالي، ژوري هیئت او نورو برخو اړوند معلومات ورکړل او د سیالۍ ګډونوالو ته یې د بشپړ عدالت ډاډ ورکړ.

په یاده سیالۍ کې پنځلسو محصلینو برخه اخیستې وه چې په ټول قرآنکریم کې د ټاکل شوي ژوري هیئت لخوا له هر ګډونوال څخه درې پوښتنې وشوې او هغوی له پوښتنې سره سم د هماغو آیتونو په تلاوت کولو سره د ژوري هیئت له لوري نمرې تر لاسه کړې.

په پای کې د ژوري هیئت له لوري محمد یونس د اوم سمستر محصل د سیالۍ لومړی مقام، عبدالقیوم د شپږم سمستر محصل دویم مقام او فضل وهاب د شپږم سمستر محصل درېيم مقام ګټونکي اعلان او په ډالیو ونازول شول.
سیالي په دعا سره پای ته ورسېده.

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

د کارکوونکو کلنۍ تفریحي برنامه ترسره شوه!د تابش پوهنتون د علم، فرهنګ او انساني ارزښتونو پر بنسټ ولاړې تګلارې په دوام سره...
25/04/2026

د کارکوونکو کلنۍ تفریحي برنامه ترسره شوه!

د تابش پوهنتون د علم، فرهنګ او انساني ارزښتونو پر بنسټ ولاړې تګلارې په دوام سره، سږکال هم د پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره کلنۍ تفریحي برنامه په خورا منظم، هدفمند او سنجول شوي پلان سره ترسره شوه.

دغه برنامه د ښېوې ولسوالۍ اړوند داکټر تتسو ناکامورا پارک په زړه راښکونکي، شین، ګلورین او پسرلني چاپېریال کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه، علمي کادر غړو، اداري او خدماتي کارکوونکو پکې په پوره مینې او لېوالتیا سره ګډون کړی وو.

دا تفریحي ناسته یوازې د استراحت او تفریح لپاره نه وه، بلکې د انساني اړیکو د پیاوړتیا، د ګډ کار د روحیې لوړولو، او د سالمې ادارې د فرهنګ د پراختیا لپاره یوه عملي او الهام‌بخښونکې هڅه وه.

په دې تفریحي سیر کې لاندې مهمې برنامې او برخې شاملې وې:

۱- په یوه حلقوي ناسته کې د اسلام له نظره د تفریحي برنامو ارزښت او حدود.
۲- د کرکټ دوستانه سیالي چې د ټیمي همغږۍ ښکلی انځور یې وړاندې کړ.
۳- "مخالف او موافق" فکري بحث، چې د ازاد تفکر او استدلال فرهنګ ته یې وده ورکړه.
۴- د داکټر ناکامورا له ذهني نوښتونو او کړو خدماتو چې د پارک په جوړولو کې یې ترسره کړي دي، په فردي او ټولنیز ډول لیدنه، چې له طبیعت سره د اړیکې احساس یې تازه کړ.
۵- مشاعره او ترنم، چې د ادبي ذوق او هنري احساس ښکارندوی وه.
۶- د انځورونو تشریحي ناسته، چې د تخلیقي فکر دروازې یې پرانیستې.
۷- د خاطرو او جالبو کیسو شریکه ناسته، چې فضا یې لا توده او دوستانه کړه.
٨_ ټینس لوبه چې د شخصي ډیسپلین، د اصولو درناوي او د وقار لرونکي چلند استازیتوب کوي.
٩- د ګران افغانستان او تابش پوهنتون د لا پرمختګ لپاره ګډه دعا کول.

دغه ډول پروګرامونه د دې ښکارندويي کوي، چې تابش پوهنتون یوازې یو علمي او تحصیلي بنسټ نه دی، بلکې د سالم فکر، پیاوړې رهبرۍ، همغږې ادارې او ژورو انساني ارزښتونو یو ژوندی مرکز دی. موږ باور لرو؛ هغه اداره چې د خپلو کارکوونکو فکري، روحي او ټولنیز رشد ته پاملرنه کوي، په رقابتي چاپېریال کې تل یو ګام وړاندې او مخکښه وي.

تابش پوهنتون په دوامداره توګه هڅه کوي، چې د معیاري زده‌کړو ترڅنګ، د خپلو کارکوونکو او محصلینو لپاره داسې چاپېریال رامنځته کړي، چې پکې علم، اخلاق، خلاقیت او انساني اړیکې په متوازن ډول وده وکړي.

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

علمي سیمینار ترسره شو!د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د پوهنځي د علمي څېړنو کمېټې له لوري د لوړو زده کړو وزارت د نوي لارښود م...
22/04/2026

علمي سیمینار ترسره شو!

د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د پوهنځي د علمي څېړنو کمېټې له لوري د لوړو زده کړو وزارت د نوي لارښود مطابق (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.

سیمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د اقتصاد پوهنځي رئیس، پوهنیار وسیق‌الله همدرد د سیمینار ارزښت بیان کړ. نوموړي په خپله وینا کې د علمي څېړنو او مونوګراف لیکنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې مونوګراف د محصل د علمي وړتیاوو د څرګندولو یو مهم سند دی. هغه زیاته کړه چې محصلان باید د علمي اصولو په رعایت سره خپلې څېړنې ترسره کړي او د نوښت، دقت او امانتدارۍ اصلونه په پام کې ونیسي. نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې د مونوګراف لیکنې مهارت نه یوازې د تحصیل په دوران کې، بلکې په راتلونکي مسلکي ژوند کې هم د محصلانو لپاره ډېر ارزښت لري او کولی شي هغوی د یو مسلکي او څېړنیز شخصیت په توګه وروزي.

وروسته د علمي څېړنو او مجلو مرستیال استاد بهیرالله رحماني د لوړو زده کړو وزارت د مونوګراف لیکنې د نوي لارښود اړوند چمتو شوی پریزنټیشن وړاندې کړ. نوموړي د (مونوګراف لیکنې پر اصولو، جوړښت، مهمو برخو، د موضوع ټاکلو طریقو، د څېړنې میتودونو، د علمي لیکنې پر معیاري اصولو او ...) موضوعاتو تفصیلي بحث وکړ او د سیمینار په پای کې یې د محصلانو پوښتنې په تفصیلي ډول ځواب کړې.

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

د کارمندانو ستاینغونډه ترسره شوه د پوهنتون د کارمندانو او استادانو  د ١٤٠٤ ه ل کال کلنۍ ارزونې د پايلو په اعلانولو سره د...
21/04/2026

د کارمندانو ستاینغونډه ترسره شوه

د پوهنتون د کارمندانو او استادانو د ١٤٠٤ ه ل کال کلنۍ ارزونې د پايلو په اعلانولو سره د پوهنتون استادان، علمي، اداري او خدماتي کارمندان او همدارنګه هغه کارکوونکي چې په یاد کال کې یې د ځانګړو فعالیتونو او نوښتونو په تر سره کولو سره سترې لاسته راوړنې لرلې وستايل شول.

ياده غونډه چې پکې د پوهنتون بنسټګر او هیئت امناء رئیس، د پوهنتون رئيس، مرستیالانو، د څلور ګونو پوهنځيو رئیسانو، استادانو، علمي، اداري او خدماتي کار کوونکو او د افغان مومند روغتون پخواني او نوي سرطبیب پکې ګډون کړی وو، د قرآن عظیم‌الشأن په تلاوت سره پیل شوه.

د پوهنتون بنسټګر یادې غونډې ته د ويناء پر مهال خوښي څرګنده کړه چې تابش پوهنتون د ژمن، مسلکي او مجرب ټیم په لرلو سره هېوادوالو ته علمي، تحصیلي او څېړنیز خدمات وړاندې کوي او د خپل ټيم پر مټ توانېدلی چې د تېر ١٤٠٤ ه ل کال په جریان کې په ټولو برخو کې مهمې او سترې لاسته راوړنې ولري. نوموړي د پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، علمي، اداري او خدماتي کارمندانو څخه د زړه له کومې مننه وکړه او په راتلونکي کې یې ورته د لا نورو سترو بریاوو هیله څرګنده کړه.

ورپسې د تابش پوهنتون رئيس پوهنیار دوکتور عبدالحمید سیرت ويناء وکړه. نوموړي وویل د انسان هڅې هیڅکله بې پایلې نه پاتې کېږي، د هر انسان د هڅو او زحماتو په اندازه ورته هم په دې نړۍ او هم په هغې نړۍ کې بدله ورکول کېږي.
ښاغلي سیرت تېر ١٤٠٤ ه ل کال د تابش پوهنتون لپاره یو له لاسته راوړنو او پرمختګونو ډک کال وبله او خوښي يې څرګنده کړه چې ټولو علمي_ اداري کارمندانو او استادانو په خپلو برخو کې خورا زیار ویستی او د تابش لپاره يې وياړونه او پرمختګونه تر لاسه کړي دي.
همدارنګه ښاغلي سیرت د ١٤٠٤ ه ل کال د ارزونې اړوند لنډ پریزنټیشن هم وړاندې کړ چې د ارزونو، ارزونکو او ستاينو،څرنګوالی، د ارزونې اهمیت او ضرورت، د ارزونې ګټي، د ارزونې شفافیت، په ارزونه کې عدالت او یو شمېر نور موضوعات يې د یاد پریزینټیشن له لارې تشریح کړل او د روان ١٤٠٥ ه ل کال لپاره يې د لا زیار ویستلو اړوند یو شمېر سپارښتنې هم وکړې.

ورپسې د پوهنتون رهبرۍ لخوا د پوهنتون د معاونیتونو، د پوهنځیو ریاستونو، د پوهنتون په کچه آمریتونو، د پوهنځیو ډیپارتمنتونو، د پوهنتون په کچه مدیریتونو، د پوهنتون په کچه استادانو، امنیتي او خدماتي کارمندانو لومړی مقام ګټونکي او لوړو نمرو اخیستونکي او همدارنګه هغه کارکوونکي چې تېر کال یې د ځانګړو فعالیتونو او نوښتونو په تر سره کولو سره سترې لاسته راوړنې لرلې په ایوارډونو او ستاینلیکونو ونازول شول.

د یادونې وړ ده چې د پوهنتون بنسټګر دوکتور خیر محمد مومند ته د پوهنتون د رهبري او ټولو کار کوونکو لخوا د پوهنتون د هر اړخیز ملاتړ په پار د مننلیک دړه هم ورکړل شوه.
همدارنګه د افغان مومند روغتون پخوانی سر طبيب، پوهنتون سره د هر اړخیزه همکاریو په پار په ستاینلیک او ايوارډ ونازول شو.
د غونډې په جریان کې له لومړي مقام ګټونکو کارمندانو سره تفریحي ګیمونه هم ولوبول شول.

غونډه په دعا سره پای ته ورسېده

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو له شرق راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړهد ژورنالېزم پوهنځي د شپږم سمستر محصلانو، د استاد حضرت نبي...
21/04/2026

د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو له شرق راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه

د ژورنالېزم پوهنځي د شپږم سمستر محصلانو، د استاد حضرت نبي، نبي‌زاده په لارښوونه د عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه له شرق راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه.

په دې علمي او عملي لیدنه کې محصلانو د راډیو او تلویزیون بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې. د شرق راډیو تلویزیون مسؤلینو محصلانو ته د راډیو تخنیکي سیستم، د تلویزیوني خپرونو ړ تولید بهیر، خبرخونه (نیوز روم)، تخنیک خونه او نورې اړینې برخې په تفصیل سره ور وپېژندلې.

محصلانو ته همداراز د خپرونو د چمتو کولو، ثبت، ایډیټ او نشر عملي مرحلې تشریح شوې، چې له امله یې هغوی وکولای شول خپل نظري معلومات له عملي تجربو سره وتړي.

تابش پوهنتون تل هڅه کوي چې محصلین د نظري زده کړو تر څنګ په عملي ډګر کې هم وروزي، څو د راتلونکي لپاره مسلکي او وړ کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

د حمل میاشتې عادي علمي شوری مجلس ترسره شو تابش پوهنتون د حمل میاشتې عادي علمي شوری د تقويم مطابق په ١٤٠٥/١/٣١ نېټه د پوه...
20/04/2026

د حمل میاشتې عادي علمي شوری مجلس ترسره شو

تابش پوهنتون د حمل میاشتې عادي علمي شوری د تقويم مطابق په ١٤٠٥/١/٣١ نېټه د پوهنتون رئيس پوهنیار دوکتور عبدالحمید سیرت تر مشرۍ لاندې داېره شوه.

په پيل کې ښاغلي سیرت د تېر ١٤٠٤ ه ل کال په لاسته راوړنو، د پوهنتون وروستیو پرمختګونو، پخپل وخت د چارو ترسره کولو، ١٤٠٥ ه ل کاري کال ته په اساسي ډول داخلېدو، د وظیفوي مسؤليتونو ښه ترسره کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې. ښاغلي سیرت د پوهنتون د ١٤٠٤ ه ل کال د لاسته راوړنو په پار د تابش له ژمن ټيم څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د ١٤٠٤ ه ل کال ټولې لاسته راوړنې یې د هغوی د هڅو او زحماتو پایله وبلله.

ورپسې د علمي چارو مرستيال ولي الله حنیفي د تېر ١٤٠٤ ه ل کال د علمي شوری د پرېکړو د تطبیق مفصل راپور وړاندې کړ او د علمي شوری د اجنډا مطابق یې (د څېړنیز پلان تائیدي، د څېړنو د ظرفیت لوړونې پلان تائیدي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د دواړو څانګو د نصابونو تائیدي، د کیفیت لوړونې آمریت له لوري د ربعوار ارزونې کلنی پلان او...) موضوعات د علمي شوری غړو ته د بحث لپاره وړاندې کړل چې د شوری غړو له هر اړخيز بحث وروسته د رايو په اساس تائید او تصويب کړل.

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمريت.

جزايي تمثیلي محاکمه ترسره شوهد حقوقي کلینیک مدیریت په لارښوونه، د شرعیاتو او حقوق_سیاسي علومو پوهنځیو د وروستیو سمسترونو...
20/04/2026

جزايي تمثیلي محاکمه ترسره شوه

د حقوقي کلینیک مدیریت په لارښوونه، د شرعیاتو او حقوق_سیاسي علومو پوهنځیو د وروستیو سمسترونو محصلانو پر مټ د جزايي محاکمې تمثیل ترسره شو.

په پیل کې د حقوقي کلینیک مدیر قاضي عبیدالله عادل شینواري د موضوع پر اهمیت او مسلکي روزنې خبرې وکړې او له محصلینو یې وغوښتل چې د خپل مسلک اړوند عملي پروګرامونه تعقیب کړي، څو له نظري زده کړو وروسته وکولای شي د کار په بازار کې ترې اغېزمنه ګټه واخلي.

وروسته، د شرعیاتو پوهنځي د اووم سمستر محصلانو په تمثیلي ډول د یوې جزايي قضیې اړوند ټول ضروري مراحل وړاندې کړل. په دې تمثیلي محاکمه کې د مدعي بالوکاله له خوا د قصاص دعوه اقامه شوه او مدعي علیه خپله دفاعیه وړاندې کړه، چې په پای کې د مدعي علیه د قصاص حکم صادر شو.

تابش پوهنتون هڅه کوي چې د نظري زده کړو تر څنګ محصلینو ته عملي پروګرامونه هم برابر کړي، څو وکولای شي په عملي ډګر کې خپلې زده کړې په ښه توګه پياده کړي.

تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ
نشراتو آمریت

Address

Arzaq Street Near Iran Consulate
Kabul
24000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when تابش پوهنتون Tabesh University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to تابش پوهنتون Tabesh University:

Share