With a strong focus on education, research, and community service, the University prepares capable professionals for Afghanistan’s future. بايزيد روښان پوهنتون، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره په ۲۴/۱۲/۱۳۹۴ نېټه په مسلسله (۱۲۲) شمېره او د ثبت په (۱۱۲۱) شمېره ثبت شوی خصوصي پوهنتون دی چې د کابل ښار د اتمې ناحيې په نوې کارته کې موقعيت لري. نوموړی پوهنتون د معالجوي طب، ستوماتولوژي او حقوقو او سيا
سي علومو پوهنځيو د فعاليت جواز لري. .
ياد پوهنتون د افغانستان د نافذو قوانينو په رڼا کې له ملي او نړيوالو معيارونو سره سم علمي، تدریسي او روغتيايي خدمات وړاندې کوي. د تدريس لپاره آرام چاپېريال، د طبي پوهنځيو د محصلينو لپاره په عصري وسايلو سنبال او مجهز تدريسي روغتون، د حقوقو پوهنځي لپاره مجهز حقوقي کلينک او د عملي زده کړو معياري مرکز او نورې ټولې تدريسي اسانتياوې لري.
د پوهنتون لرليد: بايزيد روښان پوهنتون هڅه کوي چې د درسي خدماتو د وړاندې کولو له لارې د هېواد په کچه پر يو معتبر تحصيلي نهاد بدل شي.
دپوهنتون ماموريت: بايزيد روښان پوهنتون په هېواد کې د باکيفيته درسي او څېړنيزو خدماتو په وړاندې بوخت دی او ددې ټولنې د وګړو د سالمې روزنې په موخه معياري تحصيلي او څېړنيز خدمات وړاندې کوي.