کابل ښوونې او روزنې پوهنتون- Kabul Education University

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • کابل ښوونې او روزنې پوهنتون- Kabul Education University
Website

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون- Kabul Education University یاده پاڼه په وخت د اطلاعاتو خپرولو په پار جوړه شوې او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رسمي پاڼه ده.

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د  #عدلیې وزارت پېژندنې او په ا.سلامي ټولنه کې د حدو.دو او ق.صاص ارزښت اړوند سمین...
25/10/2026

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د #عدلیې وزارت پېژندنې او په ا.سلامي ټولنه کې د حدو.دو او ق.صاص ارزښت اړوند سمینار دایر شو!

یکشنبه-١٣،٥،١٤٤٨ه.ق
د عدلیې وزارت له لوري د کابل ښوونې او روزنې #پوهنتون محصلینو ته د دغه وزارت پېژندنې، دندو او صلاحیتونو او په ا.سلامي ټولنه کې د حدو.دو او ق.صاص ارزښت اړوند معلوماتي سمینار دایر شو، چې پکې د عدلیې وزارت جوړښت، مسؤلیتونو او فعالیتونو او د ا.سلامي شر.یعت له نظره د حدو.دو او ق.صاص حکمت، ارزښت او ټولنیز اهمیت اړوند بحث او خبرې وشوې.

د دغه سمینار اساسي #هدف او موخه د پوهنتون محصلینو ته د عدلیې وزارت د دندو، صلاحیتونو او فعالیتونو ورپېژندل، ا.سلامي شر.یعت د احکامو او په ا.سلامي ټولنه کې د حدو.دو او ق.صاص حکمت او ارزښت اړوند پوهاوی ترلاسه کول وو.

د سمینار په پیل کې د محصلانو #مرستیال مولوي رحمان ګل وثیق په مقدماتي خبرو کې د عدلیې وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه ډول علمي او معلوماتي پروګرامونو جوړېدل د محصلینو علمي کچې لوړولو او د دیني او حقوقي موضوعاتو په اړه د هغوی پوهاوي زیاتوالي لپاره مهم وبلل.

د سمینار په لړ کې د عدلیې وزارت #استازو د یاد وزارت دندو، مسؤلیتونو او فعالیتونو په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د اس.لامي شر.یعت له نظره د حد.ود.و او ق.صا.ص پر مفهوم، حکمت او په ټولنه کې د عدالت، حقونو خوندیتوب او د جر.مونو مخنیوي اړوند ګډونوالو سره معلومات شریک کړل. ویناوالو وویل: د ا.سلامي شر.یعت احکام د عدالت، حقونو رعایت، ټولنیز نظم او د انسانانو ژوند، مال او عزت خوندیتوب له اصولو سره تړاو لري. دوی همدارنګه ګډونوالو ته د #علمي بحثونو او د.یني او #حقوقي موضوعاتو په اړه د کره معلوماتو ترلاسه کولو پر اهمیت تأکید وکړ.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  #محصلینو ته د مشورې مهارتونه اړوند یو میاشتنی ورکشاپ پیل شو!شنبه،١٢،٥،١٤٤٨ه.قکابل ښوونې او ...
24/10/2026

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون #محصلینو ته د مشورې مهارتونه اړوند یو میاشتنی ورکشاپ پیل شو!

شنبه،١٢،٥،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ارواپوهنې #پوهنځي له لوري د دغه پوهنتون ٨٠ تنه محصلینو ته "د مشورې کوچني مهارتونه، له فعال اورېدلو څخه تر اغېزمنې مشورتي مکالمې" تر سرلیک لاندې یو میاشتنی ورکشاپ پیل شو، چې پکې به د ورکشاپ ګډونوالو ته د فعال اورېدلو مفهوم او اهمیت،
مراجعینو خبرو ته د بشپړې پاملرنې څرنګوالی، کلامي او غیرکلامي اړیکو درک کول، د مراجعینو خبرو ښه درک کولو لارې چارې، د مراجعینو خبرو اصلي مفهوم بېرته بیانول، مهمو معلوماتو راټولول او لنډیز کول، د خبرو سم درک کولو ډاډ ترلاسه کول، د مراجعینو احساساتو پېژندل، احساساتو مناسب انعکاس او بیان.
له #مراجعینو سره د همدردۍ او باور رامنځته کول، د منفي او ځان‌محدودوونکو باورونو پېژندنه، د ناسمو او غیرمنطقي باورونو ارزونه او د مثبتو او واقع‌بینانه فکرونو پیاوړتیا لارې چارې اړوند معلومات ورکړل شي.

د دغه ورکشاپ هدف او موخه دا ده چې د ارواپوهنې پوهنځي محصلین د مشورتي مهارتونو پیاوړتیا، اغېزمنې اړیکې ټینګښت وړتیا لوړول او د مشورې په بهیر کې د عملي مهارتونو کارونې پراختیا په برخه کې معلومات ترلاسه کړي.

یاد ورکشاپ به د غلام رضا راسخ له لوري وړاندې شي او د یوې میاشتې په جریان کې به له ګډونوالو سره د ذکرشویو موضوعاتو اړوند اړین معلومات شریک شي.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

اطلاعیه!به اطلاع آن‌عده از محصلین  #پوهنتون تعلیم و تربیه کابل که به مسابقه کتاب سیرت النبی ﷺ ثبت‌نام نموده بودند، رسانی...
24/10/2026

اطلاعیه!

به اطلاع آن‌عده از محصلین #پوهنتون تعلیم و تربیه کابل که به مسابقه کتاب سیرت النبی ﷺ ثبت‌نام نموده بودند، رسانیده می‌شود که #امتحان به روز دوشنبه تاریخ ٤ #عقرب اخذ می‌گردد، بناً از محصلین مذکور تقاضا می‌گردد که در وقت معینه حاضر گردند.

مکان: پوهنتون تعلیم و تربیه کابل
تاریخ: دوشنبه، ٤ عقرب، ساعت ۹صبح

خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو #محصلینو ته چې د سیرت النبي ﷺ د کتاب په #سیالۍ کې یې نوم‌لیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې #ازموینه به د دوشنبې ورځ، د عقرب میاشتې ٤مه نېټه، واخیستل شي. له ټولو محصلینو څخه غوښتنه کېږي چې په ټاکلي وخت کې ازموینې ته حاضر شي.

ځای: د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون
نېټه: دوشنبه، عقرب میاشتې ٤مه، د سهار ۹:۰۰ بجې

کابل ښوونې او روزنې  #پوهنتون استادانو ته له پرمختللي اس-پی-اس-اس سره د بلدتیا ورکشاپ دایر شو! پنجشنبه-١٠،٥،١٤٤٨ه.ق د کا...
22/10/2026

کابل ښوونې او روزنې #پوهنتون استادانو ته له پرمختللي اس-پی-اس-اس سره د بلدتیا ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه-١٠،٥،١٤٤٨ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي #معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته له پرمختللي اس-پی-اس-اس سره د بلدتیا دایر شو، چې پکې د اس-پی-اس-اس پروګرام پېژندنه، #معلوماتو ثبت او تنظیم، د احصایوي تحلیلونو بنیادونه، د معلوماتو تحلیل او پایلو تفسیر او په علمي څېړنو کې د اس-پی-اس-اس عملي ارزښت
اړوند بحث او خبرې وشوې.

د دې ورکشاپ #هدف او موخه د علمي څېړنو کیفیت لوړول، معلوماتو تحلیل او تفسیر، مهارتونو پیاوړتیا او د څېړنیزو فعالیتونو په بهیر کې د احصایوي پروګرامونو اغېزمنې کارول وو.

د ورکشاپ پیل کې د استادانو مسلکي پراختیا امر پوهنوال #دوکتور عبدالجبار څپاند د موضوع ارزښت اړوند ګډونوالو ته هراړخیز معلومات ورکړل.

دغه ورکشاپ د #پوهندوی دوکتور سیدقاسم علوي له لوري وړاندې شو او له استادانو سره د ذکر شویو موضوعاتو اړوند معلومات شریک شول.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

برای استادان پوهنتون تعلیم و تربیه کابل  #ورکشاپ روش تحقیق تاریخی برگزار شد!چهارشنبه، ٩،٥،١٤٤٨ه.قاز سوی آمریت انکشاف مسل...
21/10/2026

برای استادان پوهنتون تعلیم و تربیه کابل #ورکشاپ روش تحقیق تاریخی برگزار شد!

چهارشنبه، ٩،٥،١٤٤٨ه.ق
از سوی آمریت انکشاف مسلکی استادان، #معاونیت علمی #پوهنتون تعلیم و تربیه کابل به‌منظور ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی استادان، تقویت مهارت‌های تحقیقی و آشنایی بیشتر با اصول و روش‌های معیاری تحقیق تحت عنوان "روش تحقیق تاریخی" ورکشاپ رهنمودی برگزار گردید، در این ورکشاپ راجع به مبانی نظری و عملی #تحقیق تاریخی، شیوه‌های گردآوری و تحلیل اسناد و منابع تاریخی و چگونه‌گی نگارش علمی تحقیق تاریخی بحث همه‌جانبه صورت گرفت.

در آغاز ورکشاپ، #‌پوهنوال دوکتور مو.لوی عبدالواحد لیاقت معاون علمی پوهنتون در سخنان خویش پیرامون اهمیت تحقیق در توسعه علمی و ارتقای #کیفیت آموزش صحبت نمود. وی تأکید کرد که تحقیق علمی یکی از ارکان اساسی رشد دانش و توسعه ظرفیت‌های علمی استادان بوده و آشنایی با روش‌های معیاری تحقیق، به‌ویژه روش تحقیق تاریخی، نقش مهمی در شناسایی، تحلیل و تبیین رویدادهای تاریخی دارد.

در جریان برنامه، پوهنوال #دوکتور عبدالجبار څپاند امر انکشاف مسلکی استادان در مورد اهمیت و ارزش برگزاری این ورکشاپ علمی سخنرانی نموده و بر #نقش چنین برنامه‌هایی در ارتقای دانش تخصصی و توانایی‌های تحقیق استادان تأکید کرد.

#ورکشاپ یادشده از سوی پوهنمل دوکتور جاوید احمد جویا ارائه شد و پیرامون مبانی و اصول اساسی تحقیق تاریخی، مراحل انجام تحقیق، #‌شیوه‌های شناسایی و گردآوری منابع تاریخی، نقد منابع تاریخی، تفکیک منابع اولیه و ثانویه، تحلیل و تفسیر رویدادهای تاریخی، تنظیم اطلاعات گردآوری‌شده و رعایت اصول استناددهی و امانت‌داری علمی معلومات همه‌جانبه را با اشتراک کننده‌گان شریک ساخت.

آمریت نشرات و روابط عامه

د کابل ښوونې او روزنې  #پوهنتون ، محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو خدمتونو او همغږۍ امریت له لوري محصلینو ته د ترسره شویو...
21/10/2026

د کابل ښوونې او روزنې #پوهنتون ، محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو خدمتونو او همغږۍ امریت له لوري محصلینو ته د ترسره شویو ښوونیزو برنامو ستاینغونډه ترسره شوه!

چهارشنبه، ٩،٥،١٤٤٨ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو #معاونیت اړوند د محصلینو خدمتونو او همغږۍ #امریت له لوري د ترسره شویو ښوونیزو برنامو کې د محصلینو لاسته راوړنو ارزونې او د علمي او ښوونیزو فعالیتونو پیاوړتیا په موخه د #ستاینې غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د محصلینو خدمتونو او همغږۍ امر مولوي سبحان الله عزام د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ترسره شویو ښوونیزو برنامو پر ارزښت، #لاسته راوړنو او راتلونکو موخو خبرې وکړې.

وروسته، د محصلانو #مرستیال مو.لوي رحمان ګل و.ثیق په خپلو خبرو کې د ښوونیزو برنامو اهمیت په اړه خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د محصلینو علمي، فکري، اخلاقي او ټولنیز ظرفیت لوړول د پوهنتون له مهمو مسؤلیتونو څخه دي. د نوموړي په وینا، ښوونیزې برنامې نه یوازې د محصلینو د پوهې په لوړولو کې اغېزناک رول لري، بلکې د هغوی فکري ودې، مهارتونو پیاوړتیا او د ټولنیزو مسؤلیتونو درک کولو لپاره هم مهمې وسیلې دي.

همدارنګه، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون #رئیس مو.لوي عبدا.لحکیم حمدي ګډونوالو ته وینا وکړه، خپلو خبرو کې یې د محصلانو معاونیت له لوري ترسره شوې هڅې وستایلې، زیاته یې کړه: د ښوونیزو برنامو بریالی تطبیق د مسؤلینو ژمنتیا، اغېزمن مدیریت، متقابلې همکارۍ او منظمې همغږۍ پایله ده. د داسې فعالیتونو ستاینه نه یوازې د کارمندانو د #هڅو قدردانۍ څرګندونه کوي، بلکې د هغوی لا زیاتو نوښتونو او غوره خدمتونو لپاره هم انګېزه رامنځته کوي. دا راز یې وویل: د ښوونیزو برنامو اغېزمنتیا لپاره باید د محصلینو اړتیاوې په سمه توګه وپېژندل شي، د برنامو طرحې او #تطبیق پر مهال علمي معیارونه په پام کې ونیول شي او د ترسره شویو فعالیتونو پایلې په دوامداره توګه وارزول شي، څو راتلونکې برنامې لا معیاري، اغېزمنې او د محصلینو له اړتیاوو سره سمې وي. نوموړي له محصلینو وغوښتل چې له خپل فرصت څخه په ښه توګه ګټه واخلي، د علمي زده‌کړو ترڅنګ، #ښوونیزو، فرهنګي او روزنیزو برنامو په فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي او د خپلو وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې وکړي. هغه ټینګار وکړ چې بریا یوازې په درسي کتابونو او نظري زده‌کړو پورې محدوده نه ده، بلکې د عملي مهارتونو، سالم فکر، ښه اخلاقو، وخت مدیریت او د ټولنیز مسؤلیت احساس په پیاوړتیا کې هم نغښتې ده.

د غونډې جریان کې د ترسره شویو ښوونیزو برنامو پر لاسته راوړنو او د هغو تطبیق په بهیر کې د کارمندانو هڅې وستایل شوې او د دغو برنامو ګډونوال محصلین د ستاینلیکونو پر ورکړې سره وستایل شول.

*د نشراتو او عامه اړیکو امریت*

د غونډې جریان کې د ترسره شویو ښوونیزو برنامو پر لاسته راوړنو او د هغو تطبیق په بهیر کې د کارمندانو هڅې وستایل شوې او د دغو برنامو ګډونوال محصلین د #ستاینلیکونو پر ورکړې سره وستایل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته له  #کتابتون څخه د ګټې اخیستنې مکانیزم اړوند علمي ورکشاپ پیل شو!  دوشنبه- ٧،٥،١٤٤...
19/10/2026

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته له #کتابتون څخه د ګټې اخیستنې مکانیزم اړوند علمي ورکشاپ پیل شو!

دوشنبه- ٧،٥،١٤٤٨ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، #څېړنې او علمي مجلو معاونیت اړوند د کتابتون امریت له لوري د پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو نویو کامیاب شویو محصلینو ته له کتابتون څخه د ګټې اخیستنې مکانیزم تر سرلیک لاندې علمي ورکشاپ پیل شو، سیمینار وړاندې شو.

دغه ورکشاپ محصلینو ته د علمي #مطالعې پیاوړتیا، څېړنیزو مهارتونو لوړولو او له کتابتون څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه جوړ شوی دی.

یاد ورکشاپ کې به ګډونوالو سره د کتابونو او علمي سرچینو موندلو، د کتابتون اصولو او کړنلارو مراعتولو، د مطالعې اغېزناکو لارو چارو او د څېړنیزو معلوماتو ترلاسه کولو اړوند معلومات وړاندې شي.

د پوهنتون عمومي کتابتون امر #انجینر محمد حسن عثمانی خپلو خبرو کې د ورکشاپ ارزښت ترڅنګ، وویل: کتابتون د ګټې اخیستنې په برخه کې د محصلینو پوهې لوړول، نه یوازې د هغوی علمي بریا لپاره مهم دي، بلکې د روښانه راتلونکې په جوړولو کې هم ارزښتناک ګام ګڼل کېږي.

د یادولو وړ ده چې دغه ورکشاپ به څو ورځې جریان ولري او په نوبتوار بڼه به د نهه ګوني #پوهنځیو نویو کامیاب شویو محصلینو سره د ذکر شویو موضوعاتو اړوند معلومات شریک شي.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

علمي  #څېړنې؛ د ذيربطو ادارو له مسؤلینو سره د اړوندو څېړنو پایلې شریکې شوېیکشنبه- ٦،٥،١٤٤٨ه.قد کابل ښوونې او روزنې پوهنت...
18/10/2026

علمي #څېړنې؛ د ذيربطو ادارو له مسؤلینو سره د اړوندو څېړنو پایلې شریکې شوې

یکشنبه- ٦،٥،١٤٤٨ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، #علمي څېړنو معاونیت له لورې د دې پوهنتون د ذیربطو ادارو اړوند د څېړنو پایلې د پوهنې، حج او اوقافو #وزارتونو او تخنکي او مسلکي ادارې له مسؤلینو سره د علمي کنفرانس په ترڅ کې شریکې کړې.

دغه علمي کنفرانس د څېړنو پایلو شریکولو، څېړنیزو موندنو ارزونې او د علمي معلوماتو او عملي تجربو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.

په #کنفرانس کې (د لسم ټولګي پښتو درسي کتابد لومړنیو اتو لوستونو ژبني ارزونه، ارزیابی و نقد نظریه اعجاز عددی در قرانکریم، بررسی چالشهای تطبیق نصاب تعلیمی شاگردان ناشنوا در مراکز خاص ناشنوایان شهرکابل و بررسی میزان رضایت شغلی معلمان مکاتب خاص ناشنوایان شهرکابل) څېړنو موندنې او پایلې وړاندې شوې، څو د ادارو مسؤلین وکولای شي د علمي څېړنو پر بنیاد د خپلو فعالیتونو ارزونې، شته ستونزو پېژندنې او د چارو لا ښه والي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د دې څېړنو پایلو شریکول د پوهنتون علمي #فعالیتونو پراختیا، څېړنیز فرهنګ پیاوړتیا او د علمي موندنو عملي کولو لپاره مهم ارزښت لري. دغه ډول ناستې د پوهنتون بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ او متقابل تفاهم په پیاوړتیا کې هم رغنده رول لوبوي.

د علمي څېړنو #مرستیال په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنګ، د څېړنو پر ارزښت ټینګار وکړ، ویې ویل: څېړنې د پوهنتونونو علمي پرمختګ، شته ستونزو پېژندنې او د حل‌لارو د موندلو لپاره اساسي ارزښت لري.

#پوهنتون کې د څېړنو معاونیت هڅه کوي، چې د څېړنو له لارې تولید شوي معلومات او موندنې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، څو د علمي پوهې او څېړنیزو پایلو په رڼا کې د پوهنتون فعالیتونو پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

برای کارمندان پوهنتون تعلیم و تربیه کابل  #ورکشاپ سه روزه آشنایی با برنامه‌های کمپیوتری در امور اداری آغاز شد!یکشنبه، ۶،...
18/10/2026

برای کارمندان پوهنتون تعلیم و تربیه کابل #ورکشاپ سه روزه آشنایی با برنامه‌های کمپیوتری در امور اداری آغاز شد!

یکشنبه، ۶،۵،۱۴۴۸ هـ.ق
سوی آمریت امور کارکنان، معاونیت مالی و اداری #پوهنتون تعلیم و تربیه کابل، برای کارمندان بخش‌های اداری این پوهنتون ورکشاپ سه روزه تحت عنوان "کاربرد برنامه‌های کمپیوتری در امور اداری و آشنایی با این برنامه‌ها" از آغاز گردید.

هدف اساسی این ورکشاپ، آشنایی کارمندان با امکانات مهم و کاربردی برنامه‌های کمپیوتری است تا بتوانند امور روزمرۀ اداری خویش را به‌صورت منظم، دقیق و مؤثر انجام دهند.

در آغاز این ورکشاپ، #پوهنمل محمدناصر رضایی ارائه‌کنندۀ برنامه، پیرامون اهداف، اهمیت و ضرورت برگزاری این ورکشاپ معلومات مفصل ارائه نموده و اظهار داشت که در جریان برنامه، تمرین‌های عملی در زمینه استفاده از ترتیب و تنظیم سلایدها و پریزنتیشن در برنامه‌های کمپیوتری با اشتراک‌کنندگان انجام خواهد شد. وی همچنان افزود که بر اساس نیازمندی‌های اداری، معلومات لازم در زمینۀ تنظیم و نگهداری اطلاعات کارمندان و سایر اطلاعات اداری با اشتراک‌کنندگان شریک ساخته خواهد شد تا آنان بتوانند از این برنامه‌ها در پیشبرد بهتر امور محوله استفاده نمایند.

قابل ذکر است که این ورکشاپ به مدت سه روز ادامه خواهد یافت و در جریان آن، موضوعات مهمی از قبیل معرفی عمومی برنامه‌های کمپیوتری، ایجاد و تنظیم سلایدها و پریزنتیشن پلان‌های کاری و تنظیم صفحات کاری، به‌صورت نظری و عملی برای اشتراک‌کنندگان تشریح خواهد شد.

آمریت نشرات و روابط عامه

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په انګړ کې ۱۰۰ دانې د کثافاتو صندوقونه نصب شول!یکشنبه، ۶،۵،۱۴۴۸ هـ.قد کابل ښوونې او روزنې پو...
18/10/2026

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په انګړ کې ۱۰۰ دانې د کثافاتو صندوقونه نصب شول!

یکشنبه، ۶،۵،۱۴۴۸ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کابل ښاروالۍ په ګډه همکارۍ د پوهنتون په انګړ کې ۱۰۰ دانې د کثافاتو صندوقونه نصب شول، چې موخه یې د پوهنتون چاپېریال پاک ساتل، کثافاتو منظم ټولول او د استادانو، کارمندانو او اداري کارمندانو لپاره د سالم او پاک چاپېریال برابرول دي.

د کثافاتو صندوقونو نصبولو بهیر د پوهنتون رهبرۍ او کابل ښاروالۍ ګډې همکارۍ په پایله کې ترسره شو. دغو صندوقونو په نصبولو سره به د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د کثافاتو خپرېدو مخه ونیول شي.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د دې لړۍ په ترسره کېدلو وروسته وویل: د پوهنتون پاکوالی او د چاپېریال ساتنه زموږ له مهمو اداري لومړیتوبونو څخه دی. د کابل ښاروالۍ له همکارۍ څخه مننه کوو چې د پوهنتون په انګړ کې یې د کثافاتو صندوقونه نصب کړل. موږ هیله لرو چې د دغو صندوقونو په سمې کارونې سره به د پوهنتون چاپېریال پاک او منظم شي. نوموړي له ټولو استادانو، محصلینو او اداري کارمندانو څخه وغوښتل چې کثافات په ځانګړو صندوقونو کې واچوي او د پوهنتون د پاکوالي او چاپېریال ساتنې په برخه کې خپله دنده ادا کړي.

د یادونې وړ ده چې د کثافاتو صندوقونو نصب د پوهنتون پاک، سالم او منظم چاپېریال رامنځته کولو په موخه یو مهم ګام دی، چې د پوهنتون رهبرۍ او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکارۍ څرګندونه کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

Address

5th District, Beside Police Academy, Kabul Education University/Kabul
Kabul
1005

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کابل ښوونې او روزنې پوهنتون- Kabul Education University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share