استشهاد

استشهاد Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from استشهاد, College & University, www. astishad. com, Kabul.

د جوارو دا توخم چې پیدا شی نو د خوست دپاره خورا مهم دی،زیت الله نورزی
27/05/2025

د جوارو دا توخم چې پیدا شی نو د خوست دپاره خورا مهم دی،
زیت الله نورزی

د ٢٠٥ البدر قول اردو په ابودجانه لواء کې  سلګونه میله وسلې ترمیم شوې١٤٤٦ه.ق ذوالقعده ٢٩ مهد ٢٠٥ البدر قول اردو اړوند دری...
27/05/2025

د ٢٠٥ البدر قول اردو په ابودجانه لواء کې سلګونه میله وسلې ترمیم شوې

١٤٤٦ه.ق ذوالقعده ٢٩ مه

د ٢٠٥ البدر قول اردو اړوند دریمې پلې ابودجانه لواء د پنځم اکمالاتي کنډک د وسلو ورکشاپ کې د تخنيکي او مسلکي پرسونل له لوري د تېر يو کال په جریان کې ۶۰۰ میله سپکې او درنې وسلې چي د تیرې ادارې پر مهال تخريب شوې وې؛ بيا ځلي ترمیم او ګټي اخیستني ته چمتو شوې.

په ترمیم شوو وسلو ڪې ۴ میله دوميله، ۹۰ميله دهشکې، ۸ميله زيکويک، ۸۰ ضربه توپونه، ۲۰۰ میله پیکا او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په یاد ورکشاپ کې زرګونه میله سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي.

‏د علم او عرفان پر ټاټوبي بلخ شریف نني هواء او رحمتونه👆
27/05/2025

‏د علم او عرفان پر ټاټوبي بلخ شریف نني هواء او رحمتونه👆

‏زابل کې د پاسپورټ امریت نوې ودانۍ د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پرانیستې په مراس...
27/05/2025

‏زابل کې د پاسپورټ امریت نوې ودانۍ د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پرانیستې په مراسمو کې د زابل والي ملا شیر محمد شریف، امنیه قوماندان قاري صلاح الدین ایوبي او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

‏خبر۱۴۰۴ د غبرګولي ۶د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړيوال نندارتون په پرانيست ‌غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون ...
27/05/2025

‏خبر
۱۴۰۴ د غبرګولي ۶

د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړيوال نندارتون په پرانيست ‌غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌ الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړيوال نندارتون په پرانيست ‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د پرانیستې په دغو مراسمو کې چې د کابینې يو شمېر غړو هم حضور درلود، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یاد نندارتون جوړول وستایل وې ویل، اسلامي امارت له هرې ممکنه لارې د کورني صنعت او تولیداتو د ودې ملاتړ کوي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اوس په هیواد کې امنیت او ثبات تأمین دی او د پانګونې لپاره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې اغېزناک فعالیتونه دوام لري، هیله لرو چې د سویلي او مرکزي اسیا د اتصال په نقطه به د افغانستان په بدلېدو سره زموږ هیواد بې سابقې اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، پر افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته د بېلابېلو انکشافي پروژو عملي کولو په برخه کې لازم اقدامات شوي، چې د انرژۍ او اوبو، کلیو پراختیا او بیا رغاونې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو له لورې په تېرو دوو کلونو کې تر ۳۴۰ زیاتو چک ډیمونو جوړول، د حلقوي او عمومي سړکونو ترمیم او څو نورې سترې او کوچنۍ پروژې یې ښې بېلګې دي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په راتلونکي یو، یو نیم کال کې به د هیواد له شمال څخه ۵۰۰ کیلو ولټ مزی له کابل سره وصل شي د دې پروژې په بریالیتوب سره به ټول هغه ولایتونه چې د یاد مزي د غځېدو په مسیر کې واقع دي له څلوروېشت ساعته برېښنا برخمن شي، دا به د هیواد د داخلي تولیداتو او صنایعو په برخه کې مهم ګام وي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال له کورنیو تولیداتو او صنعتکارنو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ډاډ ورکړ وې ویل، که کورني تولیدات ۵ سلنه لوړ شي په مقابل کې یې ۵ سلنه واردات کمېږي او کله چې د داخلي تولیداتو له اړخه پر ځان بسیا شو نو بهرنیو هیوادونو ته به مو د سوداګریزو توکو د صادراتو کچه لوړه شي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، هغه افغان پانګوال او سوداګر که وغواړي له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته خپلې فابریکې راولېږدوي تر پنځو کلونو به له هر ډول مالیاتو معاف او د هیواد په صنعتي پارکونو کې ځمکه ورکړل شي.

Address

Www. Astishad. Com
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when استشهاد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share