د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

Call Website Contact the university

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت رسمي پاڼه

د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د شریعت د احکامو او د مشر شیخ صاحب د فرمانونو د تشریح په موخه ولسي غونډه وشوهشنبه ۱...
26/09/2026

د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د شریعت د احکامو او د مشر شیخ صاحب د فرمانونو د تشریح په موخه ولسي غونډه وشوه

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ  ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوهشنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸
26/09/2026

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوه

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حلسه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸
22/09/2026

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل

سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينهسه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸
22/09/2026

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

شیرخان بندر ته د چارو د ارزونې او سرحدي سیمو د ستونزو اوريدو په موخه سفرسه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸
22/09/2026

شیرخان بندر ته د چارو د ارزونې او سرحدي سیمو د ستونزو اوريدو په موخه سفر

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

په کاپيسا او پروان کې څلور دښمنې کورنۍ پخلاينې ته راوګرځېدېشنبه ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸
19/09/2026

په کاپيسا او پروان کې څلور دښمنې کورنۍ پخلاينې ته راوګرځېدې

شنبه ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د ۱سلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ د غونډې...
17/09/2026

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د ۱سلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ د غونډې تر سره سوې
پنجشنبه ۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸

https://x.com/MOBTA/status/2100472490740912547

لغمان کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسؤلينو په هڅو لس کلنه بدي په دوستي بدله شوهچهارشنبه ۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸
16/09/2026

لغمان کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسؤلينو په هڅو لس کلنه بدي په دوستي بدله شوه

چهارشنبه ۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

په پکتيا، پنجشير او نيمروز ولايتونو کې له خلکو سره د شريعت د نفاذغونډېپنجشنبه ۲۷ ربيع الأول ۱۴۴۸د سرحدونو، قومونو او قبا...
10/09/2026

په پکتيا، پنجشير او نيمروز ولايتونو کې له خلکو سره د شريعت د نفاذغونډې

پنجشنبه ۲۷ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د پکتيا په جانخېلو، د پنجشير په پريان او نيمروز ولايت کې له عامو خلکو، سيمه ييزو مسؤلينو، ديني عالمانو او قومي مخورو سره لويې ولسي غونډې ترسره شوې.

د غونډو په جریان کې د اسلامي امارت مسؤلینو د ولسونو د یووالي، همغږۍ او د قومي مشرانو د مسؤلیتونو پر اهمیت خبرې وکړې. دوی څرګنده کړه، چې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا لپاره د خلکو او مسؤلینو ترمنځ همغږي اړینه ده. يادو مسؤلینو له علماوو، قومي مشرانو او ولسونو وغوښتل، چې د شريعت د نفاذ، ناسمو دودونو د مخنیوي او د شرعي لارښوونو د عملي کولو په برخه کې خپل رول په ښه توګه ادا کړي.

قومي مشرانو او مخورو د اسلامي نظام د ملاتړ او د هېواد د ثبات په برخه کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او ویې ویل چې د ولسونو ترمنځ د اتفاق او یووالي د پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې جاري و ساتي. دوی د خپلو سیمو یو شمېر اړتیاوې او ستونزې هم له مسؤلینو سره شریکې کړې.

د کابل ولايت د ۱۴ ولسواليو کوچي سرخېلانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو د سمون له عمومي رئيس سره وکتلپ...
10/09/2026

د کابل ولايت د ۱۴ ولسواليو کوچي سرخېلانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو د سمون له عمومي رئيس سره وکتل

پنجشنبه ۲۷ ربيع الأول ۱۴۴۸

کابل ولایت د ۱۴ بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر کوچي سرخېلانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو له عمومي رئیس ملا محمد بصر صاحبزاده سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل، چې پکې د کوچي قوم استازو او مخورو د کوچيانو اړوند پر یو شمېر ستونزو او غوښتنو خبرې وکړې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه.

د کوچي قوم مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د کوچيانو په برخه کې د ځینو ستونزو د هواري له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ویل، چې د نظام د ملاتړ او دفاع په برخه کې هر وخت چمتودي. دوی له ښاغلي صاحبزاده څخه وغوښتل چې د کوچيانو د تذکرو د وېش په برخه کې شته ستونزې له لوړپوړو مسؤلینو سره شریکې او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو عمومي رئیس ملا محمد بصر صاحبزاده د کوچي سرخېلانو هرکلی وکړ، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې یادې ستونزې به له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او د حل لپاره به یې لازمې هڅې ترسره شي.

Address

Kabul
1001

Opening Hours

Monday 08:30 - 15:30

Telephone

+93729122118

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت:

Shortcuts

Share