Kandahar University - کندهار پوهنتون

Kandahar University - کندهار پوهنتون كندهار پوهنتون په (۱۳۶۹ یا ۱۹۹۰) كال كي تأسيس سو.

د غزني پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړهد غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سېر و...
27/04/2026

د غزني پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سېر وکړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو د لیدني ترڅنګ ئې، د کندهار ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي ځایو څخه هم لیدنه وکړه.

يادو محصلانو، کندهار پوهنتون ته د خپل علمي سېر پر مهال لومړی، د یاد پوهنتون د قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب سره وليدل، ښاغلي طیبي صاحب ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو پر مهال ئې زیاته کړه؛ الحمدلله، اسلامي امارت د علم پرمختګ ته ځانګړى پام کوي او تاسي په پوهنتونو کي د دې پرمختګ عملي شاهدان یاست؛ تاسي قدرمن محصلان د نظام راتلونکی یاست او تاسي ته ډېري هيله کيږي؛ ځکه همدا تاسي یاست، چي افغانستان به لا آباد او پرمختللی کوئ؛ نو اړینه ده، چي له سته فُرصتو څخه اعظمي استفاده وکړئ، خپل وخت منظم کړئ، په زده‌ کړو کي جدي هڅه وکړئ او په علمي ډګر کښي يو له بل سره سيالي وکړئ؛ تر څو د خپل ځان، ټولني او هيواد له پاره ګټور، با احساسه او مسئول کسان وروزل سئ.

راغلو محصلانو وروسته د کندهار پوهنتون له علامه حبيبي کتابتون، حقوقي کلینیک، تمثیلي محکمې، شرعیاتو پوهنځي، دارالصالحین لیلیې، مسجد او ځینو نورو برخو څخه لیدنه وکړه؛ د یادو مرکزو مسئولانو هر اړخیز معلومات او له خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د غزني پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالني او همکارۍ کولو څخه ځانګړې مننه وکړه او زياته ئې کړه؛ الحمدلله، په کندهار پوهنتون کښي ډېر پرمختګ سوى دئ.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۰
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

د ناسمو رواجو په اړه فرمان او د نن ورځي نېټې
27/04/2026

د ناسمو رواجو په اړه فرمان او د نن ورځي نېټې

د ځغاستي په بازۍ کښي، د ژورنالیزم او د عامه اړیکو پوهنځي محصل اول مقام تر لاسه کړد کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او ...
26/04/2026

د ځغاستي په بازۍ کښي، د ژورنالیزم او د عامه اړیکو پوهنځي محصل اول مقام تر لاسه کړ

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د محصلانو تر مېنځ د ځغاستي بازي جوړه کړه، چي پکښي، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو څخه منتخب سوي، ۴۰ محصلانو ګډون درلود، چي ۱۱۰۰ متره ئې وځغستل او د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي محصل ښاغلی سمیع الله بختیار، په (۳دقیقو او ۱۷ثانیو) کي لومړی، دوهم مقام ګټونکي د ښووني او روزني پوهنځي محصل ښاغلی عصمت الله په (۳دقیقو او ۱۹ ثانیو) او درېیم مقام ګټونکي د انجنیري پوهنځي محصل ښاغلي محمد سهیل، په (۳دقیقو او ۲۰ ثانیو) کښي ټاکله سوې لاره ووهله، چي وروسته د پوهنتون د رهبرۍ غړو د لومړي، دوهم او درېيم مقام ګټونکو لوبغاړو ته انعامونه ورکړل او هم د پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، لومړي او دوهم مقام ګټونکو ته نغدي تحفې ورکړې.

په همدې موخه په جوړو سوو مراسمو کښي د ورزش عمومي مدیر ښاغلي جمیل احمد همت د اړوندو پوهنځيو د ورزشي کمېټې د مسئولانو او همدارنګه د بدني روزني د څانګي د استادانو څخه مننه وکړه، چي د يادي ځغاستي بازۍ په تنظیم کښي همکاره ول.

د یادوني وړ ده، چي په روانه اونۍ کښي به (د کندهار پوهنتون پسرلني جام) په نوم د فوټبال او والیبال بازۍ هم پيل سي.
نېټه: ١٤٤٧/١١/٩
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

د ژبو او ادبیاتو او د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځیو محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو ا...
26/04/2026

د ژبو او ادبیاتو او د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځیو محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت په هڅو؛ د د ژبو او ادبیاتو او د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځیو د څلرم کال محصلانو د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو په موخه کابل ته شپږ ورځنی علمي سېر وکړ.

په دغه علمي سېر کښي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلانو د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي د بېلابيلو څانګو، د کابل پوهنتون د عمومي کتابتون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي موزيم او ملي ارشیف څخه ليدنه وکړه؛ او تر څنګ ئې د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکي پوهنځی، د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون، شریعت ږغ راډیو، ملي موزیم، طلوع ټلوېزون او نور تفریحي او تاریخي ځایونه وکتل او هم ئې په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د حقوقي کلېنيک عمومي مدیر محترم میرویس خوشحال، چي د یاد علمي سېر رهبري ئې کوله، په کابل کښي د اړوندو ټولو برخو له مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي محصلانو ته ئې په اړوندو برخو کښي پوره معلومات ورکړل.

همداراز محصلانو هم پر یاد علمي سفر خوښي وښودله؛ هغوی دغه علمي سېر د خپلو عملي زده کړو په برخه کښي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره داسي اوږدمهاله مهم علمي سفرونه برابروي.

د یادوني وړ ده، چي د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته، د کندهار پېژندني په نامه سیمینار هم وړاندي کړ، چي پکښي د کندهار پېژندنه، د کندهار لرغوني، تاریخي او تفریحي ځایونه او په نورو برخو کښي معلومات پکښې ول.

نېټه: ١٤٤٧/١١/٩
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

په ۱۴۰۴ل. کال کښي د کندهار پوهنتون پرمختګونه؛پرله پسې شپاړسمه برخه؛ د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي چارو آمریت
25/04/2026

په ۱۴۰۴ل. کال کښي د کندهار پوهنتون پرمختګونه؛

پرله پسې شپاړسمه برخه؛ د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي چارو آمریت

د انجينري پوهنځي د دوو استادانو د مخه ښې او د ياد پوهنځي د نوي رئيس د ټاکل کېدو غونډه وسوهد کندهار پوهنتون د انجينري پوه...
23/04/2026

د انجينري پوهنځي د دوو استادانو د مخه ښې او د ياد پوهنځي د نوي رئيس د ټاکل کېدو غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د انجينري پوهنځي په ریاست کښي، د انجنیري پوهنځي د دوو استادانو: پوهندوی انجنیر آغا محمد فضلي صاحب او پوهنیار انجنیر سورګل عبدالرحمن صاحب د مخه ښې او د ياد پوهنځي د نوي رئيس د ټاکل کېدو غونډه وسوه، چي په یادو مراسمو کښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د رهبرۍ محترمو غړو او د انجينري پوهنځي ټول محترم استادان حاضر ول.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په شروع کي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: د انجنیري پوهنځي مخکنی رئیس او استاد محترم پوهندوی انجنیر آغا محمد فضلي صاحب په واقعیت سره د یاد پوهنځي د پرمختګ له پاره نه ستړي کېدونکي هڅي کړي دي؛ زه ټولو ته په ډاډ سره ویلای سم، چي په تېرو دوو کلونو کښي چي زه د رئیس په توګه ټاکل سوی یم، د ښاغلي فضلي صاحب څخه ټول استادان او محصلان خوشحاله ول؛ زه د ده د ټولو خدمتو او هڅو قدرداني او ستاینه کوم.
ښاغلي طیبي صاحب زياته کړه؛ د کندهار پوهنتون انجنیري پوهنځي د هيواد په کچه یو مخکښ پوهنځی دئ او د استادانو له اړخه ماهر او تجربه ‌لرونکي کادرونه لري؛ نو اړینه ده، چي تاسي هڅه وکړئ په خپل پوهنځي کې د ماسټرۍ نوري نوي برنامې ایجاد کړئ او آن د دوکتورا د پروګرامو د رامنځ ته کولو له پاره هم کوښښونه وکړئ؛ دا ستاسي د هڅو برکت دئ، چي یاد پوهنځي تر دې کچي پرمختګ کړی دئ، زه له خپل اړخه د هر راز همکاریو ډاډ درکوم.

وروسته د انجنیري پوهنځي مخکني رئیس پوهندوی انجنیر آغا محمد فضلي صاحب او پوهنیار انجنیر سورګل عبدالرحمن صاحب خبري وکړې؛ دوی وویل: د انجنيري پوهنځي پرمختګ د همدې پوهنځي د استادانو د نه ستړي کېدونکو هڅو پایله ده؛ موږ چي هر چيري یو، د دې هيواد د خدمت احساس له ځان سره لرو او په هره برخه کښي، چي واوسو، هڅه کوو خپل مسئولیت په ښه ډول ادا کړو؛ د کندهار پوهنتون سره زموږ اړیکه یوازي تر دندې محدوده نه ده، زموږ له پاره دا یو علمي او ملي مسئولیت دئ، چي تل به ورسره ولاړ یو او هر وخت به ئې د خدمت له پاره چمتو او حاضر یو؛ موږ به هڅه کوو چي خپله علمي تجريبه، مسلکي پوهه او ظرفیتونه د پوهنتون د پرمختګ له پاره وکاروو؛ تر څو د انجنیري پوهنځی لا نور هم وده وکړي او د هيواد د پرمختګ په برخه کېي لا زیات برخه واخلي.

تر خبرو وروسته یادو استادانو ته د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له خوا ستاینلیکونه ورکول سول او د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي له پاره نوی رئیس محترم پوهندوی دوکتور فدا محمد ساحل صاحب د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او په ژوند کېي د لا بریا دؤعاوي ورته وسوې.

د یادولو وړ ده، چي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي مخکنی رئیس پوهندوی انجينر آغا محمد فضلي صاحب د کندهار ښاروالۍ د ښاري پلان جوړوني ریاست د رئیس په توګه او د انجينري پوهنځي مخکنی استاد پوهنیار انجينر سورګل عبدالرحمن صاحب د کندهار ښاروالۍ د کار او ساختمان ریاست د رئیس په توګه ټاکل سوي دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۶
د عامه پوهاوي اړيکو آمریت

په ۱۴۰۴ل. کال کښي د کندهار پوهنتون پرمختګونه؛پنځلسمه برخه؛ د علمي څېړنو معاونیت اړوند د علمي ژورنالو آمریت
22/04/2026

په ۱۴۰۴ل. کال کښي د کندهار پوهنتون پرمختګونه؛

پنځلسمه برخه؛ د علمي څېړنو معاونیت اړوند د علمي ژورنالو آمریت

د دارالصالحین لیليې محصلانو ته اصلاحي بیان وسود دوشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طی...
21/04/2026

د دارالصالحین لیليې محصلانو ته اصلاحي بیان وسو

د دوشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د دارالصالحین ليليې زرونو (زرګونو) محصلانو ته بېلابېلي لارښووني وکړې، چي پر مهال ئې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدماتو او همږغۍ رئیس محترم قاضي کلیم الله محمدي صاحب، د پوهنتون قدرمن مرستیالان او د پوهنځیو رئیسان صاحبان حاضر ول.

بيان چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو؛ وروسته شیخ صاحب د خپلو خبرو په شروع کي محصلانو ته وویل: کفارو په افغانستان کي د افغانانو پر فکر او خاوره اشغال وکړ، دلته ئې ډېري پیسې مصرف کړې؛ خو دا لګښتونه د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ له پاره نه؛ بلکي د خپلو ځانګړو اهدافو له پاره وو؛ خو الحمدلله په مقابل کي ئې ټول افغانان، ځوانان، سپین ږیري، کوچنیان او لویان په یووالي سره ورته ودرېدل او د الله تعالی په نصرت ئې کفار له هيواده وشړل؛ دا یو ستر بدلون او د قربانیو پایله وه، چي باید قدر ئې وسي؛ نن الحمدلله دا شرعي نظام ستاسو پرمختګ ته پوره متوجه دئ، وعدې ئې لږ کړي دي؛ خو په عمل کي ئې ستاسي د پرمختګ، زده‌ کړو او فکري ودي له پاره ډېر ګامونه اخیستي دي، چي دا خپله د ژمنتیا څرګندونه کوي.
ګرانو محصلانو! تاسي هم باید له دې فُرصت څخه اعظمي ګټه واخلئ او په علمي ډګر کښي له یو بل سره سیالي وکړئ؛ موږ الحمدلله د عصري علومو ترڅنګ په پوهنتون کي دارالحفاظ هم لرو، چي دا د دیني او عصري زده‌کړو ترمنځ یو مهم توازن رامنځ ته کوي؛ نو اړینه ده، چي تاسي خپل وخت منظم کړئ، له سته امکاناتو څخه پوره استفاده وکړئ او د علم په لاسته راوړلو کي جدي هڅه وکړئ؛ تر څو د خپل ځان، ټولني او هيواد له پاره ګټور او مسئول اشخاص وګرځئ.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدماتو او همږغۍ رئیس محترم قاضي کلیم الله محمدي صاحب وویل: الحمدلله ډېر خوشحاله یم، چي د کندهار پوهنتون حالت ډېر ښه او منظم وینم، زه د پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه کوم، چي دلته ئې د محصلانو حق په ښه ډول ادا کړی دئ او تر ډېره ئې ستاسي غوښتني پوره کړې دي؛ ستاسي محصلانو څخه هم غوښتنه کيږي، چي په فکري ډګر کي تر نورو ځانونه مخکي کړئ او خپل صورت او سیرت داسې جوړ کړئ، چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم هیلي پوره سي؛ ځانونه داسي کسان وروزئ، چي د هيواد راتلونکی درباندي آباد سي، له علم او پوهي څخه اعظمي استفاده وکړئ او د ټولني له پاره ګټور، بااخلاقه او متعهد کسان وګرځئ.

وروسته مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۴
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

Address

Https://www. Google. Com/maps/place/Kandahar+university/@31. 6322768, 65. 6973369, 15z/data=, 4m2, 3m1, 1s0x0:0x2946be6523a86c78?sa=X&ved=2ahUKEwiE7eX-4rL9AhV7XqQEHW6lBawQ_BJ6BAhaEAk
Kandahar
3801

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kandahar University - کندهار پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share