لمر پوهنتون Lemar university

لمر پوهنتون Lemar university دروښانه راتلونکی لپاره د مسلکی اشخاصو روزل

د لمر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي استادانو د رسمي ګمارني پروسه او د پریزنټیشنونو دفاعد لمر پوهنتون د عامه ادار...
20/04/2026

د لمر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي استادانو د رسمي ګمارني پروسه او د پریزنټیشنونو دفاع

د لمر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د علمي کدرونو د پیاوړتیا او د تدریسي کیفیت د لوړولو په موخه، د استادانو د رسمي ګمارني پروسه په منظم او شفاف ډول ترسره سوی وه.
په دې بهیر کې هغه نوماندان چي د علمي او مسلکي معیارونو له مخې لومړني پړاو بریالي سوی وه، د خپلې وړتیا د اثبات لپاره د پریزنټیشنونوله لاري د ارزونې کمېټي ته وړاندي سول.
د یادې پروسې په ترڅ کي هر نوماند ته فرصت ورکړل سو څو د خپلې تخصصي ساحې اړوند موضوع په علمي، تحلیلي او نوښتګرانه بڼه وړاندې کړي، پریزنټېشنونه د تدریس میتودولوژۍ، څېړنیزو وړتیاوو، د عامه ادارې او پالیسي اړوند معاصرو مفاهیمو، او د عملي تطبیق وړاندیزونو پر بنسټ ارزول کېدل. نوماندانو هڅه وکړه چې خپل علمي لیدلوری د عصري تدریسي تخنیکونو لکه ملټي‌میډیا، انټر‌اکټیف بحثونو او د قضیې مطالعې (Case Study) له لارې څرګند کړي.
د ارزونې کمېټه چې د کندهار پوهنتون استادان، علمي غړي او نور اړوندو متخصصینو څخه جوړه وه، د هر نوماند پریزنټېشن په دقت وڅېړه، د ارزونې معیارونه په علمي ژورتیا، د موضوع تسلط، د وړاندې کولو مهارت، د زده‌کوونکو د ښکېلتیا وړتیا، او د پوښتنو پر وړاندې د قناعت‌بخښونکو ځوابونو وړاندې کول شامل وو.
د دفاع په بهیر کې نوماندانو د کمېټې د پوښتنو ځوابونه هم وړاندې کړل، چي دا چاره د هغوی د انتقادي فکر، ستونزې حلولو وړتیا او مسلکي پخوالي د ارزونې لپاره مهمه وبلل سوه.
دغه راز، د عامه ادارې او پالیسي په برخه کې د هېواد د اړتیاوو په رڼا کي د هغوی نظریات او وړاندیزونه هم وارزول سول.
په ټوله کي، دا پروسه د شفافیت، عدالت او مسلکیتوب یوه ښه بېلګه وه، چې موخه یې د وړ، ژمنو او بااستعداده استادانو جذب او ګمارنه ده، تمه ده چې د دغو نوو علمي کدرونو په ګمارنې سره به د لمر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي علمي کچه نوره هم لوړه سياو د هېواد د عامه سکتور د پرمختګ لپاره به اغېزناک رول ولوبوي.
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو عمومي مدیریت
۳۱/۱/۱۴۰۵ل.کال

26/03/2026
د کوچني اختر د مبارکۍ پیغامد لمر پوهنتون رهبري د لوی او بښونکي خدای جل جلاله له سپېڅلي درباره ټولو درنو استادانو، قدرمنو...
19/03/2026

د کوچني اختر د مبارکۍ پیغام

د لمر پوهنتون رهبري د لوی او بښونکي خدای جل جلاله له سپېڅلي درباره ټولو درنو استادانو، قدرمنو محصلینو، هڅاندو کارکوونکو او د خپل ګران هېواد ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر د رارسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.

الله تعالی دې وکړي چې د روژې مبارکه میاشت، ستاسو عبادتونه، دعاوې، صدقات او ټول نېک اعمال د هغه تعالی په دربار کې قبول او منظور ګرځېدلي وي، او د دې مبارکې میاشتې روحاني برکتونه دې ستاسو په ژوند، کورنیو او ټولنه کې د خیر، رحمت او برکت سبب وګرځي.

کوچنی اختر د خوښۍ، ورورولۍ، بښنې او انساني مینې مبارکې ورځې دي. هیله ده چې د دې سپېڅلو او مبارکو ورځو په برکت زموږ په ټولنه کې د سولې، یووالي، متقابل درناوي او ورورګلوۍ فضا لا نوره هم ټینګه او پیاوړې شي.

د لمر پوهنتون رهبري ټولو ته د نېکمرغه، سوکاله، ارام او له خوښیو ډک اختر هیله کوي، او دعا کوي چې دا مبارکې ورځې ستاسو د ژوند د لا بریاوو، خوښیو او نېکمرغیو پیلامه وګرځي.

په درنښت
د لمر پوهنتون رهبري
د عامه پوهاوي،نشراتو او اړیکو عمومي مدیریت
۱۴۰۴/۱۲/۲۸

Address

اوله ناحیه کندهار پوهنتون ته مخامخ
Kandahar
3801

Telephone

+93700007155

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when لمر پوهنتون Lemar university posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to لمر پوهنتون Lemar university:

Share