Faculty of Medicine - MIHE

Faculty of Medicine - MIHE د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځي رسمي فېسبوک‌پاڼه!

په ځوانانو کي د زړه حملهراټولوونکی: منیر احمد بهیرد طب پوهنځي محصلپه ځوانانو کي د دې مريضۍ مهم خطري فکټورونه هغه لکه د س...
31/01/2026

په ځوانانو کي د زړه حمله
راټولوونکی: منیر احمد بهیر
د طب پوهنځي محصل
په ځوانانو کي د دې مريضۍ مهم خطري فکټورونه هغه لکه د سګرېټو استعمال، ذهني فشار (سټریس) او د انرژي څښاکونو د بې‌ځایه استعمال څخه رامنځ ته کیږي.
۱. سګرېټ، نسوار او چلم: سګریټ د زړه د ناروغیو تر ټولو لوی لامل دئ.
د سګریټ تاثيرات:
- د وینې د رګونو تنګوالي رامنځ ته کوي
- وینه غلیظه کوي
- د زړه رګونه بندوي
- د زړه د حملې خطرونه د ۳ څخه تر ۵ چنده زیاتوي حتا د میاشتو یا یو کال لپاره پر له پسې سګرېټ څکول هم د زړه د حملې لپاره خطرناکه تمامېدلاي سي
۲. ذهني فشار Stress يا Tension
دوامداره فکرونه ، غمونه، بېکارۍ، درسي فشارونه او کورني ټينشنونه دا ټوله مشکلات د زړه حملې رامنځ ته کوي.
- د وینې فشار لوړوي
- د زړه ضربان زياتوي
- د زړه عضله کمزورې کوي
- د ناڅاپي زړه حملې سبب کېدلای سي
ډېری ځوانان سته چي پټ ذهني فشارونه لري خو علاج یې نه کوي.
۳. انرژي څښاک (Energy Drinks)
لکه: Red Bull، Power Horse او داسي نور انرژياني
- د زړه ضربان يو دم زياتوي
- د وینې فشار زياتوي
- د زړه نظم خرابوي يعني (Arrhythmia) رامنځ ته کوي
- حتا په ځینو کسانو کې يو دم د زړه د رګونو د بندېدلو سبب هم ګرځيدلاي سي
د انرژۍ څښاکونه د طاقت سرچینه نه بلکې د زړه لپاره يو د خطرناکو موادو څخه چي د زړه حمله رامنځ ته کوي

د زړه د حملې خطرناکې نښي:
که څوک دا نښې ولري، باید ژر تر ژره روغتون ته يوړل سي:
- د سینې درد یا لوړ فشار
- درد چې په چپه لاس، اوږه، غاړه او یا د زامې په ساحه کي وي
- ساه لنډي
- یخې خولې پر راتلل
- سرچرخي یا بې‌هوشي
د زړه د حملې تاوانونه او خطرونه:
- د زړه حمله د ځوان نسل ټول ژوند ورخرابوي
- دایمي کمزوري، او د کار توانایي د لاسه ورکوي
- ناڅاپي مرګ
- د کورنۍ او ټولنې لپاره لوی اقتصادي او روحي زیانونه رامنځ ته کوي
د زړه د حملې د مخنیوي لارې چارې:
- سګریټ، نسوار او چلم پرېښول
- د انرژي د څښاکونو او استعمال څخه ډډه کول
- هره ورځ منظم قدمونه وهل یا ورزش کول
- د ذهني فشار کمول او ښه خوب کول
- سالم خواړه خوړل
- د وینې د فشار، شکري او کولیسټرول چک کول

“له بده مرغه په وروسته پاتې سیمو کې نه یوازي دا چي د زړه ناروغۍ په زیاتېدو دي، بلکي د تشخیص او درملنې امکانات هم پکښي په نشت حساب دي.”:
په وروسته پاته او داسي نورو سیمو کې د سګریټو، نسوارو او انرژي څښاکو استعمال په ځوانانو کي بي حده ډېر زیات سوی دی ورسره ذهني فشار، بېکارۍ او د ژوند سخت شرایط د دې سبب سوي دي چي د زړه ناروغۍ په ځوانانو کي ډېري سي. بل ډېر ځوانان داسي سته چي منظم صحي معاینات نه کوي او یوازي هغه وخت روغتون ته ځي چي حالت يې ډېر خراب سي.

وروستۍ څېړنې ښيي چي د زړه حمله اوس ځوان نسل هم ګواښۍ خپل زړه جدي ونیسئ ځکه ژوند د خدای یوه بې‌سارې ډالۍ ده.
ماخذونه
۱. World Health Organization (WHO) – Cardiovascular Diseases Fact Sheet, 2023.
۲. American Heart Association (AHA) – Heart Attack in Young Adults, 2022.
۳. Centers for Disease Control and Prevention (CDC) – Smoking, Stress and Heart Disease, 2022.

د مبارکۍ پیغام!د ملالۍ پوهنتون د طب پوهنځي د لومړۍ دورې فارغ ډاکټر اسد الله اسد د طبابت نړۍ تر ټولو لويې ازمویني USMLE ی...
01/01/2026

د مبارکۍ پیغام!
د ملالۍ پوهنتون د طب پوهنځي د لومړۍ دورې فارغ ډاکټر اسد الله اسد د طبابت نړۍ تر ټولو لويې ازمویني USMLE یا د متحده ایالاتو د طبي لایسنس ازمویني له اول پړاو څخه تر بریا وروسته په دوهم پړاو کي کامیاب سوی دئ.
د طبابت نړۍ دا تر ټولو لویه ازموینه ده چي د نړۍ زر ګونه ډاکټران پکښي ازموینه ورکوي او لږ شمېر یې کامیابېږي.
د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت د ډاکټر اسد لاسته راوړنه د سیمي په کچه لوی ویاړ بولي او تل هڅه کوي د علمي کیفیت په لوړ ساتلو سره ټولني ته علمي او مسلکي کادرونه وړاندي کړي تر څو وکولای سي په ملي او نړۍواله کچه هیواد ته ویاړونه راوړي.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د نهايي آزموینو له بهیر څخه څارنه وسوه!د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د خزاني سمسټر آزمویني د لوړو زده کړو وزارت د ا...
27/12/2025

د نهايي آزموینو له بهیر څخه څارنه وسوه!
د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د خزاني سمسټر آزمویني د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیک تقویم او د ملالۍ پوهنتون د آزموینو کميټې د پرېکړي له مخي نن شنبه (۱۴۰۴/۱۰/۶ ل.) رسماً پیل سوې.
د سوالونو تګلاره کتل، د محصلانو حاضري کتل، د ممیز او استاد شتون، د صحنو نظم هغه مهم ټکي وو چي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت يې له نژدې نظارت ترسره کړ.
خزاني سمسټر د روان ۱۴۰۴ ل. کال سنبلې میاشتي په ۱۵ مه نېټه پیل سوی و چي تر شپاړلس اونیو تدریس وروسته د جدي میاشتي په ۴مه نېټه پای ته ورسېد.
نهايي آزمویني به درې اونۍ دوام ولري او له هغه وروسته به د دلوې په میاشت کي بهاري سمسټر پیل سي.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د اناټومي سیالۍ ګټونکو ته ډالۍ ورکړل سوې!د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته د طب پوهنځي له‌خوا د اناټومي سیالۍ د نتا...
25/12/2025

د اناټومي سیالۍ ګټونکو ته ډالۍ ورکړل سوې!
د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته د طب پوهنځي له‌خوا د اناټومي سیالۍ د نتایجو اعلانولو مجلس چهارشنبه (۱۴۰۴/۱۰/۳ ل.) دائر سو او ګټونکو ته یې ډالۍ ورکړل سوې.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د طب پوهنځي رئیس ډاکټر محمد اسمعیل سادات د صنفي سیاليو په ارزښت وږغېد او محصلان یې وهڅول تر څو خپل ګډون پکښي پراخ کړي.
د طب پوهنځي مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد یونس سلیمان د سیالۍ د پیلېدو، جریان او نتایجو کتلو په بهیر لنډ معلومات شریک کړل، د سیالیو په ارزښت یې خبري وکړې او دې ډول سیالیو محصلان ته وهڅول.
ورپسې د ژمني مطابق د سیالۍ له اول مقام څخه تر لسم مقام پوري ګټونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ووېشل سوې. احسان الله د محمد ظاهر زوی اول مقام، شاه جهان نوري د بریالي زوی دوهم مقام او صفت الله د حبیب الله زوی درېیم مقامونه ترلاسه کړي وو.
مجلس د دعاء‌ په ویلو سره پای ته ورسېد.


!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

مبارک!د طب پوهنځي د ۱۴۰۴ ل. کال، قوس میاشتي ممتاز محصل ښاغلی صابر احمد حنفي دئ. حنفي په ۱۴۰۲ ل. کال کي د احمد شاه بابا ع...
23/12/2025

مبارک!
د طب پوهنځي د ۱۴۰۴ ل. کال، قوس میاشتي ممتاز محصل ښاغلی صابر احمد حنفي دئ. حنفي په ۱۴۰۲ ل. کال کي د احمد شاه بابا عالي لېسي څخه فارغ سوی دئ. د دې ترڅنګ د ښوونځي اول نمره ټاکل سوی و او په بېلابېلو سیالیو کي يې ګډون کړی و.
ښاغلی حنفي اوس‌مهال د طب پوهنځي پاراکلینیک څانګي د څلورم سمسټر محصل دئ او په درېیم الف سمسټر کي د صنف اول‌‌نمره اعلان سوی و.
د لا بریاوو په هیله یې.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د معالجوي طب او فارمسي پوهنځیو د کادري بستونو اعلان!ملالۍ پوهنتون په معالجوي طب پوهنځي او فارمسي پوهنځي کي څلور تنه استا...
18/12/2025

د معالجوي طب او فارمسي پوهنځیو د کادري بستونو اعلان!
ملالۍ پوهنتون په معالجوي طب پوهنځي او فارمسي پوهنځي کي څلور تنه استادان مقرروي.
د نوم لیکني او منابعو د ترلاسه کولو له پاره کولای سئ لاندي لینکونو ته مراجعه وکړئ.
د آنلاین نوم‌لیکني لینک:
https://forms.gle/Ssx34ddLtgKNomRG8
د جنوب زون د کادري بستونو د منابعو لیست لینک:
https://rb.gy/4krv1h

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د اناټومي سیالۍ تحریري ازموینه واخیستل سوه!د نصاب او کریکولم اصلي کميټې او طب پوهنځي د پلان له مخي پرون دو‌شنبه (۱۴۰۴/۹/...
16/12/2025

د اناټومي سیالۍ تحریري ازموینه واخیستل سوه!
د نصاب او کریکولم اصلي کميټې او طب پوهنځي د پلان له مخي پرون دو‌شنبه (۱۴۰۴/۹/۲۴ ل.) د عمومي اناټومي سیالۍ تحریري ازموینه واخیستل سوه.
یاده ازموینه چي څو ورځي مخکي اعلان سوې وه تیره ورځ پکښي د طب پوهنځي د بېلابېلو ټولګیو سل ګونه محصلانو ګډون کړی و، په ازموینه کي د عمومي اناټومي اړوند ۵۰ څلور جوابه پوښتني وي چي د ټاکل سوي هیئت په حضور کي محصلان حل کړې.
د سیالۍ موخه محصلان اضافي مطالعي ته هڅول وو چي د هر سمسټر په بهیر کي دائرېږي. د پورته سیالۍ نتایج به هم نژدي وخت کي اعلان او ګټوونکو ته به یې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل سي.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

په روغتون کي عملي کار ترسره سو!د طب پوهنځي د پلان له مخي د راډیولوژي مضمون د عملي کار په موخه د ښاغلي ډاکټر نذیر احمد مت...
15/12/2025

په روغتون کي عملي کار ترسره سو!
د طب پوهنځي د پلان له مخي د راډیولوژي مضمون د عملي کار په موخه د ښاغلي ډاکټر نذیر احمد متین په لارښوونه نن دوشنبه (۱۴۰۴/۹/۲۵ ل.) د لسم سمسټر محصلانو ته په ایوبي روغتون کي د الټراسونډ په اړه لنډ معلوماتي سمینار او عملي کار ترسره سو.
په پیل کي د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات محصلانو ته په روغتون کي د عملي کارونو په اړه لازمي سپارښتني وکړې، د ایوبي روغتون له رهبري یې مننه وکړه چي د عملي کارونو په برخه کي همکاري کوي.
د ایوبي روغتون سرطبیب ښاغلي الحاج ډاکټر توریالی عُبیدي د روغتون په اړه معلومات ارائه کړل، له ملالۍ پوهنتون سره یې د هر ډول مرستي ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چي له دې ډول فرصتونو څخه هر محصل باید غوره ګټه واخلي.
له هغه وروسته د ښاغلي ډاکټر نذیر احمد متین له خوا د الټراسونډ په اړه لنډ معلوماتي سمینار ارائه سو چي ورپسې محصلانو ته په ګروپي شکل د الټراسونډ په څانګه کي په عملي ټول مسائل تشریح او عملاً وښودل سول.
د یادوني وړ ده چي د طب پوهنځي محصلانو تیرو ورځو کي له سنو فارما تولیدي فابریکي څخه د فارمکولوژي مضمون د عملي کار په موخه هم لیدنه کړې وه چي دا بهیر به د پلان مطابق مخ ته وړل کېږي.

!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د ستاژر محصلانو د عملي کارونو ارزونه وسوه!د کیفیت لوړاوي کمېټې د پلان له مخي د ملالۍ پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت...
14/12/2025

د ستاژر محصلانو د عملي کارونو ارزونه وسوه!
د کیفیت لوړاوي کمېټې د پلان له مخي د ملالۍ پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت‌الله نیازي، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي او د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات د طب پوهنځي ستاژر محصلانو له عملي کارونو څخه د روان ۱۴۰۴ ل. کال د عقرب او قوس میاشتي په بهیر کي ارزونه وکړه.
د ارزوني پیل له نادري روغتون څخه وسو چي وروسته ایوبي روغتون، ارغندابي روغتون او مهمند نړۍوال روغتون کي د طب پوهنځي ستاژر محصلانو ټول فعالیتونه وکتل سول.
د ستاژز محصلانو حاضري، عملي کار ځایونه، د عملي کار ځایونو وسایل او ډېر شمېر نور موارد د ځانګړي چک لېست مطابق وکتل سول او مهم ټکي یې د سمون په موخه یاداشت سول.
د ارزوني موخه دا وه تر څو د ستاژ محصلانو په عملي کارونو کي د پرمختګ له جریان څخه ډاډ ترلاسه سي او یاد بهیر په مناسب ډول مخ ته لاړ سي.

!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د محصلانو د سمینارونو بهیر...د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي د پلان له مخي د بېلابېلو سمسټرونو محصلانو د روان ۱۴۰۴ ل. کال قوس ...
11/12/2025

د محصلانو د سمینارونو بهیر...
د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي د پلان له مخي د بېلابېلو سمسټرونو محصلانو د روان ۱۴۰۴ ل. کال قوس میاشتي په درېیمه اونۍ کي د بېلابېلو طبي موضوعاتو په اړه د لارښود استادانو په مرسته خپل سمینارونه د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي ارائه کړل چي پر مهال یې د طب پوهنځي استادانو او محصلانو حضور درلود.
سمینارونه او ارائه کوونکي یې په دې ترتیب وو:
ویټامین بي کمپلکس – اڅکزی د اول الف سمسټر محصل
ویټامین سي – حمد الله د اول الف سمسټر محصل
ایډز – محمد انس د اول الف سمسټر محصل
Gene Expression – هدایت الله د دوهم الف سمسټر محصل
Abnormal Cell Growth – امین الله د دوهم الف سمسټر محصل
Genetic Disorder – عبدالمالک د دوهم الف سمسټر محصل
Sickle Cell Anemia – قدرت الله د دوهم الف سمسټر محصل
Down Syndrome & Erythroblastosis Pethalls – حفیظ الله د دوهم الف سمسټر محصل
نبوي سنت او ساینس – فضل الهادي ایوبي د اول با سمسټر محصل
Autophagy او اهمیت یې – سلطان احمد ریحان د دوهم با سمسټر محصل

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

طب اتم سمسټر د فوټبال پای لوبه وګټله!د ملالۍ پوهنتون ورزش کميټې د پلان له مخي چهارشنبه (۱۴۰۴/۹/۵ ل.) د معلولینو د نړۍوال...
08/12/2025

طب اتم سمسټر د فوټبال پای لوبه وګټله!
د ملالۍ پوهنتون ورزش کميټې د پلان له مخي چهارشنبه (۱۴۰۴/۹/۵ ل.) د معلولینو د نړۍوالي ورځي او له هغوی څخه د ملاتړ په موخه د فوټبال ټورنمنټ د دواړو پوهنځیو محصلانو ترمنځ پیل سوی و چي نن دو‌شنبه (۱۴۰۴/۹/۱۷ ل.) د طب پوهنځي اتم سمسټر په بریا پای ته ورسېد.
پای لوبه کي د طب پوهنځي لسم او اتم سمسټر لوبډلي یو د بل پر وړاندي ولوبېدي، اتم سمسټر محصلانو درې پر صفر له مقابل لوري څخه لوبه وګټله او د ټورنمنټ لومړی مقام یې خپل کړ.
تر لوبي وروسته د ملالۍ پوهنتون د رهبري غړو له خوا د ټورنمنټ لوبڅار ښاغلي عبدالوارث پوپل او د ټورنمنټ دوو تنظیموونکو (قدرت الله غفوري او عزت الله نوري) ته مننلیکونه ورکړل سول، همدارنګه غوره ګول‌وهونکي ښاغلي رفیع الله او غوره ګول ساتونکی ښاغلي زلمي ته ډالۍ ورکړل سوې.
اول او دوهم مقام ګټونکو ته کپ، مډالونه او نوري ډالۍ ورکړل سوې، یاد ټورنمنټ د معلولینو له حقوقو څخه د دفاع او ملاتړ په موخه دائر سوی و چي ۱۷ لوبډلو د ۱۲ ورځو په بهیر کي حذفي لوبي وکړې او پای لوبي ته دوه ټیمونه ووتل.

!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University

له سنو فارما څخه لیدنه وسوه!د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي د پلان له مخي د یاد پوهنځي مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد یونس سلیمان او...
06/12/2025

له سنو فارما څخه لیدنه وسوه!
د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي د پلان له مخي د یاد پوهنځي مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد یونس سلیمان او د فارمکولوژي مضمون استاد ښاغلي پوهنیار ډاکټر عصمت الله هاشمزي په ملتیا د اتم او نهم سمسټر محصلانو د کندهار له سنو فارما تولیدي فابریکي څخه تیره پنجشنبه (۱۴۰۴/۹/۱۳ ل.) لیدنه وکړه.
له لیدني څخه مخکي د ښه راغلاست مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د سنو فارما تولیدي فابریکي عمومي رئیس ښاغلي حاجي محمد سعید صدیقي ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د سنو فارما په اړه یې اړین معلومات له دوی سره شریک کړل او ترڅنګ یې محصلانو ته لازمي لارښووني وکړې. له هغه وروسته محصلانو ته د درملو د تولید پروسې اړوند ټول معلومات په ویډیويي بڼه ښکاره سول.
محصلانو په یاد علمي سیر کي د سنو فارما د درملو له ساتنځایونو څخه هم لیدنه وکړه او د اړوند څانګي مسؤل د درملو د ساتني اړوند ټول معلومات له دوی سره شریک کړل.
په پای کي د ملالۍ پوهنتون ورغلي هیئت له سنو فارما تولیدي فابریکي څخه مننه وکړه او د ګډو همکاریو ډاډ یې ورکړ، د سنو فارما استازو د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او علمي سیر یې د محصلانو له پاره ګټور وباله.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

Address

Aino Mena, 28 St
Kandahar
3801

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Medicine - MIHE posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Faculty of Medicine - MIHE:

Shortcuts

Share