Pamir University, Computer Science Faculty

Website

Pamir University, Computer Science Faculty Computer Science is the study of computers and computational systems. Unlike electrical and computer

د علمي اثارو د لارښود په اړه په  ۱۴۰۵/۶/۲۵ نېټه علمي سېمینار ترسره شو.پامیر پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي اتم سمستر ...
17/09/2026

د علمي اثارو د لارښود په اړه په ۱۴۰۵/۶/۲۵ نېټه علمي سېمینار ترسره شو.
پامیر پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي اتم سمستر محصلینو ته (د علمي اثارو، څېړنیزو مقالو، مونوګرافونو او پروژو او د مأخذونو لارښود) تر سرلیک لاندې د علمي سېمینار لومړی کو رس پیل شو.
په دې پروګرام کې د پامیر پوهنتون رئیس پوهنوال سیدکریم شاه نیکمل محصلینو ته د علمي اثارو د لیکنو تخنیکي، شکلي، ادبي او د ژباړې د سمې کارونې، ترتیب، تنظیم او ثبت په اړه معیاري او اړینې لارښوونې وړاندې کړې.
نوموړي د علمي څېړنو په بهیر کې د معتبره سرچینو د کارونې او د مأخذونو د اصولو د مراعاتولو American Psycological Association (APA) سیستم پر استعمال خبرې وکړې او محصلینو ته یې د پورته عنوان مربوط د لیکلو پر مهال د ماخذونو د منظم او معیاري استعمال او ثبت په اړه علمي او عملي سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې نړۍ کې د لیکوالۍ تقریباً تر سلو پورې مختلف ډولونه کارول کېږي. خو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې تر ۱۳۹۰ش کال پورې MLA سیستم کارېده او وروسته له هغې علمي اثار په APA سیستم کارول کېږي.
د پروګرام په پای کې محصلینو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړې، چې د پوهنوال نیکمل له لوري ورته لازم وضاحتونه وړاندې شول.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

د پامیر پوهنتون متفرقه کانکور ازموینه!یوازې شپږ ورځې وروسته!نیټه:  د اسد میاشتې په ۲۶ مه نیټه!
12/08/2026

د پامیر پوهنتون متفرقه کانکور ازموینه!
یوازې شپږ ورځې وروسته!
نیټه: د اسد میاشتې په ۲۶ مه نیټه!

خبرتیاد اسد ۹مې نېټې د خزاني کانکور ازموینې ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي چې پایلې اعلان شوې دي. له ټولو بریالیو غوښتونکو څ...
04/08/2026

خبرتیا

د اسد ۹مې نېټې د خزاني کانکور ازموینې ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي چې پایلې اعلان شوې دي. له ټولو بریالیو غوښتونکو څخه هیله کېږي چې ژر تر ژره لوړو زده کړو وزارت ته د اساس کتاب د لېږلو مخکې خپلو اړوندو پوهنځیو کې ثبت‌ نام ترسره کړي.

یوازې ۵ ورځې پاتې دي!د پامیر پوهنتون د خزاني کانکور ازموینې فرصت څخه برخمن شئ.همدا اوس نوم‌ لیکنه بشپړه کړئ.
26/07/2026

یوازې ۵ ورځې پاتې دي!
د پامیر پوهنتون د خزاني کانکور ازموینې فرصت څخه برخمن شئ.
همدا اوس نوم‌ لیکنه بشپړه کړئ.

د پامیر پوهنتون د خزاني کانکور ازموینې خبرتیا!که د لوړو زده کړو، روښانه راتلونکي او مسلکي بریا هیله لرئ، نو اوس ستاسو لپ...
09/07/2026

د پامیر پوهنتون د خزاني کانکور ازموینې خبرتیا!
که د لوړو زده کړو، روښانه راتلونکي او مسلکي بریا هیله لرئ، نو اوس ستاسو لپاره غوره فرصت برابر شوی دی.
پامیر پوهنتون د ۱۴۰۵ کال د خزاني سمستر لپاره په لاندې پوهنځیو کې د نویو محصلینو د جذب په موخه د کانکور ازموینې نوم ‌لیکنه پیل کړې ده:
ـ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی
ـ د اقتصاد پوهنځی
ـ د کمپیوټر ساینس پوهنځی
د انګلیسي ادبیاتو پوهنځی
پامیر پوهنتون د جنوب ختیځ زون، د خوست ولایت په مرکز کې لومړنی خصوصي پوهنتون دی چې د ۱۳۹۰ هـ ش کال راهیسې د علم، څېړنې او مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې ارزښتناک خدمات وړاندې کوي.
یو ځل بیا ټولو د دوولسمو ټولګيو فارغانو، څوارلسم پاسانو او واجد شراېط زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د خزاني کانکور ازموینې لپاره همدا نن خپله نوملیکنه د پامیر پوهنتون د محصلانو چارو عمومي مدیریت کې ترسره کړي.
د زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې ارتباطي شمېرو اړیکه نیولئ شئ

16/04/2026

نن زیار اوباسئ، تر څو مو سبا روښانه شي!
پامیر پوهنتون ـ خوست
د کمپیوټرساینس پوهنځی عمومي څانګه
#تمرین
#تجربه
#پرمختګ

09/03/2026
06/03/2026

خبرتیا!
پامير پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي ټولو درنو محصلينو او استادانو ته خبر ورکول کيږي چې، سر له سبا چې د حوت(وري) مياشتې له شپاړلسمې نېټې سره سمون خوري درسونه پيل کيږي.

د کمپيوټر ساينس پوهنځي عمومي څانګې لرليد او ماموريت
06/01/2026

د کمپيوټر ساينس پوهنځي عمومي څانګې لرليد او ماموريت

Address

Khost
2501

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pamir University, Computer Science Faculty posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share