18/08/2026
د پامیر پوهنتون د درسونو د پیل خبرتیا!
د پامیر پوهنتون ټولو درنو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د روانې اسد میاشتې په ۳۱مه نېټه به د لومړي سمستر څخه تر اتم سمستره پورې درسونه په رسمي ډول پیل شي.
له ټولو محصلینو څخه هیله کېږي چې د خپلو درسونو د پیل لپاره پر ټاکلي وخت پوهنتون ته حاضر شي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت