د کارموندنې مرکز

د کارموندنې مرکز د پامیر پوهنتون د کارموندنې مرکز

!د ازاد رقابت له لارې د اعلان شوو بستونو د پایلو خبرتیاد خوست عامې روغتیا ریاست له لوري د ولسوالیو په کچه د روغتیايي خدم...
15/10/2026

!د ازاد رقابت له لارې د اعلان شوو بستونو د پایلو خبرتیا
د خوست عامې روغتیا ریاست له لوري د ولسوالیو په کچه د روغتیايي خدمتونو د لا ښه تنظیم او وړاندې کولو په موخه یو شمېر بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپارل شوي وو، چې د یادو بستونو له ډلې څخه د نظارت مدیریتونو او اداري مامورینو د بستونو پایلې اعلان شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په لاندې لېستونو کې د نظارت مدیریتونو د بستونو او همدارنګه د ګربزو ولسوالۍ د روغتیايي معلوماتو مدیریت (HMIS) د بست لپاره بریالي نوماندان دویم پړاو، یعنې مرکې (انټرویو)، ته انتخاب شوې دي.
ټاکل شوي نوماندان به د مرکې د ترسره کېدو په موخه د خوست عامې روغتیا ریاست ته را غوښتل کېږي. .

خوست ښاروالۍ د ۸ اعلان شویو خالي بستونو لپاره د بریالیو کسانو نوملړ اعلان کړ.د خوست ښاروالۍ له لوري د ۸ خالي بستونو لپار...
15/10/2026

خوست ښاروالۍ د ۸ اعلان شویو خالي بستونو لپاره د بریالیو کسانو نوملړ اعلان کړ.

د خوست ښاروالۍ له لوري د ۸ خالي بستونو لپاره د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او بریالي کسان وپېژندل شول.

د یادې ازموینې ګډونوال که د اعلان شویو نتایجو په اړه کوم اعتراض لري، کولای شي په راتلونکو دریو کاري ورځو کې د خوست ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ولایتي دفتر ته دې خپله عریضه وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې د آفمیس مدیریت لپاره به راتلونکې چهار شنبه آفمیس مدیریت د عوایدو عمومي مدیریت لپاره او پنج شنبه به د مهندسۍ بست لپاره، د سهار په ۱۰ بجو د ښاروالۍ په اداره کې انټروۍ اخیستل کیږي.

د کارموندنې خبرتیا!د پکتیا پوهنتون (۵) خالي بستونو خبرتیا!پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه (۵) خالي بستونه چې ا...
06/10/2026

د کارموندنې خبرتیا!
د پکتیا پوهنتون (۵) خالي بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه (۵) خالي بستونه چې اړوند شرایط یې په لاندې جدول کې ذکر شوي د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته ســـــــپاري.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي چې د نوم ليکنې لپاره د آزموینې غوښتنلیک (۱۴۰۵/۷/۱۳) هـ ش مطابق د (۱۴۴۸/۴/۲۹) هـ ق نیټې څخه تر (۱۴۰۵/۷/۲۰) هـ ش مطابق د (۱۴۴۸/۴/۲۹) هـ ق نيټې پورې د پکتيا پوهنتون اړوند د کارکوونکو چارو آمریت څخه تر لاسه او د ډکولو او قانوني مراحلو د تر سره کولو وروسته دې د اعلان د پای له نیټې څخه مخکې يادې ادارې ته وسپاري.
یادونه: نوماند باید د فورمې د سپارلو په وخت کې یو قطعه عکس، د کاري تجربې، پیژندپاڼې او تحصيلي اسنادو رنګه کاپیانې له ځان سره ولري.

📢 د کارموندنې خبرتیا | ۲۱ کاري بستونهد خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د کار اهل کار ته د سپارلو په موخه ۲۱ خالي ...
30/09/2026

📢 د کارموندنې خبرتیا | ۲۱ کاري بستونه

د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د کار اهل کار ته د سپارلو په موخه ۲۱ خالي بستونه اعلان ته سپارل شوي دي.

په اعلان شوو بستونو کې د معتمد، ورکشاپ ارتوپیدي، تخنیک ماشین اکسجن، فارمسست، تخنیک فارمس، تخنیک لابراتوار، تخنیک ایکسرې، تخنیک انستیزی، مبلغ دعوت او ارشاد، کارشناس او متخصص ارتوپیدي په ګډون بېلابېل بستونه شامل دي.

📌 ټول بستونه: ۲۱
📅 د اعلان نېټه: چهارشنبه، ۸ میزان ۱۴۰۵
⏳ د اسنادو د سپارلو وروستۍ نېټه: ۱۵ میزان ۱۴۰۵
🏢 د اسنادو د سپارلو ځای: د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت

له ټولو واجد شرایطو او وړ کسانو څخه غوښتنه کېږي چې د اړوندو بستونو شرایط په دقت مطالعه او خپل اسناد د ټاکلې نېټې تر پای پورې وسپاري.

📌 یادونه: د بستونو عنوانونه، کوډونه، تحصیلي شرایط، کاري تجربه او نور اړین معلومات په لاندې اعلان کې درج شوي دي.

🤝 دا خبر له خپلو ملګرو، محصلینو، فارغانو او اړوندو مسلکي کسانو سره شریک کړئ، ترڅو دغه کاري فرصتونه تر ډېرو واجدو شرایطو کسانو ورسېږي.

د کارموندنې او مشوره‌ورکوونې مرکز

#خوست #کارموندنه #وظیفه

د فریلانسینګ په اړه معلوماتي او عملي سېمینار ترسره شو.د محصلینو د مسلکي او ډیجیټلي مهارتونو د لوړولو او د آنلاین کاري فر...
29/09/2026

د فریلانسینګ په اړه معلوماتي او عملي سېمینار ترسره شو.
د محصلینو د مسلکي او ډیجیټلي مهارتونو د لوړولو او د آنلاین کاري فرصتونو د ورپېژندلو په موخه، د فریلانسینګ (Freelancing) په اړه معلوماتي او عملي سېمینار ترسره شو.
یاد سېمینار د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد ښاغلي اوشاه خان له خوا وړاندې کړ.
په سېمینار کې لومړی د آنلاین عاید (Online Earning)، E-Trade او E-Commerce په اړه لنډ معلومات وړاندې شول او ګډونوالو ته د انټرنېټ له لارې د عاید ترلاسه کولو بېلابېلې لارې تشریح شوې.
وروسته د فریلانسینګ پر مفهوم، اړینو مهارتونو، د نړیوالو مشتریانو موندلو، د مسلکي پروفایل جوړولو، Proposal استولو او له مشتریانو سره د مسلکي اړیکو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د سېمینار په عملي برخه کې ګډونوالو ته د Upwork، italki او Preply پلاتفورمونه په مستقیم ډول وښودل شول. په ځانګړي ډول په Upwork کې د پروفایل جوړولو، د مناسبو دندو موندلو او Proposal استولو، او په italki او Preply کې د آنلاین تدریس د کار بهیر عملي تشریح شو.
ددې پروګرام موخه دا وه چې محصلین یوازې په نظري ډول نه، بلکې په عملي توګه هم له نړیوالو آنلاین کاري فرصتونو او د فریلانسینګ له بهیر سره بلد شي.

د ۹۵ ښوونیزو خالي بستونو د ازموینې پایلې اعلان شوېد خوست ولایت پوهنې ریاست د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري د ۹۵ ښو...
27/09/2026

د ۹۵ ښوونیزو خالي بستونو د ازموینې پایلې اعلان شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري د ۹۵ ښوونیزو خالي بستونو د مرکز او ټولو ولسوالیو د نوماندانو د ازموینې پایلې اعلان شوې.

د یادو بستونو ازموینه د مرکز او ټولو ولسوالیو په کچه په لوړ شفافیت، عدالت او د ازموینې د اصولو مطابق ترسره شوه، چې له مخې یې وړ نوماندان د خپلو نمرو پر اساس انتخاب شوي دي.

د دغو ۹۵ ښوونیزو بستونو په ډکېدو سره به د خوست ولایت په یو شمېر ښوونیزو مرکزونو کې د ښوونکو د کمښت یوه اندازه ستونزه حل او د زده‌کوونکو لپاره به د ښوونیز بهیر په لا ښه تنظیم کې مرسته وشي.

هغه نوماندان چې په ازموینه کې بې‌نتیجې یا ناکام اعلان شوي، کولای شي د سبا ورځې څخه تر درې ورځو پورې خپل شکایت د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته وسپاري، ترڅو شکایتونه یې وڅېړل شي او د قناعت وړ ځواب ورکړل شي.

له ټاکلې درې ورځنۍ مودې وروسته هېڅ نوماند د شکایت حق نه لري.

📢 د کارموندنې خبرتیا | کاري فرصتد خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې یو شمېر خالي بستونه اعلان ته سپارل شوي دي.ل...
27/09/2026

📢 د کارموندنې خبرتیا | کاري فرصت

د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې یو شمېر خالي بستونه اعلان ته سپارل شوي دي.

له ټولو واجد شرایطو او وړ کسانو څخه غوښتنه کېږي چې د اړوندو بستونو شرایط په دقت مطالعه کړي او خپل اسناد د ټاکل شوې نېټې تر پای پورې د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته وسپاري.

📅 د اعلان نېټه: یکشنبه، ۵ میزان ۱۴۰۵

📌 یادونه: د اعلان شوو بستونو عنوانونه، شرایط، د اسنادو د سپارلو نېټه او نور اړین معلومات په لاندې فورمه کې درج شوي دي.

🤝 دا خبر له خپلو ملګرو، محصلینو، فارغانو او اړوندو مسلکي کسانو سره شریک کړئ، ترڅو دغه کاري فرصتونه تر ډېرو واجدو شرایطو کسانو ورسېږي.

🌱 د کارموندنې او مشوره‌ورکوونې مرکز

#خوست #کارموندنه #وظیفه

� د کارموندنې خبرتیا | کاري فرصتد پاملرنې مؤسسې (CARE) له لوري په خوست ولایت کې یو نوی کاري فرصت اعلان شوی دی.💼 د بست عن...
24/09/2026

� د کارموندنې خبرتیا | کاري فرصت

د پاملرنې مؤسسې (CARE) له لوري په خوست ولایت کې یو نوی کاري فرصت اعلان شوی دی.

💼 د بست عنوان: Survey Assistant (Casual)
📍 د کار موقعیت: خوست ولایت

له ټولو واجد شرایطو او علاقه‌مند کسانو څخه غوښتنه کېږي چې د بست شرایط په دقت مطالعه کړي او د ټاکل شوې طریقې له مخې خپل غوښتنلیک ثبت کړي.

🔗 د بشپړو معلوماتو، شرایطو او نوم‌لیکنې لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
👉 https://www.acbar.org/en/jobs/details/145807/survey-assistant-casual

🤝 دا کاري فرصت له خپلو ملګرو، محصلینو او د کار لټوونکو کسانو سره شریک کړئ، ترڅو اړوند کسان ترې پر وخت خبر شي.

🌱 د کارموندنې او مشوره‌ورکوونې مرکز

#خوست #کارموندنه #وظیفه

At least two years of experience in th field of survey, assessment and data collection advance skills in the communication and coordination

خبرتیا!د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت  اړونده د انسټېټیوټونو او لیسو خالي بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان ته ...
24/09/2026

خبرتیا!
د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړونده د انسټېټیوټونو او لیسو خالي بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپارل کیږي په شرایطو برابر اشخاص کولای شي چې د یادو بستونو لپاره نوم لیکنه وکړي .
نوټ:دبست اړونده شرایط او ځانګړنې په لاندې مکتوب کې ذکر شویدي .والسلام

د کارموندنې خبرتیا!د غضنفر بانک له لوری د اقتصاد او سوداګرۍ ادارې (BBA) تازه فارغانو لپاره 20 بستونه په بغلان، هرات، کاب...
16/09/2026

د کارموندنې خبرتیا!
د غضنفر بانک له لوری د اقتصاد او سوداګرۍ ادارې (BBA) تازه فارغانو لپاره 20 بستونه په بغلان، هرات، کابل، کندز، ننګرهار، تخار او کندهار ولایتونو لپاره اعلان ته سپارلي، په شرایط برابر اشخاص کولای شئ نوم لیکنه ورته وکړئ.
د ثبت نام د پای نیټه: 2026-Nov -06
ا ړین اسناد: سی وی (CV)، دلیسانس ډیپلوم او ترانسکرپت او نور روزنیز اسناد
#اقتصاد #کارموندنه #وظیفه

د ثبت نام لینک کمنت👇

Address

Khost
2525

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د کارموندنې مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share