هلمند پوهنتون/Helmand University

Website

هلمند پوهنتون/Helmand University Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from هلمند پوهنتون/Helmand University, College & University, سولي څلور لاري ته څېرمه, Lashkar Gah.

د هلمند پوهنتون رسمي پاڼه
رسمي خبرتیاوي، علمي فعالیتونه او د پوهنتون تازه معلومات.

هلمند پوهنتون په ۱۳۸۷ ل.ل. کال کي په فعالیت پیل کړى.

چي دم ګړی اووه؛ ( کرهڼه، ښوونه او روزنه، انجينري، وترنري، اقتصاد، شرعيات او کمپيوټر ساينس) پوهنځي او ٢٥ څانګي لري.

15/10/2026
د تدارکاتو آمریت اعلان!د هلمند پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د حیواني کلینیک درملتون د اجارې قرارداد اعلاند هلمند پوهنتو...
15/10/2026

د تدارکاتو آمریت اعلان!

د هلمند پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د حیواني کلینیک درملتون د اجارې قرارداد اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست د وترنري علومو پوهنځي د حیواني کلینیک درملتون د اجارې قرارداد د لومړي ځل لپاره د داوطلبۍ له لاري اعلانوي.
ټول هغه واجد شرایط داوطلبان، چي د یاد درملتون د اجارې ترلاسه کولو او د داوطلبۍ په پروسه کي د ګډون لېوالتیا لري، کولای سي د (۲۲/۷/۱۴۰۵) نېټې څخه تر( ۱/۸/۱۴۰۵) نېټې پوري د شرطپاڼې د ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیکونه د هلمند پوهنتون د تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د یادوني وړ ده، چي د داوطلبۍ پروسه به د (۲/۸/۱۴۰۵) نېټې، د شنبې په ورځ، د هلمند پوهنتون په ریاست کي ترسره سي.

هلمند پوهنتون
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

د هلمند پوهنتون لپاره لویه علمي او روغتیايي پروژه؛ د لوړو زده کړو وزير په حضور کي د ۲۰۰ بستریز کادري روغتون د جوړولو چار...
14/10/2026

د هلمند پوهنتون لپاره لویه علمي او روغتیايي پروژه؛ د لوړو زده کړو وزير په حضور کي د ۲۰۰ بستریز کادري روغتون د جوړولو چاري پیل سوې.

نن چهارشنبه په هلمند پوهنتون کي د لوړو زده‌ کړو وزارت د وزیر، د هلمند والي، د سکتوري ادارو مسؤلینو، د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارکوونکو او د سلګونو محصلانو په ګډون د ۲۰۰ بستریز کادري روغتون د جوړولو ډبره کښېښودل سوه.

دغه پروژه د افغانستان ا-سلاـمي امار-ت د لوړو زده ‌کړو وزارت په چوکاټ کي د ۲۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۱۲ زره متره مربع کاري حجم مساحت په درلودلو سره جوړيږي، چي د تطبیق موده یې دوه کاله ده.

په دغه روغتون کي د عاجلو، سراپا، ارتوپیدي، جراحي، سترګو، عقلي او عصبي ناروغیو، ماشومانو او نسایي ولادي څانګو جوړول په پام کې نیول سوي دي. د دې پروژې موخه د طب پوهنځي ایجاد او د اړونده برخي محصلینو ته د عملي زده‌ کړو زمینه برابرول، د مسلکي طبي کادرونو روزنه او د هلمند ولایت د اوسېدونکو روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه ده.

د غونډي د پیل وینا کي د هلمند پوهنتون رئیس، شی-خ الحدیث والتفسیر الحاج مفت-ي شریف الله ابو احمد صاحب وویل، چي د ا-سلا-مي ارزښتونو د خوندیتوب ترڅنګ د خلکو د اړتیاوو پوره کول مهم دي او په دې برخه کي د ا-.ا-.ا رهبري خپله خواخوږي او شفقت تل څرګند کړی، محترم ابو احمد صاحب د مرکزي او ولایتي مسؤلینو ترمنځ همغږي وستایله او پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي په علمي نهادونو کي د لابراتوارونو د تجهیز او د علمي امکاناتو د پراختیا په برخه کې د لوړو زده‌ کړو وزارت د هڅو یادونه هم وکړه.

ورپسې د لوړو زده‌ کړو محترم وزیر، شی-خ الحدیث والتفسیر الحاج ند.ا-محمد ند.یم صاحب په خپله وینا کي وویل، چي ا-سلا-مي ا.مار-ت د اجتماعي عدالت له مخي د ملک ټولو سیمو او ژبو ته په یوه سترګه ګوري. هغه د دې خبري د روښانولو لپاره د ملک په بېلابېلو سیمو کي د لوړو زده ‌کړو او روغتیايي خدمتونو د پراختیا یادونه وکړه او ویې ویل، چي په دې وروستیو کي یې د بدخشان پوهنتون د کادري روغتون د پروژې په اړه هم ګامونه اخیستل سوي دي، چي لګښت یې ۲۶۰ میلیونه افغانۍ ښودل سوی دی. د نوموړي په وینا، د دې پروژه د ګټي اخیستي په غونډه کي یې ګډون کړی و او نن په هلمند پوهنتون کې هم د ۲۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰۰ بستریز کادري روغتون د جوړولو چاري پیلېږي.

محترم وزیر صاحب د عا/لیقد-ر امیرا/لمؤ/منین حف-ظه- الله و ر-عا/ه د شفقت او رحمت بېلګي هم بیان کړې، چي د غونډي د ګډونوالو له لوري په تکبیر-ونو بدرګه سوې. نوموړي څرګنده کړه، چي دغه روغتون به د طب محصلینو د عملي زده ‌کړو ترڅنګ، د هلمند ولایت د مرکز او لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو ته د مسلکي ډاکټرانو د خدمتونو د وړاندي کولو زمینه برابره کړي.
هغه له محصلینو وغوښتل، چي خپلو زده‌ کړو ته جدي پاملرنه وکړي او له فکري انحراف څخه ځانونه وساتي. نوموړي همداراز وویل، چي دا مهال تر زرو ډېر ځوانان په داخل د ملک کي د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده‌ کړي کوي او د لوړو زده‌ کړو وزارت ورته زمینه برابره کړې ده.

د غونډي په بهیر کي د هلمند والي محترم الحاج مولو-ي امان الدین منص-ور صاحب د پروژې د پیل د مبارکۍ مراتب وړاندي کړه او د ملک د پرمختګ لپاره یې د یووالي، متقابلي همکارۍ او ګډ مسؤلیت پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د هلمند پوهنتون د انجینري پوهنځي رئیس، محترم پوهنیار انجینر محمد نعیم دوست صاحب، د پروژې لمړني تخنیکي معلومات وړاندي کړل او ویې ویل، چي د روغتون د جوړولو چاري به په دوو کلونو کي بشپړي سي.

د غونډي په پای کي د لوړو زده ‌کړو محترم وزیرصاحب د پروژې د پلي کوونکي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي د قرارداد له شرایطو سره سم د روغتون د جوړولو چاري په ښه کیفیت او ټاکلو تخنیکي معیارونو پلي کړي. د شرکت مسؤل، محترم میراحمد دراني، ډاډ ورکړ، چي پروژه به د ټاکلو معیارونو او کیفیت په رعایتولو سره بشپړه کړي.

د یاد روغتون په جوړېدو سره به د طب پوهنځي ایجاد ته زمينه برابره سي او د اړونده برخي محصلینو ته د عملي زده ‌کړو امکانات پراخ، د مسلکي طبي کادرونو د روزني بهیر پیاوړی او د هلمند ولایت د اوسېدونکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ښه سي.

نېټه: ١٤٤٨/٥/٢ ه.ق

هلمند پوهنتون
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

08/10/2026

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کې د درې پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې

هلمند پوهنتون کې د ریاست مقام دفتر، مېلمستون او د رسمي غونډو تالار په ګډون د درې پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې نن پیل شوې.

یاده ودانۍ به په ۳۵۰ متره مربع ځمکه کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي او د جوړولو موده یې څلور میاشتې ټاکل شوې ده.

د پروژې په بشپړېدو سره به د هلمند پوهنتون اداري او خدماتي زیربناوې لا پراخې شي او د پوهنتون د رسمي فعالیتونو د تنظیم او ترسره کولو په برخه کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

یاده پروژه د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ او د هلمند پوهنتون د رهبرۍ په هڅو پلې کېږي.

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي. هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون ...
06/10/2026

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي.

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه میليونه افغانیو په لګښت جوړه سي.

د دې پروژې د جوړولو موده څلور میاشتي ټاکل سوې، چي په بشپړېدو سره به د دې پوهنتون اداري او خدماتي زیربناوي لا پراخي سي او د پوهنتون د رسمي فعالیتونو د تنظیم او ترسره کولو په برخه کي به اسانتیا رامنځته سي.

یاده پروژه د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ د هلمند پوهنتون د رهبرۍ په هلو ځلو پلي کېږي.

نېټه: ۲۳/۴/۱۴۴۸ ه.ق

هلمند پوهنتون
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.د هلمند پوهنتون دا مجله د ساینسي علومو...
30/09/2026

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې تازه ګڼه کي د کرهڼي، ریاضي، وترنري علومو، بیولوژي او د ساینسي علومو د نورو اړوندو برخو علمي او څېړنیزي مقالې خپرې سوي دي.

د مجلې د پنځم کال په لومړۍ ګڼه کي په ټولیز ډول( ۱۲ ) بېلابېلي علمي او څېړنیزي مقالې ځای سوي دي. په دغو مقالو کي لیکوالانو او څېړونکو د خپلو تخصصي برخو اړوند بېلابېل علمي موضوعات د څېړني د اصولو او علمي معیارونو له مخي څېړلي او تحلیل کړي دي.

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې خپرېدل د هلمند پوهنتون د علمي او څېړنیزو فعالیتونو یوه مهمه برخه ده، چي له لاري یې استادانو، څېړونکو او علمي کادرونو ته زمېنه برابریږي، څو خپلي علمي څېړني او موندني له ټولني سره شریکي کړي.

هغه استادان، محصلان، څېړونکي او د علمي مطالعاتو مینه‌ وال چي غواړي د دې ګڼي مقالې مطالعه کړي او یا یې د راتلونکو علمي استفادو لپاره له ځان سره وساتي، کولای سي د لاندي لینکونو څخه یې کښته کړي.
https://journals.edu.gov.af/issue/667

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۱۷ ه.ق

هلمند پوهنتون
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمريت

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه.د هلمند والي محترم مولو-ي امان ‌الدین منصو-ر صاحب، د هلمند...
29/09/2026

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه.

د هلمند والي محترم مولو-ي امان ‌الدین منصو-ر صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د مدیریت او تصفیې لپاره جوړ سوی ګډ تخنیکي هیئت هم معرفي سو.

د هلمند پوهنتون رئیس، شي-خ ‌الحدیث الحاج مفت-ي شریف ‌الله ابو احمد صاحب، د پوهنتون د ریاست مقام په دفتر کي د ولایت مقام د رهبرۍ او د لښکرګاه ښاروال الحاج حا-فظ صدیق صاحب په حضور کي، د کرهڼي او انجنیري پوهنځیو له استادانو او متخصصینو څخه جوړ سوی هیئت مجلس ته ور معرفی کړ او د هغه د جوړېدو پر اړتیا او موخو یې خبري وکړي.

محترم رئیس صاحب وویل، د دغه هیئت د جوړېدو موخه دا ده، چي د لښکرګاه ښار له بېلابېلو برخو څخه د چریو او نورو مسیرونو له لاري هلمند سیند ته د ناپاکو اوبو د ورتلو د مخنیوي لپاره علمي او تخنیکي حل ‌لاري وموندل سي، د اوبو د تصفیې پر لارو چارو کار وسي او د امکان تر حده د بیاځلي استفادې وړ وګرځول سي. هغه وویل، یاد هیئت به د ښاروالۍ له انجینرانو سره په ګډه د موضوع تخنیکي ارزونه او د عملي حل‌لارو د طرحي چاري پر مخ وړي.

محترم والي صاحب دغه چاره مهمه وبلله او د ولایت مقام له لوري یې د یادي موضوع د تعقیب او عملي کېدو په برخه کي د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د ناستي په دوام کي، د لښکرګاه ښاروال محترم حا-فظ صاحب هم د ښار د ناپاکو اوبو د مدیریت او تصفیې په برخه کي د ګډي همکارۍ پر اهمیت خبري وکړې او د یادي چاري د عملي کېدو په موخه یې د ښاروالۍ له لوري د لازمي همکارۍ ډاډ ورکړ.

د پوهنتون رئیس، محترم ابو احمد صاحب وویل، چي هلمند پوهنتون چمتو دی د ولایت له هري ادارې سره د اړتیا پر مهال د خپلو استادانو او متخصصینو له لاري علمي او مسلکي همکاري وکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپلي مسلکي نظریې، علمي طرحي او ګټوري مشورې ورسره شریکي کړي.

په دې لړ کي، محترم والي صاحب د هلمند پوهنتون له تدریسي ټولګیو، لابراتوارونو، څېړنیزو مرکزونو، تالارونو او بېلابېلو اداري برخو څخه لیدنه وکړه، د علمي او اداري فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل سول او د کتابتونونو، لابراتوارونو او زیربناوو اړوند اړتیاوي ورسره شریکي او د حل‌ لارو په اړه یې خبري وسوې.

نېټه: ۱۶/۴/۱۴۴۸

هلمند پوهنتون
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

د (لید)  علمي مجلې د درېیم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.د هلمند پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي ـ څېړنیزي مجلې (لید) د درېیم کال ...
27/09/2026

د (لید) علمي مجلې د درېیم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

د هلمند پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي ـ څېړنیزي مجلې (لید) د درېیم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

د (لید) مجله د ټولنیزو علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې تازه ګڼه کي د شرعیاتو، ژبپوهني، ادبپوهني، اقتصاد، روانپوهني او د ټولنیزو علومو د نورو اړوندو برخو علمي او څېړنیزي مقالې خپرې سوي دي.

د مجلې د درېیم کال په لومړۍ ګڼه کي په ټولیز ډول( ۱۷ ) بېلابېلي علمي او څېړنیزي مقالې ځای سوي دي. په دغو مقالو کي لیکوالانو او څېړونکو د خپلو تخصصي برخو اړوند بېلابېل علمي موضوعات د څېړني د اصولو او علمي معیارونو له مخي څېړلي او تحلیل کړي دي.

د لید علمي مجلې خپرېدل د هلمند پوهنتون د علمي او څېړنیزو فعالیتونو یوه مهمه برخه ده، چي له لاري یې استادانو، څېړونکو او علمي کادرونو ته زمینه برابریږي، څو خپلي علمي څېړني او موندني له ټولني سره شریکي کړي.

هغه استادان، محصلان، څېړونکي او د علمي مطالعاتو مینه‌وال چي غواړي د دې ګڼي مقالې مطالعه کړي او یا یې د راتلونکو علمي استفادو لپاره له ځان سره وساتي، کولای سي د لاندي لینکونو څخه یې کښته کړي.
https://journals.edu.gov.af/issue/662
http://journals.helu.edu.af/index.php/lssaj/issue/view/5

هلمند پوهنتون کي جدیدالشمول محصلینو ته د هرکلي او پوهنتون پېژندني غونډه ترسره سوه.هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۵ تحصیلي کال د ج...
24/09/2026

هلمند پوهنتون کي جدیدالشمول محصلینو ته د هرکلي او پوهنتون پېژندني غونډه ترسره سوه.

هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۵ تحصیلي کال د جدیدالشمول او تازه بریالیو محصلینو د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني په موخه غونډه ترسره سوه.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر جدیدالشمول محصلینو ګډون کړی و.

د هلمند پوهنتون رئیس شي.خ‌ الحدیث والتفسیر مفت.ي محمد شریف‌الله ابو احمد صاحب و نویو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، خوښ دی چي د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر ځوانان هلمند ته راغلي او په دې علمي مرکز کي خپلي لوړي زده‌ کړي ترسره کوي.

نوموړي محصلینو ته د زده‌ کړو په برخه کي د نېک او سپېڅلي نیت پر ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل، که د زده‌ کړو او مسلک موخه سپېڅلې وي، نو د الله تعالی د رضا او د ټولني د خدمت وسیله ګرځي.

د هلمند پوهنتون رئیس همداراز د بیت‌ المال د ساتني او د پوهنتون د شته امکاناتو د مسؤولانه استعمال په اړه محصلینو ته لازمي سپارښتني وکړې او زیاته یې کړه، چي د پوهنتون چاپیریال د ټولو ګډ کور دی او د ساتني، پاکوالي او نظافت په برخه کي باید ټول ګډ مسؤولیت ادا کړي.

ورپسې د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال الحاج حافظ سمیع‌الله یا.سر محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنتون او ښوونځي د تحصیلي چاپبریال ترمنځ د توپیرونو په اړه خبري وکړې.

نوموړي وویل، د پوهنتون دوره د محصل‌ محورۍ زده‌ کړي دوره ده، چي په کي د محصل پر زده‌ کړو، څېړنو او علمي فعالیتونو ځانګړې پاملرنه کیږي.

نوموړي زیاته کړه، چي په هلمند پوهنتون کي د محصلینو د زده‌ کړو او څېړنو لپاره بېلابېل امکانات او اسانتیاوي برابري سوي او د مسلکي او مجربو استادانو له علمي وړتیاوو څخه باید په اعظمي ډول استفاده وسي.

وروسته د هلمند پوهنتون د تشکیلاتي جوړښت، علمي او اداري برخو، موجودو امکاناتو او اسانتیاوو په اړه عمومي معلومات وړاندي سول او جدیدالشمول محصلینو ته د هغوی د حقوقو، وجایبو او پوهنتوني اصولو په اړه لازم پوهاوی ورکړل سو.

غونډه په دعائیه وینا سره پای ته و رسېدل.

نېټه: ١٤٤٨/٤/١٠ هق

هلمند پوهنتون
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

Address

سولي څلور لاري ته څېرمه
Lashkar Gah
3901

Opening Hours

Monday 08:00 - 05:00
Tuesday 08:00 - 05:00
Wednesday 08:00 - 05:00
Thursday 08:00 - 05:00
Saturday 08:00 - 05:00
Sunday 08:00 - 05:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when هلمند پوهنتون/Helmand University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share