08/08/2015
نظافت د عبادت برخه ده
قدرمنو دوستانو السلام عليکم! تاسې پوهېږئ چې د چاپېريال ساتنه د دې تر څنګ چې د اسلام د سپېڅلو احکامو رعايت دی او له روغتيا سره مرسته کوي، د يو ملت د لوړ کلتور نښه هم بلل کېږي.
افغان ملي غورځنګ د چاپېريال ساتنې او پاکوالي د اشر او کمپاين په لړ کې دا ځل له دوست ټولنيز پرمختګ ټولنې، شين افغانستان ټولنې او ښېګڼه ټولنې سره په ګډه د کابل په خوشال مېنه کې د پاکوالي يو اشر لري. له تاسو ټولو نه هيله کېږي، چې له موږ سره پدې اشر کې برخه واخلئ او نور دوستان او هېوادوال هم پدغه ملي کمپاين کې ګډون ته وهڅوئ.
د اشر وخت: يکشنبه، د سهار ۸:۳۰ بجې
د اشر لپاره د راټولېدو ځای: خوشال مېنه، د کابل ښاروالۍ پنځمه ناحيه
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۳۷۲۱۳۸
په درنښت
افغان ملي غورځنګ، دوست ټولنيز پرمختګ ټولنه، شين افغانستان ټولنه، ښېګڼه ټولنه