Pashto Academy, University of Peshawar

Pashto Academy, University of Peshawar Pashto Academy is a research & publication institution established in 1955 at the Univ. of Peshawar

پښتو اکېډيمي نن يو ځلې بيا د پروفېسر ډاکټر فرخنده حيات ډائرېکټر پښتو اکېډيمي په مشرۍ کښې اېم. فل سکالر اکرام الله کاروان...
28/10/2025

پښتو اکېډيمي
نن يو ځلې بيا د پروفېسر ډاکټر فرخنده حيات ډائرېکټر پښتو اکېډيمي په مشرۍ کښې اېم. فل سکالر اکرام الله کاروان " د سېلاب محسود ژوند او فن یوه تحقيقي جائزه" تر عنوان لاندې د خپلې مقالې دفاع په کاميابۍ سره ترسره کړه . د موصوف لار ښود استاد ډاکټر دانش بېټنے وۀ او د ممتحين په حېث د قائداعظم پوهنتون استاد پروفېسر ډاکټر حنیف خلیل په دې غونډه کښې شرکت درلود. دې نه علاوه ډاکټر شېر زمان سيماب او.ډاکټر بشراخاتون په دې غونډه کښې ګډون اوکړو

18/10/2025
17/10/2025

پښتو اکېډیمي پېښور پوهنتون کښې وائس چانسلر پروفېسرډاکټر جوهرعلي د پوهنتون اویا کلن جشن پۀ مناسبت کښې د کېک کټ کولو په وخت یو عکس د پښتو اکېډیمي استاذانو سره

پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون کښې د ډاکټر فرخنده حیات ډائریکټر پښتو اکېډیمي په مشرۍ کښې د عابدعلي د اېم فل وایوه اوشوه ـ د ...
07/10/2025

پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون کښې د ډاکټر فرخنده حیات ډائریکټر پښتو اکېډیمي په مشرۍ کښې د عابدعلي د اېم فل وایوه اوشوه ـ د دوي موضوع " د پښتو کلاسیک شاعرۍ په خپرونه کښې د موسیقۍ کردار " وه ـ د دوي لار ښود اوستاد ډاکټر شېرزمان سیماب او ډاکټر نور البصر امن د بهرني ممتحن په توګه ټاکل شوے وو ـ په دې موقع ډاکټر نورمحمد دانش بېټنے ھم موجود وو

پښتو اکېډیمي پېښور پوهنتون د پي.اېچ.ډي د داخلو اعلان اوکړو
25/08/2025

پښتو اکېډیمي پېښور پوهنتون د پي.اېچ.ډي د داخلو اعلان اوکړو

د سپریم کورټ اف پاکستان سينئر ججانو جسټس  اشتیاق ابراهيم  جسټس جمال خان مندوخېل جسټس هاشم خان کاکړ جسټس شکیل احمد د پښتو...
22/08/2025

د سپریم کورټ اف پاکستان سينئر ججانو جسټس اشتیاق ابراهيم جسټس جمال خان مندوخېل جسټس هاشم خان کاکړ جسټس شکیل احمد د پښتو اکېډیمي پېښور پوهنتون دوره اوکړه
پښتون کلچلرل مېوزیم کښې ئې ډېرو څیزونو کښې خپله دلچسپي ښکاره کړه او لائبرېري کښې ئې کتابونه او.قلمی نسخې هم اوکتلې

پښتو ادب کښې د سوات د زنانه و برخه د اغلې اسيه بي بي د پي اېچ ډي مقاله چې نن ئې پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون کښې دفاعي غون...
25/07/2025

پښتو ادب کښې د سوات د زنانه و برخه

د اغلې اسيه بي بي د پي اېچ ډي مقاله چې نن ئې پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون کښې دفاعي غونډه د ډاکټر فرخنده حيات ډائرېکټر پښتو اکېډيمي په مشرۍ کښې ترسره شوه . ددې لارښود اوستاذ پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير او د ممتحنينو په توګه پروفېسر ډاکټر روح الله او ډاکټر فقير محمد فقير ټاکل شوي وو . ياد غونډه کښې ډاکټر نور محمد دانش بېټنے ، ډاکټر شېرزمان سيماب ، ډاکټر مسعود ابشار او د ايم فل/پي اېچ ډي يو شمېر شاګردانو ګډون درلود . اغلې اسيه بي بي د خپلې څېړنيزې مقالې له هره اړخه په بريا سره دفاع کولو پسته د ممتحنينو له خوا د هغې د بريا اعلان و اروه ول شو او د نن نه پسته هغوي د ډاکټر اسيه بي بي په توګه د يادولو سپارښتنه وشوه . اخېر کښې اغلې اسيه بي بي خپل دغه کار و زيار د خپل لارښود اوستاذ پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير په غوښتنه د سوات نومتو ليکوال او قومي مشر اروا ښاد ابراهيم شبنم ته ډالۍ کړو

نن (2025-07-23 ) پښتو اکېډيميپېښور پوهنتون کښې د ښاغلي انعا الله انعام" د پي اېچ ډي څېړنيزې مقالې دفاعي غونډه د پروفېسر ...
23/07/2025

نن (2025-07-23 ) پښتو اکېډيمي
پېښور پوهنتون کښې د ښاغلي انعا الله انعام" د پي اېچ ډي څېړنيزې مقالې دفاعي غونډه د پروفېسر ډاکټر فرخنده حيات ډائرېکټر پښتو اکېډيمي تر مشرۍ لاندې ترسره شوه . ددوي د مقالې عنوان وو : " د پښتو ژبې په لفظي پانګه کښې د کرلاڼي ټولګې (د ضلع بنو) بخښنې" . د دوي لارښود اوستاذ ډاکټر نور محمد دانش بېټنے او د باهرني ممتحن په توګه ډاکټر فقير محمد فقير ټاکل شوے وو . ياد غونډه کښې پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير ، پروفېسر ډاکټر روح الله جان ، ډاکټر شېر زمان سيماب، ډاکټر بشرا خاتون ډاکټر اخترزمان بېتني ډاکتر طارق دانش ، نومتو شاعر او اديب جاوېد احساس ، سکندرخان سکندر او د پښتو اکېډيمۍ او پښتو څانګې د اېم فل/پي اېچ ډي شاګردانو برخه درلوده. اخېر کښې ياد څېړنکار انعا الله انعام ته د هغوي د کار و زيار په کاميابي دفاع کولو مبارکي ووئيل شوه او د نن پس هغوي د ډاکټر په حېث د يادولو وړ وګرځولے شو

17/06/2025
پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون د بورډ اف سټډيز اجلاس  16 جون 2025 پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون کښې د پروفېسر ډاکټر فرخنده حيات...
16/06/2025

پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون د بورډ اف سټډيز اجلاس
16 جون 2025 پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون کښې د پروفېسر ډاکټر فرخنده حيات ډائرېکټر پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون په مشرۍ کښې دويم بورډ اف سټډيز غونډه ترسره شوه . ياد غونډه کښې ډاکټر نصرالله جان وزير پخوانے ډائرېکټر پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون ، پروفېسر ډاکټر جاويد اقبال خټک چئېرمين پښتو څانګه اسلاميه کالج پوهنتون پېښور ، ډاکټر سيد ظفر الله بخشالے چئېرمين پښتو څانګه عبدالولي خان پوهنتون مردان ، ډاکټر شېرزمان سيماب پښتو اکېډيمي او ډاکټر بشرا اکرام پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون ګډون درلود . غونډې تلاوت کلام پاک نه د يو څو ايتونو په اروولو سره شروع شوه . د اېجنډې د اهدافو مطابق دې کښې د اېم فل او پي اېچ ډي د کورسونو هر اړخيزه کتنه او د نويو کورسونو د شاملولو پرېکړې وشوې . د مجلس په اختتام کښې د اکېډيمي ډائرېکټرې د ټولو په راتګ او خواري و ستائيله او مننه ئې اووئيله . د هغوي دغه کار ئې د اکېډيمي دپاره يو ګټه ور ګام وبللو . هغې ووې چې زمونږ دا هدف دے چې اېم فل او پي اېچ ډي کورسونه دې د وخت او زمان د غوښتنو مطابق ترتيب کړے شي .

پښتو اكېډېمۍ كښې د كتابونو د مخكتنې دستورهپښتو اكېډېمۍ  پېښور پوهنتون كښې د اكېډېمۍ د مشرې پروفېسر ډاكټر فرخنده حيات په ...
30/05/2025

پښتو اكېډېمۍ كښې د كتابونو د مخكتنې دستوره
پښتو اكېډېمۍ پېښور پوهنتون كښې د اكېډېمۍ د مشرې پروفېسر ډاكټر فرخنده حيات په مشرۍ كښې د څلورو كتابونو د مخكتنې تقريب ونمانځلے شو.د اكېډېمۍ پخوانۍ ډائركټره پروفېسر ډاكټر سلمى شاهين په دې موقع د مشرې مېلمنې په توګه تشريف لرلو. د ډاكټر شېرزمان سيماب او سكالرانو په كوششونو راجوړ د دې تقريب نظامت نويد شاه وكړو چې د پښتو اكېډېمۍ د پي اېچ ډي سكالرانو انوارالله د كتاب 'د امير رازق امير د شاعرۍ فكري او فني جاج '،د محمد اسحاق مومند د كتاب 'پښتوادب كښې رومانيت'،د سيما كاكاخېل دكتاب 'ستاد خيال زمزمې'،اود سيدالامين احسن خوېشګي د كتاب 'د نصير احمداحمدي ناولونوكښې پس جنګ هېجان اود هجرت اثرات : يوه تجزياتي مطالعه' مخكتنه وشوه.
د خپل نوعيت دې وړومبي تقريب كښې ډاكټر شېرزمان سيماب موجودو اېم فل او پي اېچ ډي سكالرانو ته د معياري تحقيق كولو او زر شائع كولو تاكيد وكړو.ډاكټر بشرى خاتون سكالران ته تحريك وركړو چې خپل تحقيق كښې د معياراو اصولو خيال وساتي. پروفېسر ډاكټر سلمى ٰ شاهين د اكېډېمۍ د تېرو او اوسنو وختونو لنډه تقابلي جائزه وړاندې وكړه او دا ئې ضروري وګڼله چې پښتو ادب له د لوستونكو پېدا كولود پاره ضروري ده چې له پورته جماعتونو نه علاوه په اولنو جماعتونوكښې د پښتو تدريس لازم او ضروري كړې شي چې ژبه خپل سفر روان وساتي.
پروفېسر ډاكټر فرخنده حيات د دې خبرې پوخوالے وكړو چې دې علمي ادارې تر اوسه په لنډو تنګو پكار وسيلوكښې د تحقيق ضمن كښې ډېر بنيادي كارونه كړي دي خو ضرورت د دې خبرې دے چې اكېډېمي دې په خپلو مثبتو علمي كوششونو اباده وساتلې شي. او دې د پاره به اداره او سكالران په يو ځاے هڅې كوي.دوي د كتابونو ليكونكيو ته مباركي وركړه او دغه ئې د ادارې او ليكونكيو خوش بختي وګرځوله.
په دې تقريب كښې په ګڼ شمېر كښې د تحقيق او علم او ادب سره تړون لرونكيو برخه واخسته .
Books launching ceremony was held at Pashto Academy, University of Peshawar .The event was presided over by Professor Dr Farkhanda Hayat, Director Pashto Academy, while Professor Dr Salma Shaheen has graced the event as Chief Guest.
Muhamamad Ishaq Momand’s book about Romanticism in Pashto literature, Seema KakaKel’s poetry book,Anwaarullah’s book about the works of Ameer Razzaq Ameer,and Said Ul Amin Ahsan Kheshgi’s book about Naseer Ahmad Ahmadi’s novel were launched and the writers were appreciated.
Besides Dr Sher Zman Seemab,Dr Bushra Khatoon’s short discussions about the books and research, Dr Salma Shaheen shared her experiences while working at the academy. Professor Dr Farkhanda Hayat motivated the researchers for carrying out and accomplishing their on-going research works with full dedication and professional zeal.

Address

University Of Peshawar
Peshawar
25000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto Academy, University of Peshawar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Pashto Academy, University of Peshawar:

Share