14/03/2026
إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ژورې خواشينۍ، درانه غم او ډېر تأسف سره خبر شوو چې زموږ د سلسلې معزز سالک او خليفه، ستر علمي شخصيت او باوقاره لارښود مولانا غلام محمد نوري سيفي نقشبندي صاحب له دې فاني نړۍ څخه رحلت کړی دی. د هغه وفات زموږ د سلسلې لپاره نه يوازې ستره ضايعه ده، بلکې د علم، تصوف او ټولنې لپاره يو نه جبرانېدونکی تاوان دی.
مرحوم مولانا غلام محمد صاحب د لوړو اخلاقو، علمي بصيرت او نه ستړې کېدونکو هڅو څښتن و. هغه د خپلې پوهې، اخلاص او ژمنتيا له لارې د تصوف او تربيې په ډګر کې ښه کره او دوامدار خدمتونه ترسره کړي، چې اغېزې به يې تلپاتې او ياد به يې همېشه ژوندی وي. د هغه تدبير او معنوي لارښوونې زموږ د سلسلې د پرمختګ او بريا ځانګړئ حيثيت درلود.
موږ د جناب پير طريقت، عالم راسخ، مولانا غلام محمد رح درنې کورنۍ، قدرمنو خپلوانو، دوستانو، شاګردانو او ټولو خواخوږو سره خپل ژور او صميمي تسليت وړاندې کوو. الله تعالی دې مرحوم ته جنت الفردوس نصيب کړي، قبر دې ورته روښانه او پراخ کړي، او پاتې کورنۍ ته دې د صبر جميل او اجر عظيم توفيق ورپه برخه کړي.
د مرحوم درانه ياد او علمي ميراث ته په درنښت، موږ ژمنه کوو چې د هغه لاره، اصول او ارمانونه به په صداقت او اخلاص سره تعقيبوو.
لطرفه: خادم د دين فقير عنايت الله هاروني حنفي
په درنښت او احترام
اداره حزب الاحناف تاروجبه نوښار پېښور خیبرپښتونخوا پاکستان