13/01/2026
د دولت او ملت اړیکه
د دولت او ملت اړیکه د ملي دولتونو د رامنځته کېدو په لومړیو پړاوونو کې د واکمن او تابع اړیکه وه، نه د استازي او ولس. په دې پړاو کې دولت د زور، دود، سلطنت، پوځ او دین له لارې مشروعیت اخیست، او ملت تر ډېره د اطاعت کوونکي رعیت په توګه تعریفېده. دا اړیکه کولای شو د اقتدارګر ملي دولت اړیکه وبولو.
په اروپا او شمالي امریکا کې دا حالت ورو ورو بدل شو. د روڼ اندۍ، صنعتي انقلاب، بورژوا طبقې او ټولنیزو مبارزو په پایله کې، دولتونه له اقتدارګرۍ څخه ولسواکۍ ته واوښتل. خو دا بدلون ناڅاپي نه و، بلکې تدریجي و. د ملي دولتونو په لومړیو کې ټینګار پر دې و چې: ملي ملت جوړ شي،
ملي اردو، ملي پولیس، ملي بیرغ، ملي پیسې، ملي سرود، ملي سندرې، ملي لوبډلې او ملي لوبې رامنځته شي.
دا پروژه د شلمې پېړۍ تر دوهمې نیمایي پورې په شدت سره تعقیب شوه، ځکه دولت غوښتل یو واحد هویت، واحد ملت او واحد وفاداري رامنځته کړي.
خو د شلمې پېړۍ له دوهمې نیمایي، په ځانګړي ډول د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو وروسته، د ولسواکۍ پراختیا او نړیوالتوب (Globalization) دا پروژه له جدي ننګونو سره مخ کړه. په ۱۹۹۰ او وروسته کلونو کې دا ننګونې لا ژورې شوې. قومي، ژبني، کلتوري او هویتي توپیرونه نور پټ کېدونکي نه ول. ملي دولتونه اړ شول چې د “یو ملت، یو کلتور” له سخت دریځه تصور څخه شاته شي.
دلته د ویلیم کملیچکا نظریه مطرح کېږي. کملیچکا استدلال کوي چې ثبات لرونکې ولسواکي یوازې هغه وخت ممکنه ده چې دولتونه کلتوري تنوع په رسمیت وپېژني. د هغه له نظره، د اقلیتونو حقوق، سیمهییز ځانمدیریت، ژبني حقوق او کلتوري پېژندنه د دولت د کمزوري کېدو سبب نه کېږي، بلکې مشروعیت یې پیاوړی کوي.
غربي ټولنو د عقل او منطق له لارې دې ستونزو ته ځواب ووایه. د تکقطبي کولو پر ځای یې د څوکلتوریزم لاره خپله کړه. ملي بنسټونه یې اصلاح کړل، نه دا چې ویې نړول. د سیاسي او اقتصادي پلانونو له لارې یې دا بدلونونه تر یوه بریده مدیریت کړل. کاناډا یې روښانه بېلګه ده؛ چېرته چې د کېوبېک ایالت سیاسي، ژبني او کلتوري حقوق ومنل شول، سیمهییز ځانمدیریت ورکړل شو، او د هغوی ځانګړی هویت د دولت له چوکاټه بهر ونه ګڼل شو.
برعکس، په وروسته پاتې هېوادونو کې د دولت او ملت اړیکه لا هم تر ډېره د هماغه لومړني اقتدارګر پړاو په فاسد شکل کې پاتې ده. دلته دولت او ملت په قصدي ډول له یو بل پردي ساتل شوي. ملي هویت، قانون، اساسي قانون، ولسواکي او د خلکو حاکمیت زیاتره یوازې د کاغذ پر مخ شته. حاکمان دا مفاهیم د عادي حالت لپاره نه، بلکې د بحراني شرایطو کې د سیاسي وسلو په توګه کاروي.
د کملیچکا له نظره، د دې هېوادونو ستونزه یوازې قومي تنوع نه ده، بلکې دا ده چې دولتونه تنوع د ګواښ په توګه ویني، نه د واقعیت په توګه. تر هغه چې دا هېوادونه د ملت د یو واحد تعریف پر ځای د څوکلتوري واقعیت منلو ته چمتو نه شي، د دولت او ملت اړیکه به د زور، بېباورۍ او دوامداره شخړې په مدار کې راڅرخي.
لنډه دا چې:
په لوېدیځ کې تر یو حده دولت د ملت له واقعیت سره عیار شو؛
خو په وروسته پاتې ټولنو کې لا هم ملت د دولت قرباني دی، نه شریک.
لوېدیځه تجربه (ثبات)
دولت د ملت استازی دی
کلتوري تنوع = مشروعیت
اصلاح شوي ملي بنسټونه
وروسته پاتې ټولنې (بحران)
ملت د دولت قرباني دی
کلتوري تنوع = ګواښ
وسله وال ملي بنسټونه