عتیق افغان اسلامي معلومـــــــــات

عتیق افغان اسلامي معلومـــــــــات په دي پاڼه کي اسلامي ليکني دپندډکي کيسي احاديث اونوراس?

ولي بايد زناء کونکی په دورو ووهل سي:د برطانيې مشهوري ورځ پاڼې ډيلې ميل په " 2013/1/7 " کښي يو راپور خپور کړ.چي روسې طبيب...
15/07/2018

ولي بايد زناء کونکی په دورو ووهل سي:

د برطانيې مشهوري ورځ پاڼې ډيلې ميل په " 2013/1/7 " کښي يو راپور خپور کړ.
چي روسې طبيبانو په خپل يوه نوې څيړنه کي دا ثابته کړې ده چي کوم څوک په زناء أو ممارسة الجنس باندي روږدې وي أو قدرت د پريښوولو يې نه لري دهغه لپاره ترټولو مجربه نسخه داده چي پر شا باندي أتيا دورې ووهل شي.
چي دا يې هغه شهواني فکر له منځه وړي أو پر دماغ چي کوم أثر دکثرة الزناء له وجهې پروت وي د هغه په ختمولو کي هم مهم رول لري.

مشهور روسي طبيب " Dr German Pilipenki زیاتوي چي تر أوسه پوري مو تر زر زيات چي أکثره يې له ليري منطقو راغلي دي د شپيته ډالره په مقابل کي مو په أتيا دورو وهلې دي چي پنځه نوي فيصده یې په هغه عين وخت کي د سعادت احساس کوي.
أو هغه ذهنيت يې په بشپړ ډول له مينځه وړل سوی وي کوم چي دوی يې و زناء أو ممارسة الجنس ته هڅول.

#تبصره دشريعت محمدي صلی الله عليه وسلم په تطبيق أو تنفيذ کي دټول عالم خير دی، څوک چي يې دتطبيقولو مخه نيسي هم په حقوق الله مجرم دي أو هم په حقوق العباد...
يا ربه ته خو مو پر ټوله نړۍ دشريعت محمدي صلی الله عليه وسلم په حاکمیت سترګې یخي کړه! .... امین

د ږيرې پریښودو اهمیت او فواید او د خریلو نقصانات او سزاګانې (دریمه برخـه) د ږیرې پریښودو حکم: د شریعت په احکاماتو کې یو ...
11/07/2018

د ږيرې پریښودو اهمیت او فواید
او د خریلو نقصانات او سزاګانې
(دریمه برخـه)

د ږیرې پریښودو حکم: د شریعت په احکاماتو کې یو حکم د ږیرې پریښودو او بریتونو کمیدو هم دی، چې مسلمان به خپله ږیره پریږدي.
ځکه ږیره پریښودل واجب دي، او خریل یې په اتفاق سره ګناه کبیره، حرام او ناجایز دي.
۱ـ دبخاري حدیث دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: { تاسو د مشرکینو مخالفت وکړئ: ږيرې اوږدې کړې، او بریتونه کم کړئ}.
۲ ـ په بل روایت کې فرمایي: { تاسو د بریتونو په کمولو کې مبالغه وکړئ یعنی ښه یې کم کړئ، او ږيرې اوږدې کړئ}.
۳ ـ دمسلم حدیث دی نبي علیه السلام فرمایي:
{ تاسو دمشرکینو مخالفت وکړئ، بریتونه کم کړئ او ږیرې پوره پریدئ}.
دا خو ما تاسو ته صرف یو څو احادیث ذکر کړه، که دحدیثو په ذخیره باندې نظر واچول شي نو د ږیرې د پریښودو په باره کې دومره ډیر احادیث راغلي دي چې دشهرت درجې ته رسیدلي دي، بلکه د تواتر معنوي درجې ته رسیدلي دي.
لهذا ږیره پریښودل د دین په فرائضو او د اسلام په شعائرو کې داخله ده، او دهر مسلمان لپاره ږیره پریښودل واجب دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بخاري کتاب اللباس باب تقلیم الأطفار حدیث ۵۸۹۲.
بخاري کتاب اللباس باب إعفاء اللّحی حدیث ۵۸۹۳.
مسلم باب خصال الفطرة حدیث ۲۵۹.
دوامداره لړي ( مـدلل تقریرونه )

الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ، وَالصَّلَاةُ والسَّلاْم عَلی خَاتمِ الأنبِیَاءِ وَأَشْرَفِ الْمُرْسَلین، وعَلی آله...
11/07/2018

الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ، وَالصَّلَاةُ والسَّلاْم عَلی خَاتمِ
الأنبِیَاءِ وَأَشْرَفِ الْمُرْسَلین، وعَلی آلهِ وَ اصْحَاِبهِ وَسَلْم
امَّا بعدُ فَأَعُوذُ بِاللهِ مِنَ الشَّیْطنِ الرَّجیمِ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
قالَ اللهُ تبارک وتعالی فی القُرآنِ الْمَجِیْدِ وَالْفُرْقَانِ الحَمِید: فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِۦٓ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ.
وَقَالَ تَعَالَی: يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ .
وَقَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ علیه وَسَلَّمَ: خالِفُو الْمُشْرکِینَ: وَفِرُوا اللُّحی وَ أَحْفُوالشّّوَرِبَ.
صَدَقَ اللهُ الْعَظِیْم.

قـدرمــنو او عزتمندو مسلمانانو وروڼو!
دمسلمان لپاره دا ضروري ده چې دې به دشریعت په هر حکم باندې عمل کوي، که هغه دقرآنکریم احکامات دی، یا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته کوم احکامات بیان کړي دی، دا ټول به انسان ښه په کلکه عملي کوی.
داسی نده چې ګني اسلام صرف دعباداتو مجموعه ده
بلکې پدې کې د عباداتو سره سره د اعتقاداتو، معاملاتو، اخلاقو او آدابو باره کې هم واضح احکامات موجود دی.
تر دې پورې چی نبي علیه السلام دخپل امت دباطن اصلاح سره سره د ظاهر اصلاح هم کړي د مسلمان دظاهری لباس،شکل وصورت په باره کې یې واضحه ارشادات بیان کړی....
ــــــــــٌٌٌــــــــــــــــّ ـــــــــــــــــ
دوامداره لړي (مدلل تقریرونه)
النور آیة ۶۳.
النساء آیة ۵۹.
بخاري کتاب اللباس باب تقلیم حدیث ۵۸۹۲.
مشکوة ج۲، ص۳۸۰ باب الترجل.
ضياوالرحمن رحماني

اول :   پوسټ نشرول مو هیر نشي.څو_پاته_شوي_سنتونه:نشرونکی ـ اسلامی معلومات  هسي خو ډیر هم مبارک سنتونه او د رسول الله صلی...
01/07/2018

اول : پوسټ نشرول مو هیر نشي.

څو_پاته_شوي_سنتونه:

نشرونکی ـ اسلامی معلومات

هسي خو ډیر هم مبارک سنتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوند اهداف او لارښووني د امت څخه پاته دي که څه هم اوس هم داسي وفاداره امتیان سته چي د ټولو سنتو د عملي کولو توفیق لري خو بیا هم ځیني سنتونه چي عموماً ترک ښکاري په لاندي ډول دي چي باید ژوندي سي:

صحابه کرامو رضي الله عنهم مسنون وه ټول عملي کول ځکه هغوی ویل چي دا خو " سنت " دي،

او موږ يې په دې پرېږدو چي دا خو صرف " سنت " دي! (استغفرالله!)
په اذان کي به مؤذن د کلماتو پرلپسي والي کاوه او سامع به هغه شان کلیمات ویل.
شپې شروع په دوه رکعته لمانځه سره کول.
خوراک په درو ګوتو کول.
په تاسو کي دي څوک په ولاړه اوبه نه چیښي.
اوبه په درو ساه چیښل
په اوداسه سره بیدیدل.
د مسلمان ورور زیارت د الله جل جلاله د رضا له پاره کول.
د کورنو په کارونو کي د خپلي کورنۍ سره مرسته کول.
سپین ورېښته ته په رنګ سره تغیر ورکول بیله تور رنګه.
د نارینه له پاره سپیني جامې اغوستل.
د ملاقات په وخت کي روغبړ کول.
لویدلې ګوله را پورته کول کوم خاشاک یا خاوره چي وي هغه ځیني لیري کول، پاکول او خوړل.
پر راسته اړخ خوب کول.
د مریض پوښتنه کول.
نوږي والا ته چي الحمدالله ونه وايي، یرحمک الله مه وایاست.
د شرموښکۍ وژل (ځکه خلګو ته ډول ډول ضرر رسوي او د پخوا څخه یو مضر حیوان دی).
د لاري څخه د ضرري شي لیري کول.
په اوبو کي نه پوکل.
د امت مشکلات په اجتماعي روحیه د حلولو کوښښ کول
نکاح په مسجد کي کول
د خلګو اړتیاوي پوره کول
د قهر زغمل
وصیت لیکل
د جمعې لمانځه ته وختي تلل
د ظلم مخنیوی کول
همسایه ته طعام استول
تلاوت، اذکار او دعاګاني کول
پر مسلمان ښه ګمان کول
د مسلمان دفاع کول
او داسي نور.........

دا سنت باید عملي کړو او تر نورو مؤمنانو يې ورسو ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک سنتونه ژوندي کول زموږ وظیفه وګرځي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

ژباړه: که څوک زما یو سنتو څخه یو سنت را ژوندی کړي چي هغه زما څخه وروسته پاته سوې وي (څوک يې نه عملي کوي) نو یقیناً ده لره دومره ثواب ورکول کیږي څومره کسان چي په دې باندي عمل کوي بېله دې چي د دوی په ثوابونو کي کمي راولي. او که څوک د ګمراهۍ بدعت جوړ کړي کوم چي الله او د الله رسول یې خوښ نه لري نو پر ده د دومره کسانو ګناهونه راځي څومره کسان چي عمل پري کوي. کومه ګناه چي ده لره ورکول کیږي د هغه نور کسانو په ګناه کي کمي نه رواولي. رواه الترمذي و رواه ابن ماجه

اللَّهﷻ دي دا مبارکه مياشت زموږ د ټولو مسلمانانو د ګناهونو د رژولو سبب وګرځوي اللَّهﷻ دي دادې مبارکې مياشتي په برکت په  ...
24/05/2018

اللَّهﷻ دي دا مبارکه مياشت زموږ د ټولو
مسلمانانو د ګناهونو د رژولو سبب وګرځوي
اللَّهﷻ دي دادې مبارکې مياشتي په برکت په
افغانستان اوټولو اسلامي هيوادونو کې
امن او سوله راولي
(آمین يارب العالمين) /

ږیره خریل ولې عام شو؟بعضي علماء د شخصي ګټو پخاطر، یا د خلکو نه د ویرې په وجه، یا د خلکو د نه خفه کولو په وجه، یا د بعضې ...
20/05/2018

ږیره خریل ولې عام شو؟
بعضي علماء د شخصي ګټو پخاطر، یا د خلکو نه د ویرې په وجه، یا د خلکو د نه خفه کولو په وجه، یا د بعضې نورو وجوهاتو په بناء باندې د ږیري خریلو مذمت، او سزاګانې نه بیانوي، چې ددې په وجه په ټولنه کې خلکو ته ږیره خریل د سره ګناه نه معلومیږي، بلکې دا یې د ګناهونو له فهرست نه مکمل ایستې ده، چې په نتجه کې ډیر خلک په دې عظیمه ګناه کې مبتلاء دی او ښه په فخر سره ښکاره ږیره خرایي.
او بعضې خلکو ته ددې مسئلې پوره معلومات نه وي
او دا یې نظریه وي چې: که انسان ږیره پریدي نو ثواب لری او که یی نه پریدې نو صرف له ثوابه به محرومه شي، حالانکه داسی نده، بلکه ږیره پریښودل واجب دی اوخریل یې حرام ګناه کبیره ده.
لهذا غواړم چې دلته د ږيري په موضوع تفصیلی بیانونه شریک کړم، چې خلکو ته د ږیري پریښودلو اهمیت، حیثیت، فضیلت او فواید هم معلوم شی او ور سره دخریلو حکم نقصانات، سزاګانی هم معلومی شي.
مقصد او هدف مو د الله تعالی رضا او د مخلوق خدا خیر خواهی ده، د هیچا سپکاوي او اهانت مې مقصود نه دی.
ــــــــــــــــــــــ ــ ـــــــــــــــ
درنو دوستانو مدلل تقریرونه دوام لری، ملتیا مو غواړم.
کافي

جنت په شل روپۍ څوک اخلي؟!فضل الهيیو یتیم خپلو میږو سره څړ ځای ته تلی و، میږو یې واښه خوړل او نوموړی په خاورو کې لګیا و ر...
19/05/2018

جنت په شل روپۍ څوک اخلي؟!

فضل الهي

یو یتیم خپلو میږو سره څړ ځای ته تلی و، میږو یې واښه خوړل او نوموړی په خاورو کې لګیا و رسامي یې کوله.

یوه ښځه په لار تېریدله نو یتیم ماشوم باندې یې سترګې ولګیدې چې ځان سره یو خیالي نړۍ کې لګیا دی، ښځه یتیم ته نیژدې ورغله او ترې وپوښتل چې دلته څه کوې؟

یتیم ورته وویل جنت رسموم او بیا یې برخې برخې کوم که څوک یې اخلي، ښځه ورته مسکۍ شوه او ترې وپوښتل چې یوه برخه په څو دی؟

یتیم ورته وویل په شل روپۍ.

ښځې یتیم ته شل روپۍ ورکړې او د شفقت لاس یې ورباندې راکش کړ او بیا خپل کور ته لاړه.

د شپې چې ویده شوه نو خوب یې ولید چې جنت کې ګرځي، سهار یې کیسه خپل خپل خاوند ته وکړه چې ما یتیم ته شل روپۍ ورکړې او په بدل کې یې ما ته جنت راکړ.

د ښځې خاوند هم هغه یتیم ماشوم ته ورغئ او ترې وپوښتل چې ما ته هم جنت کې یوه برخه راکړه، ماشوم ورته وویل چې زه نه خرڅوم.

د ښځې خاوند ورته وویل پرون د زما میرمن ته په شل روپۍ جنت ورکړی و او بیګا یې خوب کې لیدلی دی، نو ما ته یې هم راکړه.

ماشوم ورته وویل ستا میرمن ځکه جنت خوب کې لیدلی دی چې ما باندې یې شفقت وکړ او پدې یې باور و چې د چا سره نیکي کول په ځانګړي ډول د یتیم لاسنیوی کول لوی اجر لري.

مګر ته لدې مخکې په دې اند وې چې چا سره نیکي کول هیڅ ګټه نه لري، اوس د چې له خپلې میرمن څخه واوریدل نو اوس جنت پسې منډې وهې، مګر په حقیقت کې اوس هم په زړه کې باوري نه یې چې د چا سره نیکي کول اګر که ډیره کمه هم وي دومره لوی اجر لري.

عبرت: د بیوزلانو او په ځانګړي ډول د یتیمانو لاسنیوئ کول او دوی باندې شفقت کول خورا لوی اجرونه لري.

مسلمان باید هیڅکله چا سره د کوچنۍ نیکۍ بې پروایي هم ونه کړي، اګر که یوه خرما(کجوره) هم چا سره مرسته وکړي.

دا چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده، نو د مؤمنانو لپاره یو طلائي چانس دی چې د بیوزلانو او په ځانګړي ډول یتیمانو سره هر اړخیزه مرسته وکړي، ترڅو چې الله تعالی لوی اجرونه ورکړي او د قیامت په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا ورپه برخه کړي.

په لاندې شيانو روژه نه ماتيږي ۱په هيره سره څه خوړل او څښل او نور.....۲د ورځې اح**ام کېدو سره (په خوب کې انزال ) او يا په...
19/05/2018

په لاندې شيانو روژه نه ماتيږي

۱په هيره سره څه خوړل او څښل او نور.....

۲د ورځې اح**ام کېدو سره (په خوب کې انزال ) او يا په فکر او نظر سره انزال چې دا کار ګناه ده مګر روژه نه ماتوي ځکه د ج**ع او استمناء صورت نلري

مګر د فکر او نظر په تکرارولو انزال کېدو سره روژه ماتيږي

۳ په سترګو کې قطره اچول او يا سترګې په رنجو تورول روژه نه ماتوي ځکه چې جناب نبی صلی الله عليه وسلم په روژه کې رانجه استعمال کړې دي

۴ حجامت ( د وينې ايستل ) يا د وينې ورکول روژه نه ماتوي

۵په روژه کې مسواک وهل روژه نه ماتوي

۶غسل کول ، لامبو وهل او د لمدو جامو اغوېستل روژه نه ماتوي

۷په خوله او پزه اوبه تيرول ولو که د اودس پرته هم وي روژې ته نقصان نلري مګر مبالغه کول پکې مکروه دي

۸بې قصده خولې ته د دود ، غبار ، مچ ننوتل روژه نه ماتوي

مګر قصداً د اوبو د بخار او دود کش کول روژه ماتوي

۹د غاښ اېستل په هغه صورت کې چې وينه يا درمل تير نشي

۱۰د لامبو په سبب غوږ ته د اوبو ننوتل او غوږ قطره

۱۱ د قصد او ارادې پرته قیء کول چې خوله ډکه نکړي

۱۲دغاښونو په مينځ کې د خوراکي شي تيرول چې د نخود څخه کم وي

۱۳ د جنابت ځنډول د صبا تر ختلو پورې روژې ته نقصان نه رسوي مګر د جنابت ځنډول پکار نه دي ځکه په حديث شريف راغلي

«لا تدخل الملائكة بيتاً فيه صورة، ولا كلب، ولا جنب»

ژباړه ملائکې هغه کور ته نه ننوځي چې په هغه کې سپی تصويرونه او جنب وي

۱۴بې قصده د عطرو او خوشبويی بويول

۱۵ پيچکاري کول ، د پيچکاری په باره کې د احتياط قول دا دی چې : پيچکاري دوه ډوله ده هغه چې په غوښه کې کيږي او بل هغه چې په رګ کي کيږي

د غوښي پيچکاري کچيرې غذايي وي روژه ماتوي او که غذايي نه وي روژه نه ماتوي

او د رګ پيچاری که عذايي او که نه په دواړو حالاتو کې روژه ماتوي ځکه معدې او کلمو ته لاره لري

۱۶د شهوت پرته د ميرمنې مچې کول

چې دری حالتونه لري

اول که د شهوت سره وي او پخپل ځان حاکميت ونه لري نو داسې کول حرام دي ، روژه مکروه کيږي

دوهم چې د شهوت سره وي او پخپل ځان حاکميت ولري نو دا کار هم مکروه دی

دريم چې د شهوت سره نه وي او پخپل نفس قادر وي روژې ته نقصان نلري

۱۷د تنفسي مريضانو لپاره د مصنوعي اوکسجن کش کول روژه نه ماتوي

۱۸مرهم ، پټی او پاسمان سره روژه نه ماتيږي

(فقه الاسلامي وادلته الدر المختار 132/2-153
فتح القدير 64/2-77البدائع، 94/2

یوه ورځ یوه کس حج ته د تللو هوډ وکړ، کله چې یې له خپلو زامنو سره مخه ښه کوله، نو په دې وخت کې کوچني زوی یې خپل پلار ته و...
13/05/2018

یوه ورځ یوه کس حج ته د تللو هوډ وکړ، کله چې یې له خپلو زامنو سره مخه ښه کوله، نو په دې وخت کې کوچني زوی یې خپل پلار ته وویل : پلار جانه ! ما هم له ځان سره حج ته بوځه .

پلار یې وویل : ته تر اوسه پورې کوچنی یې پر تا باندې حج نه دی فرض شوی، کوچنیان څوک له ځان سره حج ته نه بیایي، کله چې ستر شوې، نو بیا کولای شې د حج فریضه ادا کړې، دې ته ورته ډېر خبرې یې ورته وکړې، هلک له ډېرو زاریو او عذرونو وروسته خپل پلار دې ته اړ کړ، چې له ځان سره یې حج ته بوځي .

دواړه مکې معظمې ته د حج کولو په موخه روان شول، بالاخره حج ته ورسېدل .
له کعبې شریفې نه د طواف کولو پر مهال، زوی له خپل پلار څخه وپوښتل : پلار جانه ! الله (ج) چېرته دی ؟ آیا په خپل کور کې دی ؟ را ځه چې لاړ شو الله (ج) ووینو !

پلار یې وویل : موږ الله (ج) نه شو لیدلی، دلته یوازې د دې له پاره راغلي یو، چې د خدای (ج) له کور څخه طواف وکړو .

زوی خپل پلار ته وویل : پلار جانه ! آیا داسې کېدای شي، چې مېلمه د چا کره ورشي او د کور څښتن ونه ویني ؟ دې ته مېلمستیا نه شو ویلای !

هلک په سجده پرېوت، چیغې یې وهلې او ویل یې، چې زه غواړم الله (ج) ووینم .

په همدې وخت کې په ناڅاپي ډول امام ابو حنیفه (رح) د دوی خواته راغی، پلار د د امام ابوحنیفه (رح) په لیدو خوښ شو او ورته وې ویل : اما ابوحنیفه (رح) راشه زما زوی رانه پوښتنه کوي او وایي، چې الله (ج) چېرته دی ؟ زه غواړم، چې خدای (ج) ووینم! امام ابو حنیفه (رح) وویل : د زوی دې له الله (ج) سره لیده کاته وشول .

پلار خپل زوی وښوراوه، ګوري چې له دې فاني نړۍ سره یې د تل له پاره مخه ښه کړې ده . پلار چې وکتل زوی یې له دې نړۍ څخه تللی دی، نو په ژړا، چیغو او زاریو سره یې وویل : ای الله (ج) ما هم له خپل زوی سره مې په خپل ملاقات ونازوه .

خدای (ج) د زوی په څېر یې د ده دعا هم قبوله کړه او له دې دنیا سره یې مخ ښه وکړه .

هغه څه چې ویلی شم هغه دادي : یو ځل له الله (ج) سره د زړه له کومې مینه وکړئ، بیا وګورئ، چې له خدای (ج) سره مینه څومره خوند لري .

 :پر مځکه باندي د ژوندکولو د شونتیا لپاره په زرونو لاملونه پیداکړل سوي دي، له دې زیاتو لاملونو څخه که د یو څو په اړه علم...
07/05/2018

:
پر مځکه باندي د ژوندکولو د شونتیا لپاره په زرونو لاملونه پیداکړل سوي دي، له دې زیاتو لاملونو څخه که د یو څو په اړه علم ترلاسه سي هغه په دې خبره باندي د پوهېدلو لپاره کافي او بس دئ چي د دنیا د جوړولو موخه دلته ژوندکول او دده پر خپل حال ساتل دي، له دې کبله څوک چې له خپل عقل څخه کار واخلي او د خپل ضمیر او شعور اواز ته لبیک ووایی هغه ته به داخبره د لمر په څېر روښانه سي چې د دې نړۍ اتفاقاً او یو په یو ، رامنځته کېدلو دعوه بېخي پوچه او سراسر غلطه ده.
لنډه داچی څوک خپل ذهن په کار واچوي او د سوچ کولو له وړتیا څخه کار واخلي، هغه د اللهﷻ په نخښو باندي په ډېره ښکاره توګه پوهېدلای سي.
په دې لاندي آیت کې د دې ډول خلکو یادونه په داسي توګه سوې ده:
الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيٰمًا وَقُعُودًا وَعَلٰى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هٰذَا بٰطِلًا سُبْحٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ .(سورةآلِ عمران)
چي په ولاړي، ناستي او ملاستي، هر حالت کښي خداى يادوي. او د اسمانونو او ځمکي په پيدايښت کښي غور او فكر كوي (هغوى په غير ارادي توګه غږ كوي چي:) "آې زموږ ربه! دا ټول شيان تا بابيزه او بې مقصده نه دي پیدا کړي، ته له دې څخه پاك یې چي عبث كار وکړې؛ نو اې ربه! موږ د دوږخ له عذابه وژغوره.
مسعود احمد سالار

له ستر  #پیغمبرﷺ څخه  #وپوښتل شول، چې د خلاصون ذریعه څه ده؟ #هغه  #مبارک  #وفرمایل: #خپله  #ژبه  #کابو ولره، او پر  #خپل...
04/05/2018

له ستر #پیغمبرﷺ څخه
#وپوښتل شول، چې
د خلاصون ذریعه څه ده؟
#هغه
#مبارک
#وفرمایل:
#خپله
#ژبه
#کابو ولره، او پر
#خپلو
#ګناهونو باندې
#ژاړه.
ترمذي.

Address

غزني
Al Ain
2

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when عتیق افغان اسلامي معلومـــــــــات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share