ښوونې او روزنې پوهنځى- کونړ

Directions

ښوونې او روزنې پوهنځى-  کونړ EDUCATION FACULTY SAID JAMALUDIN AFGHANI UNIVERSITY

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کېميا څانګې يو تن استاد محترم پوهنيار انتظار صديقي د پوهنيار علمي رتبې څخه پوهنمل علمي رتبې ته...
14/10/2026

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کېميا څانګې يو تن استاد محترم پوهنيار انتظار صديقي د پوهنيار علمي رتبې څخه پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع علمي کنفرانس چې سرليک يې (د وينځونکو موادو په واسطه د ککړو شويو اوبو د تصفيې لارې چارې) د پوهنځي د غونډو په تالار کې د ژوري هیئت ، ګڼو استادانو او محصلانو په شتون کې په برياليتوب سره وړاندې کړ.
محترم استاد ته دې مبارک وي!

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو د دوکتورا برنامې استاد پوهاند دوکتور عزیزالله جبارخېل او...
13/10/2026

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو د دوکتورا برنامې استاد پوهاند دوکتور عزیزالله جبارخېل او ور سره د دوکتور برنامې سکالرانو هر یو د کندهار پوهنتون استاد پوهندوی عطاءالله محمدي، د بامیان پوهنتون استاد پوهندوی محمد عثمان څوليزي، د لغمان پوهنتون استاد پوهندوی سلیمان صیاد او د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون استاد پوهندوی احمدالله عزیز، سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون د ،علمي چارو د مرستیال استاد صلاح الدين ایوبي سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل چې ښاغلي پوهاند صیب جبارخېل د کونړ پوهنتون د علمي پرمختګونو ستاینه وکړه او د فارغو شویو محصلانو د وړتیا بېلګې یې وړاندې کړې. ښاغلي ایوبي صیب د استادانو په راتګ خوښي وښوده او د ګټورو مشورو له شریکولو څخه یې مننه وکړه. نوموړو مېلمنو ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس پوهنیار مولوي خانزاده حنیفي سره وکتل چې نوموړي یې په راتلو خوښي وښوده او د هر وخت راتګ هیله یې ترې وکړه.
داچې په علمي لحاظ مېلمنو د پښتو څانګې سره تړاو درلود نو لومړی یې د پښتو څانګې له استادانو سره وکتل او بیا یې د پښتو څانګې محصلانو سره وکتل او خپلې علمي تجربې یې ور سره شریکې کړې چې محصلان يې په راتګ ډېر خوښ شو.

06/10/2026

نويو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه۰

ورځ دوشنبه ۱۴۴۸هـ ق کال ربیع الثاني ۲۲مه۔ د ۱۴۰۵ل کال د میزان ۱۳مه
د ښوونې او روزنې پوهنځي د روان ۱۴۰۵ل کال نويو بریاليو شويو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست او د تېر سمستر ممتازو محصلانو ته ستاینغونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو د انسجام آمر مولوي عبدالله مسلم، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس مولوي خانزاده حنیفي، د یاد پوهنځي د څانګو آمرينو، استادانو او محصلانو ګډون کړی و. غونډه د قاري صاحب اسرارولي محمدي له خوا د قرآن کريم په مبارکو آیتونو پيل شوه. د پيل او ښه راغلاست وینا د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس محترم مولوي خانزاده حنیفي وکړه چې په خپلو خبرو کې یې نويو بریاليو محصلانو ته ښه راغلاست او د کامیابېدو له امله مبارکي وویله او محصلان يې د علم ارزښت، د قرآن کريم د سپيڅلي کتاب اعزاز او احترام ته او په عام ډول د کتاب درناوي ته متوجه کړل، ټيګار یې وکړ چې کله یو څوک قرآن کریم زده کړي نو نور علوم به په خپله د دغه شخص لور ته راځي ځکه چې قرآن کريم د ټولو علومو لپاره کلي او بنسټ دی. همدا ډول یې محصلانو ته د پوهنتون، پوهنځي او بیروني چاپيریال کې د ښو اخلاقو د مراعت کولو په پار لازمې سپارښتنې وکړې، دوی یې د اسلام او اسلامي امارت د ټولو اصولو رعایت ته متوجه کړل او د خپلو استادانو د احترام او خدمت اړوند یې ورته اړینې توصیې وکړې.
دا رنګه د سید جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو د همغږۍ آمر هم محصلانو ته د پوهنتون یو شمېر اصول او قواعد بیان کړل او ترڅنګ يې محصلانو سره د بېلابېلو خدماتو لکه د لنډمهاله کورسونو، د لیکدود او لیک لوست برنامو په شمول د نورو اړينو پروګرامونو د پیل ژمنه هم وکړه او محصلان يې په یادو برنامو کې ګډون ته وهڅول او دا چاره یې د محصلانو د تحصیلي پرمختیا لپاره اړینه وبلله.
ورپسې د پوهنځي د ښوونې او روزنې پوهنځي یو تن استاد پوهنمل روح الله عارفزي محصلانو ته ترتیب شوی سمینار (پریزنټیشن) وړاندې کړ. په سمینار کې محصلانو ته د پوهنتون د عمومي پېژندنې، رهبرۍ د معرفۍ، د ښوونې او روزنې پوهنځي مشرتابه او په څانګو کې د رسمي کادري غړو د پېژندنې تر څنګ د کريډيټ لایحې اړوند راټول شوي مطالب تشریح شول، استاد عارفزي ټول محصلان د اسلامي امارت اصولو او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت اصولو، لوایحو او مقراراتو رعایت ته متوجه کړل او دا چاره یې لازمي وبلله.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د تېر سمستر د بېلابېلو څانګو محصلانو ته چې په خپلو ټولګيو کې ممتاز (لومړی، دویم او درېیم) نمره راغلي و، ستاینليکونه ووېشل شول او دوی په دې معنوي ډالۍ ونازول شول. د غونډې د دریځوالۍ او فرهنګي چارې د استاد پوهنیار نهضت الله عادل او پوهنمل روح الله عارفزي له لوري پرمخ وړل کېدې.
یاده پرتمینه غونډه د سید پوهنتون د محصلانو د همغږۍ د آمر محترم مولوي عبدالله مسلم له لوري په دوعا کولو سره پای ته ورسېده.

خبرتیا د کونړ سیدجمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ګرانو محصلانو!اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ و...
05/09/2026

خبرتیا
د کونړ سیدجمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ګرانو محصلانو!
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎!
ګرانو!
خدایﷻ دې وکړي چې د ووړي رخصتي به مو په خیر او خوشالۍ سره تېره کړې وي، دا دی اوس مو پر ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټه د یکشنبې پر ورځ درسونه پیلېږي، هیله ده چې پر خپل وخت درسونو ته حاضر شئ او د نه حاضرېدو په صورت کې ناسوب شمېرل کېږئ!
درنښت

د ښوونې او روزنې پوهنځي لرليد او ماموريت!
01/09/2026

د ښوونې او روزنې پوهنځي لرليد او ماموريت!

د عربي څانګې پېژندنهموخېلرليدرسالت
31/08/2026

د عربي څانګې پېژندنه
موخې
لرليد
رسالت

31/08/2026

د جغرافيې څانګې لرليد Vision او ماموريت Mission

لرليد Vision
د لوړو زده کړو د امارتي ستراتيژيو او پاليسيو په رڼا کې د جغرافيې څانګه هوډ لري چې په علمي ډګر کې د مسلکي ښوونکو او څېړونکو د موجوده وضعيت په تغيير سره، مطلوب وضعيت ته د رسېدو په خاطر، د ښوونيز نظام اړتياوو ته ځواب ووايي او د ښوونې او روزنې او خدماتو لړۍ د علمي او څېړنيز کيفيت په درلودلو سره، مډرنه او عصري کړي او په دې برخه کې خپله ونډه تر سره کړي. یو داسې تعلیمي چاپیریال رامنځته کړي چې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو ته د جغرافیایې پوهې، عملي مهارتونو او تحلیلي تفکر د پراختیا لپاره فرصتونه برابر کړي. د جغرا فیې څانګه غواړي چې د جغرافیې په برخه کې د افغانستان او سيمی په کچه داسې مسلکي او نوښتګر ښوونکې او کادري اشخاص وروزي چې د علمي، صنعتي او ټولنیزو ستونزو د حلولو په برخه کې اغېزمن علمي رول ولوبوي.
ماموريت Mission
د جغرافیې څانګه د هېواد د تعليمي نظام د اړتياوو د پوره کولو، د جغرافیې اړوندو ټولنيزو ستونزو د حل لارو د طرحې او د ستراتيژيکو موخو د تحقق لپاره مکلفه ده چې د اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې داسې متعهد، د لوړې کچې، کيفيت لرونکي او مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې د نوې څېړنيزې مېتودولوژۍ، معاصرې ټکنالوژۍ او اغېزمنو تدريسي مېتودونو په مهارتونو سمبال وي د څانګې فارغ‌التحصيلان به د علمي ځواک، عملي مهارتونو او سالم مديريت له لارې د اسلامي روحيې پر بنسټ وکولای شي په ټولنه کې مثبت بدلون، پرمختګ او دوامدار اغېز تضمين کړي.

29/08/2026

د ښوونې او روزنې پوهنځي د رياضي څانګې لرليد او رسالت!

لرليد (Vision)
د رياضي څانګه هڅه کوي چې د لوړو زده کړو د امارتي ستراتيژيو او د تضمين کيفيت د معيارونو په رڼا کې، د معیاري نصاب، علمي څېړنو او معاصرې ټکنالوژۍ له لارې داسې اکادميک چاپېريال رامنځته کړي چې د سيمې او نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره د سيالۍ وړ وي، او د رياضيکي علومو د پرمختګ او د ټولنيزو ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن علمي رول ولوبوي.

رسالت (Mission)
د رياضي څانګې رسالت دا دی چې د اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو په چوکاټ کې د کيفيت لرونکي تدريس، علمي څېړنو او معاصرې ټکنالوژۍ په کارولو سره مسلکي او متعهد کادرونه وروزي، څو د رياضيکي علومو د پرمختګ، د تعليمي نظام د پياوړتيا او د ټولنې د ستونزو د حل لپاره اغېزمن خدمت وکړي

بسم الله الرحمن الرحیمد علمي ترفیع کنفرانس راپورنېټه: ۱۴۰۵/۵/۱۸د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ...
13/08/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
د علمي ترفیع کنفرانس راپور
نېټه: ۱۴۰۵/۵/۱۸

د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې څانګې استاد پوهنيار عبدالرحمن عابد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع لومړی کنفرانس چې سرليک يې (تنکيو ځوانانو د‌ ځان وژنې لاملونو څېړنه) و، د پوهنځي د غونډو په تالار کې وړاندې کړ.
په ياد علمي کنفرانس کې ګڼ شمېر استادانو او محصلانو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، بيا د ياد پوهنځي رئیس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي د پيل خبرې وکړي او د ځان وژنې د حرمت په اړه بحث وکړه، وروسته محترم استاد پوهنيار عبدالرحمن عابد خپله علمي مقاله او څېړنیز کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړ.
نوموړي د خپلې څېړنې سريزه، موخې، پوښتنې، کړنلاره او مېتود، موندنې او پایلې په تفصیل سره بیان کړې او د موضوع علمي او عملي اهمیت یې روښانه کړ. همدارنګه یې د خپلې څېړنې نوښتونه او د راتلونکو څېړنو لپاره وړاندیزونه هم شریک کړل.
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظریات وړاندې کړل چې د استاد له لوري ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول. ګډونوالو د استاد علمي هڅې وستایلې او د نوموړي کنفرانس یې ګټور او ارزښتناک وباله.
غونډه د دعا او مننې په ویلو سره پای ته ورسېده.

د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته په لومړي ځل فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شو۔يکشنبه، صفرالمظفر، ۱۱مه، ۱۴۴۸ ه...
26/07/2026

د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته په لومړي ځل فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شو۔
يکشنبه، صفرالمظفر، ۱۱مه، ۱۴۴۸ هــ . ق
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې موخه ترتيب شوې غونډه کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، کونړ ولايت د ځېنيو ادارو استازو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او د هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.
غونډې ته د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د دې گڼو محصلينو فراغت موږ ته د ملک د ابادۍ پيغام راکوي نو دا فارغان به حاصله کړې پوهه په پوره ایماندارۍ د خپل ولس او نظام د خدمت لپاره وکاروي. نوموړي همداراز د علم ارزښت او اهميت په تړاو خبرې وکړې او فارغان يې لا نورو لوړو زده‌کړو ته وهڅول.
غونډې ته د عبدالله بن عباس ؓ ديني جامعې رئیس شيخ عبدالمالک نيازي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې فارغانو ته مبارکي وويله او هغوی ته يې له فراغت وروسته د مسؤليتونو په هکله لازمې توصيې وکړې.
هېره دې نه وي چې په دې فراغت‌غونډه کې فارغانو ته د فراغت رسمي تحصيلي اسناد(ديپلوم او ترانسکرېپت) ورکړل شول، چې د پوهنتون رهبرۍ له لوري د ستاينليکونو او ډاليو په ورکړې سره، د دې نوښتيزې چارې د ترسره کوونکو مسؤلينو قدراني هم وشوه.

Address

KUNAR
Asadabad
2801

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ښوونې او روزنې پوهنځى- کونړ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share