په ننګرهار پوهنتون کې د کونړ محصلین

په ننګرهار پوهنتون کې د کونړ محصلین علم انسان د جمال او کمال لوړو پوړیو ته رسوی نو د علم لار خپله کړی Our aim is only and only to be educated persons.

28/12/2020

رسول الله ﷺ فرمایلي:
د خپل مسلمان ورور په مخکې ستاسې تبسم او مُسکا، تاسو لپاره صدقه او خیرات دی.
(رواه الترمذي)

مېندی دی کینې او ستا په څیر بچي دی وزیږوئانجينر اعجازالحق (دانش يار) هغه مينه ناک، شریف، فعاله او متحرکه ځوان دی چې تل ی...
23/10/2020

مېندی دی کینې او ستا په څیر بچي دی وزیږوئ

انجينر اعجازالحق (دانش يار) هغه مينه ناک، شریف، فعاله او متحرکه ځوان دی چې تل یې په داسې سختو او کږلیچنو حالتو کې د کنړ ولايت د محصلينو احوال اخيستې، په وخت وخت یې د محصلينو
لاس نیوي او د روغ، رنځور تفوس کړي دی؛ مونږ ټول یې احسانمند او پوروړي یوو، رب العزت دی دا د نور شملۀ زمونږ له سرۀ هیڅکله هم نه کموي، او د لایزل رب څخه ورته د اوږد عمر او خوشحاله ژوند غوښتنه کوو.

په درنښت
په ننګرهار پوهنتون کې د کنړ محصلينو ټولنې اداره

22/10/2020
د نوملیکنې خبرتیا!د ننګرهار پوهنتون د ورځې پوهنځیو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د ۱۳۹۹ کال کانکور ازموینې له لارې دې پوهنتو...
20/10/2020

د نوملیکنې خبرتیا!
د ننګرهار پوهنتون د ورځې پوهنځیو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د ۱۳۹۹ کال کانکور ازموینې له لارې دې پوهنتون ته بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا ورځې دې (سه شنبه – د تلې ۲۹مه) د نوملیکنې، لیلیې او نورو اړوندو چارو د ترسراوي لپاره د دې پوهنتون د محصلانو چارو آمریت ته راشي.
د نوملیکنې پر مهال باید ۴ قطعې انځورونه او د تذکرې اصل له ځان سره ولرئ او پخپله د شخص موجودیت شرط دی.
یادښت: د شپې پوهنځیو، څوارلسم پاسانو او ماسترۍ دورې لېستونه تر اوسه پوهنتون ته نه دي رارسېدلي؛ د رسېدو او نوملیکنې خبرتیا یې له همدې ادرسه تعقیب کړئ.
درنښت
په ننګرهار پوهنتون کی د کنړ محصلينو خپلواکه ټولنه.

06/10/2020

#ارزښت!
●د يوې خور ارزښت له هغه چا وپوښته چې خور نه لري.
●د لسو کلونو ارزښت له هغه مېړه او ښځې وپوښته چې تازه له يو بل څخه جدا شوي وي.
●د څلورو کلونو ارزښت د پوهنتون له فارغ شوي محصل څخه وپوښته.
●د يوه کال ارزښت له هغه زده کوونکي وپوښته، چې په سالانه ازموينه کې ناکام شوی وي.
●د يوې مياشتې ارزښت له هغې مور څخه وپوښته چې مړ ماشوم یې نړۍ ته راوړی وي.
●د يوې اوونۍ ارزښت د يوې اوونيزې له هغه ايډېټر څخه وپوښته،چې تمامه اوونۍ يې پرې تېره کړې وي.
●د يوه ساعت ارزښت له هغه مين څخه وپوښته چې د ملاقات په انتظار ناست وي.
●د يوې دقيقې ارزښت له هغه چا وپوښته چې په لاره او يا هم اوږد کتار کې په ناوخته کېدو الوتکې يا ملي بس ته نه وي رسېدلی.
●د يوې ثانيې ارزښت له هغه چا وپوښته چې په يوه پېښه کې روغ او ژوندی پاتې شوی وي.
●د يوې ميلي ثانيې ارزښت له هغه چا وپوښته چې د اولمپيک په لوبو کې یې د سپينو زرو مډال ګټلی وي.
●د يوه ملګري په ارزښت د پوهېدو لپاره هغه له لاسه ورکړه.
وخت هيچا ته صبر نه کوي،
د هرې شېبې په ارزښت پوه شئ ، په ارزښت به یې هغه وخت لا ښه پوه شئ چې که وکولای شئ هغه له نورو سره هم تقسيم کړئ.
دا ليکنه خپلو ملګرو او يا نورو هغو کسانو ته چې د نېکمرغي هيله ورته کوئ ، ور ولېږئ
سوله ، مينه او برياليتوب د ټولو لپاره.
--------
CoPy

  د ننګرهار پوهنتون څخه د ۱۳۹۹ کال فارغ کنړیان محصلين په یوه شانداره او پرتمينه غونډه کې وستايل شول؛ په یاده غونډه کې د ...
04/10/2020



د ننګرهار پوهنتون څخه د ۱۳۹۹ کال فارغ کنړیان محصلين په یوه شانداره او پرتمينه غونډه کې وستايل شول؛ په یاده غونډه کې د ننګرهار پوهنتون محصلينو خپلواکه ټولنه په خاص ډول د کنړ ولایت قدرمن والي صیب، راغلو پلاوو، علمآو، استادانو، مشرانو او غونډې ته له ټولو راغلو میلمنو څخه د زړه له کومې مننه کوي.
نوټ؛ ټولو فارغو محصلينو او د هغوۍ پتمنو کورنو ته دی د زړه له کومې مبارک وی.
په درنښت

 #خبرتيانن ورځ په ننګرهار پوهنتون کی د کنړ محصلينو ټولنې لخوا د نوی نماينده ټاکلو په پار غونډه ترسره شوه، چې په ترڅ کې ی...
05/09/2020

#خبرتيا
نن ورځ په ننګرهار پوهنتون کی د کنړ محصلينو ټولنې لخوا د نوی نماينده ټاکلو په پار غونډه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې انجینر رفیع الله د کنړ محصلينو ټولنې د ریئس په توګه، ضيا ءالله د لمړی معاوو او شوکت (اعتمادي) د دهم معاون په توګه وټاکل شول.
ډیر ډیر دی ورته مبارك وی او په چارو کی ورته د لوی رب له دربار څخه کامیابې غواړم.

Address

Asadabad

Telephone

+93767772115

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when په ننګرهار پوهنتون کې د کونړ محصلین posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share