Faculty of Economics - Kunar

Call Directions Contact the university

Faculty of Economics - Kunar Economics

06/10/2026

بسم الله الرحمن الرحيم
د ۱۴۰۵ل کال د میزان میاشتې په ۱۴مه (د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الثاني ۲۳مه)، د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له لورې د نويو بریالیو محصلانو د ښه راغلاست او د تېر سمستر د ممتازو محصلانو د ستاینې غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د پوهنتون د محصلانو مرستیال، د اقتصاد پوهنځي معاون، د څانګو امرینو، استادانو او محصلانو ګډون کړی درلود. غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل شوه. د اقتصاد پوهنځي معاون محترم پوهنيار مجیب الله ایوبي نويو محصلانو ته ښه راغلاست ووایه، د بریا مبارکي یې ورکړه، ممتاز محصلان یې لا زیاتو علمي هڅو ته وهڅول او د زده کړو په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. همدارنګه یې محصلانو ته د پوهنتون اصول او مقررات تشریح کړل.
ورپسې د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د محصلانو مرستیال مفتي شیر افضل منصور نويو محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ممتازو محصلانو ته مبارکي وویله او د مطالعې، کتاب لوستنې او دوامدارو زده کړو پر ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي د اقتصاد پوهنځي د استادانو او اداري کارکوونکو ستاینه وکړه او د لا ښه خدمت هیله یې څرګنده کړه.
د غونډې په پای کې د اقتصاد پوهنځي د تېر پسرلني سمستر هغو ممتازو محصلانو ته چې په خپلو ټولګیو کې یې لومړی، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړي وو، ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه د محلانو معاون مفتي شیر افضل منصور په دعا سره پای ته ورسېده.

د اقتصاد پوهنځي فرهنګي چارو کمېټه
نوماند پوهنیار محمد عارف دانش

03/10/2026

د پوهنيار حامد احمد مراد پوهنمل علمي رتبې دويم علمي کنفرانس د وړاندې کولو مبارکۍ په پار!
د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د تطبيقي اقتصاد څانګې استاد ښاغلي پوهنيار حامد احمد مراد د پوهنمل علمي رتبې په پار خپل دويم علمي کنفرانس د(په افغانستان کې د بېکارۍ پر نرخ د ناخالص داخلي توليداتو او کاري ځواک اغېزې 1991 - 2025) عنوان لاندې نن سهار 09:00 بجې په 1405/7/11 نېټه د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د کنفرانسونو تالار کې د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ, ژوري هيئت او استادانو په وړاندې ارايه کړ چې په پای کې د ژوري هیئت لخوا مثبت ارزيابي شو. دغه علمي لاسته راوړنه دې لومړي قدرمن استاد او بيا د اقتصاد پوهنځي ټول پرسونل ته ډېرډېر مبارک وي.

03/10/2026

د پوهنيار محبت شاه محبت د پوهنملۍ علمي رتبې دويم علمي کنفرانس د وړاندې کولو مبارکۍپه پار!
د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ اداره(BBA) څانګې آمر ښاغلي پوهنيار محبت شاه محبت د پوهنمل علمي رتبې په پار خپل دويم علمي کنفرانس د(د اسلامي امارت په راتګ سره د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د علمي کادر غړيو او اداري کارکوونکیو په کړنو د روزنې اغېز څېړل) عنوان لاندې نن سهار 10:00 بجې د 1405/7/11 نېټه د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د کنفرانسونو تالار کې د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ, ژوري هيئت او استادانو په وړاندې ارايه کړ چې په پای کې د ژوري هیئت لخوا مثبت ارزيابي شو. دغه علمي لاسته راوړنه دې لومړي قدرمن استاد او بيا د اقتصاد پوهنځي ټول پرسونل ته ډېرډېر مبارک وي.

29/09/2026

د اقتصاد پوهنځي د تطبيقي اقتصاد څانګې قدرمن استاد پوهنيار حامد احمد مراد د پوهنمل علمي رتبې تر لاسه کولو په پار خپل لومړی کنفرانس(د افغانستان په اقتصادي وده باندې د معلوماتي مخابراتي تکنالوژۍ رول، 2025 - 2006) تر سر ليک لاندې وړاندې کړ. استاد ته مبارکي وايو او په راتلونکي کې ورته د لا برياليتوبونو غوښتونکي يو.
د اقتصاد پوهنځي اداره

29/09/2026

د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ ادارې څانګې قدرمن استاد پوهنيار محبت شاه محبت د پوهنمل علمي رتبې تر لاسه کولو په پار خپل لومړی کنفرانس(د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون خدماتو کيفيت څخه د محصلينو رضايت) تر سر ليک لاندې وړاندې کړ. استاد ته مبارکي وايو او په راتلونکي کې ورته د لا برياليتوبونو غوښتونکي يو.
د اقتصاد پوهنځي اداره

محمد ظاهر  رحمتزي ته په متانت پوهنتون کې د استاد مقدسې دندې مبارکي وايو. الله تعالی دې ورته د ښه خدمت کولو توفيق ورکړي.
24/09/2026

محمد ظاهر رحمتزي ته په متانت پوهنتون کې د استاد مقدسې دندې مبارکي وايو. الله تعالی دې ورته د ښه خدمت کولو توفيق ورکړي.

زېرې اقتصاد په برخه کې نوې رامينځته شوې برنامېکابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې محاسبې څانکه کې مالي او محاسبې ماستري.کاردان...
06/09/2026

زېرې
اقتصاد په برخه کې نوې رامينځته شوې برنامې
کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې محاسبې څانکه کې مالي او محاسبې ماستري.
کاردان پوهنتون کې د سوداګرۍ ادارې دوکتورا برنامه.

د خزاني سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اقتصاد پوهنځی خپلو ټولو نويو بريالي شويو او برحاله م...
03/09/2026

د خزاني سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اقتصاد پوهنځی خپلو ټولو نويو بريالي شويو او برحاله محصلينو ته په خورا درنښت خبر ورکوي چې د خزاني سمستر درسونه به د هېواد د ګرمسیر ولایتونو د پوهنتونونو درسونو سره يو ځای د راتلونکې یکشنبې ورځ چې د سنبلې میاشتې له پنځلسمې (۱۵) نیټې سره برابره ده رسماً پيل کیږي. ګرانو محصلينو ته سپارښتنه کېږي چې پر ټاکلې نېټه د مهال وېش سره سم په منظم ډول درسونو ته حاضر شي.
په خورا درنښت
د اقتصاد پوهنځي اداره

23/08/2026

د کادري ازموینې خبرتیا!
ټاکل شوې ده، ننګرهار پوهنتون راتلونکې سه شنبه چې د (۱۴۰۵/ سنبلې/ ۳) نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون طب، کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اقتصاد، غزني پوهنتون طب او عامه اداره، اشنا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو او میهن پوهنتون ستوماتولوژي پوهنځيو د بېلابېلو څانګو کادري ازموینه واخلي.
د ازموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، چې په ټاکلې نېټه او وخت ازموینې ته حاضر شي.
یادونه: ازموینه د سهار په اتو بجو د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کمپس کې اخیستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

08/08/2026

په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې دروند استاد پوهنيار دوکتور ذاکرالله ذکي ته د پوهنيار علمي رتبې څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع مبارکي وړاندې کوو.
دا علمي پرمختګ د استاد د کلونو نه ستړې کېدونکو علمي هڅو، څېړنیزو فعالیتونو، تدریسي خدمتونو او د لوړو زده کړو په ډګر کې د ارزښتناکو ونډو روښانه ثبوت دی.
هېله ده، چې دا علمي رتبه به د لا زیاتو علمي نوښتونو، اغېزمنو څېړنو، باکیفیته تدریس او د هېواد د علمي ودې لپاره د لا غوره خدمتونو پېل وي.
الله تعالی دې ورته د علم، روغتیا، بریا او لا نورو علمي لاسته راوړنو توفیق په برخه کړي، ترڅو د هېواد د ځوان نسل د روزنې او د علمي ټولنې د پیاوړتیا په لاره کې لا ډېر ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي.
ستاسو بریاوې دې تلپاتې او ګامونه مو همېشه د پرمختګ پر لور وي.

Address

Kunar
Asadabad
2801

Telephone

+93775878790

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Economics - Kunar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Faculty of Economics - Kunar:

Shortcuts

Share