Faculty of Agriculture - Kunar/ زراعت پوهنځی

Call Directions

Faculty of Agriculture - Kunar/ زراعت پوهنځی د سید جمال الدین افغاني پوهنتون، زراعت پوهنځي رسمي فیسبوک پاڼه.

 # د کرنې پوهنځي لرليد او رسالت
07/09/2026

# د کرنې پوهنځي لرليد او رسالت

 # زېری # د کابل پوهنتون، کرنې پوهنځي په چوکاټ کې د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو مدیریت په برخه کې ماستري ايجاد شوه. د يادې...
06/09/2026

# زېری

# د کابل پوهنتون، کرنې پوهنځي په چوکاټ کې د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو مدیریت په برخه کې ماستري ايجاد شوه. د يادې څانګې مينوال کولی چې په خپل وخت ورته ثبت نام وکړي.

 # د درسونو د شروع کېدو خبرتیا!د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کرنې پوهنځي ټولو ګرانو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د خزا...
03/09/2026

# د درسونو د شروع کېدو خبرتیا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کرنې پوهنځي ټولو ګرانو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د خزاني سمستر درسونه د روان لمريز کال د سنبلې میاشتې پر ۱۵ مه نېټه، چې د راتلونکي يکشنبې له ورځې سره برابره ده، رسماً شروع کېږي.

ټول قدرمن محصلين دې په منظم ډول خپلو درسونو ته حاضر شي.

# د کرنې پوهنځي اداره

د اګرانومي ديپارتمنت لرليد او رسالت
02/09/2026

د اګرانومي ديپارتمنت لرليد او رسالت

د کرنيز اقتصاد او توسعې ديپارتمنت ليد لوری او ماموريت
29/08/2026

د کرنيز اقتصاد او توسعې ديپارتمنت ليد لوری او ماموريت

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول.دو‌شنبه، صفرالم...
27/07/2026

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول.
دو‌شنبه، صفرالمظفر، ۱۲مه، ۱۴۴۸ هــ . ق
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د پوهنځيو رئيسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او د هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.
غونډې ته د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، خوښ او خوشحاله يم او افتخار کوم چې نن ورځ په اسلامي روحيه او د زراعت په يو ډېر مهم مسلک کې روزل شوي کادرونه د ټولنې او نظام د خدمت لپاره وړاندې کوو. نوموړي فارغانو ته په خطاب کې وويل دا چې زراعت او کرنه د يو ملک د پرمختگ لپاره مهم سبب دی نو د ولس هوساينې او ځان‌بسياينې لپاره په پوره اخلاص، کلک هوډ او قوي عزم سره خدمت وکړئ.
غونډې ته د عبدالله بن عباس ؓ ديني جامعې رئیس شيخ عبدالمالک نيازي، کونړ ولایت د جهادي مدرسې مهتمم شيخ عبدالقهار صديقي، د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې فارغانو ته مبارکي وويله او هغوی يې لا نورو لوړو زده‌کړو ته وهڅول. نوموړو همداراز هغوی ته له فراغت وروسته د مسؤليتونو په هکله لازمې توصيې وکړې.
هېره دې نه وي چې په دې فراغت‌غونډه کې فارغانو ته د فراغت رسمي تحصيلي اسناد(ديپلوم او ترانسکرېپت) ورکړل شول، چې د پوهنتون رهبرۍ له لوري د ستاينليکونو په ورکړې سره، د دې نوښتيزې چارې د ترسره کوونکو مسؤلينو قدراني هم وشوه.
د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په سږ ۱۴۰۵ تحصيلي کال کې د پنځه‌گونو پوهنځيو له ۱۶ بېلابېلو څانگو څخه ۵۸۴ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت موخه وړاندې کړل، چې د فراغت په بېلابېلو غونډو کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول.

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د دیارلسمې دورې د فراغت ویاړمنه غونډه ترسره شوهد سید جمال‌الدین افغاني پوه...
27/07/2026

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د دیارلسمې دورې د فراغت ویاړمنه غونډه ترسره شوه

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېیو څانګو څخه ۸۹ تنه محصلین د لېسانس په کچه له بریالي تحصیلي بهیر وروسته فارغ او د علم، تخصص او خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې شول.

د کرنې پوهنځي د دیارلسمې دورې د فارغانو د فراغت په مناسبت جوړه شوې دغه ویاړمنه غونډه د پوهنتون په تالار کې ترسره شوه، چې د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د پوهنځیو رئیسانو، د کونړ ولایت د یو شمېر ادارو مسؤلینو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلینو او د هغوی د درنو کورنیو غړو پکې ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د کرنې پوهنځي ریس پوهندوی محمد حسن محمدي فارغېدونکو محصلینو ته د فراغت مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې نن ورځ په اسلامي روحیه او د کرنې په یوه مهم او حیاتي مسلک کې روزل شوي مسلکي کادرونه د ټولنې او نظام د خدمت لپاره وړاندې کېږي.

نوموړي د کرنې د ارزښت په اړه وویل چې کرنه د یوه هېواد د اقتصادي پرمختګ، ځان‌بسیاینې او د ولس د هوساینې له اساسي بنسټونو څخه ده؛ له همدې امله یې له فارغانو وغوښتل چې له فراغت وروسته د پوره اخلاص، کلک هوډ، قوي عزم او مسلکي ژمنتیا له مخې د هېواد او ولس د پرمختګ لپاره خدمت وکړي.

همداراز، د پوهنتون ریس الحاج عبدلواسع منصور, د عبدالله بن عباس (رض) دیني جامعې رئیس شیخ عبدالمالک نیازي، د کونړ ولایت د جهادي مدرسې مهتمم شیخ عبدالقاهر صدیقي او نورو ویناوالو فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او هغوی یې د لا نورو علمي او مسلکي پرمختګونو او لوړو زده‌کړو ته وهڅول. ویناوالو له فارغانو سره د فراغت وروسته د هغوی د مسلکي او ټولنیزو مسؤلیتونو په اړه هم ارزښتمنې لارښوونې شریکې کړې.

د یادونې وړ ده چې په دې ویاړمنه فراغت‌غونډه کې د لومړي ځل لپاره د کرنې پوهنځي فارغانو ته رسمي تحصیلي اسناد، شامل ديپلوم او ترانسکرېپټ، په رسمي ډول وسپارل شول. همداراز، د پوهنتون د رهبرۍ له لوري د ستاینلیکونو په ورکړې سره د دې نوښتګرې او ارزښتمنې چارې د ترسره کوونکو مسؤلینو قدرداني هم وشوه.

🎓 د کرنې پوهنځي د دیارلسمې دورې ټولو قدرمنو فارغانو ته د زړه له تله مبارکي وایو!

ستاسې فراغت د زده‌کړو د سفر پای نه، بلکې د علم، تخصص، خدمت او مسلکي مسؤلیتونو د نوي پړاو پیل دی. هیله ده چې د کرنې په برخه کې د خپلو علمي وړتیاوو او مسلکي پوهې په مټ د هېواد د کرنیز پرمختګ، اقتصادي ځان‌بسیاینې او د ولس د هوساینې لپاره اغېزمن خدمت وکړئ.

ستاسې بریا، زموږ ویاړ؛ ستاسې خدمت، د هېواد روښانه راتلونکی!



#فراغت

سبا دوشنبه ان شاء الله ستاسې د راتګ په هيله!
26/07/2026

سبا دوشنبه ان شاء الله

ستاسې د راتګ په هيله!

د مبارکۍ پیغام علم او پوهه د ټولنې د پرمختګ بنسټ او د ملتونو د سوکالۍ تر ټولو ستره پانګه ده. د همدې ارزښتونو د پیاوړتیا ...
20/06/2026

د مبارکۍ پیغام

علم او پوهه د ټولنې د پرمختګ بنسټ او د ملتونو د سوکالۍ تر ټولو ستره پانګه ده. د همدې ارزښتونو د پیاوړتیا په لاره کې د علمي کادرونو بریاوې د ویاړ او ستاینې وړ دي.

په ډېر ویاړ سره د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې استاد او د یادې څانګې آمر، دوکتور امین الله نورزی، ته د پوهنمل علمي رتبې څخه د پوهندوی علمي رتبې ته ترفیع د ترلاسه کولو له امله له زړه مبارکي وړاندې کوو.

دا علمي ترفیع د نوموړي د کلونو پرله‌پسې علمي هڅو، څېړنیزو فعالیتونو، اغېزمن تدریس او اکاډمیکو خدمتونو څرګندونه کوي. باور لرو چې یاد استاد به د خپلې پوهې، تجربې او ژمنتیا په مټ د لوړو زده کړو، علمي څېړنو او د هېواد د کرنې د ودې په برخه کې لا ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي.

د کرنې پوهنځي مشرتابه، استادان، اداري کارکوونکي او محصلین نوموړي ته د دې علمي لاسته راوړنې مبارکي وایي او د لوی څښتن تعالی له درباره ورته د لا زیاتو علمي بریاوو، روغتیا، بریالیتوب او دوامدارو خدمتونو هیله کوي.

19/05/2026

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د دندې موندنې او معياري سي وي جوړولو په هکله يو ورځنی معلوماتي سېمينار دایر شو.
ياد سېمينار چې د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، د څلورم ټولگي لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.
پيل کې د زراعت پوهنځي د ځنگل‌پوهنې او طبيعي سرچينو څانگې آمر پوهنمل شاهدالله امن په خپلو خبرو کې ياد سېمينار د محصلينو د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وباله او له برخه‌والو يې غوښتنه وکړه چې په خپل فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو د مهارتونو په لوړونه کې پوره گټه واخلي.
ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنيار سيد رحمت الله سادات له لوري د معیاري سي وي لیکلو فارمټ، د سي وي لیکلو پر مهال د ځینو اړین ټکي په نظر کې نیول، دندې لپاره د غوښتنلیک سپارل، د کاري مصاحبې مؤثرې لارښوونې او نور بېلابېل موضوعات په پوره ډول تشرېح شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

Address

Asadabad
2801

Opening Hours

Monday 07:30 - 16:00
Tuesday 07:30 - 16:00
Wednesday 07:30 - 16:00
Thursday 07:29 - 16:00
Saturday 07:30 - 16:00
Sunday 07:30 - 16:00

Telephone

+93765522004

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Agriculture - Kunar/ زراعت پوهنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share