14/09/2026
#د ویټامین B12 د کمښت ناروغي
ویټامین B12 یو مهم غذایي مواد دی چې د وینې د سرو حجرو جوړېدو، د عصبي سیستم د سلامتۍ او د DNA د جوړښت لپاره ضروري دی.
کله چې په بدن کې د دې ویټامین کچه راټیټه شي، نو بدن د سرو وینې حجرو جوړولو کې ستونزه پیدا کوي، اعصاب زیانمنېږي، او انسان د کمزورۍ او ستړیا احساس کوي.
#د ویټامین B12 د کمښت لاملونه:
1. د خوړو له لارې کافي نه اخیستل – هغه کسان چې غوښه، هګۍ او شیدې نه خوري (ویګن خلک).
2. د معدې یا کولمو ناروغۍ – لکه gastritis، Crohn’s disease یا celiac disease، چې د ویټامین جذب خرابوي.
3. د معدې د جراحۍ وروسته حالت – کله چې د معدې یوه برخه پرې شي، د جذب سیستم خرابېږي.
4. د عمر زیاتوالی – د زاړه عمر خلکو کې د جذب وړتیا کمیږي.
5. د درملو استعمال – ځینې درمل لکه Metformin (د شکر درمل) او proton pump inhibitors د B12 جذب کموي.
#نښې نښانې:
• دوامداره ستړیا او کمزوري
• د پوست رنګ زېړ یا رنګ پیکه کېدل
• د ساه لنډېدل او د زړه تېزې درزې
• د ژبې سوروالی یا درد
• د حافظې کمزورتیا او مغزي ګډوډي
• د لاسونو او پښو بېحسي یا سوځېدنه (neuropathy)
• د اشتها کمي او د وزن کمېدل
#تشخیص (Diagnosis):د تشخیص لپاره لاندې ټېسټونه ترسره کېږي:
1. Complete Blood Count (CBC):– د سرو وینې حجرو اندازه او شکل ښيي (macrocytic anemia).
2. Serum Vitamin B12 Level:– که کچه له 200 pg/mL څخه کمه وي، نو دا د کمښت نښه ده.
3. Methylmalonic Acid (MMA) او Homocysteine ټېسټونه:– دواړه د B12 د کمښت پر مهال لوړېږي.
4. Intrinsic Factor Antibody Test:– د pernicious anemia د معلومولو لپاره.
#درملنه (Treatment):
• Cyanocobalamin یا Methylcobalamin 1000 mcg (1 mg) په ورځ کې یو ځل، د خولې له لارې، د 1–2 میاشتو لپاره وروسته د اړتیا سره سم، په اونۍ کې 2–3 ځله یا میاشت کې یو ځل.
د B12 ستنې (Injectable form):
Hydroxocobalamin یا Cyanocobalamin Injection1000 mcg intramuscular injectionهره ورځ یو ځل د 1 اونۍ لپاره،بیا په اونۍ کې یو ځل د 4 اونیو لپاره،وروسته هر 2–3 میاشتې وروسته یو ځل (د ساتنې دوز).
د خوراک له لارې درملنه:غوښه،ماهي ، هګۍ، شیدې، جګر او لبنیات زیات استعمالول.
کاپي