Faculty of Languages and Literature -PU

Call Directions Website Contact the university

Faculty of Languages and Literature -PU پوهنځی زبان‌ها و ادبیات- پوهنتون پروان

۰برگزاری محفل معارفهدیروز، شنبه، مورخ ۱۴/ ۶/ ۱۴۰۵ محفل باشکوهی در پوهنځی زبان‌ها و ادبیات به‌مناسبت محفل معارفه با محصلا...
06/09/2026

۰برگزاری محفل معارفه

دیروز، شنبه، مورخ ۱۴/ ۶/ ۱۴۰۵ محفل باشکوهی در پوهنځی زبان‌ها و ادبیات به‌مناسبت محفل معارفه با محصلان جدیدالشمول برگزارشد.

محفل با تلاوت آیاتی چند از آیات کلام الله مجید آغاز شد، در ابتدا پوهنوال حبیب الله کاشفی رئیس پوهنځی زبان‌ها و ادبیات ضمن خوش آمدید به مهمانان گرامی، در پیوند به معرفی پوهنځی و داشته‌های آن موضوعاتی را بیان داشت و همچنین در مورد پلان استراتژیک این پوهنځی، مسوولیت جوانان در دنیای امروزی، شعار پوهنځی و سهولت‌های موجود در این نهاد علمی صحبت‌های جامع اراد کرد و یادآور شد که: " زبان تنها وسيله ارتباط نیست، بل بخش مهمی از هویت علمی و فرهنگی جامعه است و محصلان این پوهنځی می‌توانند در رشد دانش، فرهنگ و انتقال درست مفاهیم علمی و اجتماعی‌ نقش موثری دانشته باشند". بعد محترم ابراهیمی آمر ارتقای کیفیت پوهنتون معیارهی یازده‌گانه را به صورت درست تشریح نمود. و مجلس با دعای خیر پایان یافت.

بااحترام
پوهنځی زبان‌ها و ادبیات
الگوی تخصص و همدلی

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څلورو کادري غړو علمي کنفرانسونه وړاندې کړلشنبه (۱۰/۵/ ۱۴۰۵لمریز): د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیا...
01/08/2026

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څلورو کادري غړو علمي کنفرانسونه وړاندې کړل

شنبه (۱۰/۵/ ۱۴۰۵لمریز): د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څلورو کادري غړو د علمي ترفېعاتو په موخه په مولانا جلال الدین محمد بلخی تالار کې علمي کنفرانسونه وړاندې کړل، چې د پوهنتون رئیس او د پنځه ګونو څانګو کادري غړو په کې ګډون کړی و.

هر یوه د پارسي دري څانګې استاد پوهندوی دوکتور فدا محمد رادفور او د پښتو څانګې کادري غړي پوهندوی ګل رحمن رحماني د پوهنوال علمي رتبې لپاره او همدا راز د پارسي دري څانګې استاد پوهنیار عنایت الله مرزايي او د عربي څانګې استاد پوهنیار نورالهداء نهضت د پوهنمل علمي رتبې لپاره خپل چمتو کړي کنفرانسونه وړاندې کړل. یاد شوي کنفرانسونه د ژوري پلاوي او د علمي څېړنو معاونیت د استازي له لوري مثبت و ارزول شول او د نیمګړتیاوو په اړه یې له وړاندې کوونکو سره د ژوري پلاوي او ګډنوالو نظرونه شریک شول.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنوال حبیب الله کاشفي په خپله پرانېستې وینا کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په علمي برخه کې د پر ځان بسیاینې خواته ځي او کادري غړي یې په خپل وخت سره علمي کنفرانسونه وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه چې علمي کنفرانسونه د پوهې، څېړنیزو پایلو او تجربو د لېږد لپاره غوره فرصت دی او په وخت سره د ګټورو کنفرانسونو وړاندې کول په حقیقت کې د پوهنتون له علمي ارتقا سره اکاډمیکه همکاري ده. په کنفرانس کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو ښاغلو پوهنوال حبیب الله کاشفي، پوهنوال حبیب الرحمن احمدزي، پوهنوال دوکتور سید نور محمدعابدي او پوهندوی دوکتور محمد جان ستوده د ژوري هیئت د غړو په توګه ګډون کړی و.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی
د تخصص او خواخوږۍ سمبول

09/07/2026

محض اطلاع محصلین تازه راه یافته کانکور (۱۴۰۵) در پوهنتون پروان

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ۹ دورې محصلانو د پایلیکونو دفاع غونډه پیل شوه.د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پو...
22/06/2026

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ۹ دورې محصلانو د پایلیکونو دفاع غونډه پیل شوه.

د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې د نهمې دورې د پایلیکونو دفاع غونډه د څانګو د آمرانو، دڅېړنې معاونیت کارپوه، استادانو او د محصلانو د خپلوانو په شتون کې پیل شوه چې په کې شپږو محصلانو له خپلو څېړنیزو موضوعاتو څخه بریالۍ دفاع وکړه.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنوال حبیب الله کاشفي په خپله پرانېستونکې وینا کې د روان سمسټر په بهیر کې د ادبیاتو پوهنځي لاسته راوړنې بیان کړې او خوښي یې څرګنده کړه چې پښتو څانګه د ۱۴۰۵ کال په بهیر کې د پوهنتون په کچه لومړۍ څانګه شوه چې د پایلیکونو دفاع وړاندې کوي. هغه محصلانو ته په خپله سپارښتنه کې وویل چې باید په عملي او څېړنیزو چارو کې له پوره دقت څخه کار واخلي او هېڅکله خیانت ونه کړي. ورپسې د پایلیکونو دفاعاګانې پیل او په بریالیتوب سره بشپړې شوې. د پښتو څانګې مشر پوهنمل نصرت الله نصرت په خپله ارزونکې وینا کې دفاع غونډه مثبته و ارزوله او ټینګار یې وکړ چې دفاع کوونکي باید د خپل وخت مدیریت ته جدي پام وکړي. د یادونې وړ ده چې سږ کال به د پښتو ژبې او ادب څانګې څخه ۲۳ تنه محصلان فارغ شي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي
د تخصص او خواخوږۍ سمبول

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې «ادبیات د مصنوعي ځيرکتیا په عصر کې» کې سمینار وړاندې شود ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې...
20/06/2026

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې «ادبیات د مصنوعي ځيرکتیا په عصر کې» کې سمینار وړاندې شو

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د څانګو د میاشتنیو سمینارونو په لړ کې د انګلیسي څانګې د کادري غړي پوهنیار عبدالواسع بېګزاد له لوري په اوسني عصر کې ادبیات او مصنوعي ځیرکتیا په نوم یو ورځنی سمینار وړاندې شو. سمینار د قرانکریم په تلاوت سره پیل شو. د پوهنځي رئیس پوهنوال حبیب الله کاشفي په خپله پرانېستونکې وینا کې د ادبیاتو او ټکنالوژۍ پر اړیکه او محصلانو ته د دا ډول موضوعاتو پر ارزښت خبرې وکړې او محصلین یې له ټکنالوژۍ څخه مثبتې او سالمې استفادې ته وهڅول. ورپسې پوهنیار بیګزاد خپل سمینار وړاندې کړ او په اوسني عصر کې یې د داستانونو د ایجاد پر سرچینو، انساني عواطفو او مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالو پوهانو او ادبیانو نظرونه وړاندې کړل. په نوموړي پسې د څلورم ټولګي محصل د تېرې میاشتې د سمینار راپور وړاندې کړ او په وروستۍ برخه کې پوهنمل خلیل الله توحیدیار د غونډې اروزنې ته وبلل شو. نوموړي محصلانو ته د دا ډول موضوعاتو وړاندې کول اړین وبلل او زیاته یې کړه چې محصلین باید ادبي موضوعات خپله ایجاد کړي او په غني کولو کې یې له مصنوعي هوش او ټکنالوژۍ ګټه واخلي. سمینار د عربي څانګې د استاد پوهنمل عبدالخالق مصدق په دعایه سره پای ته ورسېد.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي
د تخصص او خواخوږۍ سمبول

د ارغوان ادبي بهیر ۱۸مه ادبي ناسته تر سره شوهدوشنبه، ۱۴۰۵، د غويي ۲۸مه د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څا...
19/05/2026

د ارغوان ادبي بهیر ۱۸مه ادبي ناسته تر سره شوه

دوشنبه، ۱۴۰۵، د غويي ۲۸مه د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ارغوان د ادبي بهیر پر له پسې ۱۸ مه ادبي ناسته تر سره شوه. پیل د قرانکریم په تلاوت وشو، ورپسې پوهندوی ګل رحمن رحماني اوونیز لکچر "د دیکلمې اصول او لارې" په نوم لکچر وړاندې شو. د ناستې بله برخه مشاعرې ته ځانګړې شوه وه چې د بېلابېلو څانګو محصلانو په کې خپل شعرونه واورول. ناسته د پوهنمل هجرت الله مبشر په ارزونه پای ته ورسېده. د ارغوان ادبي بهیر ناستې په هره اوونۍ کې د یوه ټولګي په مدیریت تر سره کېږي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي

د ارغوان ادبي بهیر د کره‌کتنې ناسته تر سره شوهدوشنبه (۱۴۰۵، د غويي ۲۱مه): د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو...
11/05/2026

د ارغوان ادبي بهیر د کره‌کتنې ناسته تر سره شوه

دوشنبه (۱۴۰۵، د غويي ۲۱مه): د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې د ارغوان ادبي بهیر نوبتي ناسته تر سره شوه. دغه ناسته د یوه شاعر نویدالله نیازي پر عزل کره‌کتنې ته ځانګړې شوې وه چې د څانګې د استادانو تر څنګ لسګونو محصلانو په کې ګډون کړی و. غونډه په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د څلورم ټولګي یوه زده کوونکي د تېرې غونډې راپور ولوست، د فرهنګي کمېټې مسوول پوهندوی ګل رحمن رحماني د کره‌کتنې د اصولو او ادابو په اړه لکچر وړاندې کړ او ګډونوالو ته یې د عملي کره‌کتنې په اړه لارښوونې وکړې. وروسته کره‌کتنه پیل شوه او لسګونو ګډونوالو ورباندې نظرونه ورکړل. د غونډې په پای کې درېیو ګډونوالو خپل شعرونه واورول او یوه ګډونوال د عملي کره‌کتنې په برخه کې ادبي بهیرونه مهم وبلل او له ځوانانو یې وغوښتل چې په بهیر کې خپله عملي زده کړه وکړي. د یادونې وړ ده چې دا د ارغوان ادبي بهیر پر له پسې اوولسمه غونډه وه چې په هرو لسو ورځو کې یو ځل تر سره کېږي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي
د تخصص او خواخوږۍ سمبول

ادبیاتو پوهنځي محصلانو ته د مطالعې په اړه سیمینار ورکړل شود دوشنبې په ورځ ( ۷ /۲/ ۱۴۰۵ل) د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیات...
27/04/2026

ادبیاتو پوهنځي محصلانو ته د مطالعې په اړه سیمینار ورکړل شو
د دوشنبې په ورځ ( ۷ /۲/ ۱۴۰۵ل) د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د پنځه ګونو څانګو محصلانو ته د «مطالعه؛ د ځان رسونې لار» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مشر پوهنوال حبیب الله کاشفي په خپله پرانېستونکې وینا کې د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او په ادبیاتو پوهنځي کې د بېلابېلو فرهنګي پروګرامونو د تر دایرولو ژمنه وکړه. وروسته د پښتو ژبې او ادب څانګې استاد او د پوهنځي د فرهنګي کمېټې مشر پوهندوی ګل رحمن رحماني د مطالعې په اړه خپل سیمینار وړاندې کړ، چې د مطالعې له پېژندنې، اوسنیو لارو، اړتیا وسایلو پر باب یې بېلابېل مفاهیم رانغاړلي وو او د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېد. د یادونې وړ ده چې دا ډول سیمینارونه هره میاشت د ادبیاتو پوهنځي د بېلابېلو ډیپارټمنټونو له لوري د محصلانو د فرهنګي ظرفیت لوړونې په موخه وړاندې کېږي.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي
د فرهنګي چارو کمېټه

ادب و طبیعتنخستین برنامه‌ی ادبی سال ۱۴۰۵ امروز شنبه (۵ ثور) در پوهنځی زبان‌ها و ادبیات پوهنتون پروان با حضور معاون امور ...
25/04/2026

ادب و طبیعت
نخستین برنامه‌ی ادبی سال ۱۴۰۵ امروز شنبه (۵ ثور) در پوهنځی زبان‌ها و ادبیات پوهنتون پروان با حضور معاون امور محصلان، رئیس پوهنځی زبان‌ها و ادبیات، استادان و شمار زیادی از محصلان برگزار شد. در این برنامه‌ بر پیوند عمیق میان طبیعت و ادبیات و نقش آن در پرورش ذهن و احساس تأکید گردید. و همچنین صحبت‌های خوبی پیرامون موضوعات ادبی، ادب، طبیعت، اندیشه، شعر و زیبایی‌های هستی ایراد گردید.
محفل با تلاوت آیاتی چند از کلام الله مجید شروع شد، ابتدا پوهنوال حبیب‌الله کاشفی، رئیس پوهنځی زبان‌ها و ادبیات در پیوند به وسعت و اهمیت زبان و ادبیات بحث کرد، موصوف ضمن روشن نمودن ارتباط استوار ادب و طبیعت افزود که طبیعت با زندگی انسان‌ها پیوند بی‌شماری دارد، از جمله هر گاه انسان از زندگی استفاده‌ی درست نماید، همان مرحله‌‌ای از زندگی، بهاری از عمر او حساب می‌شود و اگر از اوقات خود بهره‌برداری درست نکند، گویا در زمستان زندگی به‌سرمی‌برد. در پایان، خاطرنشان ساخت که هدف از برگزاری این برنامه، ایجاد فرصت برای تبارز دیدگاه‌های ادبی محصلان و نمایش پیوند میان شعر و طبیعت است. متعاقباً محترم مفتی بسم‌الله سعید، معاون امور محصلان پوهنتون پروان، با اشاره به ارتباط نزدیک میان طبیعت و ادب گفت که چنین برنامه‌هایی زمینه را برای رشد فکری محصلان و رعایت ادب در تمام امور زندگی فراهم می‌سازد، در نتیجه سبب سعادت هر دو دنیا انسان می‌شود. وی افزود که توجه به ادبیات در کنار شناخت طبیعت، نه‌تنها روحیه خلاقیت را در محصلان تقویت می‌کند، بلکه آنان را به درک عمیق‌تر از محیط پیرامون و ارزش‌های انسانی سوق می‌دهد.
باید خاطر نشان ساخت که در این پوهنځی محصلان زیادی در رشته‌های فارسی دری، عربی، انگلیسی، پشتو و زبان فرانسوی سرگرم ادامه‌ی تحصیل هستند و در چنین برنامه‌هایی توانمندی‌های علمی و ادبی خود را به نمایش می‌گذارند.
قابل یادآوری‌ است که در این محفل قرائت اشعار، دل‌نوشته‌ها و خوانش مقالات علمی و ادبی از سوی استادان و محصلان از محورهای اساسی بوده است.

با احترام
پوهنځی زبان‌ها و ادبیات
الگوی تخصص و همدلی

Address

Parwan
Charikar
1101

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Languages and Literature -PU posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Faculty of Languages and Literature -PU:

Shortcuts

Share