وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون

  • Home
  • Afghanistan
  • Dand
  • وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون

وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون, College & University, Dand.

We contribute to the advancement of veterinary sciences and animal industries through excellence in teaching, research and professional services for the well-being of the nation and global society.

04/05/2026

د کلینیک څانګي پېژندنه
کلینیک څانګه د وترنري علومو پوهنځی یوه مهمه او کلیدي څانګه ده. کوم، چي د کلینیکي مضامینو له بشپیړولو له لاري محصلین د مسلکي کېدو او فراغت مرحلې ته تیاروي. په دې ځانګه کي فارمکولوژي او توکسیکولوژي، کلینیکي تشخیص، جراحي، داخله طب او تریوجینولوژي اساسي مضامین په نظري او عملي ډول تدریس کيږي. په ټوله کي دا څانګه (30) درسي کریډیټه او (480) درسي ساعتونه په بر کي نیسي چي، له دې جملې (272) نظري او (208) په عملي ډول تدریس کيږي. دا څانګه مجهر کلنیک درلودنکې ده چيري چي محصلین عملي کارونه، تشخیصي کړنلاري، د څارویو درملنه او وقایه ترسره کوي. کلینیکي مضامین محصلین د تشخیص، درملني، مخنیوي او د څارویو صحت د خوندیتوب مهم مهارتونو سره آشنا کوي. محصلین په کلینیک کي په عملي ډول خپل مسلکي مهارتونه پیاوړي کوي، تر څو دا مهارتونه د ناروغو څارویو په درملنه کي په موثره توګه وکاروي. دا څانګه په کلینیکي برخه کي د علمي وړتیا په درلودلو سره کولای سي بېلابیلو سکتورنو ته د هغوۍ په کاري چارو کي مشورې، مرسته او لارښونه وکړي. سربېره پر دې، د هیواد مالداري او د ټولني لپاره د وترنري صحي چوپرړتیاو په برخه کي ارزښتناکي هڅي ترسره کړي دا څانګه په عمده توګه د زراعت او مالدارۍ سکتورنو سره په پالیسي جوړونه، ستراتیژي، مقرارتو، کړنلارو، لارښونو، سروې ګانو او څېړنیزو پروژ کي مرسته او همکاري کوي. ددې تر څنګه د عامي روغتیا سره زونوټیک(څاروي او انسان ګډي ناروغۍ) په برخه کي مهمه همکاري کولای سي.
لرلید:
کلینیک څانګه هڅه کوي چي د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ د علمي زده کړو، کلینیکي مهارتونو، د څارویو د رنځونو تشخیص، درملني، مخنیوي او د عامي روغتیا د خوندیتوب په برخه کي یو مخکښ علمي، مسلکي او څېړنیز مرکز په ډول وړ، ژمن او مسؤل وترنران وروزي تر څو د هیواد د وترنري سکتور د پرمختګ، څارویو رنځونه کنټرول او د انساني روغیتا په برخه کي موثر رول ادا کړي.
رسالت:
کلینیک څانګه د علمي زده کړو، عملي مهارتونو او څېړنو له لاري داسي مسلکي او ژمن وترنران وروزي چي د څارویو د تشخیص، درملني او وقایې په برخه کي مؤثر رول ولوبوي.
موخي
• د معیاري او ښه کیفیت لرونکي تدریس له لاري د مسلکي پوهي ترلاسه کول.
• د کلینیکي مضامینو په اړوندو برخو کي د محصلینو مسلکي مهارتونه پیاوړي کول.
• د علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او لارښود پروګرامونو له لاري د علمي کادرونو، تخنیکي کارکوونکو او محصلینو ظرفیت لوړول.
• د تدریس، څېړني، علمي خدمتونو او د علمي ترفیعاتو د چارو د پرمختګ او پراختیا لپاره اغېزمن فعالیتونه ترسره کول.
• د پوهنتون دننه او بهر د اړوندو څانګو، ادارو او خصوصي سکتورونو سره فعاله او مؤثره همکاري رامنځته کول.
#وترنري
#کلينيک

د مبارکۍ او ښه راغلاست پیغامد وترنري علومو پوهنځی – کلینیک څانګهد وترنري علومو پوهنځی کلینیک څانګي له لوري په ډېري خوښۍ ...
30/04/2026

د مبارکۍ او ښه راغلاست پیغام
د وترنري علومو پوهنځی – کلینیک څانګه
د وترنري علومو پوهنځی کلینیک څانګي له لوري په ډېري خوښۍ سره ښاغلي محمد میرویس ایوبي ته د نوي استاد په توګه د مقرر کیدو له امله هرکلی او د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي. ښاغلی ایوبي صاحب د علم، مسلک او ژمنتیا له پلوه یو پیاوړي کدر دی او باور لرو چي د ده راتګ به زموږ د کلینیک څانګي علمي، عملي او څېړنیزو فعالیتونو ته لا ډېر پرمختګ او وده ورکړي. هیله لرو چي نوموړی به د خپلو علمي تجربو او مسلکي مهارتونو په مټ د محصلینو د روزني، د څارویو د روغتیا چوپړتیاوو او د څانګي د پر مختګ په برخه کي ارزښتناکه ونډه واخلي. یو ځل بیا ورته ښه راغلاست وایو او په نوي مسؤلیت کي ورته د لا بریاوو او لاسته راوړنو هیله لرو.
په درنښت
د وترنري علومو پوهنځی-کلینیک څانګه

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون وترنري علومو پوهنځید وترنري علومو پوهنځی، کلینیک څانګي اړوند څلورم ټو...
29/04/2026

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون وترنري علومو پوهنځی
د وترنري علومو پوهنځی، کلینیک څانګي اړوند څلورم ټولګۍ محصلین نن ورځ ۱۴۰۵/۲/۹ ل نېټه د وترنري تریوجینولوژي مضمون اړوند د پوهنیار محمد هارون رحماني لخوا د مؤنث څارویو د تناسلي سیستم په هکله عملي کار ترسره سو.
پدې عملي کار کي محصلینو وکولای سول چي په عملي ډول د څارویو د تناسلي سیستم غړي، جوړښت، دندي او سالم ساتني اړوند مهم ټکي په عملي ډول وپېژني.
د څارویو تناسلي سیستم اهميت:
د څارویو تناسلي نه یوازي د نسل د دوام لپاره اړین دی، بلکي د څارویو عمومي صحت، تولید(شیدې، غوښه) او اقتصادي ارزښت سره مستقیم تړاو لري. ددې سیستم هر ډول نقص کولای سي د تولید کچه راټیټه کړي او د مالدارانو لپاره اقتصادي زیانونه رامنځته کړي. له همدې امله، ددې سیستم په اړه علمي پوهه او عملي مهارتونه د وترنري محصلینو لپاره ډېر ارزښت لري.
موږ هڅه کوو چي د وترنري علومو پوهنځی محصلین په علمي او عملي مهارتونو له لاري داسي وروزو، چي په راتلونکي وکولای سي د هیواد د مالدارۍ سکتور ته اغېزمن خدمت وکړي.
#وترنري
#عملي
#محصلین

د شرایطو سره سم کاندیدان دې خبر وي!
17/02/2026

د شرایطو سره سم کاندیدان دې خبر وي!

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون د استادانو د جذب خبرتيا!
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-367
د نوملینکې فورمه له لاندې لینک څخه ښکته کړئ!
https://mohe.gov.af/.../fwrm_bst_hay_kadr_elmy_97afc2c098

28/12/2025

د اناسټو پوهنتون محصلينو ته د مونوګراف لیکني یو ورځنی ورکشاپ دائر سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) اړوند د محصلينو چارو معاونیت د محصلانو د خدماتو او همږغۍ مديریت، د لوړو زده کړو وزارت د لارښود سره سم، د څلورو پوهنځیو د څلورم او پنځم ټولګیو محصلانو ته د «مونوګراف لیکني د لارښود» په نوم یو ورځنی ورکشاپ دائر کړ.

یاد ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، وروسته د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال محترم مولوي محمودالحسن صاحب د جوړ سوي ورکشاپ پر ارزښت، د علم پر اهمیت او د علم پر ډولونو هر اړخیزي خبري وکړې او له محصلانو ئې وغوښتل، چي خپلي څېړني دي د ټولني د اړتیاوو سره سم ترسره کړي؛ ځکه د هيواد او ټولني پرمختګ تر ډېره له علمي څېړنو سره تړلی دئ او د نړۍ هر مثبت بدلون، د ستونزو حل او حقایقو ته رسېدنه د ښې څېړنو له لاري ممکنه ده.

ورپسې د وترنري پوهنځي استاد محترم پوهندوی دوکتور محمد داؤد باور صاحب، محصلانو ته د مونوګراف لیکني ډولونه، پروپوزل، د مونوګراف جوړښت، د موضوع انتخاب، سریزه، لنډیز، کليدي کلیمې او د مونوګراف لیکني اړوند نور مهم علمي او تخنیکي معلومات په تفصیل سره وويل او هم ئې پر يادو سرليکونو عملي کار ورته وکړ.

وروسته ورکشاپ دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

۱۴۰۴/۱۰/۷
د اطلاعاتو نشراتو او عامه اړيکو آمریت

Address

Dand

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون:

Shortcuts

Share