د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت

د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت داکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوی انستیتوت یو دولتی انستیتوت دی هېڅ ډول فیس له محصلینو نه اخلی او د لرې فاصلې محصلینو ته اطاقونه هم په پام کې نیول شوي دي.

نيټه 1402/12/15د ميدان وردګو ولايت د تخنيکى او مسلکى زده کړو امريت اړوند د ډاکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت کى د سيم...
05/03/2024

نيټه 1402/12/15
د ميدان وردګو ولايت د تخنيکى او مسلکى زده کړو امريت اړوند د ډاکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت کى د سيمى له مشرانو ملکانو او سپين ږيرو سره ناسته ترسره شوه
په پيل کى د تخنيکى او مسلکى زده کړو محترم امر مولوى صيب حکمت الله حکمت ګډوانوالو ته وينا وکړه او زياته يى کړه
موږ مسولين د ولس خادمان يو تل هڅه کوو چى ولس ته لکه څنګه چى لازمه ده هاغسى خدمت وکړو اوس چى الحمدالله اسلامى نظام راغلى د امن فضا ده، مشرانو ته يي په خطاب کى وويل چى تل له انستيتوت سره همکار واوسى په ټولنه کى نالوستى ځوانان علم او پوهى ته و هڅوى، همدارنګه د راتلونکى تعليى کال په جذب د شاګردانو کى يي د همکارى غوښتنه وکړه
ورپسى د انستيتوت امر امان الله عمرخيل خبرى وکړى د انستيتوت لپاره يي د شورى جوړولو غوښتنه وکړه د انستيتوت د امکاناتو او فعاليتونو او د تخنيکى او مسلکى زده کړو په باره کى يي هر اړخيز معلومات وړاندى کړل د مشرانو له راتګ څخه يي خوښۍ څرګنده کړه او له مشرانو څخه يي د همکارى غوښتنه وکړه ورپسى د انستيتوت تدريسى مدير شيرمحمد بيدار د علم د اهميت او د شورى جوړولو په ارزښت يي خبرى وکړى په پاى کى راغلو مشرانو د تخنيکى او مسلکى زده کړو د امريت او د انستيتوت د امريت کړنى وستايلى او د هر اړخيزى همکارى ډاډ يي ورکړ او د مشرانو او انستيتوت د ادارى لخوا لس کسيزه شورى جوړه او د مشکلاتو د حل په موخه د انستيتوت له ادارى سره اوږه په اوږه مخ ته ځي
غوڼډ د دعايه په ويلو سره پاى ته ورسيده
د انستيتوت فرهنګي څانګه :

د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت د 1403 ښوونيز کال لپاره د نوم ليکنى خبرتيا!
26/02/2024

د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت د 1403 ښوونيز کال لپاره د نوم ليکنى خبرتيا!

د ډاکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت د انستيتوت دورى د فارغانو د پام وړ!د انستيتوت دورى د فارغانو لپاره د اختصاصى کانک...
15/02/2024

د ډاکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت د انستيتوت دورى د فارغانو د پام وړ!
د انستيتوت دورى د فارغانو لپاره د اختصاصى کانکور د ازموينى د نوم ليکنى خبرتيا

نن 1402/6/20د دوشنبه ورځ د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت کې شاګردانو او محصلینو ته د عملی کارونو په لړ کې د مرخیړ...
11/09/2023

نن 1402/6/20د دوشنبه ورځ د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت کې شاګردانو او محصلینو ته د عملی کارونو په لړ کې د مرخیړیو (mushroom) د کرلو د ترویج په خاطر ورته پریزنتیشن ارائیه او ورسته ورته د کرلو طریق عملاً وښودل شوه او دا هم ورته وویل شول چې په کورنو کې کولای شو په کم مصرف له دې لارې څخه یو کوچنی عاید تر لاسه کړو.
نوټ: دمرخیړیو د یو کیلو تخم څخه کولای شو چې د ( 12_15) کیلو حاصل لاسته راوړو چې د یو کیلو مرخیړیو قیمت کم او زیات 500افغانی دی.

26/08/2023

د میدان وردګو ولایت
د تخنیکی اومسلکی زده کړو آمریت
د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوی انستیتوت
د کارموندنې خبرتیا: د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوی انستیتوت د کمپیوټر ساینس د څانګې لپاره یو تن قرار دادي استاد ته ضرورت لري
د استخدام شرایط په لاندې ډول دي
١ _ لیسانس سند درلودنکی وی
٢_ په ترانسکریپت کې یی د نمراتو فیصدی باید له %70 څخه کمه نه وی.
٣_ د ملي ژبو تر څنګ باید د انګلیسی ژبې سره هم بلدیت ولري.
٤- په مربوطه څانګه کې تجربه لرونکو کسانوته لومړیتوب ورکول کیږي.

نوټ : د اعلان د پیل څخه تر 10/6/1402نیټې پورې اسناد اخیستل کیږي.
پته: د میدان وردګ ولايت د مرکز اړوند د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوی انستیتوت. تلیفون نمبر 0785419810
0744684774

نيټه  1402/5/18د ميدان وردګو ولايت د تخنيکى او مسلکى زده کړو امريت اړوند د ډاکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت د عملى ک...
12/08/2023

نيټه 1402
/5/18
د ميدان وردګو ولايت د تخنيکى او مسلکى زده کړو امريت اړوند د ډاکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت د عملى کارونو په لړ کى دا ځل د خپلو توليداتو څخه د زراعت څانګى محصلينو او متعليمينو ته د مڼي څخه جوس جوړول او الو څخه د مربح جوړول په عملى او مسلکى ډول وښودل
په ياده تجربه کى د مربا او جوسو جوړول، د هغوى ترکيبى مواد، ضرورى وسايل او دهغوى بسته بندى وښودل شوه
په ياده تجربه کى شاګردانو ته دا په ګوته شول چى څنګه کولاى شى ازاد کاوربار ولرلاى شى، د هيواد د خپل توليد څخه په ښه کيفيت او ارزان قيمت سره جوس او مربا توليد کړى د هيواد د طبعى جوسو او نورو کيمياوى موادو په واسطه د جوړو شويو جوسو او مرباو تفکيک او فرق وښودل شوو
هيره دى نه وى چى په دى نوښت کى د ميدان وردګو ولايت د تخنيکى او مسلکى زده کړو امر مولوى صيب حکمت الله حکمت هم ګډون کړى وه او داسى کړنى يي وستايلى او ښودنه يي وکړه چى په عملى کړنو باندى لا زيات کار وشى

نيټه    1402/228د ميدان وردګو ولايت د تخنيکى او مسلکى زده کړو امريت اړوندد ډاکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت د زراعت ...
18/05/2023

نيټه 1402/228
د ميدان وردګو ولايت د تخنيکى او مسلکى زده کړو امريت اړوند
د ډاکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت د زراعت څانګى شاګردانو ته د شنى خونى(Green House) څخه استفاده په عملى ډول وښودل شوه،
ددى ترڅنګه په شنه خونه يا ګرين هاوس کى د بادرنګو کرنه د اوبو کولو سيستم، د بادرنګو روزل په عملى ډول وښودل شول

د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوی انستیتوت په انګړ کې د بادامو د نیالګیو ایښودلو لپاره 1000m² ساحه د تراکتور په وسیله هوار ک...
06/04/2023

د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوی انستیتوت په انګړ کې د بادامو د نیالګیو ایښودلو لپاره 1000m² ساحه د تراکتور په وسیله هوار کاری شوه، او نن په مسلکي ډول عملاً شاګردانو ته د باغ ایښودلو طریقه وښودل شوه.

د کار موندنې خبرتیا د ميدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت اړوند د داکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوی انستیتوت د ک...
18/03/2023

د کار موندنې خبرتیا
د ميدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت اړوند د داکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوی انستیتوت د کمپیوټر ساینس د څانګې لپاره دوه تنه قراردادي حق الزحمه استادانو ته په لاندې شرایطو ضرورت لري.
١- د تحصیل کچه يي حد اقل لیسانس وي.
٢- په پښتو او دري ژبو حاکمیت ولري.
٣- د انګليسي ژبې سره بلدتیا ولري.
٤- د تدريس بخش کې حد اقل یو کلنه تجربه ولري.
٥- اصلي ديپلوم او ترانسکریپټ له ځان سره ولري.
٦- په ترانسکریپټ کې د نمرو فيصدي له( ٧٠ ) څخه کمه نه وي.
پته : د میدان وردګ ولايت کابل قندهار لویه لار د مرکز اړوند د اول خیلو سیمه. د ډاکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت
ړ اړیکو شميره 0765715358----0785419810
په شرايطو برابر کسان کولاى شى چى د 27 /12/1401 څخه تر 3/1/1402 نيټي پورى د انستيتوت ادارى ته له اصل ديپلوم، د نمرو ترانسکريپت او اصلى تذکره سره تشريف راوړى

د میوه لرونکو ونو شاخه بري:شاخه بری د میوه لرونکو ونو لپاره زیاتې ګټې لري، لکه د شاخه بری په واسطه د ونو عمر زیاتیږي یعن...
16/03/2023

د میوه لرونکو ونو شاخه بري:
شاخه بری د میوه لرونکو ونو لپاره زیاتې ګټې لري، لکه د شاخه بری په واسطه د ونو عمر زیاتیږي یعنې تر ډیره وخته د میوې ورکولو توان لري، د میوې کیفیت او کمیت ورسره اصلاح کیږي ونې ورسره ځوانیږي نو په همدې ډول د داکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوی انستیتوت د نوی متراکم باغ د مختلفو نیالګیو لکه مڼه، ناک، شفتالو، الو او ګیلاس شاخ غوڅونه د یو مسلکي شخص له خوا روانه ده چې د نورو ونو سره فرق لري که څوک غواړي چې د دغه ډول متراکم نیالګیو شاخه غوڅونې په مهارت باندې ځان پوه کړي کولای چې نوموړي انستیتوت ته راشي له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.

14/03/2023
‏زېری، زيرى، زيرى !د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او لوړو زده کړو وزارت د ګډې هوکړې په ترڅ کې د دغه ادارې د فارغینو په ...
09/03/2023

‏زېری، زيرى، زيرى !
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او لوړو زده کړو وزارت د ګډې هوکړې په ترڅ کې د دغه ادارې د فارغینو په وړاندې د یو کال تنزیل ستونزه هواره شوه.
تر دې وروسته به زمونږ د(۱۴) ټولګیو فارغین د ۷۵% فیصدۍ په لرلو سره د ځانګړې آزموینې څخه د بریا په صورت کې پاتې زده کړې پوره کوي او د ليسانس دوره به بشپړوى.
که له دولسم ټولګى څخه فارغ ياست د داکتر عبدالوکيل کثيرالرشتوى انستيتوت په لاندى څانګو کى نوم ليکنه وکړى او خپلى زده کړى مو بشپړى کړى

Address

Maidan
Gardan Diwal

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ډاکتر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share