10/11/2025
د ښوونکو ظرفیت لوړونې دویم پړاو ورکشاپ د مربیانو لپاره د یوې پرانیست غونډې په ترڅ کې پیل شو!
نېټه: ۱۴۰۴/۸/۱۹
ورځ: دوشنبه
د ښوونکو د ظرفیت لوړونې دویم پړاو ورکشاپ له پاره پرانیست غونډه د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا سویل ختیځ زون آمریت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
یاده پرانیست غونډه، د ښوونیار محمد آقا توحیدیار په تلاوت سره پیل شوه. د پروګرام پیل کې د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم (فاروقي) خبرې وکړې. نوموړي د ښوونکو ظرفیت لوړونې ورکشاپونه او ترېنېنګونه د ښوونیز سیستم له پاره اړین او مهم وبلل. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې له داسې فرصتونو باید اعظمي ګټه واخیستل شي.
د ښوونکو ظرفیت لوړونې دویم پړاو ورکشاپ له پاره د سویل ختیځ زون په کچه، د پکتیا ولایت په ګډون له پکتیکا، غزني او خوست ولایتونو څخه د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا مرکزي علمي او مسلکي غړي رابلل شوی وو، چې د(۹) ورځو په لړ کې به د ښوونکو روزنې او مسلکی پراختیا لوی ریاست ترېنرانو لخوا په سویل ختیځ زون کې ترېنېنګ شي.
له دې وړاندې هم د ښوونکو ظرفیت لوړونې لومړي پړاو ورکشاپ کې لومړی د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا علمي او مسلکي غړي وروزل شول. دغه ترېنېنګ شوو علمي او مسلکي غړو بیا د ښوونځیو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د ښوونکو د ظرفیت لوړونې روزنه ورکړه. د دویم پړاو ورکشاپ سلسله به هم همداسې مخ ته ولاړه شي.
یاده پرانیست غونډه، چې د ښوونکو ظرفیت لوړونې ورکشاپ په پار ترسره شوې وه، د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي سیف الرحمن(سعد) په دعایه کلام پای ته ورسېده او پیوست ورپسې د ښوونکو ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو.
وسلام
د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا د سویل ختیځ زون آمریت