Engineering Faculty of Zam Zam Universit/زم زم پوهنتون انجنیري پوهنځی

  • Home
  • Afghanistan
  • Gardiz
  • Engineering Faculty of Zam Zam Universit/زم زم پوهنتون انجنیري پوهنځی

Engineering Faculty of Zam Zam Universit/زم زم پوهنتون انجنیري پوهنځی زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د انجنیري پوهنځی

07/05/2022

درنو محصلانو !
السلام عليکم ورحمةالله وبرکاته!
هيله ده چې روغ او جوړ به ياست او د کوچني اختر شپې او ورځې به مو په خير او خوښيو سره تېرې کړې وي.
قدرمنو!
دا چې تاسې وار له مخه په جريان کې ياست، چې د لوړو زده‌ کړو وزارت او د پوهنتون له علمي شورا سره سم تدريسي بهير له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې پیل شوی، نو په همدې منظور له تاسو ټولو محصلانو په ډېر درنښت هيله کوو، چې د روان کال په (۱۴۰۱/۰۲/۱۷) نېټه خپلو درسونو ته په نورمال ډول حاضر شئ .
درنښت
انجنیري پوهنځی ریاست

د واتساپ ګروپ جوړ او د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې انجنیري پوهنځي محصلین ترې استفاده کوي؛ د یاد پوهنځي نور محصلین دې هم خپل...
30/03/2020

د واتساپ ګروپ جوړ او د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې انجنیري پوهنځي محصلین ترې استفاده کوي؛ د یاد پوهنځي نور محصلین دې هم خپل وخت مه ضایع کوي او رابلنه دې شي.
یاده دې وي چې دغه کار یوازې د دې له پاره شوی دی تر څو له محصلینو سره د حمل میاشت درسونه شریک شي.
درنښت
#دانجنیري پوهنځي ریاست!

14/03/2020
Reason for this problem?
03/03/2020

Reason for this problem?

Defferent Types of Rocks.
25/02/2020

Defferent Types of Rocks.

Conversion of Unit.
25/02/2020

Conversion of Unit.

How to find the distance by level machine?.
23/02/2020

How to find the distance by level machine?.

په زړه پورې فرصت!!!
22/02/2020

په زړه پورې فرصت!!!

د افغانستان تاریخي ولایت بلخ ته دعلمي سفر په لړ کې د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې انجنیري پوهنځي او د دې ولایت د سعادت خصوصي...
13/02/2020

د افغانستان تاریخي ولایت بلخ ته دعلمي سفر په لړ کې د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې انجنیري پوهنځي او د دې ولایت د سعادت خصوصي پوهنتون انجنیري پوهنځي ترمنځ د علمي افکارو او تجربو د تبادلې او د همکاریو دپراختیا هوکړه لیک لاسلیک شو.

#زم زم لوړو زده کړو مؤسسې انجنیري پوهنځي ریاست.

04/02/2020

د سرک(Road) طبقې او اړونده ټیسټونه:
لیکوال: انجنیر شریف الله ځلاند
سرک له لاندې طبقو څخه جوړ شوی دی.
1 - Soil Sub grade
2- Sub base Course
3 - Base Course
4- Wearing Course
سب ګرېډ(Soil Subgrade):
نوموړې طبقه له طبعي خاورو څخه ډکه او تخته شوې دی، چې نوموړې طبقه د پاسنیو يا پورته طبقو له پاره دیو تهداب په څېر کارول کيږي، او د دې طبقې ضخامت نظر د خاورې خواصو او نوعیت پورې اړه لري.
په دې طبقه کې لاندې ټيسټونه د امریکایي او هندي کوډونو په اساس لازم او ضروري ګڼل شوي دي:

1- M D D ( Maximum Dry Density ) Test
2- O M C ( Optimum Moisture Content ) Test
3- C B R ( California Bearing Ratio ) Test
4- P I ( Plastic Index ) = L L (Liquid Limit ) – P L ( Plastic Limit )
5- Grain Size Analysis ( Sieve Analysis )
6- F D D ( Field Dry Density ) Test

2 -Sub base Course:
دغه طبقه د یو ضعیف تهداب خاصیت لري چې د سب ګرېډ له پاسه واقع شوې دی، په دې طبقه کې خاورین مواد او شګې کارول کيږي او بیا یاده طبقه تخته کونې ته اماده کيږي.
په پورته طبقه کې د امرکایي او هندي کوډونو په اساس لاندې ټيسټونه مهیم او ضروري ګڼل شوي دي.
1 – Aggregate Gradation Test
2 - L A (Lose Angles) Test
3 - M DD (Maximum Dry Density ) Test
4 - O M C (Optimum Moisture Content) Test
5 - C B R (California Bearing Ratio) Test
6 - D C P ( ) Test
7 - P I (Plastic Index) = L L (Liquid Limit) – P L (Plastic Limit)
8 - F D D (Field Dry Density) Test

#یادونه: چې په کومو سرکونو کې پورته ټيسټونه په سم ډول مراعت شي نوموړی سرک به تر ډېر وخته( تر معین او ډيزاین شوي وخته پورې) دوام او پایښت کوي. چې له ښه مرغه د زم زم پوهنتون انجنیري پوهنځي لابراتوار پورته ټيسټونو ته ځواب ویوونکی دی.

03/02/2020

د سرک کندن کارې Road Cutting:
مخکې له دې، چې د سرک د جوړونې کار پیل شي د سرک لپاره کټینک او فیلینګ(ډکون) تر سره کیږي. د سرک کټینګ د سرک په مسیر کې د لويو ډبرو, خاورو, شګو او مجموع کې د ځمکې غڅولو ته وایې،
د سرک په کټینک کې باید کوشش وشي ترڅو سرک زیات نه شي،چې د زیات کندنکاري په صورت کې تاسو مجبوریږی، بیرته فلینګ ترسره کړي، چې دا بیا اضافې مصرف شمیرل کیږي او د سرک پر بودیجه مستقیم تاثیر کوي. په عمومي ډول د سرک کټینک د سرک په مسیر، چې د سرویر لخوا ټاکل کیږي، ترسره کیږي او د سرک طولي میلان هم په نظر کې نیول کیږي.ترڅو د ډیزاین مطابق طولي میلان ورکړل شي او د ټرافیکو د حرکت وخت کې خنډ يا ځنډ رامنځ ته نکړي.د سرک لپاره طولي میلان د مجاز حد 11% دی او کوشش دې وکړل شي ترڅو طولي میلان له دولس(12%) څخه زیات نکړل شي.
د سرک کټینګ او فیلینګ د سرک لپاره د هم سطح کولو(افقي او عمودي زاويې لمنځه صفر کول) طبقه ده، چې دې طبقې ته (SubGrade) طبقه هم ويل کيږي، ترڅو د سرک نور طبقات پرې تطبیق شي.همدارنګه په دې طبقه کې د خاورې د برداشت قابلیت هم روښانه کیږي.

30/01/2020

د زم زم پوهنتون انجنیري پوهنځي لسانس پروګرام لپاره نوم لیکنه روانه دی.
د کانکور په ازموینه کې د ګډون له پاره نوم لیکنه وکړﺉ.

Address

Gardiz-paktia/afghanistan
Gardiz

Telephone

0775110114

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Engineering Faculty of Zam Zam Universit/زم زم پوهنتون انجنیري پوهنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share