04/09/2026
نېټه: 1405/6/13 ( 2026/9/4) (1448/3/22)
رڼا ګروپ او رڼا د روغتيایي علومو انستیتوت ریس او مسول ډاکټر نعمت الله فهیم احمدزی د ټولو هغو با احساسه او ژمنو ته وفاداره وګړو ، څخه د زړه له کومې مننه کوي چې د سميع الله د مشکل په حل کيدو کې چې ټول دده لخوا معرفي شوي وه او دده لخوا ورته پناه ور وړل شوې وه د سمیع الله اصلي څهرې د پيژندلو وروسته دده په دې مشکل کې نور د خبرو او موضوع د حل وفصل څخه ټولو معذرت په غوښتلو سميع الله یو ناځوانه او غدار شخص وبللو . د رڼا مسول او ریس د دوي د ټولو هڅو څخه قدر داني کوي چې په پوره حوصله یي د هغه ټولې کړنې ولیدلي او واوریدلی .
دا چې د سمیع الله لخوا خپل ورور ته په ډیرې بیغرتي د یوې دسیسې د جوړولو وروسته په خپل سر د رڼا طبي انستیتوت ادارې ته راغلی وه او ځان یی ریس معرفي کړي وه چې وروسته د ټولو افغان ځوانانو او په خاصه توګه د لويي پکتیا د ځوانانو لپاره په زیاته کچه د مشکلاتو او ستونزو لامل خپله سمیع الله دي.
دا چې په تیرو اتو کالونو کې په زرهاوو فارغ شوي محصلینو چې زیات تعداد یې په مختلفو امارتي او غیر امارتي طبي ادارو کې په دندو بوخت دي سمیع الله لخوا د رڼا مسول او ریس ډاکټر فهیم سره د شخصي کینې له وجې چې د تیرو اتو کالونو کې اداره دده د مستقيم منجمنت لاندې وه د تیرو اتو کالونو فارغ شویو محصلینو په اسنادونو کې چې هیڅ ډول مشکل موجود نه وه او اوس د سمیع الله لخوا ورته هر ډول مشکلات رامنځته شوي دي او په اداره کې د محصلینو کارونه په خپل وخت نه اجرا کيږی (چې د دوی د مسولیت نه منلو په معنی دي) چې د ځوانانو په حق کې یو نه جبران کیدونکي خیانت دي. چې په راتلونکی کې به امارتی ادارو ته سمیع الله ځواب ویونکی وي .
دا چې سمیع الله مختلفو کسانو ته ده پناه وروړې وه او د خپلې کمزورتیا په اظهار کولو یې د هغوي تر سیوری لاندې د مشکل د حل کیدو غوښتونکي وه او د موضوع حل لپاره يې ټاکلي وه د دوی لخوا د سمیع الله اصلي څهرې په پيژندلو ټول د موضوع د حل وفصل څخه معذرت وغوښتلو او د دوي په وينا هغه کارونه چې سمیع الله د ورور او ټولو ځوانانوسره د هغوي د سرنوشت په سر کړي دي د یو غدار او داسې شخص کړنې دي چې د انسانیت او افغانیت په نوم هیڅ هم نه پيژني، دا چې سمیع الله په خپل ځان او نفس باندې د اعتماد او باور نه درلودلو له امله د یو قاطع تصمیم پریکړه نشي کولای چې علت يي د ذهني توازون له لاسه ورکول دي ( د اوږدې مودې لپاره د زياتو نشي توکو د استعمال له وجې ) او د ټولنې ضد او استعمالیدونکي فکر په درلودلو سره د ځوانانو لپاره د درد سر باعث شوي دي .
دا چې د رڼا طبي کمپلکس د ساختمانونو د جوړیدو ټولې چارې د رڼا ریس ډاکټر نعمت الله فهیم لخوا د همدې ټولني د وګړو په سرمایه باندې جوړ شوي دي او د همدې ټولني د وګړو مربوط دي داچې هر مسلکی شخص د خدمت په موخه د همدې کمپلکس چارې پرمخ روانې کړی او د خلګو لپاره دردسر نه وي او د مشکلاتو حل وړتیا ولري او د کینې او حسد په ځای یی د همکاري فکر درلودونکي وي نو زما لخوا به همغه شخص سره ددوامداره همکاري او د کارونو د لا ښه پرمختګ او ځوانانو ته د ښه خدمت کولو لپاره مې ورسره هر ډول کمک ته حاضروم او هیڅکله به د بیا ځلې لپاره د رڼا طبي کمپلکس رياست ته نه وای راغلي دا چې سمیع الله په خپل سر په غلط پلان او غلط فکر سره رڼا طبي کمپلکس ته راغلي وه او تیرو اتو میاشتو کې هغه ویدو ګانې چې د کمرو په واسطه ثبت شوي دي( تر ۵۰۰ څخه زیاتو محصلینو سره دده جدا جدا منفی او د دروغو خبرې ) او یو فیصد د خلګو د مشکلاتو د حل او فصل سبب نه دي شوي بلکي هر ځوان چې د رڼا ادارې ته راغلي دي او په اداره کې د سمیع الله لخوا ورته په شیطانی فکر داسې دوراغ او غلط معلومات ورکول کيږي چې هغه فارغین هم حیران شي چې څنګه داسې یو ناڅاپي تغیر رامنځته شو ( په راتلونکو پوستونو کې د دوی ویدوګانې درسره شریکوم.
دلته د یادونې وړ بولم چې د ښاغلو هر یوه :
ډیر دروند اود قدر وړ شخصیت ریس صاحب دوکتور احمد ولي عزیزی ، قومندان صاحب ډګروال عزیز الله ، څارنوال صدیق الله ، استاد غلام طاهر افغان ، انجینر ظاهر شاه ظاهر ، استاد سردار خان افغان ،ډاکټر محمد ضيا حبیبزی او دوه تنه وروستي مصلحین( خدايي خدمتګاران) چې یو تن یي دروند او مخلص استاد انجینر حکمران اکبرزی او دوهم تن یی ډاکتر نقیب الله درویش ( چې د سمیع الله ۳۰ کالونو ملګری او د کاکا زوي هم ده دده د اصلي څهرې د پيژندلو وروسته یې د توبې په ایستلو او په راتلونکی کې دهمدې موضوع په هکله د نورو خبرو څخه معذرت په غوښتلو چې بې وسه یم ډډه کوم .
یو ځل بیا د پورته ذکر شویو ټولو باعزته او درندو شخصیتونو څخه ډیره زیاته مننه کوم او د خدای تعالی د دربار څخه ورته په دنیا او اخرت کې سر لوړي غوښتونکی يم .
ډاکټر نعمت الله فهیم احمدزی
اړيکې ۰۷۷۸۳۰۳۱۳۰---۰۷۸۱۳۰۳۱۳۰
بريښنالیک : [email protected]
رڼا طبی انستیتوت ( فیسبوک ايدي)
د ویدو په شکل د قران پاک د اياتونو ژباړه ده چې د اصلاح لپاره تیرو اونیو کې سټوری ته پورته شوې وې