17/05/2026
😭
خونړۍ ترافیکي پېښه 🚘💔
یو ځوان و…
سهار وختي له خوبه راپاڅېد، اودس یې وکړ او د سهار لمونځ یې ادا کړ؛ خو زړه یې ناارامه و. داسې احساس یې کاوه لکه د زړه په تل کې یو ناڅرګند درد پروت وي، یو خاموش غږ چې ورته ویل یې:
«مه ځه!»
هغه په کور کې ورو وویل:
«له غرمې وروسته به کابل ته ولاړ شم.»
مور یې د زوی خبرې واورېدې. د مور زړه خو د الله تعالی له الهامونو ډک وي. هغې د زوی سترګو ته وکتل؛ هلته یې د ستړیا، فکر او ناڅرګندې اندېښنې نښې ولیدلې. خو بیا یې څه ونه ویل، یوازې یې دومره وویل:
«زویه، ځان ساته…»
غرمه تېره شوه. د کور فضا عجیبه چوپه وه.
ځوان له خپلو کوچنیو ماشومانو سره مخه ښه کوله. یو ماشوم یې په غېږ کې ونیو، پر تندي یې ښکل کړ. بل یې د پلار لمن کلکه نیولې وه او نه یې پرېښود چې لاړ شي.
ماشومان نه پوهېدل چې دا د ژوند وروستۍ خدای پاماني ده؛ خو معصوم زړونه کله ناکله هغه څه احساسوي چې ستر عقلونه یې نه شي درک کولای. ځکه یې سترګې له اوښکو ډکې وې.
هغه ورو ورو له کوره ووت. شاته یې یو ځل بیا خپل کور ته وکتل؛ هغه کور ته چې د ده د خنداګانو، هیلو او ستړیاوو شاهد و.
موټر د توپ دو راهۍ ته ورسېد. هلته د زمانخیلو د کلي انجنیر سلطان هم ورسره یوځای شو.
سلطان یو بااستعداده، خوشاخلاقه او د روښانه راتلونکي لپاره له هیلو ډک ځوان و. غوښتل یې خپل وطن ته خدمت وکړي، د خلکو دردونه کم کړي او د خپل مور او پلار سپین سرونه په ویاړ لوړ کړي.
موټر خپل سفر ته دوام ورکړ.
کله چې د توپ دو راهۍ ته ورسېدل، هلته درې نور ځوانان هم ولاړ وو. دوی تازه د کانکور ازموینه ورکړې وه. سترګې یې له هیلو ډکې وې او زړونه یې د راتلونکي په رنګینو خوبونو سینګار وو.
یو یې غوښتل ډاکټر شي، بل انجنیر، او درېیم به تل ویل:
«زه به خپل پلار ته آرام ژوند برابروم.»
دوی ټول په یوه موټر کې سره سپاره شول.
په لاره کې یې خبرې کولې، خندل یې، د راتلونکي په اړه یې خوبونه شریکول. هر یوه د خپل سبا انځور رسموه؛ چا د پوهنتون یادونه کوله، چا د کابل د لویو کوڅو، او چا د خپلې مور د خوښۍ تصور کاوه.
خو انسان یو څه غواړي، او تقدیر بل څه لیکلي وي…
کله چې موټر د بادام سیمې ته ورسېد، ناڅاپه د مرګ سیوری خپور شو.
یو دروند ډمپر ټرک په بېرحمۍ سره د دوی له موټر سره ټکر وکړ.
په څو ثانیو کې هر څه بدل شول.
هغه خنداګانې په چیغو واوښتې…
هغه هیلې په وینو کې لتاړې شوې…
او هغه زړونه چې د ژوند په مینه درزېدل، د تل لپاره غلي شول.
په دې خونړۍ پېښه کې، د موټر له چلوونکي سره یوځای پنځه کسان شهیدان شول.
پنځه ځوانان…
پنځه کورنۍ…
پنځه نړۍ…
د دوی ارمانونه د سړک پر دوړو خپاره شول.
د مور او پلار هیلې د وینو په رنګ خاورې شوې.
هغه میندې چې د خپلو زامنو د بریا لپاره یې شپې سبا کولې، اوس د قبرونو تر څنګ ناستې دي او په اوښکو وایي:
«زویه، ته خو ویل چې بېرته به راځې…»
ماشومان د پلار راتګ ته منتظر پاتې شول، خو پلار بیا هېڅکله رانغی.
پلارونو د خپلو زامنو جنازې پر اوږو یوړې؛ هغه زامن چې باید د دوی د سپین سر عصا وای.
ژوند ډېر بېوفا دی…
کله ناکله انسان د سبا لپاره زرګونه نقشې جوړوي، خو نه پوهېږي چې تقدیر یې د ژوند وروستۍ کرښه لیکلې ده.
الله تعالی دې ټولو شهیدانو ته د جنت الفردوس اعلی مقام ورپه برخه کړي، ګناهونه دې یې وبخښي، او درنو کورنیو ته دې صبر جمیل او اجر عظیم ورکړي.
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
یادونه
که څه هم د انسان په تقدیر کې لیکل شوي هر څه حتمي ور رسېږي، خو د سفر پر مهال احتیاط، د ترافیکي اصولو مراعات او د ژوند ساتنه د هر انسان شرعي او اخلاقي مسؤلیت دی.
ژوند د الله تعالی ستر نعمت دی، او ساتنه یې پر موږ فرض ده.
نوټ:د د کانکور د یوه ګډونوال هیله او د پوهنځیو انتخاب👇