افغانستان تاریخ په نړی کی

افغانستان تاریخ په نړی کی زموږ موخه دخلګو او ځوانانو لپاره خدمت او معلومات وړاند?

07/07/2024

د ښه کارکوونکي ځينې مهمې ځانګړتياوي
ليکنه: م, ا. شهيدزوی
ستاسو په اند، د یو ښه کارمند ځانګړتیاوې څه کيدای شي؟ تاسو د یو ښه کارکوونکي تعریف څنګه کوئ؟ ایا د کار په ځای کې کاري تجربه یا غوره چلند د ښه کارمندانو د ځانګړتیاوو د پیژندلو اصلي عوامل دي؟ ایا په یوه ځانګړې برخه کې وړتیا د یو ښه کارمند د ځانګړتیاوو په هکله پریکړه کولو کې د لوی فکتور په توګه پیژندل کیدای شي؟
پداسې حال کې چې د تخنیکي مهارتونو ترڅنګ ځيني نور مهارتونه د یو کارمند په اړه په پریکړه کولو کې مهم رول لوبوي، ترڅنګ يې نور شخصي,ادراکي او انساني مهارتونه هم شتون لري چې په اوږد مهال کې د ښه کارکوونکو کیفیت ټاکي.
ډیری سازمانونه د خلکو چلند او انفرادي ځانګړتیاوو او په ګروپ باندې د دې ځانګړتیاو اغیزو ته پام نه کوي. دا سازمانونه پدې باور دي چې يواځي د کارکوونکي تخنیکي مهارتونه خورا مهم دي او ددوی په اند دا هغه ځانګړتیاوې دي چې یو کارمند په ښه کارمند بدلوي او سازمان پرمختګ او وده ورکوي.

په هرصورت، دا فکر يو ناسم فکر دی. کله چې موږ په سازمان کې د بحران، ناڅاپي بدلون یا ناڅرګند حالت سره مخ کیږو، دا زموږ د سازمان همکاران او کارکوونکي دي چې باید د بحران سره د مبارزې طبعي وړتیاوي ولري او سازمان له بحراني حالت څخه وژغوري, په دې ليکنه کې به موږ پوه شو چې د ښه کارکوونکو ځانګړتیاوې یوازې ددوی په شخصي, تخنیکي او مسلکي وړتیاوو پورې محدود ندي. نو د ګمارنې پر مهال باید د کارکوونکو د کاري مهارتونو او وړتیاوو ترڅنګ د ښو کارکوونکو ځانګړنې هم په پام کې ونیسو. په لاندې کرښو کې هڅه کوو هغه عادتونه او ځانګړتیاوې په ګډه وڅیړو چې ډیری ښه کارکوونکي ګټه ځينې پورته کوي.
👈 ښه کارکوونکي ښه اوریدونکي دي
سمه او غوره اړیکه یوازې په خبرو پورې محدوده نه ده؛ د معنی داره اوریدلو او پوهیدلو وړتیا درلودل پرته له شکه د ارتباطي مهارتونو نه جلا کیدونکی برخه ده او د ښه کارکوونکی يوه ځانګړنه ښه اوريدل او پوهيدل دي.
👈 د ښه کارکونکو بله ځانګړنه د الفاظو اوریدلو او په ښه شکل د هغو منعکس کولو وړتیا درلودل دي. دا کارکوونکي په دقت سره هغه څه منعکس کولای شي چې دوی اوریدلي وي په بله مانا دا کارکوونکي دا وړتيا لري چې د لومړني ویناوال نظر او احساس په ښه شکل منعکس کړي پرته له شکه دا ډول ارتباط به د سازمان په وده او پراختیا کې ډیره مرسته وکړي.
👈

28/04/2024

د ثور اوومه او اتمه درانده غمونه او بورې هيلې

نقيب الله احمدي
د نړۍ ستر سُپر ځواک د خپلو شومو هيلو د پوره کولو په تکل د امپراطوريو په هديره (افغانستان) کې د فکري او عقيدوي ريښو د غځولو هڅه وکړه، چې ځېنې ځوانان يې د ړانده تمدن په لومو کې ګير شول او په افغانستان کې يې د (KGB) لپاره عملاً کار شروع کړ.
د خلق په نامه ګوند را منځ ته شو په ښکاره يې فعاليت شروع کړ، نشريات يې خپاره شول تر دې چې د شوروي اتحاد د هيلو پوره کولو لپاره يې افغان مظلوم ولس د تاريخ په ستر ناورين کې ښکېل کړ، د سردار داودخان په جمهوري نظام يې د (۱۳۵۷) لمريز کال د ثور په اوومه ظالمانه کودتا وکړه، چې داودخان يې له خپلې کورنۍ سره په ډېر ظلم او وحشت سره په شهادت ورسول، افغان ملت له سترو غمونو، برباديو، وحشتونو، کړاوونو او ظلمونو سره مخ شو.
د ثور اوومه هغه توره ورځ وه چې افغانان يې د وير په ټغر کېنول او سرنوشت يې مسکو ته وسپارل شو، د کې جي بي لاسپوڅو په خپل مظلوم ملت هېڅ رحم ونه کړ، خپل ټول مخالفين يې ژوندي تر خاورو لاندې کړل، علماء، محصلين، استادان، قومي مشران به يې نيمه شپه له خپل کور او ګرمې بسترې نه را پورته کړل، په داسې حال کې، چې د مېرمنې او وړو بچو چيغو او کوکارو به يې د شپې د خپې فضا سکوت مات کړی و، خو د هيچا پر زړونو به دې سويو ساندو او چيغو تاثير نه کاوو، مظلوم پلار جان به يې په کشولو-کشولو خړ جيپ ته و خېژواه او د اګسا، کام او خاد تور زندان ته به يې واچول، کله به چې زندانيان زيات شول او په زندان کې به نه ځاييدل، شفري امر به صادر شو، چې په دهمزنګ او پليګون کې پرې خاورې واړوئ.
د يوې مېرمنې د خاوند زنده ګي به ژوندۍ تر خاورو لاندې شوه، او دې خوارکۍ به هر ماښام خپل بچي په دې بهانه ويده کول، چې سبا ته مو پلار جان راځي؛ خو پلار جان روسي بلدوزرو په پليګون کې تر خاورو لاندې کړی و، چې همدې ناخوالو د لکونو ځوانو مېرمنو او نازنينو بچو د نازونو زنده ګۍ د آهونو او غمونو په دنيا بدله کړه، يوازې دا غميزې نه بلکې د ثور کودتا او په افغانستان د شوروي يرغل افغانان داسې تبا او برباد کړل، چې عزت، ابرو، سياست، اقتصاد، امن، ژوند، خوشالي او هر څه يې ورنه واخيستل، د ثور د اوومې له کودتا وروسته د افغانستان پر افق د ظلم او وحشت ورېځې را خپرې شوې، د کمونستانو د رژيم امنيت ادارې په زرګونو بې ګنا انسانان ژوندي تر خاورو لاندې

28/04/2024
26/08/2022

دسقاو دزوی لڼد ژوندلیک ( Biography)

دسقاوزوی حبیب الله نومید چې دکابل په شمال دکوهدامن دکلکا نوپه کلي کې د 1891 زیږدیز /میلادي کال دجنورۍ دمیاشتې په (19) نیټه زیږیدلی و . دده پلار احمد الله نومیده چې سقاء و او دخپل اوبو د ژي یا مشک نه به یې خلکو ته اوبه ورکولې نو دی ځکه دسقاو دزوی په وجه ، په فارسی ژبه (بچه سقاو)(son of a water carrier)سره مشهورشو. دغه نا لوستی او بیسواده هلک چې ځوان شودغازي امیر امان الله خان په پوځ ( Army) کې شامل شو.
وروسته بیا دپوځي خدمته وتښتید او پیښور ته لاړ او هلته دچایو په کوم دوکان کې دچا سره مزدورشو . بیا له پيښوره پاړه چنار ته لاړ هلته هم دغلا په تور ونیول شو او یوولس میاشتې بندی شو.بیا بیرته افغانستان ته راغی او دکاپيسا او پروان په ولایتو نو کې یې یو څو تنه بدماشان او غله دځان ملګري کړل او دغلو ددغې ډلې مشري یې کوله او دغازي امان الله خان دحکومت پر پوځي تاسیساتو یې بریدونه کول او پوځيان یې وژل او دهغوی ټوپکونه یې ترلاسه کول . بچه سقاؤیا دسقا زوی به د شپې کورونه لوټل او غلاوې به ېې کولې د ورځې به بیا په غرونو کې پټ و ، همداراز چا به چې ورسره مقاومت وکړ نو د خپلو غلو ملگرو سره يوځای به ېې سر ورپرې کړ اونورو ته به يې د ډارلپاره وروښود.
دغه نالوستي غله دامان الله خان حکومت یو کافر او بې دینه حکومت ګاڼه .ده وروسته پر کابل برید وکړ او څرنګه چې پرغا زي امان الله خان افغانان او افغا نستان ګران وو نو دوینو دنه توئیدلو په خاطریې د ۱۹۲۹ زیږدیز کال دجنورۍ دمیاشتې په څوارلسمه نیټه پاچاهي خپل ورور عنایت الله خان ته پريښود له او کندهار ته لاړ. خو دسقاو زوی عنایت الله خان ته وویل چې یا به پاچاهي ماته پریږدې او یا به راسره جنګ کوي . په پای کې يې د۱۹۲۹ زیږ دیز /میلا دي کال دجنورۍ په پنځلسمه نیټه دده ځواکونه کابل ته راننوتل او د نوموړي کال دجنورۍ په اتلسمه نیټه یې ځان دافغانستان با چا وباله .
دده دپاچاهي مهم کسان او کابینه دلاندنیو کسانو نه جوړه وه:
۱-سید حسین نایب‌السلطنه ددفاع وزیر
۲-محفوظ خان ددفاع دوزارت مرستیال
۳- دسقاو دزوی ورور حمیدالله معین‌السلطنه
۴-عبدالغفورخان تگابی دکورنیو چار(داخلې ) وزیر
۵-صاحبزاده عطاءالحق خان دبهرنیو چارو وزیر
۶-صاحبزاده شیرجان خان ددربار وزیر
۷-میرزا غلام مجتبی خان دمالیې وزارت(Minister of Finance)
۸-ملک محسن کلکانی د کا

 !دا چې په دې ورځو کې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې سکالو یو ځل بیا ګرمه شوې ده، نو غواړم چې په دې اړه ځینو اړینو ټکو ته اشاره و...
11/01/2022

!

دا چې په دې ورځو کې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې سکالو یو ځل بیا ګرمه شوې ده، نو غواړم چې په دې اړه ځینو اړینو ټکو ته اشاره وکړم، ښه په حوصله یې ولولئ:

۱ـ کله چې ۱۸۹۳ میلادي کال د نومبر میاشتې په دولسمه نېټه د افغانستان پاچا امیر عبدالرحمن خان او د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزیر سرهنري مورتمر ډیورنډ تر منځ د ډیورند د تړون خاکه جوړېده، په دغه وخت کې افغانستان خپلواکي نه درلوده او د ۱۸۷۹ میلادي کال د ګندمک تړون له مخې د افغانستان بهرنۍ سیاست د بریتانوي هند اړوند و، نو د نړیوالو حقوقو له مخې ویلای شو چې د هېڅ ناخپلواک او مستعمره دولت او حکومت تړونونه د اعتبار وړ نه دي.

۲ـ د ډیورنډ په خاکه کې د (چترال، سوات، دیر، باجوړ، خیبر، کرمې او وزیرستان) سیمې د آزادو قبایلو په نوم پېژندل شوي او د بریتانوي هند اړوند نه وې، دغه سیمې د افغانستان د دولت اړوند وې او امنیتي برخه یې د انګلیسانو له لوري پر مخ وړل کېده. په دې سیمو د پاکستان خېټه اچول بل ښکاره تېری دی.
او بله خبره دا چې پاکستان له هند څخه بېل شوی دی، هغوی یوازې د هغو ځمکو حق لري چې د هند اړوند وې، افغانستان نه دوی ته آزادي ورکړې او نه یې په خاوره د استعمار حق لري.

۳ـ د ډیورند کرښه د اسنادو له مخې د افغانستان او بریتانوي هند تر منځ د سرحد په نوم نه ده منل شوې، بلکې په دغه خاکه کې موخه په قامونو باندې د کنټرول او حاکمیت ده، دغه خبره خپله سرمورتمر هنري ډیورنډ هم منلې ده چې چې ځمکه د افغانستان اړوند ده او یوازې بریتانوي هند ته په مېشتو قامونو باندې د حاکمیت لپاره د امیر عبدالرحمن خان له لوري په شخصي توګه ورکړل شوې ده او امیر دغه سند نه دی لاسلیک کړی، هغه په ۱۸۹۷ میلادي کال کې په ایشیاټیک کوارټرلی ژورنال کې یادونه کړې ده چې هغه ځمکې چې له ډیورنډ کرښې څخه د هندوستان لور ته پرتې دي، نه باید چې د بریتانوي هند په رسمي قلمرو او جغرافیه کې وشمېرل شي، ځکه زمونږ پرېکړه یوازې په دغو سیمو کې د قانون او حاکمیت د پلي کولو لپاره ده، نه دا چې زمونږ دا کرښه نړیواله پوله وګڼل شي. دلته هم لیدل کېږي چې د ډیورنډ کرښه د یوې نړیوالې پولې په توګه نه ده راکښل شوې.

۴ـ د ډیورند کرښې د اعتبار موده د تړون د خاکې له مخې د امیر تر مرګ یا پرځېدو پورې وه، ځکه دا تړون په دولتي سطحه نه و شوی، بلکې د امیر عبدالرحمن خان او بریتانوي هند تر منځ د فشار لاندې ترسره شوی او لنډمهاله و، ان دا چې څوک یې سل کلن بولي دا هم زیاتی دی. انګریزانو ټول تړونونه له امیرانو سره په شخصي توګه تر سره کول، دوی ځکه له دغې کړنلارې څخه کار اخیسته، تر څو د پخواني امير په مرګ یا پرځېدو سره له نوي امیر او پاچا څخه لا زیات امتیاز ترلاسه کړي. د امیر عبدالرحمن خان له مرګ څخه وروسته د امیر حبیب الله خان په پاچاهۍ کې د محکوم افغانستان خاوره د بریتانوي هند تر حاکمیت لاندې پاتې شوه، خو په ۱۹۱۹ میلادي کال کې امیر امان الله خان د اګسټ په اتمه نېټه له بریتانیې څخه د خپلواکۍ په اعلان سره افغانستان په کورني او بهرني سیاست کې خپلواک اعلان کړ او له بریتانوي هند سره یې ټول تړونونه منسوخ او ناچله اعلان کړل. د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزیر سر الفرډ همیلټون گرانټ چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې یې افغانستان ته د خپلواکۍ ورکولو په وخت کې د بریتانوي هیئت مشري کوله، د افغانستان د هیئت له مشر علي احمد خان سره د افغانستان د پخوانیو امیرانو او بریتانوي هند تر منځ ټول تړونونه ناچله اعلان کړل، چې د ډیورنډ تړون هم د دغو لغوه شویو تړونونو له جملې څخه و.

۵ـ له هند څخه د پاکستان له جلا کېدو څخه وروسته په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د پاکستان حکومت د پکتیا په ولایت کې بمبار وکړ چې د افغان دولت غوسه یې راوپاروله، لویه جرګه یې راوبلله او یو ځل بیا یې له بریتانوي هند سره ټول تړونونه لغوه اعلان کړل. افغان دولت د نړیوالې ټولنې د امنیت شورا ته د خپلې خاورې د بېرته راګرځولو وړاندیز وکړ، خو د امریکا حکومت د پاکستان په ګټه له دغه وړاندیز سره مخالفت وکړ.

۶ـ له ۱۹۱۹ میلادي کال څخه وروسته هېڅ افغان دولت د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې.

۷ـ د نړیوال کنسوانسیون له مخې پاکستان د بریتانوي هند ځایناستی نه شي کېدلای او د افغانستان خاوره یې استعمار کړې ده.

۸ـ افغانستان یوازېنی هېواد و؛ چې د ۱۹۴۷ میلادي کال د سپټمبر میاشتې په دېرشمه نېټه یې په نړیواله ټولنه کې د پاکستان غړیتوب ته منفي رایه ورکړه او د افغانستان د خاورې راګرځولو غوښته یې وکړه.

۹ـ د نړیوال قانون له مخې د ډیورنډ په اړه د پرېکړې حق دواړو غاړو ته پراته ولسونه لري او دولتونه نه شي کولای په دې اړه کومه معامله وکړي.

۱۰ـ هغه سیمي چې د افغانستان اړوند دي، د پاکستان ۶۰ سلنه خاوره جوړوي، یوازې ۴۰ سلنه سیمه یې له هند څخه اخیستې ده او بس، نو ځکه پاکستان تل کوښښ کوي چې په افغانستان کې د دولتونو د کمزوري کولو لپاره ګامونه واخلي.

۱۱ـ افغانستان هغه وخت خپله محکومه خاوره آزادولای شي چې د پاکستان دولت سقوط وکړي؛ ځکه پاکستان دولت دی؛ ملت نه دی، پوځ یې وپاشل شي، له هندوستان سره په لویه جګړه کې ښکېل شي، د کورنۍ جګړې اور پکې بل شي او یا د پښتنو ستر پاڅون پکې رامنځته شي او بر افغانان د آزادۍ غوښتونکو ملاتړ وکړي.

۱۲- دا چې ټول پښتانه د یو دین (اسلام) لارویان دي او په جهاد کې د پېړیو تجربه لري، نو د پاکستان د استعمار د ماتولو په پار د سپېڅلي جهاد اعلان هم غوره لاره ده.

"حساس"
________________________________________________
#یادښت: لیکنه مو پر خپلو فېسبوک پاڼو خپره کړئ تر څو ټول افغان ولس ته ورسېږي.

څوک د چا په استازۍ؟(  یادښت: دا لیکنه د تاریخ د حافظې او د ځوان نسل لپاره ده ، څوک چې ورته وخت او زغم لري هغه دې ولولي) ...
11/01/2022

څوک د چا په استازۍ؟

( یادښت: دا لیکنه د تاریخ د حافظې او د ځوان نسل لپاره ده ، څوک چې ورته وخت او زغم لري هغه دې ولولي)
په افغانستان کې هر سیاسي ګوند او اکثرو سیاسي اشخاصو خپلې تېروتنې کړې دي، کله کله دا تېروتنې له حالاتو د ناخبرۍ او ناسم تحلیل له وجې او کله کله بیا په قصدي او شعوري توګه وې . په تېره نیمه پېړۍ کې د پردیو له خوا یو شمېر هېوادضد ، افغان ضد او پښتون ضد ډلې ټپلې را وټوکېدلې ، د کارمل په مشرۍ ستمي - پرچمي ګروپ ، د طاهر بدخشي په مشرۍ ستمي ګروپ او د رباني - مسعود په مشرۍ جمیعتي ګروپ هغه ډلې وې چې د جوړښت محتوا یې د افغانستان د اساساتو مخالفه وه. ورپسې وحدت او جنبش ګوندونه دي چې ملت ضد روحیه او انګېزه لري ، نورو ګوندونو ، لکه خلک، اسلامي حزب، حرکت ، محاذ ، نجات ، اتحاد او نورو هر یوه پر خپل وخت هېواد ته ضررونه پېښ کړي او د قدرت مېنوال او لېوال هم وو ، هر یو بهرنۍ اړیکې هم لرلې ، خو د افغانستان د جوړښت ، ملي هویت او محتوا مخالف نه وو.خو جمیعت ، پرچم ، ستم ، جنبش ، وحدت او په تېره بیا نظار شورا هغه ډلې ټپلې دي چې له پیله تر دې دمه یې په پټه او ښکاره توګه فاشیستي او سکتاریستي عملونه تر سره کړي او د هېواد د کمزورتيا او تجزیې لپاره یې هلې ځلې کړي دي .
د ستم، جمیعت او پرچم په دریو خمونو کې لمېدلی یو شخص (فرید احمد مزدک ) دی ، چې پرون یې یو ځل بیا له یوې مزدورې افغان ضد رسنۍ سر د مرکې په تر څ کې خپل افغان ضد ، پښتون ضد او افغانستان ضد سکاتریستي افکار څرګند کړل.
مزدک په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د لویو قدرتونو د تفاهم په نتیجه کې د یو حایلې سیمې په توګه رامنځه شوی، هېڅکله خپلواک نه و، ډاکتر نجیب او اشرفي غني فاشیستي او قومي افکاردرلودل، نو ځکه یې حکومتونه وپاشل شول، ط.ا.ل.بان. اسلامیت د افغانیت لپاره کاروي ، اصلاً دوی هم قبیله ګرا او فاشیستان دي ، افغان یانې پښتون او افغانستان کې یوازې افغانان نه اوسي ، بلکې ((غیر افغان)) هم اوسېږي چې تر افغانانو یې د ده په وینا شمېر زیات دی.دی د حللارې په توګه وايي چې افغان او افغانستان د ده په نظر تحمیلي نومونه دي باید لرې شي، له دې پرته باید یو نوی فکر ایجاد شي او له سره د یو نوي فکر له لارې د ملي وحدت او هېواد د جوړښت په باب فکر وکړو. مزدک وايي چې یوازې همدا فارسي ژبه د ملي وحدت لاره ده ، مانا بلې ژبې ( پښتو) ته ضرورت نه شته. د ده په نظر د افغانستان په نوم نور د نړۍ په تعریف کې کوم هېواد او دولت نه شته او دې ته ورته نورې ډېر هېواد ضد خبرې چې د ټولو راوړل یې دلته شوني نه دي ، ښه ده چې له (افغانستان انټرنشنل رسنۍ ) سره یې بشپړه مرکه وګورئ.
سړی حیران شي چې له داسې لامنطقه او نمک حرامو سره سړی څه ووايي، که چوپ ورته پاتې کېږې ، تاریخ ته دې غاړه بندېږي او که منطقي غبرګون ښیې خپله د دوی او د یو شمېر بې ضمیره او بې شعوره پښتنو له خوا چې د ملي وحدت د مضر مصلحت کاذب ماسک یې پر ځان غوړلی ، د متعصب او فاشیست په تورونو تورنېږې.
واقعیت خو دا دی چې اکثره پښتانه لا اوس هم د فیل په غوږ کې ویده او له تېرې ماضي ناخبره دي او یا هم تر ضرورت زیات دومره سیاسي زغم لري چې تل یې د مزدک او د ده په شان نورو ستمیانو ته دا جرات ورکړی چې د هېواد د تاریخ ، ملي هویت او ملي جوړښت پر ضد دا ډول کرکجنې څرګندونې وکړي .
د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو یوه ډېره غټه بدمرغي همدا ده چې د دوی په نامه اکثره داسې اشخاص واک ته رسېدلي وو چې د دوی نه وو ، خو د دوی په نامه تمام شوي ، ځینې دا ډول واکمن یا نسلي پښتانه وو چې مورنۍ ژبه یې یا له یاده وتلې وه یا یې په دفتر او دېوان کې نه کاروله او یا د خپلې ټولنې له اصلي طبیعي جوړښت څخه لرې ساتل شوي وو . دا واکمن د ځانګړو تاریخي تعاملاتو او شرایطو زېږنده وو ، که په دې بهیر کې یو څو داسې اشخاص هم واک ته رسېدلي چې هغوی ملي فکر درلود ؛ درد ، احساس ، فکر او عمل یې د ملت د ارادې ممثل و ، نو د هغوی پر ضد بیا د کورنیو او بهرنیو کړیو له خوا دومره تبلیغاتي جبهه پرانیستل شوې چې هم یې نړۍ ته بد معرفي کړي ، هم یې عامو افغانانو ته او هم ان خپل هغه قوم او قبیلې ته چې دوی ورته له نسلي پلوه منسوب ګڼل کېدل.
د نسلي پښتنو د واک دا سلسله هم پر هېواد باندې د روسانو پر یرغل سره ختمه شوه ، هغو یو کشمیري الاصله افغان ( ببرک کارمل ) په داسې ډول واک ته ورسوه چې د مبارزې نوم یې کارګرانو او بزګرانو ته خدمت و ، خو په اصل کې دا د پښتنو د ځپنې یو اوږد پلان و. د کارمل او د هغه د پرچم سکتاریستي ګروپ د واک په پیل سره په افغانستان کې په پوره مانا یو اقلیت محوره حکومت جوړ شو ، د واک دا بهیر اساساً د درېو یادو لږکیو ( تاجکو ، هزاره وو او ازبکو ) د ګټو ، واک او امتیازاتو پر محور را څرخېده ، تاجک اقلیت بیا د دې محور مرکز و ، پښتون ضد، افغان ضد ستمي تاجکان بیا د دې مرکزي محور اصلي چلونکي وو. د اشخاصو په توګه فرید مزدک، عبدالوکیل، نجم الدین کاویانی ، کوشاني ، عبدالحمید محتاط او نور هېواد ضد اشخاص د دې کړۍ خاص غړي وو.
کله چې ډاکټر نجیب واک ته ورسېد بیا هم دا ډله په واک کې پاتې شوه، روسانو او د پرچم همدې ستمي او فاشیستي ډلې داسې یوه توطیه جوړه کړه چې د ډاکټر نجیب او جنرال تڼي تر منځ مناسبات دومره خراب کړي چې پر یو بل د برید هڅه وکړي ، دې کار ته یې د((تڼي کودتا))نوم ورکړ، په دې کار یې تر لسو زرو زیات پښتانه افسران زنداني او له پوځه ګوښه کړل او ډاکټر نجیب په بشپړ ډول د همدې کارملي ، پرچمي او ستمي کړۍ په دام کې کېوت، ان تر دې پورې چې د یو ملیوني وسلوال پوځ په شتوالي کې د همدې ګروپ وسلوالو ملېشو له هوايي ډګره را وګرځاوه او بیا پر هغه شان برخلیک اخته شو.
ډاکټر نجیب سره له دې چې ذات او نسب یې معلوم و ، د مور او پلار ژبه یې پښتو وه ، خو د ده د کور ، دفتر، سیاست او کار ژبه پښتو نه وه، خو کله چې یې د ډاکټر نجیب تر مشرۍ لاندې حکومت د جبل السراج د تړون او توطيې پر اساس چپه کړ ، نو ویې ویل چې د ډاکټر نجیب حکومت فاشیستي و.
په داسې حال کې چې د ډاکتر نجیب یو مرستیال پنجشری ؛ عبدالحمید محتاط، د خاص ګارد قومندان یې تاجک ؛ جنرال سعید ، د ګارنیزیون قومندان یې هم ستمی تاجک ؛ جنرال نبي اعظي وو ، اصف دلاور ، نور سلګونه تاجک جنرالان، سیدکیان، هزاره او ګلیم جم ملېشې خو لا پر ځای پرېږده ، د حکومت ټوله غوښنه برخه همدې دریو اقلیتونو په تېره بیا تاجکو او په تاجکو کې هم ستمي تاجکو چې د افغانستان له نامه سره یې حساسیت درلود، له همدې خلکو سره وه، خو بیا هم ډاکټر نجیب فاشیست و او دوی ملایکې وې!؟ که د ډاکتر نجیب په حکومت د واک مرکزي هسته له ستمیانو سره نه وای نو هغه له هوايي ډګره چا راګرځولای شو؟
ډاکټر نجیب خو لا څه کړې ، ان کارمل ته یې د پښتون په نوم جعلي تذکره جوړه کړه چې لومړۍ څوکۍ هم ګنې پښتنو ته رسېدلې ، د تاریخ د جعلکارانو ناپاکي هغه وخت پر تخته تویې شوه چې د کارمل ورور ( محمود بریالي ) د تاجک په نوم تذکره اخیستې وه او دواړه اسناد په رسمي ډول دولتي رسنیو کې خپاره شول ؛ د یو پلار زامن یو یې پښتون بل یې تاجک . هدف دا و چې د کارمل په شان یو وطن پلوری او پښتون ضد شخص هم پښتنو ته منسوب کړي ، ګټه یې دوی ته ورسي ، تاوان او شرم یې پر پښتنو بار کړي.
د رباني او مسعود د شر او فساد دوره د تاریخ تر ټولو توره دوره وه، دوه نیم کیلو متره مربع یې د واک ساحه وه او شپاړس نیم زره ملیارده افغانۍ یې د همدومره ساحې لپاره ورته د ((اسلامي دولت )) په نامه روسانو چاپ کړې چې افغانستان کې پرې قومي جنګونو ته لمن ووهي. عجیبه خو دا وه چې رباني او مسعود دواړه د (کي جي بي ) پاخه اجنټان وو او دواړو د اسلام له دایرې اخوا افغانستان ضد او پښتون ضد ستمي افکار درلودل ، خو بیا هم د مجاهدینو په نامه یادېدل ، مسعود خو یې لا پلویان د (( ملي اتل )) په نامه یادوي. عجیب منطق دی، ملت نه شته خو اتل یې شته ، کلی نه شته خو ملک یې شته ، ولس نه شته خو ولسوال یې شته.. له رباني چې دې ږیره لرې کړې وای ، نو د عمل او پښتون ضد چلند له مخې ترې سوچه کارمل جوړېده ، خو بیا هم رباني او مسعود ته هېچا هم په زغرده ستمي او فاشیست و نه ویلې ، خو امین او نجیب بیا فاشیستان وو.
ط.ا.ل.ب.ا.ن چې کله د حکمیتار پر ضد جنګېدل د رباني او مسعود له خوا د نجات فرښتې او د دین پتنګان وو، خو چې د دوی د شر او فساد پر ضد یې جنګ شروع کړ، بیا قومګرا او فاشیستان شول.
د کرزي صیب په حاکمیت کې اتیا په سلو کې واک ستمي تاجکانو سره و ، یوازې په کابل کې (۸۳۲ ) لوی او واړه ریاستونه د پنجشېر د نظار شورا له ستميانو سره وو، (۱۸۰۰) نالوستو او کملوستو یې د جنرالۍ رتبې واخیستې، له یوې ولسوالۍ یې ځانته یو ولایت جوړ کړ او بیا یې هغه د قدرت یوه ناڅارونکې جزیره کړه. درې تنه یې ( فهیم ، ضیا مسعود او قانوني) په کې د جمهور رییس مرستیالان شول، خو بیا هم کرزی نشنلیست، فاشیست او قومګرا و ؟کرزي پر مارشالۍ سربېره د پنجشېر وګړو ته دومره ناقانونه امتیازات ورکړل چې نور نو د عام ملت تر زغمه پورته شول، یوه ولسوالۍ چې تر (صفر اعشاریه درې ) سلنې یې نفوس کم و ، خو د واک ونډه یې د ټول هېواد په کچه تر نیمايي زیاته وه. بیا هم قانع نه وو او د واک غریزه یې نه خړوبېدله.د کرزي په حکومت کې د تاجکو ونډه په سلو کې ( شپږ شپېته اعشاریه شپږ او د پښتنو پنځه ویشت اعشاریه درې وه ) وه خو بیا هم دوی ناراضه وو.
بیا واک ډاکټر صیب غني ته ورسېد ، غني د دې پر ځای چې د ملت اراده تمثیل کړي ، بیا یې د جمیعت له لنډغرو او ستمیانو سره د نامشروع معاملې لاره ونیوله ، لومړۍ دوره کې د ضیامسعود مړې هیلې ته کېناست هغه یې ډېر ونازوه ، خو هغه یې چې کله پر تندي بدرنګي وکړه ، نو بیا مجبور شو جبري واټن ترې ونیسي.په دویمه دوره کې غني د صالح لاپو شاپو ته په کتو د هغه ملیوني رایو ! ته په تمه وه ، خو خبره تر (یو نیم زر ) رایو هم و نه رسېده، خو بیا هم صالح او د ټلوالې نور بدماشان په حکومت کې د پوره واک ، شان او شوکت خاوندان وو، نیم حکومت یې د عبدالله د جنجال په زور راخپل کړ او په پاتې کې هم له غني سره ونډوال شول، غني د دې مضر احتیاط له وېرې چې همدا ډلې ټپلې پرې د نشنلیست او فاشیست ټاپه ونه لګوي ، له خپل قبیله یي او نسبي تخلصه هم ورتېر شو، د مسعود قبر ته یې د پیسو د ورکړې وړاندیز وکړ ، د مزاري مصلی ته یې پیسې اختصاص کړې او د (( مسعود شناسۍ او مزارۍ شناسۍ )) د کورسونو او سیمینارونو د جوړولو سپارښتنه یې هم وکړه ، خو بیا هم غني فاشیست و ؟. د غني د پلار او نسب ژبه که څه هم پښتو وه ، خو د ده د کار ، دفتر او کور ژبه پښتو نه وه او که کله د مجبوریت له مخې اړ کېده ، نو بیا دومره پښتو یې له دفتري چاپېریاله راوتله چې په کتغ کې د مالګې تر حده هم نه رسېدله ، خو بیا هم غني ته د همغو خلکو له خوا فاشیست ویل کېږي چې غني او کرزي ورته تر ټولو زیات امتیازات وربښلي وو.
سړی حیران شي چې د ځینو خلکو فکر ولې دومره د تعصب له لمبو ډک دی ، چې د منطق یوې زرې ته هم په کې ځای نه پرېږدي.
که له مزدک څخه وپوښتل شي چې ایا فاشیست همدې ته وايي چې تر خپل قومه دې پر بل ډېر مهربانه وي او هغو ته دې دومره امتیازات ورکړي ، چې همهغوی یې بیا د زوال سبب شي، په خپل کور کې له خپلو اولادونو سره په خپله ژبه خبرې و نه کړي ، خو بیا دې هم ژبپال وي، ان مېرمنې یې له بل قوم او بېل ملت څخه وي ، خو بیا دې هم دی ژبپال ، قومګرا او فاشسیت وي ؟؟ که فاشیستان همداسې وي او همدا یې تعریف وي ، نو کېدی شي ښاغلي مزدک په دنیا کې داسې نور فاشیستان ، ژبپال او قومپال هم موږ ته په ګوته کړي چې نه یې خپلې ژبې ته کار کړی وي ، نه په ځانګړې توګه خپل قوم ته ، ان کورنی ژوند یې هم بل ملت ته منسوب چا سره شریک کړی وي، د کور ، کار ، دفتر او دېوان ژبه یې بله وي خو بیا دې هم ده ته خلک قومپال ، ملتپال او فاشیست ووايي ، په جاپان ، جرمني ، ايټالیا کې همداسې وو چې دربار یې له اقلیتونو او د نورو ژبو له پالونکو ډک وي او دوی دې بیا فاشیستان وي؟ او کنه فاشیستان تاسې غوندې متعصبین او نمک حرامه خلک وي ، چې هم امتیاز اخلئ هم ټول دربار خورئ ، هم خیانت کوئ او هم منافقت.
مزدک دومره د تعصب او فاشیزم پر ناروغۍ اخته دی، چې د ط الب انو په شان سوچه دیني او مذهبي حرکت ته هم د قومیت له دایرې ګوري. په داسې حال کې چې دا یو سوچه دیني حرکت دی، دا چې دوی دین څنګه تعبیروي ، دا یو بېل بحث دی، ځکه د هر مذهبي حرکت تعبیر له بل سره سل په سلو کې منطبق نه وي ، خو دوی په دین متعقد خلک دي او قومیت ورسره مطرح نه دی.
څو موده وړاندې یو مشر ط ، چارواکي سره ناست وم، هغه وویل نږدې اینده کې په حکومت کې د نورو قومونو خلکو ته هم ونډه زیاتوو ، ما ویل پښتنو ته هم په کې ونډه ورکوئ کنه ؟ سړی حیران شو چې زه ولې داسې یوه پوښتنه وکړم ، ما ورته وویل تاسې خو د دین په جذبه راته پورته شوي یاست نه د قومیت ؛ ټول له مخې ملایان او ط.ا لبان یاست د قومیت خبره درسره مطرحه هم نه ده ، ښه به وي چې تاسې د خپل جهادي بهیر او د همدې دیني قشر استازي وکړئ ، نو که د نورو قومونو د استازولۍ خبره کوئ نو هغوی خو داسې خلک در معرفي کوي چې قومي مفکوره او انګېزه رښتیا هم ورسره مطرح وي ، نو تاسې سره خو دا خبره مطرح نه ده، بل کېدی شي هغوی درته د عصري علومو ماسټران او ډاکټران معرفي کړي او له دې خو یوازې د دیني علومو دودیز عالمان او درېیمه خبره دا ده چې که تاسې د قوم استازولي کوئ ، نو د دین استازي به څوک وکړي ؟ او بله مهمه خبره دا چې که له هغوی څخه هم ملایان راولئ نو بیا خو ستاسو په شان شول د هېچا به اعتراض نه وي ، ځکه ټول به یو شان خلک شئ او کنه خبره دا وي چې د قومي ونډې پر اساس به د هغوی تحصیل کړي فاشیستان راولئ او له دې خوا به د پښتنو په استازۍ سوچه کلیوال ملایان ورسره ناست وي نو د ملا د ونډې او ترکیب دا حالت خو ملتپالو پښتنو ته د عدالت د تامین او تمثیل لپاره د منلو او زغملو وړ نه دی.
له دې اوږده بحثه مې هدف دا دی چې په تېرو څلوېښت کلونو کۍ د پښتون په نامه داسې اشخاصو د واک تمثیل کړی چې له عملي او نظري پلوه پښتانه نه وو ، خو د پښتنو په نامه تمام شوي وو ، د سهوو او ګناهونو کفاره یې پر پښتنو بار وه. اوس راځم د مزدک د خبرو څو لنډو ځوابونو ته!
۱-افغانستان سل کلن نه ، بلکې پنځه زره کلن تاریخ لري ، د پښتو او درې ژبو د ادبیاتو لرغوني متون ، د غوریانو ، لودیانو ، سوریانو ، ابدالیانو ، هوتکیانو او همدا اوس د معاصر افغانستان تاریخ ولوله!ستا او ستا په شان د ځینو نورو اشخاصو تاریخ کېدی شي تر سلو کلونو زیات نه شي ، ځکه اکثره هغه خلک چې له بخارا څخه دلته مهاجر شوي ، تاریخ یې همدا سل ، سلو شلو کلونو ته رسېږي ، د اکثرو یې د خپل غور نیکه نومونه هم یاد نه دي.
۲- افغانستان نه د دوو لویو ځواکونو تر منځ د تفاهم په نتیجه کې رامنځته شوی ، بلکې هغو دواړو امپراتوریو چې ستاسې په شان خلکو یې غلامي کوله ، دلته سر خوړلی او دړې وړې شوې دي.
۳-افغانستان او افغان تحمیلي او جعلي نوم نه دی . افغان دلته یو ملت دی او افغانستان د دې ملت کور یا هېواد دی . عیناً لکه ازبکستان چې د ازبکو ، تاجکستان چې د تاجکو ، قزاقستان چې د قزاقو او نور ستانونه چې د نورو ملتونو کورونه یا هېوادونه دي.
۴- افغانستان کې له افغانانو پرته نور څوک نه اوسېږي او نه څوک د اوسېدو حق لري ، که څوک افغان نه وي او دلته په پټه او یا درغلۍ اوسېږي قانوني مجرم دی ، یا باید ژر تر ژره د خپلې موقتي اقامې یا وېزې غمه وخوري او یا باید ( یو انچ سي ار) سره ځان ثبت کړي چې موقتي مهاجر کارت ورته جوړ شي ، له دې پرته نه چا ته د دایمي استوګنې او نه هم د موقتي اقامې حق شته ، د تابعیت تذکره ، انتخاباتو کې ګډون او د هېواد پر برخلیک بحث خو بېخي جلا او لرې خبره ده.
۵- مزدک له ډېر تعصب او قهره هر افغان پښتون بولي او نور ټول ناپښتانه یې په خپل فکر نا افغانان بللي دي ، ښاغلي مزدک ته باید وویل شي چې دې کې شک نه شته چې هر پښتون افغان دی خو هر افغان پښتون نه دی، د افغان داېره لویه ده ، ټول ورونه قومونه افغانیت خپل ویاړ ګڼي ، دا ته لا په کې د چا زوی یې چې ته زموږ پشه یي ، تاجک ، ترک تباران ، ازبک ، بلوڅ ، هزاره ، نورستاني ، سک ، هندو ، ایماق او نور ورونه قومونه د افغانیت له سپېڅلې غیرتي دایرې وباسې ، هغوی پر افغانیت سر ورکړی او په ګډه یې د دې وطن د خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې ، د افغان او انګلیس درې لوی جنګونه د چا په نامه یادېږي ؟ د ټول افغان ولس مشترک افتخار دی.دا مشترک وېاړ پر کومو نومونو پر قومونو وېشې؟
۶- مزدک وايي افغانستان کې نا افغانان ( غیر افغانان ) تر افغانانو د ده په اصطلاح تر پښتنو زیات دي .اول تاته دا واک چا درکړ چې داسې لامنطقه وېش رامنځته کړې ؟ دا خو داسې مانا ورکوي چې سړی ووايي په ایران کې تر ایرانیانو غیر ایرانیان زیات دی ، یا په روسیه کې تر روسانو غیر روسي ، په ترکیه کې تر ترکانو غیر ترکان زیات دي ، او بدمرغه څوک چې د کوم هېواد تابعیت لري ملي هویت یې همغه هېواد ته منسوبېږي ، د نړۍ اکثره هېوادونه تر همدې فورمول لاندې راځي ، بیا ته څوک یې چې دنورو قومونو استازولي کوې ؟ ته یوازې په تاجک شریف قوم کې هم د یوې وړې ډلې استازولي نه شې کولای ، ته یوازې یوې ستمي ډلګۍ ته منسوب یې چې ذات او نسب یې معلوم نه دی.
۷- مزدک صیب ! که هدف دې د ټولو قومونو د شمېر معلومول وي دلته بیا د پښتنو او ناپښتنو اصطلاح کارول له علمي پلوه مناسب نه دي ، ځکه چې دا نور قومونه له پښتنو سره په تقابل کې نه دي که د تا په اصطلاح ټول سره یو ځای شي ، نو تر پښتنو به زیات شي او ستا په شان وطنپلوري به خوښ شي، دا ډول اصطلاح خو به بیا پښتانه هم وکاروي او وبه وايي چې ټول قومونه یوې خوا او ته چې ورته منسوب یې هغه بله خوا ته ، په داسې یو حالت کې بیا ستا د قوم سلنه کومې کچې ته را پرېوزي ؟
۸- د قومونو سلنې ته ډېر وارخطا کېږه مه ، کله چې برېښنایي تذکره ټول هېواد کې ووېشل ، ترکتباران خپل ، ازبک ، ایماق ، قزلباش، پامیریان ، پشه یان او نور اویا قومونه هریو خپل خپل هویت ولیکي و به ګورو چې چا د کومو قومونو د هویت پټولو ته کار ویلی دی ؟ موږ د پښتنو نسلي تولید او دیني چارو ( ولادت او عبادت ) ته هېڅ تشویش نه لرو ، دا په دنیا کې تر نورمال حالته پورته یو حد دی ، ته لږ صبر وکړه چې موږ د پښتنو پراخ اکثریت د تعلیم له لارې په موثر کیفیت بدل کړو ، بیا به ګورو چې د چا خبره کره ده؟
۹-د افغانستان لپاره له سره تعبیر او
تعریف ته اړتیا نه شته او نه دا د تا په شان د څو بې هویته وطنپلورو کار دی ، دلته یو ملت دی پنځه زره کاله کېږي دا جغرافیه یې د ژوند او سر په قېمت ساتلې ده بیا به یې هم ساتي، هو پر دې بحث کېدې شي چې د چا غورنیکه او یا څلورم او پنځم نسل معلوم نه وي او یا یې ریښه له افغانستانه بهر وي ، پر هغو کېدی شي خبرې وکړو چې د افغانستان ویاړلې تذکره دې ورکړای شي او که مهاجرکارت؟
۱۰- پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي ، تاجکان حق لري چې په دري ژبه لیک او لوست وکړي ، پښتانه هم حق لري د پښتو په باب له ورته حقه برخمن شي ، نور قومونه هم د خپلې ژبې د ویلو او تعمیم حق لري ، په رسمي چارو کې باید قانوني مسیر ته مراجعه وکړي ، اوس هغه وخت نه دی چې پښتانه او نور قومونه دې د یو محدود اقلیت ژبه د ژبني فاشیزم د متداوم جبر له لارې وزغمي ، دفتر او دربار دې د یو ژبې حق او میراث وګڼل شي.
۱۱- مزدک صیب ته دې وویل شي چې افغانستان یو مستحکم هېواد دی ، غریب دی ، خو د جوړښت له پلوه ډېر پیاوړی دی ، ته او خدای چې ستاسې پرچم او ستم ډلې او جمیعت به له روسانو سره په ګډه څومره ددې هېواد د تجزیې لپاره توطیې جوړې کړې وي ؟ اخیر تاسې خپله تجزیه شوئ ، افغانستان ستونزې وزغملی خو سر لوړی او متحد پاتې شو.
۱۲-مزدک صیب ! ط.ا. بان تا سم نه دي پېژندلي ، دوی د زړه له کومي اسلامیت غواړي دوی درباني او مسعود په شان نه دي چې اسلام یې د قومیت لپاره یوه وسیله ګرځولې و، که د پښتنو په نوم دې اوسنیو او ان پخوانیو چارواکو کې ستاسو په شان د قومي تعصب پنځه سلنه قومپالنه او تعصب موجود وای نو تاسې به د افغانستان پر ملي هویت او عزت دومره نه بلوسېدلی! اوس که نو ط افغانیت وپالي دې کې څه ګناه ده ؟ ګناه خو دا ده چې څوک لکه د تاسو په شان له اسلامیت او افغانیته منکر وي .
په پای کې ټولو هېواد پالو افغانانو ، په تېره بیا پښتنو ځوانانو ته یو څو څرګندونې کوم:
۱- ستاسو په نوم ستاسې تېر شوي مشران ستاسې نه دي ، خو د تاریخي ملامتۍ بار یې تاسې اوچتوئ ، نو ځکه باید تاریخ مطالعه کړئ او عبرت ترې واخلئ.
۲-اوسنيو چارواکو سره یوازې مذهبي انګېزه مطرح ده ، په واک کې یوازې ط ا لب او ملا شریک دی او د ماتې په تاوان کې ټول پښتون، د دوی د ړنګېدو په حالت کې به دا دوره هم د فاشیزم په نوم په پښتنو تاوان شي.
۳-ستمیان او د نظار شورا لنډغر په هېڅ ډول امتیاز د اقناع وړ نه دي ، که وای نو ډاکټر نجیب ، کرزي او غني به د نا محدودو امتیازاتو په ورکړه خوشاله کړي وو. د دوی د نامشروع غوښتنو د مهار لپاره منطقي او باجراته سیاسي مبارزه په کار ده.
۴- دوی چغې ډېرې وهي ، نه د جنګ خلک دېي نه د فرهنګ، خپله ډېر ډارن دي یوازې په رسنیو کې بغارې وهي نور د عمل د ډګر خلک نه دي ، کله عادي فشار او کله عادي امتیاز ته سر ټيټ کړي، نو ځکه ترې ډار په کار نه دی.
۵- دوی په ښکاره د هېواد د تجزیې چغې وهي ، وایم چې اسمعیل ساساني هم را ژوندی شي او لینن یې هم ژوندی شي او تر شا یې ودرېږي ، افغانستان نه شي تجزیه کولای ، دا ټولې چغې د نامشروع امتیاز په خاطر دي ، که د دوی زور رسېدلی د نورو هېوادوالو سړیتوب ته یې نه کتلې .
۶- یو شمېر مړ غوږي سست عنصره پښتانه هم شته چې تل یې د ستمیانو لاس ته د سپینسترګۍ تبر ورکړی ، دوی د حساسیت د نه پارولو او ملي وحدت د تامین په پلمه د ملتپالو افغانانو د منطقي غبرګون مخه نیسي او په تبلیغاتي جبهه کې له هغوی سره پر یو اخور شخوند وهي ، دغو مضرو حشراتو ته هم ډېر پام ساتئ !

Address

Ander
Ghazni

Telephone

+93797677655

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when افغانستان تاریخ په نړی کی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to افغانستان تاریخ په نړی کی:

Share