سلطان محمود غزنوي د لوړو زده کړو مؤسسه

سلطان محمود غزنوي د لوړو زده کړو مؤسسه 󱢏 This is the official page of Sultan Mahmood Ghaznavi institute of Higher Education.

حَدَّثَنَا أَبُو النُّعْمَانِ قَالَ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ ...
15/11/2024

حَدَّثَنَا أَبُو النُّعْمَانِ قَالَ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ جَاءَ رَجُلٌ وَالنَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَخْطُبُ النَّاسَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ فَقَالَ أَصَلَّيْتَ يَا فُلَانُ قَالَ لَا قَالَ قُمْ فَارْكَعْ رَكْعَتَيْنِ

جابر بن عبدالله رَضِیَ الله عَنْهُ گوید: روز جمعه در حالی‌که رسول الله ﷺ (در مسجد) خطبه می‌خواند، مردی وارد مسجد شد، پیغمبر ﷺ به او فرمود: ای فلانی (دو رکعت) نماز (تحیةالمسجد) را خواندی؟ گفت: خیر. فرمود: بلند شو! دو رکعت را (به نیت تَحیّةالمسجد) بخوان!

صحيح البخاري: كِتَابُ الجُمُعَةِ (بَابٌ إِذَا رَأَى الإِمَامُ رَجُلًا جَاءَ وَهُوَ يَخْطُبُ، أَمَرَهُ أَنْ يُصَلِّيَ رَكْعَتَيْنِ)



#جمعه #حدیث

ستره او تاریخي بریا مو مبارک شه!د سلطان محمود غزنوي لوړو زده کړو موسسې مشرتابه او کارکوونکي ټول افغان ملت ته د بنګله دېش...
12/11/2024

ستره او تاریخي بریا مو مبارک شه!
د سلطان محمود غزنوي لوړو زده کړو موسسې مشرتابه او کارکوونکي ټول افغان ملت ته د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بریا مبارکي وایي.

د افغانانو د لا ډېرو بریاوو، سرلوړیو او ابادۍ په هیله.

په درنښت
خپرونو چارو آمریت

د دیارلسمې دورې زده کړیالانو فراغت غونډه! د سلطان محمود غزنوي پوهنتون د دیارلسمې دورې د فارغینو فراغت غونډه په شاندارو م...
05/11/2024

د دیارلسمې دورې زده کړیالانو فراغت غونډه!

د سلطان محمود غزنوي پوهنتون د دیارلسمې دورې د فارغینو فراغت غونډه په شاندارو مراسمو سره د پوهنتون په انګړ کې ترسره شوه.

غونډه د کلام الله مجید په مبارک تلاوت سره پیل شوه، وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلی غلام مجتبی "امین" خپله پیلیزه وینا وړاندې کړه، هغه فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ په ټولنه کې د خدمت کولو اړونده لارښوونې او د مسؤلیتونو په اړه یې خبرې وکړې.

د ویناوالو په لړ کې د غزني ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر رئيس، د غزنی تخنیکی پوهنتون رئيس ، د علماو شورا رئیس، د اتاق او تجارت رئیس، د ځوانانو چارو آمر، او د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلی پذیراحمد "بریال" خپلې علمي او ارزښتناکې ویناوې وړاندې کړې.

غونډه د فارغو زده کړیالانو د تصدیق پاڼو له ویشلو وروسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.

په درنښت
د خپرونو چارو آمریت


رسول الله ﷺ فرمايلي:په چا شک مکوئ، په خلکو تهمت مه تړئ او په زړونو کې کرکه مه ساتئ.(رواه البخاری)   #جمعه  #حدیث
18/10/2024

رسول الله ﷺ فرمايلي:
په چا شک مکوئ، په خلکو تهمت مه تړئ او په زړونو کې کرکه مه ساتئ.

(رواه البخاری)



#جمعه #حدیث

پرون ورځ سه شنبه چې د روان 1403 ل.ل کال د تلي میاشتې له 24 نیټې سره سمون خوری، د سلطان محمود غزنوي لوړو زده کړو موسسې فر...
16/10/2024

پرون ورځ سه شنبه چې د روان 1403 ل.ل کال د تلي میاشتې له 24 نیټې سره سمون خوری، د سلطان محمود غزنوي لوړو زده کړو موسسې فرهنګي او نشراتي کمېټې په نوښت او د استاد عزیزالله پتیال په لارښونه، د موسسې په انګړ کې د دوه ډلو ترمنځ د "په ژوند کې د بریا لپاره اکاډمیک مهارتونه د ټولنیزو مهارتونو په وړاندې" تر سر لیک لاندې علم بحث ترسره شو.

په دې مناظره کې هري ډله د خپلو دلایلو په وړاندې کولو سره هڅه کوله چې خپل اړخ برتر وښيي. ګډونوالو د اکاډميکو او ټولنیزو مهارتونو ارزښت، اغېز، او په ژوند کې د هغوی د بریا په اړه ژور بحث وکړ.

د موسسې کارمندانو او زده‌کړیالانو په دې علمي او فکري بحث کې فعاله ونډه واخیسته، چې د زده کړیالانو په منطقي فکر، استدلال او مهارتونو کې د ودې لپاره ګټور و.
د مناظرې په ترڅ کې دا پایله تر لاسه شوه چې دواړه اکاډميک او ټولنیز مهارتونه په ژوند کې د بریا لپاره حیاتي دي. اکاډميک مهارتونه د مسلکي ودې او پوهې د پراختیا لپاره اړین دي، په داسې حال کې چې ټولنیز مهارتونه د اړیکو جوړولو، ټولنیز تعامل او د کاري چاپېریال د اغېزمنې ادارې لپاره مهم دي.

دا ډول مناظرې د زده‌کړیالانو فکري او اکاډمیک مهارتونه پیاوړي کوي او هغوی ته په علمي ډګر کې د نظر څرګندولو ځواک ورکوي.

په درنښت
خپرونو چارو آمریت


د سلطان محمود غزنوي لوړو زده کړو موسسې د دوه ګونو پوهنځيو (اقتصاد او شرعیات) ټولو فارغ شويو زده کړیالانو ته خبر ورکول کی...
13/10/2024

د سلطان محمود غزنوي لوړو زده کړو موسسې د دوه ګونو پوهنځيو (اقتصاد او شرعیات) ټولو فارغ شويو زده کړیالانو ته خبر ورکول کیږي چې تر راتلونکې پنجشنبې پورې چې د روان ١٤٠٣ ل.ل کال د تلي مياشتې له ٢٦ مې نیټې سره سمون خوري؛ د فراغت لمانځ غونډې لپاره د نوم ليکنې په موخه اړونده مرجع ته مراجعه وکړي.

په درنښت
خپرونو چارو آمریت


رسول الله ﷺ فرمايلي:پر غمونو صبر وکړئ، تر څو زما سره په حوض کوثر کې یو ځای شئ.(رواه البخاري)   #جمعه  #حدیث
04/10/2024

رسول الله ﷺ فرمايلي:
پر غمونو صبر وکړئ، تر څو زما سره په حوض کوثر کې یو ځای شئ.

(رواه البخاري)



#جمعه #حدیث

د ظرفیت لوړوني په موخه د (کمپیوټر مهارتونه) تر سر لیک لاندې دویم پړاو ورکشاپ وړاندې شو!تیره ورځ سه شنبه چې د روان ١٤٠٣ ل...
02/10/2024

د ظرفیت لوړوني په موخه د (کمپیوټر مهارتونه) تر سر لیک لاندې دویم پړاو ورکشاپ وړاندې شو!

تیره ورځ سه شنبه چې د روان ١٤٠٣ ل.ل کال د تلي میاشتي له ١٠ مې نیټې سره سمون خوري سلطان محمود غزنوي لوړو زده کړو موسسې د مسلکې انکشاف آمریت لخوا د ظرفیت لوړني په موخه د (کمپیوټر مهارتونه) تر سرلیک لاندې دویم پړاو ورکشاپ پای ته ورسید.

یاد پړاو چې د موسسې استادانو، ادارې کارمندانو او زده کړیالانو پکښی ګډون کړی وو د اقتصاد پوهنځي یو تن استاد ښاغلی ذکرالله "اقبال" لخوا تیره یکشنبه پیل شو او تر پرون ورځ سه شنبي پورې چې د رواني میاشتي له ١٠ مې نیټې سره سمون خوري دوام درلود.

د یادولو وړ ده چې د نوموړي ورکشاپ دریم او وروستی پړاو به راتلونکي کې وړاندې شي.

په درنښت
خپرونو چارو آمریت


د دوه اړخیزو همکاریو په موخه  #تړون لیک لاسلیک شو!نن ورځ یکشنبه چې د روان 1403 ل.ل کال د تلي(میزان) مياشتي له 8 مې نېټي ...
29/09/2024

د دوه اړخیزو همکاریو په موخه #تړون لیک لاسلیک شو!

نن ورځ یکشنبه چې د روان 1403 ل.ل کال د تلي(میزان) مياشتي له 8 مې نېټي سره سمون خوري، د سلطان محمود غزنوي لوړو زده کړو موسسې او خاتم النبیین(ص) پوهنتون غزني څانګې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو تړون #لیک چې (علمي څيړنو کې همکاري کول، یو بل سره د خپلو تجربو شریکول او...) موضوعات پکښي شامل وو #لاسلیک شو.

په درنښت
خپرونو چارو آمریت


رسول الله ﷺ فرمايلي:پر هغه کس دي الله (ج) رحم وکړي چې د مازدیګر له لمانځه څخه مخکې څلور رکعته نفل لمونځ وکړي.(رواه أبو د...
27/09/2024

رسول الله ﷺ فرمايلي:
پر هغه کس دي الله (ج) رحم وکړي چې د مازدیګر له لمانځه څخه مخکې څلور رکعته نفل لمونځ وکړي.

(رواه أبو داود فی سننه ۱۲۷۱)



#جمعه #حدیث

Address

Ghazni

Opening Hours

Monday 07:00 - 19:00
Tuesday 07:00 - 19:00
Wednesday 07:00 - 19:00
Thursday 07:00 - 19:00
Saturday 07:00 - 19:00
Sunday 07:00 - 19:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سلطان محمود غزنوي د لوړو زده کړو مؤسسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share