کرنیز اقتصاد څانګه لغمان پوهنتون

کرنیز اقتصاد څانګه لغمان پوهنتون Department

13/07/2026

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د لغمان پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې نوملیکنې يې د روانې سرطان مياشتې له پينځه ويشتمې (25) څخه تر د اسد (5) پنځمې نېټې پورې د لغمان پوهنتون محصلانو چارو معاونيت کې ترسره کېږي. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په جدي توګه په پام کې ونيول شي:
۱- د بریالي محصل فزيکي شتون.
۲- محصل باید خپله اصل تذکره او د هغې درې رنګه کاپي له ځان سره ولري.
۳- څلور قطعې (۳*۴) انځورونه، چی بکګراونډ یې سپين وي.
٤-فعال ايميل ادرس او د تليفون شمېره.

یادونه: د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د (۱۴۰۵/۵/۵) ټاکل شوې ده.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت.
کاپی لغمان پوهنتون

20/05/2026

د روان تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به د جوزا پر ١٢مه نېټه پيل شي.

ياده پرېکړه د لوړو زده کړو محترم وزارت هدايت په اساس د لغمان پوهنتون علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې د پوهنتون رئيس محترم ش.يخ محمد منير ح.قا.ني په مشرۍ، د پوهنتون د مرستیالانو او د علمي شورا د غړو په شتون کې ترسره شوه.

ناسته کې د پوهنتون مشرتابه وويل: درسي بهير پاى ته رسېږي او نهايي ازموينې پيلېږي، هيله مند يو چې ازموينو ته پوره چمتووالى ونيول شي او په پوره شفافیت سره ازموینه واخستل شي.
غونډه کې د يادې پرېکړې سربېره په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث ترسره او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت

نن ورځ د کرنیزو تجربو ډیزاین او احصائیوي تحلیل مضمون، چې په درېیم ټولګي کې د ټولو پنځو څانګو لپاره د محترم استاد پوهنمل ...
11/05/2026

نن ورځ د کرنیزو تجربو ډیزاین او احصائیوي تحلیل مضمون، چې په درېیم ټولګي کې د ټولو پنځو څانګو لپاره د محترم استاد پوهنمل ضیاءالرحمن راسخ له لوري تدریسېږي، عملي کار یې د کرنې پوهنځي په څېړنیز فارم کې ترسره شو.
یاد عملي درس د استاد پوهنمل دوکتور پامیر مومند له لوري وړاندې شو، چې پکې محصلینو ته لاندې مهم موضوعات په واضح او عملي بڼه وښودل شول:
د RCBD پېژندنه او تطبیق
دRCBD او CRD توپیرونه
ټریټمنټونه (Treatments)
تکرارونه (Replications)
رېنډمائزېشن (Randomization)
تجربوي خطاوې (Experimental Errors)
مستقل او تابع متحولونه (Independent & Dependent Variables)
کنټرول متحولونه (Control Variables)
د ډیټا اخیستلو او ثبت طریقه

کرنیز اقتصاد او‌توسعې څانګې محصلینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه (د ایکسل په وسیله د ډیټا تحلیل) تر سرلیک ورکشاپ دایر شو.یا...
09/05/2026

کرنیز اقتصاد او‌توسعې څانګې محصلینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه (د ایکسل په وسیله د ډیټا تحلیل) تر سرلیک ورکشاپ دایر شو.
یاد ورکشاپ چې مسلکي يرمختیايي مرکز کې دایر شوې و، شاوخوا ۵۰ تنو محصلینو په کې ګډون کړی و، چې اساسي موخه یې د احصائیوي میتودونه پېژندنه او د ډیټا تحلیل او تجزیې برخه کې د محصلینو د تخنیکي او مسلکي ظرفیت لوړول او د مهارتونو پیاوړتیا وه.
دغه ورکشاپ د پوهنمل ضیاءالرحمن راسخ له خوا وړاندې شو، ورکشاپ د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده. همدارنګه د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د محصلینو پوښتنو ته قناعت‌بښونکي او علمي ځوابونه وړاندې شول.

07/05/2026

نن د لغمان پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز له لوري د سیمینارونو د لړۍ په دوام، د کرنې پوهنځي د درېیم ټولګي د کرنیز اقتصاد څانګې محصلینو لپاره د «څنګه کولای شو ګوګل فارم جوړ کړو؟» تر سرلیک لاندې یو علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو. په یاد سیمینار کې شاوخوا ۵۰ تنو محصلینو ګډون کړی و، چې اساسي موخه یې د محصلینو د تخنیکي او مسلکي ظرفیت لوړول او د ډیجیټلي وسایلو د کارونې مهارتونو پیاوړتیا وه.
دغه سیمینار د پوهنمل شکرالله شعبان له خوا وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې د ګوګل فارم د جوړولو طریقې، د معلوماتو راټولولو اصول، د پوښتنپاڼو ترتیب، او د آنلاین سروې ګانو عملي کارونې په اړه مفصل معلومات شریک کړل. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده. همدارنګه د سیمینار په وروستۍ برخه کې د محصلینو پوښتنو ته قناعت‌بښونکي او علمي ځوابونه وړاندې شول.

Address

Nangarhar
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کرنیز اقتصاد څانګه لغمان پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share