25/08/2026
په څېړنیزه برخه کې د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېش سره پای ته ورسېد
سپین غر پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو معاونیت له لوري د پوهنتون او تدریسي روغتون علمي کادر غړو، استادانو او متخصصینو ته د ظرفیت لوړونې شپږ اونیز ورکشاپ بشپړ شو.
دا ورکشاپ د پوهاند دکتور غلام رحیم اواب له لوري د شپږ کاري اونیو په موده کې وړاندې شو، چې سپین غر پوهنتون د معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو علمي کادرونو او استادانو سربېره په کې د سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون (سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون) متخصصینو او معالجینو هم برخه لرله.
د پوهنتون رئیس سید شمس الدین همت د ورکشاپ په اختتامیه وینا کې د څېړنې او علمي مجلو معاونیت له همکارانو د ورکشاپ د تنظیم چارو، له وړاندې کوونکي څخه په ښه او اغیزمن شکل د وړاندې کولو او له ګډونوالو څخه د فعال ګډون له امله مننه وکړه او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو ارزښت او اهمیت ته په کتو سره یې په خپلو خبرو کې وویل، چې په طبي برخه کې د څېړنو ترسره کول د علمي پرمختګ، د روغتیايي ستونزو د پېژندنې او د مناسبو حللارو د موندلو لپاره اړین کار دی، په همدې خاطر دا برنامه په ډېر مفصل او مؤثر ډول وړاندې شوه، نو ګډونوال باید د ورکشاپ له لارې ترلاسه کړې پوهه او مهارتونه په خپلو علمي او مسلکي فعالیتونو کې په عملي ډول وکاروي او ګټه ترې واخلي.
د اجنډا له مخې ښاغلي اواب دا ورکشاپ د څېړنې له تعریف څخه پیل کړی و، چې د (Research Grant) د پېژندنې او اړوند برخو په ګډون په کې مربوطه موضوعات په ډېر مفصل شکل وړاندې، بحث او هر اړخیز علمي او عملي کارونه ترسره شول.
د یادونې وړ ده، چې سپین غر پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو معاونیت وخت په وخت د پوهنتون علمي کادر غړو، استادانو، روغتیايي متخصصینو او محصلانو ته په څېړنیزه برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه ورته علمي او مسلکي پروګرامونو تنظیم او ترسره کړي دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري ساتي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت