خراسان پوهنتون، انجینری پوهنځی

Call Directions Contact the university

خراسان پوهنتون، انجینری پوهنځی Education is not Preparation For Life, it is life itself�

05/08/2026

یو ښه انجینر یوازې ودانۍ نه جوړوي، بلکې د خلکو لپاره خوندي، دوامداره او روښانه راتلونکی جوړوي.
نوملیکنه جریان لري.زمونږ سره يوځای شئ.

انجینري پوهنځی د نوښت، کیفیت او مسلکیتوب کور!په لوړ کیفیت او عصري معیارونو سره د ترانسپورټ(خط اهن،سرک او هوايي ميدانونو)...
15/07/2026

انجینري پوهنځی د نوښت، کیفیت او مسلکیتوب کور!

په لوړ کیفیت او عصري معیارونو سره د ترانسپورټ(خط اهن،سرک او هوايي ميدانونو)، پلونو، بندونو، نهرونو، برېښنا او ساختماني انجینرۍ عملي او نظري زده کړې ترلاسه کړئ، او د خپل راتلونکي لپاره قوي بنسټ جوړ کړئ.نو زمونږ سره یو ځای شئ.

د خراسان پوهنتون انجنیري پوهنځی؛
د ١٤٠٥ کال خزاني کانکور لپاره نوم لېکنه دوام لري.

انجنیري د ابادۍ سمبول دی او د هر عصر سره سم د یو مهم مسلک په توګه پېژندل شوی دی. دا فرصت له لاسه مه ورکوئ او همدا اوس ورته نوم لېکنه وکړئ.

د خراسان پوهنتون انجنیري پوهنځی ستاسې د مسلکي روزنې او زده کړو په برخه کې یو ژمن ټیم لري.

انجينري پوهنځي يو غوره انتخاب دی.
12/07/2026

انجينري پوهنځي يو غوره انتخاب دی.

د نن انجینري مسلکي لوړې زده کړې د سبا ورځې ابادۍ پیل دی.
د خراسان پوهنتون انجينري پوهنځي خزاني سمسټرونو کانکور ازموینه یو زرين فرصت دی.

09/06/2026

د خراسان پوهنتون او WADAN د انجینري او مدیریت مشورتي خدماتو شرکت ترمنځ د علمي او مسلکي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو.

دغه تفاهم لیک د دواړو بنسټونو ترمنځ د عملي روزنې، مسلکي ظرفیت لوړونې، ګډو څېړنیزو نوښتونو او د محصلینو د کاري وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شو، څو محصلین وکولای شي د عملي تجربو له لارې د کار بازار ته په ښه ډول چمتو شي.

د یاد تفاهم لیک له مخې به، دواړه خواوې لاندې برخو ته شامل ګډ فعالیتونه ترسره کوي:

• د پوهنتون محصلینو لپاره د WADAN شرکت د روانو ساختماني پروژو ساحوي لیدنې او عملي روزنه؛
• د مسلکي ورکشاپونو، تخنیکي سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو جوړول؛
• په تطبیقي څېړنو، تخنیکي مطالعاتو او نوښتګرو پروژو کې ګډه همکاري؛
• د نصاب د پراختیا او بیاکتنې په برخه کې د صنعت له اړتیاوو سره سم تخنیکي مشورې؛
• د پوهنځي استادانو او محصلینو ته د ګډو پروګرامونو او روزنو کې د ګډون زمینه برابرول.

یاد تفاهم لیک د خراسان پوهنتون په استازولۍ د علمي چارو محترم مرستیال پوهاند دوکتور عبیدالله شینواري او د WADAN انجینري او مدیریت مشورتي خدماتو شرکت مسوول ښاغلي شوکت علي زاخیلوال ترمنځ لاسلیک شو.

خراسان پوهنتون باور لري چې دا او دې ته ورته تفاهم لیکونه د علم او صنعت ترمنځ د اغېزمنو اړیکو پیاوړتیا او د ظرفیت لوړوونې فضاء رامنځته کولی شي او د هېواد د مسلکي کدرونو په روزنه کې به مثبت اغېز ولري.

نشراتو مدیریت

13/05/2026

د انجینري پوهنځي ممتاز محصلین وستایل شول؛

د خراسان پوهنتون انجینري پوهنځي بېلا- بېلو دورو هغه محصلین چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمسټرونو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې وه او په خپلو زده کړو کې یې تر نورو ډېر زیار کښلی وو، د شیلډونو او ستاینلیکونو په ورکړې سره تشویق شول.

په دې غونډه کې د خراسان پوهنتون د انجینري پوهنځي محترم رییس انجنیر نصیر آغا شیرزاد، د خرساسان پوهنتون د محصلانو چارو محترم مرستیال استاد اورنګ صمیم، د دعوت او ارشاد محترم آمر مجیب الرحمن حنفي، د نورو پوهنځیو قدرمنو مشرانو، محترمو استادانو او یو شمېر اداري کارکوونکو هم ګډون درلود.

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره شروع شوه او ورپسې د خرساسان پوهنتون د محصلانو چارو محترم مرستیال استاد اورنګ صمیم د پیل وینا وکړه، چې په خپله وینا کې یې ممتازو محصلینو ته د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټلو له امله مبارکي ورکړه. نوموړي د دوی هڅې او مسوولیت پېژندنه وستایله او په زده کړه ییز بهیر کې یې ورته د لا دقت او ژمن پاتې کېدو سپارښتنه وکړه.

همدا راز د غونډې په جریان کې د خراسان پوهنتون د دعوت او ارشاد محترم آمر مجیب الرحمن حنفي او د پوهنځي محترم رییس انجنیر نصیر آغا شیرزاد هم ګډونوالو ته وینا وکړه، چې د محصلینو هڅې یې وستایلې.
د یادوونې وړ ده، چې د دې ستایغونډې په مهال د «د اورښت تحلیلي ارزوونې، اوبو اعظمي جریان محاسبې او کوچنیو خاورینو بندونو د عملي طرحو تخنیکي لارښود» دوه ورځني سیمینار، چې د ښاغلي انجنیر دیدار مشتاق له لوري وړاندې شوی وو، ګډونوالو ته هم د ستاینې په پار سند ورکړل شو.

ورپسې غونډه د دعوت او ارشاد محترم آمر مجیب الرحمن حنفي له لوري د پای دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

د خراسان پوهنتون انجنیري پوهنځي د خپلو محصلینو د تشویق او هڅوونې لپاره وخت په وخت دا ډول برنامې کړي دي او د هغوی هڅې یې په مثبت ډول ستایلې دي.

نشراتو مديريت

انا الله وانا اليه راجعون.
13/05/2026

انا الله وانا اليه راجعون.

انا لله و انا الیه راجعون،
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د خراسان پوهنتون ښاغلی استاد مرحوم مولوي محمد ناصر سادات له دې فانۍ نړۍ سترګې پټې کړې او د حق داعي ته یې لبیک ووایه.

مرحوم استاد محمد ناصر سادات د ډېرو نیكو او حسنه اخلاقو خاوند، محبوب استاد او یو تقوادار انسان و. مرحوم استاد به د هغه د روزل شویو زده کړیالانو او په ټوله کې د دې ټولنې په یاد کې پاتې وي.

الله ج دې مرحوم استاد ته جنت الفردوس نصیب کړي او د هغه قدرمنې کورنۍ او اولادونو ته دې خدای پاک صبر جمیل ورکړي. موږ د مرحوم استاد له کورنۍ او قریبانو سره په دې غم کې ځان شریک بولو.

روح یې ښاد او په ګور یې نور - امین

25/04/2026

د خراسان پوهنتون د انجنيري پوهنځي محصلینو د عملي زده کړو په موخه ساحوي لېدنه ترسره کړه.

د خراسان پوهنتون انجنيري پوهنځي اووم او اتم سمسټر محصلینو د محترم استاد حسين احمد حسرت تر لارښوونې او ملتیا د عملي زده ‌کړو په موخه له ساحې څخه ليدنه ترسره کړه، چې په دې لړ کې استاد حسين احمد حسرت ګډونوالو محصلینو ته د ساحې د کارونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او د عملي تجربې فرصت یې ورته برابر کړ.

ګډنوالو محصلینو د ساحې له کارکوونکو سره له نږدې ولېدل او په یاده ساحه کې یې د عملي ستونزو د حل لارې وڅېړلې او د استاد له لارښوونو څخه یې ګټور معلومات ترلاسه کړل.

نشراتو مدیریت

ټول فارغ او برحاله محصلین کولای شي په نوموړی سیمینار کې ګډون وکړي.
25/04/2026

ټول فارغ او برحاله محصلین کولای شي په نوموړی سیمینار کې ګډون وکړي.

د خراسان پوهنتون انجینري پوهنځي محصلینو ته دوه ورځنی سیمینار؛

خراسان پوهنتون انجینري پوهنځی په پام کې لري، چې د Rainfall Analysis, Peak Flow Estimation, and Practical Design Guidelines for Small Earthen Dams تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار وړاندې کړي.
دغه سیمینار، چې راتلونکې یکشنبه او دوشنبه سهار نهه نیمې بجې (د روانې اپرېل په 26 او 27مه) د محترم استاد انجینر دیدار مشتاق له لوري وړاندې کیږي، پکې به د اورښت تحلیلي ارزونه، د اوبو د اعظمي جریان محاسبه، او د کوچنیو خاورینو بندونو د عملي طرحې تخنیکي لارښوونو په اړه هر اړخیز مالومات ګډونوالو ته وړاندې شي.

وخت او نېټه: راتلونکي يکشنبه او دوشنبه سهار نهه نيمي بجي.
ځای: د خراسان پوهنتون غونډو تالار.

18/02/2026

د رحمتونو، مغفرت او د دوزخ له اور د بچ کېدو میاشت مو مبارک شه،

18/02/2026

Address

Joi Haft
Jalalabad
AFG

Telephone

+93785575567

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خراسان پوهنتون، انجینری پوهنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to خراسان پوهنتون، انجینری پوهنځی:

Shortcuts

Share