د ځوانانو اسلامی تعلیمی او تربوی ټولنه

د ځوانانو اسلامی تعلیمی او تربوی ټولنه Established in 1994 and began written operation in 2005 Director قال الله و قال الرسول

10/12/2024

آیا په ځمکنیو محصولاتو کې زکات شته؟
-
یو ورور په خپله پوښتنه کې لیکلي ؤ چې: آیا په یو لړ ځمکنیو محصولاتو (لکه غنمو، وریجو، جوارو، مېوو او خرماؤو …) کې زکات شته او کنه، او په دې اړه د علماؤو نظریات څه شی دي؟

په دې لنډه مقاله کې مو د یادې مسئلې په اړه د اسلامي علماؤو مختلف نظریات را ټول کړي دي، چې دلته به یې په مناسب لنډیز له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړو:

د دې قدرمن ورور د پوښتنې په اړه باید ووایو چې: د هغو ځمکنیو حاصلاتو څخه چې مونږ یې د مېوو، تازه سبزیجاتو او غلو او دانو په بڼه ترلاسه کوو، فقهاء کرام د هغې د زکات په اړه درې عمده نظرونه لري:

لومړی نظر: په ټولو ځمکنیو محصولاتو کې باید زکات ورکړل شي.
د مثال په ډول: دا لاس ته راغلي خواړه که د غلو او دانو په شکل وي، او که د مېوو او یا هم د ترکاريو او سبزیجاتو په شکل وي، باید زکات يې آداء او مُستحقینو ته ور کړل شي.

دویم نظر: په ځمکنیو محصولاتو کې د څلورو ډوله غلو او دانو پرته په نورو ځمکنیو حاصلاتو کې (لکه تازه سبزي او داسې نورو کې…) زکات نشته؛ او دا څلور ډوله غذائي توکي عبارت دي له: غنمو، وربشو، خرماؤو او مَمیزو څخه (ممیز له انګورو څخه رامنځ ته کېږي او کشمش یې هم بولي) ؛ نو په همدې اساس مونږ ویلای شو چې په میوو او ترکاریو کې د ځینو علماؤو له نظره زکات نه واجبیږي.

درېیم نظر: د ځمکنیو محصولاتو له جملې څخه یوازې په هغو خوړو کې چې ذخیره کېدلی شي او یا هم هر هغه نباتات چې د خلکو تر منځ د قُوْت (خوړو) په توګه ترېنه استفاده کېږي زکات واجبیږي؛ نو پر همدې اساس ویلای شو چې په تازه میوو او سبزیجاتو (ترکاریو) کې زکات نه واجبیږی؛ مګر په هغو اموالو کې چې پیمانه (اندازه) کېږي او یا هم هغه مېوې چې له پخوا څخه پاتې وي او د وچېدو امکان ولري؛ لکه: د انځر مېوه . دا مېوه او یا داسې نورې مېوې یو له هغو مېوو څخه دي چې خاص وزن لري، تول او اندازه کېږي او له بل لوري د و خت په تېرېدو سره د وچېدو امکان هم لري؛ خو په دې شرط چې ددې ټولو مېوو نه د لاس ته راغلیو محصولاتو مقدار او اندازه باید پنځه اَوْسَقه (شپېته صاعه وي)؛ نو بیا په دې صورت کې پکې زکات واجبیږي.

تر ټولو راجح نظر:
په دې اړه تر ټولو راجِح او غوره نظر هماغه نظر تر سترګو کېږي چې کوم امام ابوحنیفه ــ رحمه الله ــ او حضرت مجاهد ــ رحمه الله ــ وړاندې کړې دی، دوی په دې اړه وائي چې: په ځمکنیو محصولاتو کې عُشر (لسمه برخه) او یا هم نیمائي برخه د زکات (د عشر نیمائي برخه) باید ورکړل شي، او دا نظر په پورتینو ټولو نظرونو کې احتیاط ته خورا نژدې او غوره نظر دی. دا ددې په خاطر چې که چېرې په ځمکنیو حاصلاتو کې عُشر ورکړل شي؛ نو له یو لوري څخه به د دې کار لومړنۍ ګټه دا شي چې: د ځمکنیو حاصلاتو څخه ګټه اخستونکی شخص به وکولی شي تر څو له خپل تجارت څخه زیاته ګټه ترلاسه کړي او له بل لوري د هغه تجارت به هم وده وکړي او د وخت په تېرېدو سره به ورغېږي؛ ــ البته دا خبره مو هم باید په پام کې وي چې: کله مونږ په ځمکنیو محصولاتو کې عُشُر (لسمه برخه) آداء کوو؛ نو بیا به د غنمو ، تازه سبزیو او نورو ځمکنیو مُنتجاتو (حاصلاتو) تر منځ کوم فرق نه کوو؛ بلکې په دې ټولو کې به یو شان عُشر ورکوو.

بله مهمه ګټه به داشې چې: زمونږ په ځمکنیو محاصیلو کې به برکت رامنځ ته شي؛ او زمونږ تجارت به نوره هم وده او نمو وکړي، او درېیمه ګټه به داشي چې: د همدې زکات په ورکولو سره به زمونږ مال پاک او سپېڅلی شي. دا په حقیقت کې په دې نژدې تېرو کلونو کې د دهقانانو هغه تګلاره وه چې مونږ تاسې ته بیان کړه او هغوی به له خپلو ځمکو څخه د زکات په ویستلو کې ورڅخه ګټه پورته کوله او په دې توګه سره به یې پخپله ټولنه کې له خپلو بې وزلو او مسکینو ورورڼو سره مرسته تر سره کوله.

)اقتاتَ/ اقتاتَ بـ يقتات، اقْتَتْ، اقْتِياتًا، فهو مُقْتات، والمفعول مُقْتات (للمتعدِّي). اقتات المريضُ: تَغَذَّى حتى يستقيم بدنُه. •

لیکنه: فضل الله ممتاز

04/12/2024
01/10/2023

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
( خپلو ځانونو ته د خېر پرته بده دعاء مه کوئ ځکه ملائکي ستاسي په هره دعاء آمين وايي ) صحيح مسلم
تبصره : کله نا کله انسان د ژوند له روزګار . ناروغي يا له بلې ناخوالي تنګ شي ځان ته بد دعاء پيل کړي ، په زنانو کې دا عادت زيات دي چې ځان يا اولادونو ته بد دعاء کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له دي کار څخه منع فرمايلی ده تري ځان ساتل پکار دي

Address

Behsood
Jalalabad

Telephone

+93785808293

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ځوانانو اسلامی تعلیمی او تربوی ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share