ننګرهار کې د لويې پکتيا زده کړيالانو علمي او فرهنګي ټولنه

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • ننګرهار کې د لويې پکتيا زده کړيالانو علمي او فرهنګي ټولنه

ننګرهار کې د لويې پکتيا زده کړيالانو علمي او فرهنګي ټولنه د نن ځوان د سبا مشر.

د سرو زرو بیې ولې په لؤړېدو دي؟
08/08/2026

د سرو زرو بیې ولې په لؤړېدو دي؟

25/04/2026
17/04/2026

کتابونه لولم، خو ټکی مې هم په ذهن کې نه کیني؛ څه وکړم؟!
زموږ او ستاسې ډیر ملګري شکایت کوي او وايي، چې ټول کتاب يې ولوست خو ان په دې هم نه پوهیږي، چې ددې کتاب اصلي موخه څه وه؟ کوم مهمې ټکې پکې وه؟
ځینې دوستان خو چې د ښوونځي او پوهنتون ازموینو ته تیاری نیسي، نو یوه یوه پاڼه درې ځلې لولې او بیا يې هم په ذهن کې څه نه وي، ستونزه چیرې ده؟
علت يې دا نه دی، چې ګنې ستاسې حافظه کمزورې شوې ده. بلکې علت يې دادی، چې ستاسې د لوستلو طریقه ناسمه ده.
تر ټولو لومړۍ خطا مو داده، چې موږ ډير کله له کتاب لوستلو د هغې ختمولو ته بیړه کوو. له ځینې پراګرافونو ټوپ اچوو. ځینې عنوانه خو بیخې نه لولو. دا ډیر ناسم کار دی. ځکه په دې سره زموږ څخه د کتاب اصلي تصویر خرابیږي او موږ نشو کولای چې اصلي تصویر ومومو. په دې سره، هغه څه چې مو لوستي وي، زموږ په ذهن کې نشي پاتې کیدلای.
ځینې نور خلک بیا یواځې هغه کتابونه لولي، چې مینه ورسره لري. او که کوم بل کتاب ورکړئ، یا خو يې لولي نه او یايې هم په ذهن کې څه نه پاتې کیږي.
د ذوق مطابق کتابونه لوستل او له نور څخه صرف نظر کول زموږ پوهه محدودوي. بهتره ده، چې هر ډول کتابونه ولولو؛ خو پوښتنه داده، چې څنګه څه چې لولو په یاد کې مو پاتې شي؟!
موږ دې پوښتنې ته ځواب لرو.
مخکې له دې چې تاسې کوم کتاب لوستل شروع کړئ، څو پوښتنې په خپل ذهن کې ولرئ او یايې هم په یو کاغذ درسره ولیکلئ. د کتاب له لوستلو وروسته هماغه پوښتنو ته ځواب ورکړئ. په دې سره، څه مو چې لوستي وي، ژر به مو نه هیریږي.

موږ دلته تاسې ته (۷) پوښتنې درکوو، چې تاسې د مطالعې په وخت له ځان څخه وکړئ. ددې (۷) پوښتنو حل تاسې سره مرسته کوي، چې هم تاسې ته مطالعه جالبه کړي او هم ستاسې په زهن کې هغه څه پاتې شي، چې لوستي مو دي.
لومړۍ پوښتنه:
که له دې کتاب څخه زه درې شیان زده کوم، هغه به څه وي؟! څنګه به يې په ورځني ژوند کې عملي کوم؟!
کتابونه د مالوماتو ټولګه وي. ګڼ شمیر مسایل پکې رانغښتې وي؛ خو مهمه نه ده، چې تاسې د کتاب هره خبره زده کړئ. زموږ حافظه ډیر کم وخت له دریو څه زیات پیغامونه په یوه وخت کې اخیستلای شي. کوښښ وکړئ، چې دري اصلي پیغامونه چې ستاسې د ورځنې ژوند سره هم تماس ولري پکې ولټوئ. که مالومات ستاسې له ورځنې ژوند سره ارتباط ونه لري، باور دا دی، چې دا ډول مالومات به مو هم ژر له ذهنه ووځي.
دوهمه پوښتنه:
د لیکوال منطق او وړاندیزونه څه دي؟!
هر لیکوال د یوې موخې له مخې لیکل کوي. ددوې د لیک تر شاه یو هدف وي. ځینې کتابونه هڅوونکي وي؛ ځینې مالوماتي وي؛ ځینې نور بیا له ځان سره پیغامونه لري. تاسې د لیکوال په موخه ځان پوه کړئ. بیا يې د موخې لپاره د لیکوال منطق او وړاندیزونه پیدا کړئ.
دریمه پوښتنه:
لیکوال غواړي، چې کومې ستونزې حل کړي؟!
تقریباُ هر کتاب د یوې یا زیاتو ستونزو د حل په موخه لیکل شوی وي. له ادبیاتو واخله بیا تر انجینرۍ او طب پوري، ټول کتابونه د ستونزو حل لارې پیشنهاد کوي. هڅه وکړئ، څو ومومئ، چې کتاب د کومې/کومو ستونزو د حل لپاره لیکل شوی دی.
څلورمه پوښتنه:
لیکوال د کلیدي نظریاتو په وړاندې کولو کې د کومو سټراټیژیو او روشونو څخه کار اخیستی دی؟
کله چې د لیکوال د لیکنې په سټایل او سبک وپوهیږۍ، نه یواځې دا چې یاداښت به مو ښه شي، بلکې ستاسې د لیکوالۍ هنر او مهارت به هم لوړ شي.
پینځمه پوښتنه:
له ځانه وپوښتۍ، چې د کتاب د عنوان په اړه څومره پوهیږئ؟ کتاب ستاسې له مالوماتو سربیره اضافه نور کوم مالومات لري؟!
موږ نه ډیر کله د کتاب لوستل ددې له امله پاتې کیږي، چې زموږ د پخواني مالوماتو سره سر نه خوري. کوښښ وکړئ، چې کله هم کوم کتاب یا موضوع لولۍ، د موضوع په اړه خپل پخواني مالومات په یاد راوړئ.
شپږمه پوښتنه:
ایا په کتاب کې داسې څه شته، چې زه پرې له دې وړاندې نه پوهیدم؟!
دا چاره ګرانه ده، چې زموږ سر دې د کتاب په هره برخه له سره تر پایه خلاص شي. ولې مهمه خبره داده، چې موږ باید په کتاب کې داسې څه په ګوته کړو، چې زموږ لپاره بلکل نوي وه.
اوومه پوښتنه:
د کتاب کومه برخه مو خوښه / ناخوښه شوه؟
که غواړئ، چې ګټوره مطالعه وکړئ، نو له ځان دا پوښتنه ضروري وکړئ، چې د مضمون په اړه مو څه خوښ شوه او ناخوښه شوه. دا چاره تاسې سره د موضوع په یاد ساتلو کې مهمه ده.

1- رياضي2- فزيک3- کيميا4- انګليش ژبهپورتني درې مضامين او يوه ژبه که افغانستان غواړي چې په نظامي برخه کې ټولې اسلامي نړۍ ...
21/03/2026

1- رياضي
2- فزيک
3- کيميا
4- انګليش ژبه
پورتني درې مضامين او يوه ژبه
که افغانستان غواړي چې په نظامي برخه کې ټولې اسلامي نړۍ ته خدمت وکړي او مشري يې وکړي نو د دغه پورتنو ذکر شوو مضامينو لپاره بايد جلا ښوونځي او پوهنتونونه جوړ کړي نو په شل يا پنځويشت کاله کې به افغانستان د اسلامي نړۍ رهبر او ساتونکی وي
باليسټک او کروز توغندي په رياضي ، فزيک او کيميا کې پراته دي او الحمدلله افغانستان په دغه مضامينو کې ښه کادرونه لري.

مڪه مڪرمه او د ګران هېواد له څو څنډو هېوادوال د جمعې ورځې د لمانځه پرمهال.
20/02/2026

مڪه مڪرمه او د ګران هېواد له څو څنډو هېوادوال د جمعې ورځې د لمانځه پرمهال.

12/12/2025

زموږ له 15K پلټوونکو نړۍ مننه!
❤❤❤

مُحَمَّد ﷺد ټولو عالمیانو جانان...
14/11/2025

مُحَمَّد ﷺ
د ټولو عالمیانو جانان...

Address

Nangarhar University
Jalalabad
DOSNTHAVE

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار کې د لويې پکتيا زده کړيالانو علمي او فرهنګي ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share