اقتصاد پوهنځی ننګرهار پوهنتون

Directions Website

اقتصاد پوهنځی ننګرهار پوهنتون د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي رسمي فیسبوک پاڼه

23/08/2026

د کادري ازموینې خبرتیا!
ټاکل شوې ده، ننګرهار پوهنتون راتلونکې سه شنبه چې د (۱۴۰۵/ سنبلې/ ۳) نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون طب، کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اقتصاد، غزني پوهنتون طب او عامه اداره، اشنا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو او میهن پوهنتون ستوماتولوژي پوهنځيو د بېلابېلو څانګو کادري ازموینه واخلي. د ازموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، چې په ټاکلې نېټه او وخت ازموینې ته حاضر شي.
یادونه: ازموینه د سهار په اتو بجو د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کمپس کې اخیستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ګرانو فارغانو!السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته رب دې تاسې روغ او جوړ لريد ننګرهار پوهنتون...
09/08/2026

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ګرانو فارغانو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
رب دې تاسې روغ او جوړ لري
د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي اداره غواړي چې د خپل تاسیس څخه راهیسی د ياد پوهنځي ټولو فارغانو لپاره د نیټورکينګ يوه ګډه شبکه جوړه کړي، تر څو له دې لارې د فارغو محصلینو سره دایمې رابطه قايمه او د پوهنځي د بهبود لپاره ورڅخه ګټه واخلي.
https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSdKT3rQuJEa6FREg3Hw9RwlkZOphmFvkRaL3IJmkCztuhGCig/viewform?usp=dialog

د پورته ګوګل #فورم په ډکولو سره خپل درې دقيقې قیمتي وخت مونږ ته راکړئ او د فورم له بشپړیدو وروسته تاسې ته د واټسپ د يو ګروپ لينک درکول کیږي د مهربانۍ له مخې هغه ګروپ کې هم ځان شامل کړئ.
په درنښت
ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي اداره

21/06/2026

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څلور ګونو څانګو ټولو ګرانو محصلینو، د هغوی معززو کورنیو او خپلوانو ته د دوی د فراغت مبارکي وایو.
په ژوند کې ورته لا زیاتې بریاوې غواړو.

د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د څېړنې پوښتنلیک جوړولو او معلوماتو تحلیل اړوند یو ورځنی ورکشاپ دایر شو، ورکشاپ په پرانیستې و...
09/12/2025

د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د څېړنې پوښتنلیک جوړولو او معلوماتو تحلیل
اړوند یو ورځنی ورکشاپ دایر شو، ورکشاپ په پرانیستې وینا کې د پوهنځي قدرمن رئیس پوهنمل محمد صادق رهنما له خوا ګرانو محصلینو ته د څېړنې اهمیت اړوند هر اړخیز معلومات ورکړل شو، یاد ورکشاپ د محترم استاد پوهنیار عمران الحق عادل له تر سره شو.

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د ١٤٠٣ کال د ستراتیژیک پلان تطبیقي راپور.
02/10/2025

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د ١٤٠٣ کال د ستراتیژیک پلان تطبیقي راپور.

03/09/2025

ټولو هغه کاندیدانو ته خبر ورکول کېږي چې د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ برنامې مختلفو څانګو لپاره یې نوم لیکنه کړې سبا پنجشنبه سهار 7:00 بجې دې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بایومیتریک لپاره مراجعه وکړي.
اړین اسناد:
اصلي تذکره.

هغه محصلین چې د ١٤٠٤ کال کانکور عمومي ازموینه کې ننګرهار پوهنتون ته بریالي شوي دي، نو د لاندې جدول له مخې دې په ټاکلي وخ...
06/08/2025

هغه محصلین چې د ١٤٠٤ کال کانکور عمومي ازموینه کې ننګرهار پوهنتون ته بریالي شوي دي، نو د لاندې جدول له مخې دې په ټاکلي وخت مراجعه وکړي.
د داخلې لپاره دې لاندې اړین اسناد له ځانه سره ولري.
اول: د کامیاب محصل شتون اړین دی، یعنې د شخص نه شتون په صورت کې د داخلې پروسه مخکې نه ځي.
دویم: اصلي تذکره او د تذکرې دوه رنګه کاپيانې باید له ځانه سره ولري.
دریم: څلور قطعې عکسونه (٤،٣) چې بګراونډ یې سپین وي.
نوټ: د اقتصاد پوهنځي ټولو څانګو کامیاب محصلین باید د یکشنبې ورځ ١٤٠٤/٥/١٩ نېټه مراجعه وکړي.

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي، ماسترۍ برنامې او لیسانس دورې د بېلابېلو څانګو لرلید، ماموریت او ارزښتونه.
04/08/2025

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي، ماسترۍ برنامې او لیسانس دورې د بېلابېلو څانګو لرلید، ماموریت او ارزښتونه.

فراغت غونډه تر سره شوه.۱۴۰۴/۴/۵د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي څلورګونو څانګو( ملي اقتصاد، سوداګرۍ، BBA، مالي او بانکي) ...
26/06/2025

فراغت غونډه تر سره شوه.
۱۴۰۴/۴/۵
د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي څلورګونو څانګو( ملي اقتصاد، سوداګرۍ، BBA، مالي او بانکي) څخه ۱۶۳ تنه محصلان فارغ شول.
یاده غونډه په امارات هوټل کې په داسې حال کې تر سره شوه چې په غونډه کې د ننګرهار پوهنتون محترم رئیس الشیخ انعام الله مدني، اداري چارو مرستیال، اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل محمد صادق رهنما، څانګو آمرینو، محترمو استادانو، ګرانو محصلانو او د فارغو محصلانو د کورنۍ اعضاو ګډون درلود.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو تلاوت سره پیل شوه. د غونډې پرانیستې وینا د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل محمد صادق رهنما له لوري ګډونوالو ته واورول شوه او ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو همدا شان د ننګرهار پوهنتون رئیس ښاغلي الشیخ انعام الله مدني صیب له لوري ګډونوالو ته عالمانه او هر اړخیزه وینا واورول شوه.
د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ، اقتصاد پوهنځي رهبرۍ او محترمو استادانو له لوري محترمو فارغو محصلانو ته ترتیب شوي تصدیقونه وویشل شو او ټولو فارغو محصلانو ته د دوي د فراغت په پار مبارکي وویل شوه او غونډه په دعایې سره پای ته و رسیده.
په درنښت.
سرچینه: اقتصاد پوهنځي فرهنګي کمیټه.

17/05/2025

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اقتصاد پوهنځی ننګرهار پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share